د تالندې او بريښنا پر مهال له ګرځنده ټليفونونو څخه ګټه مه اخلئ

د ګرځنده ټليفونونو په څير توکو کې د وسپنې شته والی کولای شي بريښنايي جريان بدن ته هم وليږدوي. بريټانيايي ډاکټرانو خبر داری ورکړی چې په توپاني هوا کې له ودانيو دباندې د تالندې او بريښنا له امله له ګرځنده ټليفونونو څخه ګټه اخيستنه ګواښمنه ده.  په بريټيش ميډيکل ژورنال کې دې خبرې ته په اشارې سره ديوې  تنکۍ پيغلې کيسه ليکل شوې چې په ګرځنده ټليفون کې د خبرو پر مهال پرې تندر راپريووت او سخته ټپي شوه. 

 

د کارپوهانو په اند د ګرځنده ټليفون په غوږۍ کې کارول شوې وسپنه کولای شي بريښنايي جريان بدن ته وليږدوي. دغه پنځلس کلنه نجلۍ هغه مهال د تالندې تر بريد لاندې راغله چې په يوې توپاني او باراني هوا کې يې د لندن ښار په يو پراخ پارک کې له خپل ګرځنده ټليفون څخه ګټه اخيسته.  نوموړې نجلې د پيښې څرنګوالی هير کړی او زړه يې د څو شيبو لپاره درېدلی وو چې د ډاکټرانو په زيار سره بيرته پر هوښ راغله. له پيښې څخه د يو کال په تيرېدو سره بيا هم دا نجلۍ په بشپړه توګه نه ده جوړه شوې او د معيوبينو له ځانګړي بايسکل څخه کار اخلي. د ډاکټرانو په وينا، دې نجلۍ ته مغزي زيانونه رسيدلي چې په پايله کې يې دې ته د پيژندنې او احساساتو ناخوالې پيدا شوي دي. ډاکټران وايي په هغه غوږ کې چې دې نجلې د پيښې پر مهال د ټليفون غوږۍ ورته نيولې وه، د غوږ پرده څيري شوې او ورته يې دايم ي کوڼوالی پيښ کړی دی.           

کله چې يو تن د تالندې تر بريد لاندې راځي نو د پوټکي لوړ مقاومت ددې لامل ګرځي چې لګيدلی بريښنايي جريان په سطحي ډول له بدنه تير شي چې دا يوه باندنې صاعقه ګڼل کيږي خو ځيني پياوړي بريښنايي جريانونه له پوټکي هم تيريږي او د بدن دننه زيانونه رامنځته کوي. د مايعاتو او وسپنيزو توکو په شان د بريښنا ريږدوونکو موادو سره نيغ په نيغه تماس، دا ګواښ ډيروي چې بريښنايي جريانات بدن ته دننه خپاره شي او داخلي ارګانونه سخت زيانمن کړي.

د ډاکټرانو په وينا، تر اوسه دې ته ورته درې نورې پيښې په چين، کوريا او ماليزيا هيوادونو کې هم ترسترګو شوي دي چې قربانيانو يې ټولو له ژوند سره مخه ښه کړې ده. ډاکټران وايي چې که څه هم دا پيښې ډيرې کمې رامنځته کيږي خو په اړه يې د خلکو خبرول اړين دي. يو تن ساينس پوه پاول ټيلر هم وايي چې ښايي په توپاني هوا کې ان په جيبونو کې هم د ګرځنده ټليفونونو ګرځول ګواښمن وي.      

نو له دې وروسته مو په پام کې وي چې له تالندې او بريښنا سره په مله توپاني او باراني هوا کې ، په ګرځنده ټليفونونو کې له خبرو څخه ډډه وکړئ.                                           

سهارګل

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب