د اې ټي ایم ATM ماشین کوم ډول بانکي کارتونه کاروي؟

۱) کریډیټ کارت څه شی دی؟

کریډیټ کارت ( د پور ورکولو کارت) د بانک او مشتري تر منځ د یو ثابت او د معین مقدار پیسو تړون لاسلیک کیږي هغه دا چې یو مشتري به له دغه کریډیت کارت څخه په توکو رانیولو سره کار اخلي او نوموړي کس ته به د پیسو میاشتنی بیل راځي او دغه بیل باید نوموړی مشتري په خپل وخت سره تادیه کړي. یا په بل عبارت سره دا هغه کارت دی چې یو کس سودا اخلي یا توکي خپل ځا نته په بازار یا مارکیټ کې رانیسي نو نغدې پیسې نه ورکوي بلکه دغه کارت ورته وکوي او په ده پسې به هره میاشت د پورونو بیل راځي او دبیل پیسې یې په خپل وخت سره د مشتري له خوا ورکول کیږي. البته دغه راز کارتونه په غربي نړۍ او پرمختللو هیوادو کې زیات مروج دي او هره ورځ په بیلا بیلو معاملو کې ترینه کار اخستل کیږي.

ډیبټ کارت ( د قرضدارۍ کارت) څه شی دی؟

دا ډول کارت د یو بانک له خوا مشتري ته ورکول کیږي چې د نوموړي کارت پواسطه یو مشتري کولای شي خپلې نغدې پیسې چې په خپل بانکي حساب کي یې لري ترلاسه کړي یا د خپلو پیسو په اندازه خریداري وکړي او هر کله چې یو کس دغه کارت کاروي نو د هرې معاملې ځني وروسته د نوموړي له بانکي حساب نه پیسې په فوري ډول کمیږي. ترڅو وکولای شو دغه شان کارت ته د بل چا لاس رسی پیدا نشي، ډیبټ کارتونه ځانګړي د پیژندنې نمبر، د مشتري عکس او د سا تنې کوډ لري چې یو مشتري د خپلې بانکي معاملې په وخت کې ورځنې کار اخلي.

ماسټر کارت څه شی دی؟

نړیوا له د کریډټ کارتونو ټولنه له مالي ارګانونو سره یوازې د کریډټ کارتونو په جوړښت او برابرولو کې مرسته کوي چې بیا نوموړی کارتونه د یو ما لي ارګان پواسطه د ځانګړې څارنې او کنټړول لاندې راځي او هر مالي ارګان چې دغه شان کارتونه خپلو کارمندانون یا مشتریانو ته توزیع کوي نو بشپړ مسؤ لیت پر خپله غاړه لري چه دغه ماسټر کارتونه څه ډول او په کومو شرطونو سره خپلو کارمندانو او مشتریانو ته توزیع کړي ترڅو ورڅخه سالمه او لازمه استفاده وشي.

ویزا کارت څه شی دی؟

ویزاد مالي خدمتونو نړیواله ټولنه د مالي ارګانونو لپاره د ویزا محصولات جوړوي او برابروي لکه کریډټ کارتونه، ډیبټ کارتونه او پري پیډ کارتونه او داسي نور شول.د ویزا د مالي خدمتونو نړیواله ټولنه د آمریکا په کالیفورنیا کي مرکزي دفتر لري او له نوموړي مرکزي دفتر څخه ټولې نړۍ ته خپل خدمتونه او محصولات وړاندې کوي.

انجنیر سید محمد (روحاني)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب