د اکسیجن ماسک په روژه کې لګول څنګه دی؟

۱: سوال: د آکسیجن ماسک په روژه کي لګول څنګه دی؟

ځواب: د آکسیجن ماسک لګول هیڅ پروا نلري که چیری د هوا سره بل شی و حلق ته داخل نشي.

(فتاوی عثمانی ۲/ ۲۱۳۳/ ۲۷ج شیخ الاسلام مفتی اعظم مفتی محمد تقی عثمانی صاحب/ مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴/ ۲۰۱۰

۲ سوال: د روژې د فدیې اندازه څومري ده؟

ځواب: د نن سبا په حساب سره د روژې فدیه پاوکم دوه کیلوغنم او یا ددې قمیت دی.

یادونه: تقوا داده چي د ۲ کیلو ګیرامو غنمو قیمت اداء کړل سي..

(فتاوی عثمانی شیخ الاسلام مفتی اعظم مفتی محمد تقی عثمانی صاحب/ مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴/ ۲۰۱۰

۳سوال: پروسږ کال ناروغه شومه، روژې مي نه دي نیولي اوس یې قضاء راوګرځوم او که یې فدیه ورکړم؟

ځواب: که یو څوک داسی ناروغه وي چی بیا بدني توان نشی پیداکولای فدیه به ورکوي ،او که یو څوک داسی ناروغه وي چی بیا بیرته درست کیدای شی او قوي کیدای شي نو که ئې فدیه ورکړې هم وي قضاء ئې واجبه ده او فدیه یې ځای نه نیسي.

(فتاوی عثمانی ۲/ ۱۰۶۰/ ۲۸ج شیخ الاسلام مفتی اعظم مفتی محمد تقی عثمانی صاحب/ مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴/ ۲۰۱۰

۴ سوال: که یو څوک په قصد سره تر لمر لوېدو مخکي روژه ماته کړي دا څنګه ده؟

ځواب: که په قصد سره یو څوک خپله روژه د لمر لوېدو مخکي ماته کړي او یا بل څوک ئې مجبوره کړي دا سخته ګناه ده په دغه صورت کي قضاء او کفاره دواړه شته.

(فتاوی عثمانی ۲/ فتوانمبر۱۱۹۵/۳۲ شیخ الاسلام مفتی اعظم مفتی محمد تقی عثمانی صاحب/ مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴/ ۲۰۱۰)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب