د باور پنځه بنسټيز او اغيزمن ډولونه

۱-  پر خپل ځان باور لرل:

دا د باور تر ټولو زيات ځواکمن او اغيز ډول دی، پر خپل ځان باور ستا ځواک زياتوي او ستا سره په پرمختګ او موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي او يا به زيان رسونکی وي تابه له خپلو موخو څخه لرې کړي او د هر ډول بدلون په مخکې به درته خنډونه را ولاړوي.

پر خپل ځان د نه باور ځینې بېلګې

٭ زه هيڅ شی نه يم

٭ زه د برياليتوب وړتيا نه لرم

٭ زه هيڅ پرمختګ نشم کولای شي

٭ ما چې د کوم نوې شي تجربه کړې ده؛ نو له ماتي سره مخ شوی يم، زه هيڅ نه يم.

٭ زه نشم کولی د خلکو زړونه راخپل کړم.

٭ زه نشم کولی د سهار جمعي ته وختي راويښ شم.

 پر خپل ځان د ټينګ باور ځيني بېلګي

٭  زه ډېر پياوړی يم او د بشپړ صحت څخه ګټه پورته کوم.

٭ زه په ځان پوره باور لرم او کولای شم بريالی شم.

٭ زه ډېر نيک پلار، مور، خاوند، مېرمن، زوی، لور او ورور يم.

٭ زه کولای شم د خلکو سره په ورين تندي ستړي مشي وکړم.

٭ زه تر ټولو غوره مخلوق يم او کولای شم له هر چا سره غوره چلند وکړم.

پر خپل ځان باور بشپړ ځواک دی او ستا په شخصيت جوړونه کې کارنده ونډه لرلای شي، که ته يېمثبت وکاروي؛ نو شخصيت به دې بدل شي او په ټول ژوندکې به دې بدلون راشي.

[irp][irp]

۲- هغه باور چې بايد موږ یې خپل کړو:

 دا هغه ډول باور دی چې زموږ سره تړلي شيان يې زموږ څخه غوښتنه کوي او د هغه شي حالت څرګندوي، چې زموږ د پاره څومره د ارزښت وړ دی او څومره نه دی.

بېلګه يې داسې ده چې: ما يوځل په “لويزيانا” کې د برياليتوب فلسفې په اړه وينا کوله، له وينا وروسته مې د خپل عادت سره سم د ناستو خلکو څخه پوښتنې کولې چې که په دوی کې داسې څوک وي چې پرخپل ځان باور نه لري، او غواړي د دې ستونزې څخه ځان خلاص کړي. . .

په دې وخت کې يوه مېرمن چې سترګي يې له اوښکو ډکي وي د خلکو له منځ نه راووتله، او ماته رانږدې شوه؛ نو ويې ويل: “زه په هيچا باور نه لرم له همدې امله نه غواړم له چاسره واده وکړم او په دې پراخه نړۍ کې ځان يوازې احساسوم” . . .

ما غوښتل د هغې فکر سمدستې بل لور ته واړوم او ژړايې بنده کړم؛ نو له هغې مې وپوښتل؛ تا کله چين ته سفر کړی دی؟ دې پوښتنې دا حيرانه کړه، ژړا يې بس کړه او راته يې وويل: “نه”. . .

بيا مې ورڅخه وغوښتل چې کېسه دې پوره کړه، کله چې دويم ځل بيا په ژړاشوه؛ نو ترې ومې وپوښتل: “آيا ته خبره يې چې په چين کې خلک زموږ په ډول ژاړي او که دوی خپل مخ ته يو ډول حرکات ورکوي او اوښکي يې له غوږو راوځي؟” د دې پوښتني سره دا په خندا شوه. . . نو ما بياترې وغوښتل چې اوس نو خپله کيسه پوره کړه، په همدې ډول زه بريالی شوم چې د دې ژړا ودروم، او ويې خندوم، بيا ما ترې وپوښتل چې د دې په باور د سړي او مېرمني ترمنځ اړيکه څه ده ، هغې راته وويل: ” د دواړو ترمنځ اړيکه مينه ده” نو ما ترې وپوښتل چې ته څه شي ته اړتيا لري چې مينه ناکه شي؟ . .  هغې راته وويل: ” باور، چې پر چا باور ونه کړم نه شم کولای له هغه سره مينه وکړم” . . .

ما ترې وپوښتل: “ته خوښوي چې په تر ټولو تېز تلونکي اورګاډي “رولرکاسټر” کې چې له ډير تيز والي الوځي سپره شې؟ هغې راته وويل: هو! زه خوښوم، زه په تېره اونۍ کې هم په همدې اور ګاډي کې سپره شوې وم او دامې دوهم ځل و. . .

نو ما ترې وپوښتل: “په داسې ډول اور ګاډي کې سفر کول هم ډېر خطرونه لري، کېدای شي له خپلې ليکې واوړي يا بله کومه پېښه رامنځ ته شي چې ستا د مرګ لامل وګرځي، همداسې نه ده؟” هغې راته وويل: هو! دا خو ورسره تړي دي. ما ورته وويل: ته پوهېږي؛ نو داسې کار ولي کوي چې کېدای شي ستا د مرګ لامل شي؟ هغې هيڅ ځواب رانه کړ. . .

ماورته وويل: کېدای شي ته په اورګاډي کې سپره يې، داسې اورګاډی چې د ډېر تېزوالي له امله لکه مرغه په هوا کې څپې وهي او ناڅاپه  دې زړه ودريږي. . .  هغې راته وويل: هو ! دا هرڅه شوني دي. . .

ماورته وويل: نو د دې هر څه سره سره ته بيا هم په اور ګاډي کې سپره شوې يي، همداسې نه ده؟ . . .

هغې راته ويل: هو! همداسې ده، ماورته وويل: نو دا ولي؟ هغې راته وويل: پرخپل ځان باور لرم، او کولای شم په اورګاډي کې سپره شم او د اورګاډي پر امله هم باور لرم، او دا هم کېدلی شي چې کومه پېښه وشي. .

ما ترې وپوښتل: نو ته د سړي په اړه څه فکر کوي؟ هغې په ځواب کې راته وويل:” زه فکر کوم چې پرخپل ځان باور کولای شم” ماورته وويل: دا خو هم شونې ده چې ته د کومې بلې غمېزي سره مخ شي. . .

په پای کې يې راته وويل: دا ماته دومره مهمه نه ده، ما په خپل ژوند کې ډېرې تجربې ليدلې دي، هو! داسې ورځ به هم راشي چې زه به دخپل ژوند شريک سره يوځای کيږم.

د همدې بېلګې سره سم که چېرې ته په يوشي باندې خپل باور بدل کړي؛ نو کېدلای شي ستا باور بدل شي او بالاخره به ستا باور بلکل بل ډول بڼه  غوره کړي.

۳- پر اسبابو باور

دغه ډول باور د هرې پېښې تر شا د دفاع کونکي په توګه کارېدلی شي، او شونې ده لاندې ډول منفي باورونه وزېږوي:

٭ زه د هغې تګلاري له امله کړيږم چې زما روزنه پکې شوې ده.

٭ که شتمن شم کېدای شي خپل ډېر نږدې دوستان له لاسه ورکړم.

٭ کېدای شي ډېر لوست ماته صحي ستونزې پېدا کړي.

۴- پر تېر وخت باور

په تېروخت کې چې تاته څه پېښ شوي دي، منفي وي او که مثبت وي، هغو تاته تجربې در کړې دي، د باور تېر درې ډولونو ته ستا پام اړول، ستا پر سلوک اغېز ښندي او په راتلونکي کې تا دېته متوجه کوي چې پر خپلو کړو وړو باوري اوسي، د نور زيات وضاحت له پاره زه دخپل يو دوست کيسه راپه يادوم: هغه خپل ژوند په هوټلونو کې د کاريګر په توګه تېراوه، ورسره يې خپلي زده کړي او سفرونه هم کول، چې بيا خپلو موخو ته ورسېد، د يو ډېر ستر هوټل مدير شو، نوموړي فکر کاوه چې کارونه يې د ده له غوښتنې سره سم روان دي، خو  بالاخره په ۱۹۸۶ ز کال کې د خپلې دندې ګوښه کړل شو او شپږمياشتي يې دغسي تېري کړي، له ډېر سوچ او فکر وروسته دتېري تجربې پر درد برلاسی شواو بيا يې کار وموند او په هوټل کې د مدير په توګه وټاکل شو، خو پر ځان د بشپړ باور او امکاناتو لرلو له امله يې يوځل بيا دا کار هم پرېښود، د خيالاتو بېړۍ يې د سمندر په څپو کې راګېرشوه، خپل معنويات يې له لاسه ورکړل اونه يې غوښتل له چاسر وويني؛ نو د يو څه وخت له پاره يې ځان له خلکو ګوښه کړ.

څه موده وروسته يې ملګرو ورسره وليدل، کار ته يې وهڅاوه او يو ځل بيا يې د کار موندلو هڅه پيل کړه تر دې چې د يوې شريکي چې يوشمير هوټلونو يې اداره کول مشاورمرستيال وټاکل شو او په ډېر لنډ وخت کې يې دا دنده هم پرېښوده، په پای کې يې پرېکړه وکړه چې نور به نو په هوټلونو کې د کارکولو څخه لاس اخلي او خپل شخصي کار به کوي، په همدې موخه يې د ملګرو سره په مرسته د تيلو يوپمپ وپېروده، په لږ وخت کې يې کارونه ډېر پر مخ ولاړل، دی ډېر خوښ و او معنويات يې ډېر لوړشول، پر ځان يې نور هم باور ټينګ شو؛ نو پرېکړه يې وکړه چې نور به د بل چاسره کار نه کوي.
که موږ دا تجربه تر څېړنې لاندې ونيسو چې ده ته ورپېښو ستونزو د باور پروروستيو درې ډولونو څه ډول اغيز وکړ، نو موږ لاندې شيان لاسته راوړلای شو.

پراسبابو باور:

 د ده باور پر اسبابو داسې شو چې په هو ټلونو کې د ده کار د ناخوالو او تاوان لامل ګرځي ځکه دی به له کاره ګوښه کيږي.

پر معنوياتو باور:

دی په دې باور شو چې په هوټلونو او خوړنځايونو کې کار کول سر درد دی.

پر خپل ځان باور:

دی باوري شو چې دا کار د ده سره نه ښايي.

ستا د تېر وخت باور ستا پر موجوده او راتلونکې هرومرو اغيز کولا شي، هغه تجربې چې په تير وخت کې ته پرې راتير شوي، تا دېته اړ باسي چې ځان ته يو ټاکلی لوری وټاکې او د پخواني تګلوري څخه په تمامه معنا ځان لري کړي.

۵- پر راتلونکي باور

ځيني خلک په  دې اند وي چې راتلونکی به يې ډېر ځلانده وي، دوی فکر کوي چې موږ به نور فرصتونه هم لاسته راوړو او د ډېرو برياوو څخه به برخمن شو. او ځيني نور بيا فکر کوي چې د دوی راتلونکی به ډېر تياره وي اوورسره به ډېر لږ د کوم څرک احتمال هم وي.

د بېلګي په ډول:

يو ځل زه يو پوهنتون ته وبلل شوم، هلته مې د خپلو وړتياوو پلي کولو په اړه وينا کوله، له وينا وروسته يو ټولی ځوانان راغلل او ماته يې وويل چې تا څه وويل دا ټول رښتيا دي؛ خو يوازې د پاڼې پرمخ، په رښتونې ژوند کې داسې څه پلي کول ناشونی کار دی.

ما ترې وپوښتل: تاسو ولي داسې فکر کوي؟ يو ځوان راته وويل: “زياتره زده کونکي چې اوس يې زده کړي بشپړ کړي دي هيڅ دندې نه لري او د بېکارۍ ښکار دي، داسې ښکاري چې راتلونکی يې توره تياره ده . . .

نو ما ورته وويل: ته داسې څوک پېژنې چې د زده کړو تر بشپړېدو سمدستي وروسته يې کومه دنده موندلې وي؟ هغه د لږ ځنډ وروسته راته  وويل: هو! کله نا کله د غسې پېښه هم کيږي، ما په ځواب کې د هغه څه په اړه معلومات ورکړل چې پر ما تير شوي و، ورته مې وويل: په ۱۹۷۸ کې کله چې په لومړي ځل زه کانډا ته راغلم؛ نو ما ډېر خلک وليدل چې بې کاره ګرځيدل، او دوې ماته وويل چې له ډېرې مودې راهسي دغسي ګرځي او نصيحت يې راته وکړ چې بېرته خپل هيواد ته ستون شم ځکه چې زه کار نه شم پېدا کولای؛ نو زما په مخکې دوه لارې وې: يابه مې د دوی خبره منله، له خپل کلک هوډ څخه به تېرېدم او خپلې هيلي به مې له لاسه ورکولې او يا به مې پر الله تعالی توکل کاوه او د يو مناست کار لټه به مې کوله، ما دويمه لار غوره کړه، او په ۴۸ ساعتونو کې ماته د کار کولو دوه وړاندېزونه وشول چې بيا مې په هوټل کې د لوښو مينځلو کار ته غاړه کېښوده، په خواو شا اته کلونو کې زه د يو هوټل مدير شوم؛ نو ما دوې ته وويل: تاسو هم اختيار لری يا تل ناهيله د راتلونکې او کار نه موندلو څخه شکايت کوی او يا د هغو خلکو سره خپلې هڅې شريکې کړي چې تل د کار موندلو په لټه کې وي او هيڅ وسيله نه لري. . .

نو تاسو کومه لار غوره کوی؟ د دوی ځواب ډېر کمزوری و، راته يې وويل: “موږ به خپل کوښښ  وکړو؛ خو که مناسب ځای پېدا نشو بيا څه وکړو؟”. . .

ماورته وويل چې دويم ځل درېم ځل هڅه وکړي تردې چې خپلو موخو ته ورسيږي. . .

تر لېدني درې مياشتي وروسته يوځوان راته تيلفون وکړ ويل يې: “زه ستا د لارښوونو ډېر منندوی يم، ما له فراغت سمدستي وروسته کار پېدا کړ”

څه ډول کولای شو خپل باور د تاوان پرځای په خپله ګټه وکاروو؟:

باور داسې نظام دی چې ګڼ شمير برخي لري او هره برخه يې په پوره توګه د يوبل سره کار کوي، کله چې ته يو باور بدل کړي؛ نو ته کولای شي نور باورونه هم بدل کړي او ستره نېکرغي او روغ صحت تر لاسه کړي.

ډاکټر “جيمس ماکونيل” په خپل کتاب (انساني سلوک پېژندل) کې ليکلي دي: “هغه باور چې موږ يې منو په دوامداره توګه زموږ د تجربو سره يو ځای کيږي او نتيجه به يا روغتيا وي او يا ناروغي”.

وروسته له دې غوراو فکر نه چې باور څه شی دی او لاملونه يې څه دي او څه ډول منفي باور زموږ د برياليتوب تکلونه له ګواښ سره مخ کوي او څنګه مثبت باور کولای شي ستا ځواک پياوړی کړي او ستا سره په خوبونو رښتيا کولو کې مرسته وکړي؟.

[irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب