ملګري ملتونه

ملګري ملتونه یوه بین المللي موسسه ده چې په ۱۹۴۵ کال کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته جوړه شوه او مقر یې د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې دی.

د ملګرو ملتونو (United Nations) نوم په لومړي ځل د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په ۱ د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر فرانکلېن روزوېلټ هغه وخت استعمال کړ چې د ۲۶ هېوادونو (متحدینو) استازو هوکړه وکړه چې د هغوی حکومتونه به د محور ځواکونو (جرمني، ایټالیا، جاپان، هنګري، رومانیا، بلغاریا) پر ضد ګډې جګړې ته دوام ورکړي.

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړی شو.دا وخت د نړۍ ۱۹۳ هېوادونه د ملګرو ملتونو غړي دي. دولتونه د ملګرو ملتونو په موسسه کې د امنیت شورا په سپارښتنه او د عمومي اسامبلې د پرېکړې په اساس منل کېږي.

عربي، چینایي، انګلېسي، فرانسوي، روسي او هسپانوي د ملګرو ملتونو رسمي ژبې دي.

عمومي اسامبله، د امنیت شورا، اقتصادي او اجتماعي شورا، د قیمومیت شورا، بین المللي عدلي محکمه، او د ملګرو ملتونو د منشي اداره د ملګرو ملتونو د ادارې لویې څانګې دي. دا ټولې څانګې په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو په جوړېدلو سره جوړې شوي دي.

په عمومي اسامبله کې ۱۹۳ واړه هېوادونه ټول یو یو استازی لري چې هر یو یوه رایه ورکوي.

د امنیت شورا لومړنی مسؤلیت دا دی چې په نړۍ کې سوله او امنیت خوندي کړي. د امنیت شورا ۱۵ غړي لري او هر غړی یوه رایه لري.‌ د منشور له مخې، ټول غړي هېوادونه مسؤل دي چې د شورا له پرېکړو سره ځانونه برابر کړي.

د امنیت شورا غونډه

د نړۍ پیاوړي هېوادونه؛ روسیه، برتانیا، فرانسه، چین او متحده ایالات چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې بریا ترلاسه کړې وه د امنیت شورا دایمي غړي دي، چې هر یو یې کولی شي چې د امنیت شورا مهمه پرېکړه ویتو کړي یا منفي رایه ورکړي او په هره فیصله کې چې د دغو پنځو هېوادونو له ډلې څخه د یوه رایه منفي وي، د امنیت شورا پرېکړه نشي کولی.

ملګري ملتونه د UNDP, WHO, UNICEF, UNEP, UNFPA, UN-Habitat, WFP, FAO, ICAO, IFAD, ILO, IMF, IMO, ITU, UNESCO, UNIDO, UNWTO, UPU, WIPO, WMO, World Bank, UNAIDS, UNCTAD, UNHCR, UNIDIR, UNITAR, UNOPS, UNRWA, UNSSC, UN Women, CTBTO, IAEA, IOM, OPCW, UNFCCC, WTO په شمول خپلو بېلابېلو ادارو له لارې د نړۍ په خواوشا ۱۷۰ هېوادونو او قلمروونو کې د فقر د له منځه وړلو،‌ د نا برابرۍ د کمولو او له ستونزمنو حالاتو څخه د د خلکو را اېستلو په برخو کې کار کوي.

د عمومي اسامبلې غونډه

د ملګرو ملتونو منشور یا چارټر د ۱۹۴۵ د جون په ۲۶مه د متحده ایالاتو په سان فرانسېسکو کې د بین المللي موسسې په هکله د ملګرو ملتونو د کانفرانس په پای کې لاسلیک او د ۱۹۴۵ د اکتوبر په ۲۴مه نافذ شو.‌

ملګري ملتونه وایي چې د هغوی کار په نړۍ کې د سولې او امنیت ساتنه، د بشري حقونو خوندي کول، بشري مرستې رسول، د پایښت وړ پرمختګ ته وده ورکول او د بین المللي قانون ساتنه، دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا په سپارښتنه د عمومي اسامبلې له خوا د ۵ کالونو لپاره ټاکل کیږي. د ملګرو ملتونو لومړنی عمومي منشي ناروېژی سیاستوال تریګوي لي نومېده، او اوسنی یې پرتګالی سیاستوال انتونیو ګوتریس نومیږي چې د ۲۰۱۷ د جنورۍ له ۱ څخه یې کار پیل کړی او تر اوسه کار کوي.

سرچینې: http://www.un.org/en/index.html او یو شمېر نور انټرنټ سایټونه

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب