د تخيل (Imagenation) ډولونه

د شعر تر ټولو مهم او اساسي توک تخيل دى، ځينې ادب پوهان د تخيل پر ځاى (تخييل) کلمه غوره ګڼي، خو دلته موږ د تخيل له کلمې څخه کار اخلو.
(خواجه نصير طوسي) په (معيار الاشعار) کې ويلي دي چې د شعر غرض تخيل دى.
تخيل يو داسې قوت دى چې د انسان په ذهن کې د معلوماتو کومه ذخيره د تجرباتو، مشاهداتو او مطالعې په لامل جمع شوى وي، دا قوت ورته داسې ښکلى ترتيب ورکړي، چې يو نوى شکل ورته وبخښي او بيا يې د الفاظو په داسې زړه راښکونکي پيرايه کې بيان کړي چې د معمولي پيرايي نه بېخي يا ترڅه حده پورې بل شان وي، سيد رسول رسا صاحب په دې هکله وايي (د انسان دماغ هېڅکله داسې خيال نه شي پيدا کولاى چې د هغه خيال عناصر يا اجزاويي په يو نه يو ډول په خارجي يا حقيقي دنيا کې موجود نه وي.)
تخيل چې د شاعرانه خيال کوم شکل تياروي، د دې شکل د عناصرو او اجزاوو ترکيب او ترتيب يا نوى شکل، تصوري او خيالي وي. خو له دې خيالي شکل يا خيالي خبرو اجزاويي په يو نه يو ډول په خارجي يا واقعيي جهان کې د وړاندې نه موجود وي. مثلاً که يو سړى د اس تشبه د اور له درياب سره ورکړي يا چاته د سرو مرغۍ ووايي. نو په حقيقت کې دا فرضيې او خيالي تشبهيات دي چې د حقيقت سره هېڅ اړه نه لري او په خارجي جهان کې يې هېڅ وجود نشته خو که چېرې موږ وګورو، نو اس، اور، درياب، سره او مرغۍ په حقيقت او خارجي جهان کې شته او دا چې يو ځاى کړو نو خيالي جهان ترې نه جوړ شي.
د هر شاعر په ذات کې د تخيل قوت ډېر ضروري دى او بغير له دې نه هېڅوک شاعر نه شي جوړېداى. تخيل د انسان لپاره خيالي ورکړه ده. د تخيل قوت د شاعر په کلام کې يو شان او يو اندازه نه وي کله دا عمل په پوره جوش او زور کې ښکاره شي اوکله د دې عمل اثرات کمزوري وي.
د تخيل قوت په فلسفې، ساينس او شاعرۍ کې يو شان په کار وي. دا د تخيل برکت دى چې يو خوا په فلسفه او ساينس کې د ايجاد او مسئلو د حل کولو او لټون انکشاف وکړ او بل خوا شاعران مضامين پيدا کوي دا چې ساينسپوهان او فلسفيان شاعرانه مزاج نه لري، نو ځکه ځينې کسان وايي: ( د تخيل قوت د ساينس او فلسفي سره څه اړه نه لري.)) د لويو- لويو ساينسپوهانو او فلسفيانو د تخيل قوت دومره تيز وي لکه څومره چې د يو لوى شاعر د تخيل قوت تيز وي. د (نيوټن) او (ارسطو) د تخيل قوت دومره قوي وو لکه څومره چې د (هومو) او (فردوسي) وو خو د دواړو په استعمال کې فرق دى.
د تخيل اصطلاح ډېره اوږده تاريخچه لري. د لرغوني يونان د زمانې نه تر اوسه پورې په دې باره کې ډېر بحثونه شوي دي.
(تخيل هغه استعداد يا قابليت دى چې د واقيعت نه د لاس ته راغلو انطباعاتو پر اساس په بشري شعور کې نوي حسي يا فکري انځورونه تخليق کړي هغه چې په تاکلي شېبه کې واقعي موجوديت نه لري.)
شاعرانه تخيل ته جامع، مانع او کامل تعريف نه شو ټاکلى، همدغه وجه ده چې د تخيل څومره تعريفونه شوي دي اختلاف په کې موجود دى، خو غلط ورته نه شو ويلاى. د ډېرو زياتو تعريفونو نه وروسته ډېر کره کتونکي او ليکوالان په يو اتفاق لاندې تعريف ته هم نظري او هم فکره دي.
(تخيل د فطرت د موجوده اجزاوو د سر دوباره ترتيب او تنظيم نه د يو نوي تصوير سازولو ته وايي او بيا په خصوصي توګه د پرځونکي( فنکار) احساسات هم پکې شامل وي.
تخيل د خيال نه جوړه شوې کلمه ده او دوه مفهومه لوى، خيال کول او خيال سازول يا جوړول. د لومړني مفهوم تر مخه د يو شي په هکله معلومات حاصلول او په شعور کې د هغې ساتل او د دويم مفهوم ترمخه د خيال ايجاد کول دي چې بيا په دوو څانګو ويشل کېږي، لومړى دا چې د شيانو په تصوراتو کې تنظيم او ترتيب د اختراعي قوت کار دى.
په دنيا کې چې څومره لوى او نامتو شاعران تېر شوي دي، هغوى د کايناتو د لايتناهي فطرت په مطالعه کې ضرور غرق وو. هر کله چې ورو-ورو د دې مطالعې عادت پيدا شي؛ نو هر يو شي ته په غور د کتو ملکه هم ومومي او د مشاهدې خزانه د خيال په کنجو کې په خپله په جمع کېدو شي.
د کايناتو د مطالعې د عادت پيدا کولو نه ووسته دويمه ډېره ضروري مطالعه يا لټون د هغه الفاظو دى، د کومو الفاظو په واسطه چې شاعر خپل خيالات مخاطب ته رسول غواړي. دا دويمه مطالعه هم ډېره ضروري ده يو څو نورې خبرې د شعر د فکر په وخت په خيال کې ساتل ضروري دي اول خيالاتو ته په ډېر صبر و تحمل د الفاظو جامه اغوستل بيا د هغوى سنجول او د مطلب او معنى د ادا کولو په وخت کې د هغې کمزوري لرې کول دي.
بيا الفاظو ته داسې ترتيب ورکول دي چې حقيقت ته پوره نږدې وي.
(ګل محمد بيتاب، تنقيدي ادب، ٦٩-٧٦)
زيار صاحب وايي: نن سبا د ژبنې اړخ پر وړاندې چې د شعر بهرنۍ جوله (شکل) جوړوي، دغه څېزونه د شعر (دنننۍ) جوله بشپړوي، نو که دغه د نننۍ جوله نه وي، بيا ورته شعر نه، بلکې هسې پېيلې وينا (نظم) وايي.
شعر د هنر د خورا لوړ ډول په توګه واقعيت په هنري انځورونو يا خيالي ايماژونو څرګندوي، تر دې چې تر بل هر ژبني هنر، يا په بله وينا ادبي ژانر له هنري انځورولو سره سروکار لري. که موږ د ادبي اثر وييونه او توکو نه له مرغلرو سره ورته وښيو نو وبه وايو چې نثر د دغو مرغلرو د يو صندوق مثال لري، چې د هرې مرغلرې لپاره يې ځانګړى ځاى ټاکل اړين نه دى، خو شعر داسې مرغلين هار ته ورته دى چې ټولې مرغلرې يې په داسې مزي کې پېيل شوي چې د هرې دانې لپاره خپل انډول او تناسب ټاکل شوى دى، په دې توګه د شعر ژبه د نثر د ژبې په انډول ځانګړې ښکلا لري.
د انځور د جوړونې ځواک د تخيل د ځواک غور ترينه برخه ده، په بله وينا بشپړ شور او هيجان چې د دې لپاره په کار اچول کېږي، بېلابېل احساسات، څېزونه او ازمېښتونه چې په بېلابېلو مهالونو او ځايونو پورې اړه ولري، په يو ځانګړې شېبه کې سره غاړه غړۍ کړي او يا ورته يو له بله سمون ورکړي له دې کبله د انځور د جوړونې ځواک تر يوې کچې پورې هماغه د تخيل ځواک دى.
(زيار، پښتو شعر څنګه جوړېږي؟، ١٣٤)
((رشيدي)) خيال د انساني ذهن د هغه فعاليت نوم ته وايي چې له موجوده واقعيتونو څخه داسې څه ترسيم او تصوير کړي، چې له همدې ذهني چاپېريال پرته په حسي محيط کې وجود ونه لري، له هغه ځايه، چې د تخيل جوړونکي عناصر حقيقي او حسي څيزونه دي، ځکه خو ويل کېږي چې هر تخيل په يوه نه په يوه بڼه په حقيقت کې ريښه لري، د خيال او خوب ليدلو ترمنځ توپير همدومره دى چې تخيل ارادي دى او د عقل له خوا رهبري کېږي، خو خوبونه غير ارادي او د ناشعور په ساحه کې پېښدونکي دي.
شاعران شعر د خيال بچى بولي، حال دا چې خيال د شعر سينګار کوونکى او د ښکلاييز ارزښت پنځوونکى دى، د شعر اصلي اډانه فکر جوړوي د شعر محتوا، مفهوم او مانا د فکر له لوري رامنځته کېږي، يعنې فکر غواړي يو څه ووايي يوه خبره وکړي، خو دا خبره وچه او يوازې خبره وي تخيل چې ورته راشي دا خبره شاعرانه کړي، سينګار يې کړي او ښکلي يې کړي تخيل او خيال د نظم او نثر لپاره يو اړين توک دى، چې د نظم نه (شعر) جوړولاى شي او د نثر نه (منثورشعر) جوړولاى شي.
الفت صاحب وايي: خيال په ادب او شاعرۍ کې خاص مقام لري او په عواطفو کې ډېر تاثير پيدا کوي که فرضاً کله موږ خبر واورو، چې په کوم ځاى کې څه توپان پېښ شوى، چې دومره خلک مړه او دومره خلکو کورونه وران شوي دي.
دا خبره راباندې دومره تاثير نه کوي لکه چې دغه حادثه د کوم اديب او شاعر له قلمه چې تخيلي ځواک يې پياوړى وي واورم.
په تخيل کې انځورګيرنه ضروري ده، مولينا الطاف حسين حالي وايي:
زه د ښکلا په لټه وتى يمه
چې مې نظر پر کوم يو ښکلي لګي
دا خيالي انځور چې د رنګ و سندرې په بڼه راوځي، نو هنر شي او دومره ښکلى شي چې انډول يې په عام ژوند کې مونده نه شي، ځينې وخت انځورګيرنه او تخيل چې سره يو ځاى شي داسې يو شکل اختيار کړي چې په رښتياني ژوند کې پيدا کېداى نه شي.
لنډۍ ده، چې:
نجلۍ ګودر نه لمده راغله
لکه کوتره چې باران وهلي وينه
دغسې نور ډېر شعرونه شته دي چې خيالي انځورونه يې دومره ښکلي وي، چې په رښتياني ژوند کې پيدا کېداى نه شي.
ګړنې (فلوريک) عشقي کيسې دا راز خيالي انځورونه ډېر لري، چې د اتل چنغله تر ريښتينې انجلۍ څو وارې ښکلې وي. بادامي سترګې، ماران زلفې، نرۍ ګلابي شونډې، مڼه زنه، چينار پوزه، دنګه غاړه او د مېږې تر ملا نرۍ ملا، خيالي ښکلا ده، چې همغه د شعر تر نړۍ محدوده ده، د حميد بابا دا دومره ښکلى محبوب تاسې په رښتياني ژوند کې موندلاى شئ؟

خط پر مخ د صنم راغى، که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا يې غاښ په خوله کې زيب کا، که ژاله شوه په لاله کې

حميد بابا يه خيالي نړۍ کې الوتى دى او همدغه خيال دى چې د دې شعرونو ته يې ښکلا وربخښلې ده.
(ډاکټر سليم اختر، د کره کتنې مکتبونه، ٧٥-٧٧)
په پورتني بيت کې حميد ماشوخيل د تخيل څخه کار اخيستى چې ورته مبتکر خيال ويل کېږي. بل هم مصور خيال دى: څه شى چې يو اديب يا شاعر په سترګو ويني او ورڅخه الهام اخلي د خپل فکر او تخيل په مرسته هغه الفاظو کې د يو انځور په ډول لوستونکيو ته وړاندې کوي. ورته مصور خيال ويل کېږي.
په لنډ ډول سره ويلى شو چې (خيال) يا تخيل دشعر يو له اساسي توکو څخه ګڼل کېږي، شعر بې له تخيل څخه نه وي، که چېرې وي هم هغه به يوازې د الفاظو او رنګينو کلماتو يو ليست بې خونده او بې کيفيته وينا وي.
په عمومي ډول د خيال يا تخيل ډولونه په لاندې ډول دي.
١. مبتکر خيال:
٢. مصور خيال:
٣. مفسر خيال:
(پوهنوال محمد رفيق، د ادبپوهنې بنسټونه، ٩٩)
١. مبتکر خيال:
دا هغه شى دى، چې د انسان ادراکو ته يو نوى صورت ورکوي او اکثره شاعران يې د تشبيه او استعارې په ډول په خپل کلام کې پيدا کوي يا په خيال او تخيل کې يو ابتکار او نويتوب منځته راوړلو ته مبتکر خيال وايي.
که چېرې يو شاعر په خپل شعر کې د ابتکار او نوښت نه کار واخلي او داسې خيال په خپل شعر کې راوړي چې مخکې چا نه وي راوړى، د هغه خيال نه بهتر دى چې يو شاعر يې د تشبيهاتو او استعاراتو په راوړلو خپل شعر کې ښکاره کوي.
خط پر مخ د صنم راغى، که سپوږمۍ شوه په هاله کې
يا يې غاښ په خوله کې زيب کا، که ژاله شوه په لاله کې
په ادب کې (خيال) يو ځانګړى توکى دى، چې پر عواطفو او احساساتو زياته اغېزه کوي. د خبر او پېښو په تعبير او تفسير کې د انسان ادراکو ته يوه نوې بڼه ورکوي. شاعران او اديبان د تشبيه او استعارې په ډول په خپل کلام يا وينا کې مومي، لکه د حميد بابا په پورته بيت کې. دې ته مبتکر خيال ويل کېږي.
د لاندې شعر ژباړه وګورئ، د دې شعر ښايست او ښکلا د تخيل له ابتکار پيدا شوې او د تخيل ابتکار په اصل مضمون او د بيان په اسلوب کې ځاى لري. په پښتو کې هم چا په ارزو باندې څه ليکلي، چې خلاصه يې داده.
هلته لرې د غره په لمن کې د لمر پلوشو ته څه شى ځلېده، ما ګومان کاوه چې کوم ډېر قيمتي څيز دى او له کوم معدن څخه کومه قيمت بها دانه راوتلې ده. په همدې ګومان ور روان شوم او ډېر خوشحاله وم، چې هلته ورسېدم ګورم، چې د ښيښې يوه ماته ټوټه پرته ده او نور هېڅ نشته دا وه زما ارزو او د ارزو اغاز او انجام.
په دې ژباړې کې يو نوښت او ابتکار په تخيل کې موجود دى، چې دې ته مبتکر خيال يا تخيل وايي.
(الفت، ادبي بحثونه، ٥٠-٥١)

٢. مصور خيال:
کوم شى چې يو اديب او شاعر د زړه په سترګو وويني او پرې پوه شي، نو چې هغه د خپل خيال په مرسته تصوير کړي مصور خيال بلل کېږي.
مثال يې دادى:
يو سړي د شپې له مخې تبې کولې او هره شپه به يې تر سبا پورې تبه وه چا ورځينې د احوال پوښتنه وکړه، چې تبه دې څه وخت او څنګه وي؟ ده وويل: يوه حياناکه ښځه ده، چې د شپې په توره پرده کې زيارت ته راځي او سبا له وخته بېرته ځي.
رفيق صاحب د مصور خيال په اړه وايي: څه شى چې يو اديب په سترګو ويني او ورڅخه الهام اخلي د خپل فکر او تخيل په مرسته هغه په الفاظو کې د يو انځور په ډول لوستونکيو ته وړاندې کوي، مصور خيال بلل کېږي.
(پوهنوال محمد رقيق، ادبپوهنې بنسټونه،١٠٣)
٣. مفسير خيال:
کله چې يو اديب يا شاعر په يوه شي کې څه روحي يا ادبي کيفيت حس کړي او د هغې شي مادي ګټې نه بلکې معنوعي ګټې په شعر کې بيان کړي، ځينې اديبان د يو سيند يا يوه غره له ليدو ځينې داسې تاريخي واقعاتو ته لاړ شي، چې د زاړه او تېرو حوادثو لويوالي په کې وګوري. دې ته مفسر خيال وايي. لکه د سيد رسول رسا په لاندې شعر کې:
په لمن د تورو غرونو د خيبر وادې راګيره
لکه تور ديوان چې کښينې له پرې نه ګير چاپېره
پټ پنهان هره دره کې د خېبر خوني داستان دى
يو تاريخ يې په مخ ليک دى يو ياداشت د تير دوران دى
ورو په ورو د غرونو خوا کې يو کاروان روان سفر کړي
دا راياد مې په زړګي کې د تېر شوي دور منظر کړي
يوه ورځ به چېرې دلته د محمود کاروان روان و
ګردغبار د ده د فوج به رسېدلى تر اسمان و
د تکبير نارې اوچتې اورېدلې دي جهان وي
د دې ملک ذرې ذرې به له دهشته په لړزان وي
په دې خاوره دې تېر شوي د بابر، غوري فوجونه
ابدالي، نادر راغلى پرې به فخر کړي دا غرونه
افغانستان د ډېرو غرونو درلودونکى هېواد دى، که چېرې موږ فکر وکړو په غرونو کې قيمتي کاڼي، مس، اوسپنه او ډول ډول نور داسې شيان پيدا کېږي چې د هغې په خرڅولو سره ډېرې پيسې لاس ته راتلاى شي. که چېرې يو شاعر د همدې غر روحي يا ادبي کيفيت حس کړي او د غرو د منظو يادونه په خپل شعر کې وکړي او مادي خوا يې په نظر کې ونه نيسي دې ته مفسر خيال وايي.
او که چېرې د همدې غر په لېدلو سره شاعر تاريخي واقعاتو او حوادثو ته لاړ شي لکه د (رسا) صاحب پورتنى شعر دې ته هم مفسر خيال وايي. په لنډ ډول سره ويلى شو چې (خيال) يا تخيل د شعر يو له اساسي توکو څخه ګڼل کېږي. شعر بې له تخيل څخه نه وي، که چېرې وي هم هغه به يوازې د الفاظو او رنګينو کلماتو يو ليست بې خونده او بې کيفيته ويناوې.
(الفت، ادبي بحثونه، ٥٢)

 پوهيالی سيداصغر ارمل هاشمي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب