ټولنهژورنالیزم

د بیان ازادی څه ده ؟

د بيان ازادي،  د ښو او بدو لېكنو په خپرولو پورې تړاو نلري، بلكې د بيان ازادي هغه ده چې څه مو زړه غوښتي وي، هغه خپاره كړو او قضاوت يې لوستونكو ته پرېږدو.

پورتنۍ څرګندونې د افغانستان د ژورناليزم  د پلار علامه محمود طرزي دي، د هغه طرزي چې د هلو ځلو او زيار په نتېجه كې زمونږ د هېواد ژورنا ليزم نوي سا واخېسته او دغه بهير يې ډېر ګړندى كړ.
اوس چې   دبيان د ازادۍ مسئله راغله  اجازه راكړئ چې لومړى د بيان ازادي تعريف او په دې اړه لږ څه په ژوره توګه بحث وكړو او وپوهيږو چې د بيان ازادي څه او په څو ډولونو ويشل شوي او په افغانستان غوندي يوه هېواد كې، چې يوه سنتي ټولنه ده،  دكوم ډول بيان ازادي خلكوته د منلو وړ ده.

د بیان د آزادی تعریف:

د ژورناليزم د برخې د وتليو استادانو له خوا د بيان د ازادۍ لپاره ډول ډول تعريفونه وړاندې شوي دي او هر يو تعريف د خپل وخت د شرايطو زېږنده بلل كيږي، خو نن سبا زمونږ د هېواد په څېر په نورو ټولنو، يا په بل عبارت د دريمې نړۍ په هېوادونو كې كوم تعريف چې په دې اړه تقريباً ډېرو خلكو ته د منلو وړ او تر ډېره بريده دبيان د ازادۍ مفهوم وړاندې كولى شي، په لاندې ډول دى :
په عمومي توګه  دبيان ازادي عبارت ده:  په خلاص مټ سره د ورځنيو پېښو، عامه افكارو
(public opinion) پلټنه او لاسته راوړنه، د هغوى ترتيب او تنظيم او همدارنګه د هغې مخابره كول او بلاخره  د ټولو چاپي او الكترونيكي خپرونو ترتيب او خپرول،  په داسې توګه چې په هېڅ ډول سره خنډ اوممانعت يې په وړاندې وجود ونه لرې د بيان ازادي بلل شوې، خو د دې لپاره چې يوازې په پورتني تعريف مو  بسيا نه وي كړي او په دې باندې مو ځانونه ښه پوهولي وي، چې رسنۍ او د بيان ازادي د كنترول له مخي په څو ډوله ويشل شوې.  لازم بولم چې په دې اړه لږ نور بحث هم تر سره شي.
په کال(۱۹۵۶ز) كې د لومړي ځل لپاره د (فرد، س، سايبرت، تيو روپترسون او ويلبرشرام)  په نومونو دامريكا د يوه پوهنتون استادانو (دمطبوعاتو څلور تيورۍ ) (four theories of the press) په نوم په خپل ګډ اثركې د بيان ازادي دكنترول اوسانسور له مخې په څلورو برخو وويشله،  اګركه پدې اړه بيا وروسته ډېرنور كارهم شوى دى، خو تر ډېره بريده په وروسته پاتې هيوادونوكې دغه ويش له ځانګړي اهميت  نه برخمن دى،  چې موږ يې په لنډه توګه دلته وړاندې كوو:
۱- د رسنيو امرانه نظريه :
په تاريخي لحاظ دغه نظريه ترټولو اوږده سابقه لري،  له لرغوني يونان يانې سقراط او فلاطون له مهاله  تر(ماكياولي) پوري تر پېړيو پېړيو پورې استبدادي تفكر اوسياسي  چارواكو له خوا په خپرونو باندې كلك سانسور لګيدلى و او خپرونو يوازې دكليسا او سياسي چارواكو او پاچاهانو د خوښۍ پرمحور څرخيدلې. د مطبوعاتو په دغه ډول نظام كې آن تر دې چې اوس مهال هم همدا شان  استبداد حاكم دى، چې ښه  بېلګه يې د سپينې روسيې هيواد دى،  په د غه هېواد كې چې كاملاً يوه تړلي ټولنه بلل كيږي،  رسنۍ يې  د هيواد لوړ پوړو چارواكو د نظرياتو استازيتوب كوي، خو په كال (۱۹۴۱ز) كې د برتانيې  د پارلمان له خوا دلومړي ځل لپاره  په اروپا كې د يو لړ قوانينو په وړاندې كولو سره ورته د پاى ټكى كيښودل شو، ولې بيا هم د نړۍ په يو شمېر هيوادونو كې، لكه پورته مو چې يادونه  ورڅخه وكړه،  د غه نظريه لا كلكه په خپل ځاى پاتې ده.
د رسنيو د نوموړي نظام له ځانګړتياوو څخه يوه دا هم ده چې دچاپ او نشر ټول امكانات  يې  د دولت  په اختيار كې وي او هغوى بايد د د ولت له پاليسۍ څخه نماينده ګي وكړي.
په دغه نظام كې مطبوعات  د دولت  په  چارو كې  د  دخالت  حق  نلري  او پر چارواكو انتقاد كول جرم  بلل  كيږي،   په دې نظام  كې  اګر چې  د ورځپاڼو ملكيت كيداى  شي شخصي وي،  خو د دولت  لخوا پرهغوى كلك  كنټرول  د د غه نظام له لويو ځانګړ تياوو څخه  شمېرل كيږي.
 
۲– د رسنيو د مطلقې ازادۍ نظريه:
په اوولسمه  او  اتلسمه  پېړۍ  كې  په  اروپا  كې د سياسي شعور په غوړيدا او د صنعتي  انقلاب په  راتګ سره  د خلكو لخوا په ځانګړې توګه د رسنيو په برخه كې نوې نظريې  رامينځ ته  شوې، چې په دې  ترڅ كې ډېرې  چاپي خپرونې هم منځ ته  راغلې.  د دې  نظريې  له  مخكښانو څخه كولى شو  د برطانيې  له  انقلابي  شاعر جان ميلتون او د نوموړي هيواد له مشهور فيلسوف جان لاك  څخه يادونه  وكړو.  د دوى په  باور انسان  د پوهې خاوند اوپه دې باندې قادر دى چې خپل محيط په خپله رهبري كړي،  د دوى له نظره انسان  د خپلې خوښې شى پېژني او هغې ته د رسيدو لار پيدا كوي.  د دوى په اند بشر دماورٍاء ا لطبيعت  په برخه كې هم له مرستې  څخه پرته په دې باندې توا نېدلى دى چې دا خبره ثابته كړي، چې د ځمكې كره ګرده ده او ستوري يې په  تلسكوف كې كتلي دي  او د بدن د وينې جريان يې كشف كړى دى. دوى  وايي چې انسان دروم له كليسا سره جنګيدلى دى  او د قدرت د خاواندانو دغاښونو په ما تولو يې ازادي تر لاسه كړې ده.
د دغې نظريې پيروان نه يوازې دا چې د دولت لخوانه پر رسنيو باندې دانحصار كلك مخالفت كوي، بلكې له دولت نه غواړي چې د انسان د انګېرنو او خيالاتو  د خپرولو لپاره د هرې ممكنې وسيلې  د برابرولو زمېنه جوړه شي.
د رسنيو د مطلقې ازادۍ يوه ځانګړتيا د دولت له هر ډول تسلط څخه د رسنيو مطلقه ازادي ده او رسنۍ  د دوى له نظره يوسياسي بنسټ ګڼل كيږي، چې له دولت څخه د څارنې دنده  دوى ته سپارل شوي، څو له خپل بريد څخه تجاوز ونكړي، چې اوس مهال فرانسه د دغې نظر يې يو مخكښ هېواد بلل كيږي.
۳-د كمونستي نظريې رسنۍ:
د دغې نظريې پر بنسټ رسنۍ بايد د ګوندونو او حاكمې طبقې په اختياركې وي،  د دوى له نظره په ټولنه كې د رسنيو رول د ګوند د سياسي دكتورينو، تبليغ، تر ويج او تفهيم څخه عبارت دى،  د دغه طرز تفكر له مخې رسنۍ په هېڅ ډول سره خپلواكې نلري او د دوى د نظرياتو د تبليغ وسېله وي او بس.
۴-د ټولنيز مسؤليت لرونكې رسنۍ:
دامريكا دشيكاګو پوهنتون او د دغه هېواد د ټايم مجلې په نوښـت له يوې پلټنې وروسته په كال  ۱۹۴۷ز كې دوى د خپل كار پايله د ازادو او مسؤلو رسنيو په نامه ديوه كتاب په  بڼه خپره كړه  لدې څخه وروسته د انګلستان  شاهي رسنيو كمسيون هم دنوموړي هېواد د رسنيو په څېړنه  پيل  وكړ،  چې  په  پاى  كې  يې د ټولنيز  مسؤوليت  لرونكو  رسنيو  نظريه د دوى د كار  حاصل وبلل  شوه،  چې  كولى شو په لاندې څو ټكو كې يې خلاصه كړو:
الف:  د معلوماتو د لاسته  راوړنې له لارې او په عمومي موضوعاتو باندې بحث او مناظرې په واسطه د حاكم نظام  د پايښت  لپاره خدمت كول.
ب:  په  داسې  توګه  د خلكو  پوهول  چې  د خپل  ځان  په اداره  كولو باندې قادر شي.
ج:  د حكومت  په كړنو باندې د څارنې  له  لارې  له  فردي  حقوقو  څخه  دفاع كول.
د:  خلكوته  د سالمې  بوختيا  برابرول.
ه:  اقتصادي نظام  ته  د سوداګريزو  اعلانو له  لارې  چوپړ كول.
و: د مطبوعاتو  د مالي  خپلواكۍ  ساتل،  د ځينو  خاصو ډلو  د  فشار  پر  وړاندې.
بايد  وويل شي  چې، د مطلقو ازادو  او  ټولنيز مسؤليت  لرونكو رسنيو تر منځ  ډير توپيرونه هم وجود لري  د ټولنيز مسؤليت  لرونكو  رسنيو د نظريې  پيروان  په  مطلقو  ازادو رسنيو  باندې  دا  انتقاد كوي  او په  دې باور دي  چې  د مطلقې  ازادى  لرونكې  رسنۍ   د حاكم  سياسي  نظام  خدمت  د خلكو د خبرولو او د فردي آزادۍ په برخه كې توجه نه لري او همدارنګه د خلكود سالمې  بوختيا لپاره  هم د ټولنيز مسؤوليت لرونكې رسنۍ خپل مسؤوليت مني، خو په دې شرط چې د دې بوختيا وسېله اخلاقي، ښه او مثبته وي، نه غېر اخلاقي.  په داسې حال كې چې د مطلقې ازادۍ لرونكې رسنۍ د مسلې دې اړخ ته دومره توجه نه لري.
د ټولنيز مسؤوليت لرونكې رسنۍ، په خپله د رسنيو له خوا نه د يوه څارونكي ارګان په رامېنځته كولو سره، د رسنيو په كړنو باندې په نظارت ساتلو سره هم اعتقاد لري، خو د مطلقې ازادۍ لرونكي رسنۍ اصلاً په دې باور نه دي.
پایله:
په پاى كې له پورتنيو څرګندونو دې پايلې ته رسيږو، چې د افغانستان غوندې په يوې كاملاً اسلامي او دوديزه ټولنه كې د مطلقې ازادۍ لرونكو رسنيو پر ځاى د ټولنيز مسؤوليت لرونكې رسنۍ خلكو ته د منلو وړ دي او د دې ډول رسنيو پايله د پورتنيو نورو ډولو رسنيو په پرتله، ښه او ګټور بلل كيږي.
هيله ده چې زموږ ټول فرهنګيان او په ځانګړې توګه ژورنالستان وروڼه پورتنيو ټكو ته په پام سره، د افغانستان غوندې په يوه هېواد كې د رسنيو د مطلقې ازادۍ د اخېستو په خوب او خيال كې نه وي.
كه چېرې دوى په دې اصل باندې ټينګار كوي، له شك پرته چې پايله به يې ډېره ګرانه تمامه شي.
عزیزالله صدیق

را اخېستنې (ماخذونه):
۱. آهنګ، پوهاند محمدكاظم، سير ژورنالېزم در افغانستان (مركز نشراتي ميوند، قصه خواني پشاور).
۲- عصمت الهي، ډاكټر محمدهاشم، نظام مطبوعات افغانستان (ايران- تهران، خيبانه انقلاب).
۳- س، فرد سايبرت، دوپترسون، نيودور، شرام ويلبر- چهار تيورى مطبوعات (ترجمه وزين پور، كمال- تهران)

عزیزالله صدیق په کابل کی میشت خبریال .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: