د تبوک غزا | مدینې ته ستنېدل، غساني پاچا ته لیک او توبې قبلېدل

د تبوک غزا : ۳۹ درس

په دې لیکنه کې لاندې موضوعات شامل دي:

اکیدر ته آمان لیک
مدینې په لور ستنیدل
له سفره د ستنیدو عادت
له سفره د پاتي شويو عذر
د غساني پاچا لیک
توبې قبلېدل او د مبارکي خبر
د پیغمبر خدمت ته حاضریدل

لیکوال: احمد الله عاطفي

اکیدر ته آمان لیک:

په هر تقدیرپخه خبره همدا دی چې حضرت رسول الله (صل الله علیه وسلم) اکیدر ته په پیرزوینې سره بخښنه وکړه او اکیدر بیرته خپل کوراو سیمي ستون شو.
اکیدر د منني په توګه حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) خدمت ته (۲۰۰۰) اوښان،(۸۰۰) آسان، اته سوه غلامان،(۸۰۰) زغري او نیزي واستول.
اکیدر دصلحې لیک له لیکلو سره دجزيي او اطاعت ژمنه وکړه او دصلحي لیک په مهر ډاډ من شو .

مدینې په لور ستنیدل:

حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) شل ورځي دجنګ په ډګر کې منتظر پاتي شو ،په دي موده کې جنګي پیښي سره مخ نه شو، له کبار صحابه کرامو سره ئې دحالاتو، پاتي کیدواو بیرته ستنیدومشوره وکړه، دټولو رایه دا وه چې هرقل اوغسانیان وېریدلي او دمقابلي توان ئې له لاسه ورکړی، دلته له دي زیات پاتي کیدل ضرورت نشته،ځکه دکوم موخي او مقصد لپاره چې موږ وتلي وو هغه مو ترلاسه کړ.

د حضرت رسول الله (صل الله علیه وسلم) په حکم، اسلامي لښکر دکامیابې سوبې سره، دمدینې منورې په لور حرکت وکړ.
په ټوله لار کې داسلامي لښکر په خلاف کوم مخالفت او ناخوښه پیښه واقع نه شوه،پرته له یوي خاينانه توطعي چې دګوتو په شمیر منافقینو دلارې په اوږدو کې چې کله حضرت رسول الله (صل الله علیه وسلم) دخپلو دوو تنو صحابه وو،(حضرت عمار بن یاسر او حضرت حذیفه بن الیمان) سره په ناهمواره لار کي یواځي شول، دترور هڅه وکړه چې د حضرت حذیفه (رضی الله عنه) دنیزي په ګذارونو،چې دهغوی اوښانو ته ورسید، مرغوب او په تیښته دلښکر په منځ کې پټ شول، خوحضرت رسول الله (صل الله علیه وسلم) د دوی نومونه چې شمیر ئې دولس تنه وو،خپل اصحاب سر(حضرت حذیفه ،رضی الله عنه) ته وښودل.(رحیق المختوم)

په ټوله لارکې د پرتوسیمو اوسیدونکو اسلامي لښکر ته دفاتح په سترګه کتل او دآمنیت ډاډ ئې تر لاسه کوو.
داوږد سفر نه چې کله دمدینې منوري سیمي ته د اسلامي لښکر د رارسیدو خبر ورسید، ښځي ،هلکان او انجونې له کورونو ووتل داستقبال لپاره ئې مخې ته ورغلل چې د اسلامي لښکر کامیابي ئې په شعرونو کې زمزمه کول.

د سفر موده او د ستنیدو عادت:

د تبوک غزا سفر چې د حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) وروستۍ غزا بلل کیږي، ټولې نړۍ ته ئې دیو فاتح قوت زیری ورکړ، دهمدې غزا اغیزې وې چې رومیانو او فارسیانو لاسونه له جزیرةالعرب او افریاقائې هیوادونو لنډ شوو، په تدریج ئې امپراطوري ګانې له منځه ولاړي.
د دې مبارک سفر یوه بله ستره لاس ته راوړنه دا شوه چې په مدینه او سیمې کې مسلمانان ئې له منافقینو جلا کړل، د ضرار مسجد حقیقت څرګند شو، چې دشومو هدفونو لپاره جوړ شوی وو.
دتبوک غزا دسفر ټوله موده (۵۰) ورځي وه، د رجب په میاشت کې پیل او په رمضان میاشت کې پای ته ورسید، دیرش(۳۰)ورځي په تګ او راتګ کې تیرې شوې،(۲۰) شپي په تبوک چیرته چې دجنګ او غزا لپاره میدان غوره شوی وو،د دښمن راتګ ته په انتظار اقامت وو.

له سفره د ستنیدو عادت:

د حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم)مبارک عادت و، چې کله به له سفره ستنیده مخامخ به کورته ئې تشریف نه وړ، بلکه نبوي مسجد ته به تشریف فرما شو ، هلته به ئې دوه رکعته لمونځ آدأ او بیا به له استقبال کونکو سره لیدنه کوله ، دحال احوال پوښتنې کولي او چې له لیدنو کتنو به وزګار شو بیا به د بي بي فاطمې(رضی الله عنها) کورته تشریف یووړ، له هغه ځایه چې بیرته ستنیده بیا خپل کورته ورته ،هلته به ئې له امهات المؤمنین سره لیدنه کتنه کوله او دهر یو حال اوحوال پوښتنه ئې کوله، هغوي به هم په استقبال د حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) راتګ ته سترګي په لار وي.
دتبوک غزا له سفره په ستنیدو هم حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) نبوي مسجد ته تشریف یووړ، هلته ئې دوه رکعته لمونځ آدأ له راغلوخلکو سره ئې یواځي یواځي اوټولیو په شکل لیدنه کتنه وکړه.

له سفره د پاتي شويو عذر:

په پیل کې مو وویل چې دتبوک غزا داعلان سره په مدینه منوره کي خلک په شپږو برخو ووېشل شول، دوه ډلي د منافقینو او څلور ډلي د مؤمنانو.
دبخاري او مسلم شریف سر بیره دحدیث شریف په یو شمیر نورو کتابونو کې د دې غزا اړوند لیکل شوي، زیاتو محدثینو او مشرحینو د حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) له خپل قوله روایتونه روایت کړي،چې امام مظهري(رحمه الله) دجمع کولو زیار تر سره کړی، همدا راز واقدي، فتح الباري،ابن هشام ، شیخ عبدالله نجدي، سیرت الرسول صل الله علیه وسلم،ابن ابي حاتم،ابن ابي شیبه، مسند عبدالرزاق او … هم په دې اړوند ځانګړي توګه روایتونه لري.

تبوک له غزا پاتي درې تنه مشران: 

قال الله تبارک وتعالی: وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ.(التوبه:۱۱۸)
ژباړه: او پر هغو دریو(هم) چي وروسته پاته کړی شول، تر هغه چي زمکه سره له ارتوالي ئې پرې تنګه شوه او خپل زړونه پرې تنګ شول او ګمان ئې وکړ چي له الله؛ د ده لوري ته (له پناه وړلو) پرته بل پناه ځي نشته، بیا له پیرزویني سره پر دوی را وګرځيد، بې شکه چي الله ډیر مهربان توبه قبلونکی دی.
دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په ټول عمر کې دتبوک غزا داسي غزا وه چې د نفیر عام سره ئې هدف او سفر ټول اړخونه څرګند وو، بلکه له ټولو په کلکه غوښتل شوي وو چې په دې غزا کې دمالي مرستو،تجهیزاتو او اسبابو سر بیره ګډون وکړي.
د دې مبارک او بریالي سفرله برکته هیڅوک محروم پاتي نه شو مګر منافقین.
دویم: هغه معذور او مجبور مسلمانان چې تفصیل ئې وړاندي تیر شوی.
دریم: له دي سفره لس تنه مخلص او سر خندونکي صحابه ئې کرام هم دغفلت او سستي له امله پاتي شوي وو.
له دي لسو تنو نه څخه ئې اوو(۷) تنه ځانونه د نبوي مسجد ستنو پوري کلک وتړل او لوړه ئې وکړه تر هغه چې توبه ئې نه وي قبوله شوې نه به پرانستل کیږي.
وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا :او پر هغو دریو(هم) چي وروسته پاته کړی شول.
دا پیښه دهغو دریو تنوسرښندونکو صحابه ئې کرامو (هر یوکعب بن مالک، مراره بن ربیع او هلال بن اُمیه، رضی الله عنهم) ده چې د انصارو له مشرانو څخه وو، د تبوک غزا نه پاتي شوي وو، حال داچي په نورو غزواتو کې ئې د رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) سره ملګر تیا درلودل، او هم دبیعت عقبه ستر افتخار ئې په برخه وو.
وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا :او پر هغو دریو(هم) چي وروسته پاته کړی شول.
د( خُلِّفُوا) ژباړه دا دی چې کوم وروسته کړی شوي وو، یعني دکومو چې توبه قبلول وروسته کړی شوي وو، هغه همدا دري تنه مشران صالح صحابه ئې کرام وو.
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) چې دتبوک غزا نه مدیني منوري ته تشریف راوړ، منافقین له یوي مخي حاضر شول په قسمونوئې عذرونه بیان کړل.
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د دوي باطني حالت الله سبحانه وتعالی ته وسپاره او په ظاهره ئې د دوي عذر ومانه .
ځینو خلکو دا دریوتنو مشرانو صحابه ئې کرامو(هر یوکعب بن مالک، مراره بن ربیع او هلال بن اُمیه، رضی الله عنهم) ته هم مشوره او سپارښتنه وکړه چې تاسو هم یوه حیله او بهانه وکړئ، تاسوته به هم بخښنه وشي.
دریواړو صحابه ئې کرامو هره پلمه او ناحق عذر په دي معنی رد کړ چې یوه ګناه مو دا وکړه چې جهاد ته ولاړ نه شوو، بله غلطي او ستره ګناه دا وکړو چې د سیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په وړاندي د درواغو ویلو جسارت وکړو،هیڅکله اوپه هیڅ صورت دا کار نه کوو، خپل رښتیا وایو هر څه چې پیښیږي،پیښ دشي.
سیرت او تاریخ لیکونکو په تفصیل سره دا پیښه ذکر کړي ده او هم محدثینو کرامو.

په صحیح بخاري، صحیح مسلم او د حدیثو په یوشمیر نورو کتابونو کې د همدي پیښي تفصیل د سیدنا حضرت کعب بن مالک( رضی الله عنه) په خپل قول اوږد او مفصل حدیث ذکر کړی چې په لنډیزه توګه ئې موږ ځیني برخې او مطلب اخلو.
ددي لپاره چې مضمون اوږد نه شي داحادیثو له متنه پرته ئې پښتو مطلب زیاتره برخه د امام مظهري (رحمه الله) له تفسیره لیکو، چې هغه په تفصیل سره ټول روایتونه جمع او نقل کړي دي.
حضرت کعب بن مالک فرمايي: ما په بیعت عقبه کي برخه درلوده،کوم چې داسلام دمرستي او ساتني لوړه وکړه، او دا افتخار ماته له ټولو ارزښتونو نه غوره دی.
دی فرمايي: کله چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دتبوک غزا لپاره دوتلو اعلان وکړ، زما په فکر کې هم نه ګرځید،چې د دې غزا له ګډونه بي برخې شم، حال داچې په دي وخت کې زما سره هر څه دپخوا په نسبت زیات وو، همداراز له دي نه وړاندي هیڅکله ماسره دوه سپرلۍ نه وي جمع شوې ،چې اوس مې په اختیار کې وي.
هره ورځ به سهار په دي نیت پاسیدم چې دجهاد سفر لپاره ځان چمتو او اسباب برابر کړم، خو دا ورځ به همداسي تیره شوه، په همدي حالت کې،حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) سره دمجاهدینو په سفر روان شول او زه په مدينه منوره کې پاتي شوم،خو اراده مي دا وه چې وروسته ورپسي روانیږم ،سپرلۍ مې تیز او داسبابو ستونزه هم نشته، دلاري په کومه برخه کې به سره یوځای شو، خو کاش چې داسي شوی وی، چې ونه شول.
په دغه حالت کې چې زه کله له کوره بهر وتلم په نارینه وو کې له هغو معذوروصحابه ووچې دسفر توان ئې نه درلود او منافقینو پرته بل مي څوک نه لیدل، معنی داچې ټول صحابه ئې کرام غزا ته تللي وو.

حضرت کعب بن مالک فرمايي: غزا ته نه تګ زه غمجنولم، تر دي چې داخبر ورسید حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) تشریف راوړي، ما له (زیاتي اندیښني) ځانه سره وویل، چې دخپلي غیر حاضري لپاره یوه معقول عذر بیان کړم او په دي اړوند له خپلو دوستانو هم مرسته وغواړم په همدي تشویش او وسوسي کې وخت تیریده چې خبر ورسید، سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) تشریف راوړ، د دي خبر په اوریدو سره ټول فاسد وسوسي او فاسد خیالات له یوي مخي ولاړل او ځان سره مي وویل چې هر څه پیښیږي پیښ د شي، ځکه په درواغو خبره نه جوړیږي، په همدي اساس مې درښتیا ویلو کلک هوډ وکړ.

د څاښت وخت و چې حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) مدينې منوري ته تشریف فرما شو،دعادت مبارک سره سم نبوي مسجد ته ولاړ هلته ئې دوه رکعته لمونځ آدأ او بیا دراغلو خلکو سره ئې لیدنه کتنه پیل کړه، له اتیاو زیات منافقین چې غزا ته نه وو تللي په قسمونو اوعذرونو ځان ته پلمې جوړي کړي،حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) د دوي څرګند قسمونه او عذرونه ومنل او باطن حالات ئې الله سبحانه وتعالی ته وسپاره.
منافقینو د دعا او بیعت لپاره وړاندیزونه وکړل چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ومنل.
حضرت کعب بن مالک فرمايي: په همدغ وخت کې زه هم د سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) خدمت ته حاضرشوم، مخامخ کیناستم.
په یو روایت: ما سلام ورکړ،حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) داسي مسکی شو لکه یو خفه چي مسکی کیږي.
دویم روایت: دادی چې مخ مبارک ئې واړوو.
حضرت کعب بن مالک فرمايي: ماعرض وکړ:اې دالله رسوله(صل الله علیه وسلم)! له مانه ولي مخ اړوئ؟، په الله(سبحانه وتعالی) قسم زه نه منافق شوی یم اونه مي په دین کې شک پیدا شوی او نه زما حالات بدل شوي.
سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمایل: بیا ته جهاد له ولي نه وي لاړ؟، ایا له تاسره سورلۍ نه وه؟.
ما عرض وکړ: اې دالله رسوله(صل الله علیه وسلم)! پرته له شکه که له ستا پرته دبل چا په وړاندي ناست وی؟، نو حتماً به مي داسي عذر وړاندي کړی و، چې دهغه خفګان مي رفع کړی وی، ځکه زه په خبرو او جنګ کي ځانګړ تیا لرم، خو په الله قسم زه په دي ښه پوهیږم، که په وقتي توګه تاسوته درواغ ووایم ، تاسو ئې ومنئ او راضي شئ، لري نه ده چې الله سبحانه وتعالی تاسو په ټول حقیقت خبر کړي، خفه به شئ.
زه به رښتیا وایم،که تاسو خفه هم شئ امید لرم چې الله سبحانه وتعالی ماته عفوه او بخښنه وکړي.
روغه خبره دادی چې جهاد ته دنه تګ هیڅ ډول عذر نه و، په مالي او بدني توګه له بل هر وخته پیاوړی وم.
سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمایل: رښتیا ئې وویل، او بیائې وفرمایل: تاسي لاړ شي او دالله سبحانه وتعالی تر پریکړي انتظار وکړئ.
له دې ځایه پاسیدم روان شوم چې دبني سلمه له خلکو یو څوتنو ماته وویل: موږ ته نه ده معلومه چې تاسو له دي وړاندي کومه ګناه کړي وي، ولي د سهوه وکړه؟، تاسو به داسي یو عذر وړاندي کړی و، څنګه چې نورو خلکو عرض وکړ، تاسو ته به د حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) استغفار پوره شوی وو، الله سبحانه وتعالی به تاته بخښنه کړې وه، د دوي په تکرار او اصرار زما زړه هم ومنله چې بیرته ستون شم،سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) ته دیو معقول عذر بهانه عرض کړم.
خو ضمیر اجازه رانکړه چې له یوه ګناه دوه جوړې کړم، یوه ګناه دا شوه چې جهاد له لاړ نه شم، بیا د درواغ ویلو جسارت وکړم، هغه هم د پیغمبر(صل الله علیه وسلم) په وړاندي.
ماله دوی پوښتنه وکړه، بل داسي څوک شته چې پخپل نیمګړتا ئې اعتراف کړی وي؟
دوي وفرمایل:هو ،دوه تنو نورو هم دخپل جرم اقرار کړی ، ما پوښتنه وکړه څوک دي؟، ويي فرمایل: حضرت مراره بن ربیع العمري او دویم حضرت هلال بن اُمیه واقفي، دویته هم همدا خبره شوي کوم چې تاته وشوه.
دحضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) د پاتي کیدو تفصیل ذکر شو ، ښه به داوي چې د دې دووتنو بزرګانو صحابه ئې کرامو د پاتي کیدو لامل هم څرګند کړو.

ابن ابي حاتم روایت کوي: حضرت مراره بن ربیع(رضی الله عنه) د پاتي کیدو څرګند دلیل داو، چې د ده یو باغ وو چې په دغه وخت کې ئې فصل په تیاریدو وو،ده ځان سره غوره وګڼله چې په ټولو غزواتو کې ګډون کړی ، که اوس پاتي شي دابه کوم جرم نه وي، خو کله چې پوه شو په رښتیا ګناه تري شوي او سبب ئې هم دا باغ و، نو ده لوړه وکړه چې دا باغ دکوم په سبب چې د ګناه مرتکب شوی ، دالله سبحانه وتعالی په لار کې صدقه کړي.

دحضرت هلال بن اُمیه(رضی الله عنه) دپاتي کیدو سبب دا و چې د ده کورنۍ له ده نه ډیر وخت لیري وو ، په دغه وخت کې ټول سره را ټول شوي وو، ده فکر وکړ چې په نورو غزواتو کې ګډون کړی په دغه وخت به دخپلي کورنۍ له غړو سره پاتي شي، دی چې پوه شو ګناه تري شوي ، ژمنه ئې وکړه چې دکور له غړو به لریوالی غوره کوي.
بیرته را ګرځو دحضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) قول ته.

حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: ماچې کله د دي دوو تنو بزرګوارانو نومونه واوریدل چې دوي دواړه د بدر په پریکنده غزا کې حضور درلود، زما زړه ډاډ من شو،ومي ویل: د دي دووتنو بزرګانو تقلید ما لپاره کافي دی، په دي وینا سره خپل کورته ولاړم.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه)فرمايي: په همدي وخت کې سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) صحابه ئې کراموته سپارښتنه وکړه چې له دي دریو تنو سره اړیکي پریکړئ او حتی دخبرو ځواب مه ورکوئ، په دي هدایت ټولو عمل وکړ .
ابن ابي شیبه دحضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) نه روایت کوي: زموږ حالت تر دي ورسید چې چاسره به مخ شوو، مخ ئې اړوو، خبري به مو کولي چا ځواب نه راکوو، حتی دسلام ځواب هم چا نه راکوو.
همدا رازعبدالرزاق په خپل مسند کې دحضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) نه روایت کوي: پرموږ داسي حالت راغی ،چې دا خلک هغه پخواني خلک نه دي او نه زموږ کورونه او باغونه هغه پخواني دي، داسي بریښیدل چې ټول پردي او بیګانه دي.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه)فرمايي: ما سره له ټولونه داغم او فکر زیات شو،که زه په دي حالت کې مړ شم،سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) به زما د جنازي لمونځ ادأ نه کړي .
دی فرمائي: له دینه ستره اندیښنه داوه که خدای مکړه حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) رحلت وکړي زه به تمام عمر داسي خوار او ذلیل یم، له دي غمه ماته زمکه ورانه او ټول پردي ښکاریدل.

حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه)فرمايي: زما دوه ملګري(حضرت مراره بن ربیع العمري او حضرت هلال بن اُمیه واقفي) مایوسه په کور کیناستل او ژړل ئې، زه ځوان وم،کور کې کیناستل نور هم زورولم، بهرته وتلم، بازار کې ګرځیدم، لمانځه او عبادت لپاره نبوي مسجد ته تلم، دمسلمانانو سره په جماعت کې شرکیدم ،خو په دي ټولو حالاتو کې نه چاراسره خبري کولي اونه چا زما دخبرو او سلام ځواب راکوو، تر دي چې زه به دلمانځه نه وروسته د حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) مجلس ته حاضر شوم سلام مې ورکوو ، چا ځواب نه راکوو، او بیا به هلته په لمانځه ودریدم، متوجه به وم چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ماته توجه کوي که نه، او کله به مي سلام کوو، متوجه به وم چې دحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) مبارکي شونډي دځواب لپاره خوزیږي یا نه، په دغو حالاتو کي به کله زه په لمانځه ودریدم حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) ماته متوجه کیده، خو ماچي ورته کتل مخ مبارک ئې اړوو.

دا حالت دومره اوږد شو چې زه هم بې صبره شم، زه دخپل دتره زوی(حضرت قتاده رضی الله عنه) لیدو لپاره لاړم چې هغه زما نږدي ملګری هم وو، هغه په باغ کې تشریف درلود، زه دباغ په دیوال واوښتم، سلام مي عرض کړ ځواب ئې رانکړ، زه خفه شوم، ومي ویل:اې قتاده تاته معلومه نه دی؟، چې زه دالله او دهغه له پیغمبر (صل الله علیه وسلم) سره مینه او محبت لرم، ددي خبري هم ځواب رانکړ تر دي چې ما داخبره څو ځله تکرار کړه د دري یا څلور ځلو تکرار بعد حضرت قتاده دومره وویل: الله (عزوجل) او دهغه پیغمبر(صل الله علیه وسلم) ښه پوهیږي، زه په ژړا له هغه ځایه بیرته مایوسه ستون شوم.

د غساني پاچا لیک:

حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه)فرمايي: له دي تحریم نه زیات زه په هغه لیک زیات خفه شوم چې غساني واکمن زما په نوم استولی و.
دی فرمايي: يو نبطي سودا ګر چې مديني منوري بازار ته د خپلو ارتزاقي مواد پلورلو لپاره راغلی و، له خلکو نه زما پوښتنه کوله چې دی به چیرته او څنګه پیدا کړم په دغه وخت کې زه بازار کي یواځي روان وم، چې دبازار خلکو زه هغه ته په اشارو سره ور وپیژندم.
نبطي سوداګر زما لورته راغی او په راز داري سره ئې د غساني پاچا لیک چې په وریښمین دسمال کې لیکل شوی و، راکړ.
په لیک کې دا مطلب لیکل شوي وو: موږ خبر شوي یو چې تا سره ستاسو پيغمبر(حضرت رسول اکرم،صل الله علیه وسلم) بېوفايي کړیده او تاسو ئې له ځانه لري او ترک کړی يې،حال داچي ته دمقام خاوند ئې، اوالله (غزوجل) تا په ذلت او هلاکت کي نه غورزوي، که موږ ته راشي موږ به ستا دشان سره ستا قدر او احترام وکړو او تاته به ستا مقام درکړو.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه)فرمايي: دلیک په لیدو ډیرخفه او ځان راته کم ښکاره شو، دا مي له ځانه سره وویل چې یو بل امتحان کي ګیر شوم، چې اوس داسي حالت سره مخ یم چې د کافرو هم له ما طمع او امید پيداشو.
لیک مي واخست وړاندي یودکان کي تنور بل و لیک مې د راوړونکي په وړاندي تنور ته ګذار کړ،چې دا زما ځواب دی.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه)فرمايي: دتحریم څلویښت ورځي تیري شوې چې حضرت خزیمه بن ثابت(رضی الله عنه) تشریف راوړ وئې فرمایل: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) آمر کړی چې له خپلو ښځو بیل شئ.
ماعرض وکړ : طلاق ئې کړو؟
هغه وفرمایل :نه هسي عملي توګه تري بیل شئ (نږدیوالی مه کوئ).
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: همدا حکم زما دووتنو نورو ملګرو (حضرت مراره بن ربیع او حضرت هلال بن اُمیه) ته هم اورول شوی و.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: ما خپلې بي بي ته وویل: پلار کورته ولاړه شه تر هغه هلته اوسه چې تر کومې الله سبحانه وتعالی کومه پریکړه وفرمايي.
ابن ابي شیبه په روایت: دهلال بن اُمیه(رضی الله عنه) میرمن حضرت خوله بنت عاصم چې دا حکم واورید، د سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) خدمت ته حاضره شوه،عرض ئې وکړ:هلال بن اُمیه ډیر کمزوی، ضعیف او دومره ناتوانه دی چې دسترګو لید ئې هم کم زوری شوی، بل کوم خادم هم نه لري چې خدمت ئې وکړي، ایا تاسو دا نه خوښوئ چې زه د ده خدمت وکړم؟
حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمایل: دخدمت کولو ممانعت نشته، خو دی به تاته نه نږدي کیږي.
خوله بنت عاصم عرض وکړ: په الله(عزوجل) قسم چې هغه شپه او ورځ ژاړي او د بوډا والي له امله حرکت نه لري.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه)فرمايي: ماته زما ځینو نږدي خپلوانو هم دا مشوره راکړه چې ، زه هم حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته عرض وکړم تر څو اجازه واخلم چې خپله میرمن دخدمت لپاره ځان سره وساتم، ما وویل: اول خو دا معلومه نه دی چې حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) به ماته څه ځواب راکوي او دویم دا چې زه ځوان یم، د مرمني سره په یوځای کې اوسیدل له احتیاطه لري دی.

توبې قبلېدل او د مبارکي خبر:

دي حالت کې نوري لس ورځي هم تیري شوي، پنځوس ورځي پوره شوي.
دمسند عبدالرزاق په روایت: حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: زموږ (دریواړو) توبه د شپي د دریمي برخي په تیریدو نازله شوه.
په دغه شپه حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) د اُم المؤمنین حضرت اُم سلمه(رضی الله عنها) ښونه کي تشریف درلود چې دتوبي قبلیدو حکم نازل شو.
اُم المؤمنین حضرت اُم سلمه(رضی الله عنها) عرض وکړ:که اجازه وي؟، په همدي وخت کي کعب بن مالک ته خبر ورکړل شي.
حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمایل: که داسي وکړی شو، دخلکو ګڼه ګوڼه به زیاته شي او خوب به مشکل شي.

د مبارکۍ خبر:

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دسهار لمانځه نه په فارغیدو صحابه ئې کرامو ته د دي دريو تنو صالحو صحابه ئې کرامو دتوبې قبلیدو زیری ورکولو سره(دقرآنکریم دتوبې سورت،۱۱۷ ، ۱۱۸ او ۱۱۹،نازل شوي ايتونه تلاوت کړل) په خلکو کي دخوشحالي ولوله وټوکيده.
حضرت عقبه (رضی الله عنه) فرمايي: کعب بن مالک ته زیری ورکولو والا دوه تنه صحابه ئې کرام په تلوار او منډه شول چې د مبارکي زیری ورکړي، یو له دي دوو نه په منډه کې مخکې شو، دویم چې بیرته پاتي شو هغه(سلع غره) ته پورته شو له هغه ځایه ئې لمړی د توبي دقبلیدو زیری ورکړ.
دحضرت محمد بن عمرو بن عاص(رضی الله عنهما) په روایت دا دوه تنه کبار صحابه ئې کرام هریو سیدنا حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر بن خطاب(رضی الله عنهما) وو، چې حضرت عمر(رضی الله عنه) په منډه کې وړاندي لاړ او صدیق اکبر(رضی الله عنه) چې وروسته پاتي شو، سلع غره ته پورته شو له هغه ځایه ئې په لوړ غږ دمبارکي زیری ورکړ.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: د پنځوسمي شپي په سحر،دسهار لمانځه نه وروسته زه دخپل کور بام له پاسه په تیر حالت کې ناست وم،کوم چې قرآنکریم کې ذکر شوی:چې پرما زمکه سره د پراخي تنګه شوي وه.
په همدي حالت کي ناست وم چې ناڅاپه د( سلع غره) له لوري یو اواز کونکي په لوړغږ خبر راکړ: اې کعب بن مالکه مبارک شه!، ماچې اواز واورید په سجده پریوتم(دشکرسجده مې وکړه)، له ډیرې خوشحالي په ژړا شوم، چې اوس خوشحالي او پراخي راغله.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: دتوبې قبلیدو خبر سره له هر لوري خلک زموږ دریواړو لورته سواره اوپلې را ورسیدل، خو له ټولونه لمړی زیری ماته دغره له لوري راکول شو.

د پیغمبرخدمت ته حاضریدل

حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: دتوبې قبلیدو زیري اوریدو سره ما خپلې جامي(پاکي جامي) په تن کړي، له کوره ووتم،چې حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) خدمت ته حاضري ورکړم، ډلې ډلې خلک زما لورته راتلل دمبارکي زیری ئې راکوو.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: مسجد نبوي ته ورسیدم، چې سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم)تشریف لري او صحابه ئې کرام ئې څلور خواووته ناست دي، زما په داخلیدو سره چې صحابه ئې کرامو زه ولیدم، له ټولونه لمړی حضرت طلحه بن عبید الله(رضی الله عنه) له خپل ځایه ولاړ شو، وړاندي راغی د روغبړسره ئې مبارکي راکړه، چې زه به د ده دا احسان هیڅکله هیر نه کړم.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: زه دسیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) حضور ته ورسیدم سلام مې ورکړ، وینم چې دهغه مبارک مخ له خوشحالي ځلیږي، وئې فرمایل: اې کعبه! مبارک شه، دا مبارکه ورځ ستا دژوند په ټول عمر کې له ټولو غوره ورځ ده.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: ماعرض وکړ: اې د الله (عزوجل) رسول! (صل الله علیه وسلم)، دا حکم ستا له لوري دی که دالله سبحانه وتعالی له لوري؟
سیدناحضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمایل: دا حکم دالله سبحانه وتعالی له لوري دی ،کوم چې ته ریښتینی وي، ستا ریښتینولي ئې څرګند کړ.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: زه د حضور(صل الله علیه وسلم) په وړاندي کیناستم عرض مي وکړ: اې دالله (عزوجل) رسوله(صل الله علیه وسلم) زما توبه دادی چې زه خپل ټول مال او پانګه دالله سبحانه وتعالی په لار کې صدقه کړم.
حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمایل: غوره دی چې تاسو یوڅه مال(پانګه) خپل ځان او عیال لپاره پریږدئ.
ماعرض وکړ: ښه ده نیم مال (پانګه) په ځان لپاره پریږدم.
حضور(صل الله علیه وسلم) دا وړاندیز هم رد کړ.
بیا ما عرض وکړ: ښه ده دریمه برخه مال به صدقه کړم.
حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمایل: ښه ده ، ښه ده چې دخپلي پانګې دریمه برخه صدقه کړې.
همدا راز مراره بن ربیع(رضی الله عنه) هم خپل هغه باغ چې دهغه په محبت کې دتبوک له غزا پاتي شوی و دالله رضأ لپاره صدقه کړ.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: ما حضور(صل الله علیه وسلم) ته عرض وکړ:اې دالله رسول!(صل الله علیه وسلم)، الله سبحانه وتعالی ماته زما دریښتینولي په اړوند خلاصون په برخه کړ،زه لوړه کوم، تر هغه چې زه ژوندی یم هیڅکله به پرته له رښتیا بله خبره ونه کړم.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: ما چې له کومې د حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) سره د رښتیا ویلو ژمنه او لوړه کړي له هغه را پدېخوا (دالله سبحانه وتعالی په توفیق) د درواغو یوه خبره زما په ژبه نه ده راغلي، او زه اُمید لرم چې د ژوند تر پایه به زما ژبه له درواغو محفوظ وي.
حضرت کعب بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: په الله (عزوجل) د زما قسم وي چې داسلام له راوړلونه وروسته، له دینه ستر نعمت زما په برخه شوی نه دی کوم چې ما دسیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) په وړاندي له درواغو ډ ډه وکړه او رښتیا مې وویل، که خدای مکړه ما درواغ ویلي وای؟، نو زه به هم دهغو درواغجنو په شان هلاک شوی وم، کوم چې قرآنکریم ئې په هکله فرمايي:…
قال الله تبارک وتعالی: سَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ إِذَا انقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ فَأَعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ إِنَّهُمْ رِجْسٌ ۖ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ. (۹۵) يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۖ فَإِن تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَرْضَىٰ عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ (التوبه: ۹۶)
ژباړه:کله چي د دوی لوري ته وګرځئ نو حتماً به تاسوته دالله په نامه لوړه کوي چي ترې تیر شئ،نو ترې ډډه وکړئ،یقیناً چي دوی پلید دي، او استوګنځی ئې دوزخ دی، دهغه څه سزا چي کول ئې.
تاسوته به لوړه کوي چي ترې راضي شئ،خو که ترې راضي شئ نو الله له دي فاسق ټولي؛ نه راضي کیږي.
دځینو بزرګانو قول دی: لکه څنګه چې د تبوګ غزا ټول مدت(دسفر،قیام او بیرته ستنیدو) پنځوس ورځي وي، د دوی دري تنهو مخلصو صحابه ئې کرامو دتوبې قبلیدو لپاره هم پنځوس ورځي کلک انتظار کول وو.

احمد الله عاطفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب