ادارې او سازمانونه

د بشر د حقونو د اعلاميې ځینې عمده ټکي

د ملګرو ملتونو موءسسې ،د ۱۹۴۸ کال د ډیسمبرپه ۱۰مه د بشر(انسان) د حقونو  اعلاميه خپره کړې وه او دا ورځ ېې د بشر د حقوقو د اعلاميې ورځې په حیث منلې .
د ملګرو ملتو(یو.اِن) د وېبپاڼې دیوې لیکنې نه ما یو څو ټکي ژباړلي +د اعلاميې اساسي حقونه!! ،او په پای کې به خپل نظر د افغانستان، او نړۍ کې د دې حقونو په تطبیق یا نه عملي کیدلو لڼډ نظر واچوو:
“دا اعلامیه مونږ ټولو ته قوت رابښي. هغه اساسات چې په ۱۹۴۸ کې ذکر شوي ول،ڼن هم د اعتبار وړ دي.مونږ باید د خپلو او نورو انسانانو د حقونو لاسته راوړلو لپاره پر پښو ودریږو،مونږ کولای شو په خپلو ورځنیو چارو کښې لا فعاله شو او د خپلو حقونو غوښتونکي سو چې دا اعلامیه ېې مونږ ته رابښي او د ټولو بشري موجوداتو تر مینځ مینه او دوستي قوي کوي.”

د بشر د حقونو د اعلاميې غټ ټکي :

۱.ماده:ټول انسانان آزاد پیدا کیږي،په اصلیت او حقوقو کې برابر دي.یو د بل سره باید د ورورۍ په روحیه چلند وکړي.
۲.م.:هر انسان بې له نژادي،رنګ،ژبني،جنسي،ديني-مذهبي، سیاسي؛نظریوي،ملي،اجتماعي، ثروت لرل، یا بلې کومې منشاء توپیرڅخه د دې اعلاميې له حقوقو څخه برخمن کیدای شي.
۳.م.:هر څوک د ژوند،آزادئ او شخصي خوندیتوب حق لري.
۴.م.:هیڅوک په مرییتوب (غلامۍ یا بردهګۍ) کې نشي ساتل کیدی او تجارت پرې نشي کیدای.
۵.م.:هیڅوک باید شکنجه نه کړای شي او نه ظلم پرې وکړای شي.
۶.م.:هر څوک ،هر چیرته د قانون مخکې د شخصیت حق لري.
۷.م.:هر څوک د قانون په مخ کې مساوی دی.د تبعیض په لیدلو شخص کولای شي د  دې اعلاميې له موادو خپل حق وګټي.
۸.م.:هر څوک حق لري د خپلو حقونو(ملي اساسي قانون او دې اعلاميې ) لپاره محاکمو ته عارض شي.
۹.م.: هیڅوک بې له کوم دلیله توقیف یا تبعید کیدلای نشي.
۱۰.م.:که چا باندې جرمي اتهام وارد شي ،په محکمه کې د اوریدلو حق لري.
۱۱.م.-تر څو پر چا جرم ثابت سوی نه وي،بیګناه ګڼل کیږي.
       -جزا د جرم د اجرا په وخت کې نسي تطبیقیدای یعنې د انسان حرمت او شهرت محفوظ دي.
  ۱۲.م.: دچا پر شخصي حریم او کورنۍ مداخله نه شي کیدلای.
۱۳.م.: هر انسان د سفر، نقل مکان او اوسیدلو حق لري.
       -هر څوک خپل او یا بل وطن ته د تلو راتلو حق لري.
۱۴.م.:هر څوک د سیاسي تعقیب له کبله بل هیواد کې د پناه غوښتلو حق لري.
– دا حق د غیر-سیاسي جرمونو چې د ملګرو ملتوونود پرنسیبونو سره ضد وي د تطبیق وړ نه دی.
۱۵.م:هر څوک د تابعیت حق لري.
     -هیڅوک له تابیته منع کیدای نسی او یا په بدلولو مجبوریدای نسی.
۱۶.م:بالغ شځه او نارینه بی له نژادي،ملیتی،مذهبی محدودیتونو څخه د کورنۍ جوړولو او واده کولو حق لري.
-واده باید د زوجینو په آزاده او پوره خوښۍ تر سره سی،
-کورنۍ(فامیل) د ټولنې اساسي او طبیعي ګروپ دی چې له اجتماع او دولت له خوا حمایه کیدای سی.
۱۷.م:هرڅوک په یوازې یا مشترکه توګه د ملکیت حق لري.
— هیڅوک باید جبراََ د ملکیته محروم نکړای سی.
۱۸.م.:هر څوک د تفکر، او دیندارۍ حق لري.
۱۹.م.:هر څوک د افادې او نظر ورکولو(بیان) آزادی لري، بی له دې چې تر تعقیب لاندې راشي.
۲۰.م.:هر انسان د سوله ییزو غوڼډو او سازمان جوړولو حق لري او باید محکوم نسی.
۲۱.م.: هر هیوادوال حق لري د خپل حکومت کې مستقیماََ یا د پارلماني انتخاب له لیارې برخه واخلي.
    -هر څوک کولای سی د اجتماعی خدماتو څخه ګټه پورته کړي.
   — د حکومت د صلاهیتونو اساس د خلکو غوښتنه ده چې د ټولټاکنو په عمومی،آزادو او سِری رایو تر سره کیږي.
۲۲.م.:د ټولنی هر غړی ،اجتماعی امنیت حق لري…
۲۳.م.: هر څوک د کار کولو حق لري.
–د کار ښه شرایط،؛ مناسبه اجوره د کار په مقابل کې ،
— د بیکارۍ د شرایطو وخت کې د دولت مرسته
–په تجارتی اتهادیو کې د شمول حق
۲۴.م.: د استراحت او رخصتیو حق ،همدا رنګه د کار د ساعتونو د محدودولو او با مُزده-رخصتیانو نه مستفید کیدل
۲۵.م.: په سټانډارډه کچه د خپل او کورنۍ د صحت حق ،غذا،لباس، کور ،طبي مرستو ته د لاسرسیو،
-د بیکارۍ، مریضۍ، معلولیت، کوڼډتون!، زړښت او داسې نور شرایط چې د انسان له کنتروله خارج وي..
— د مورتوب او ماشومتوب له خاصو مرستو او څارنو څخه برخورداره کیدلو حقوق.
۲۶.م.: د معارف (ښوونې او روزنې ) حق: هر وګړی دا حق لري چې په وړیا ډول لږ تر لږه لومړني(ابتدایی) اجباري تعلیم وکړي.
— تخنیکی او مسلکی هم باید عموماََ موجود وي او تحصیلات باید مساوي و.
– معارف باید مستقیماََ د انسان د شخصیت د لوړولو او د بشر حقونو ته په احترام سره تقویه سی.
-اساسي ازادۍ، صبر، پوهه، رفاقتونه او د ملیتونو او نژادونو تر مینځ د ملګرو ملتونو لوړ مرام (صلحې) ته د لاسرسۍ باعث وګرځي.
-والدین حق لري چې اولادونو ته د دوی په خوښه تعلیم ورکړي!
۲۷.م.: هرڅوک حق لري د ټولنې په کلتوري ژوند کې برخه واخلي.
-هر سړی کولای سی له خپلو علمي، ادبي،او هنري محصولاتو څخه معناََ او په مادي توګه ګټه پورته کړي.
۲۸.م.؛ د دې اعلاميې د حقونو او آزادیو باندې پیزاندل سوی انسان، کولای سی ټولنیز او یا بین-المللی عنوان وګټي.
۲۹.م.:هر څوک باید د ټولنې د قوانینو او محدودیتونو په چوکاټ کې د نورو آزادۍ او حقونو د نه متضړر کیدو سره، خپل حقونه او آزادۍ تمرین کړي (وغواړي)..
– د یو شخص د آزادی حقوق باید د U.N. د اهدافو او پرنسیبونو پر ضد نه وي.
۳۰.م.: د پورته اعلاميې هیڅ کومه ماده د کوم دولت ،ګروپ یا شخص په واسطه  د حقونو او آزادیو د تخریب سبب کیدای نه شي.
 د ژباړن لڼډ نظر: 
که څه هم م.م. =UN ډیر ښه مواد د انساڼانو د حقوقو په باب د کاغذ پر مخ کشلي دي ، مګر په عمل کې مونږ او تاسې ګورو چې غیر د یو څو پرمختللو اروپايي ، او یا نوي راویښ شوي سهیل-ختیځې آسیا هیوادونو نه حتی پخپله متحده ایالاتو د امریکا کې هم په ټوله مانا دا حقونه نه دي ورکول سوی ، د افغانستان غوندې بیرته پاتې کړل سوي هیوادو کې خو حتی د انسان لومړنی (دخدای تعالی له خوا ورکول سوی ژوندحق او حقونه ) د ژوند کولو، تعلیم، روغتیا ا.د.ن. لا تر اوسه هسې ایتوپیا(خیال او مهال )دي.
یادونه: پورتنئ ځینې مادې د م.م. په وبثایټ کې لا زیاتې تشریح سوي؛ ما د وخت د اقتصاد لپاره اختصار کړلې. په درناوئ.
دکتور حمیدالله زړور ساپی/بلجیم/ ۱۰.ډسمبر=۲۲.ربیع الاول=۱۹لیندۍ یا قوس.
ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: