د اوږده، خوشاله او سوکاله ژوند لپاره

د نړۍ ټول انسانان یو شریک عادت لري چې غواړي اوږد، خوشاله او روغ ژوند ولري او انسان خپله کولی شي خپله دغه هیله پوره کړي.

دغه هیله پوره کولو کې د خواړو کنټرولول او د تفریح لپاره وخت ویستل مهم رول لوبوي. هر انسان ځینې بد عادتونه لري او له دې پرته چې خپل تیر بد عادتونه تکرار کړو غوره به دا وي چې اصلاح او د تکرار مخه يي ونیسو.

کیدی شي چې له دې مخکې به مو ډیر غیر صحي خواړه خوړلي وي خو غوره به دا وي چې خپلو دغو خواړو کې ځینې اساسي بدلونونه راولو او روغ او خوشاله ژوند تجربه کړو.

دلته هغه پنځه ټکي درښیو چې روغ، خوشاله او اوږد ژوند لرلو کې به مو مرسته وکړي:

۱- بدن ته مو روزنه ورکړئ: غوره ورزش روغ او خوشاله ژوند لرلرو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي. انسان باید کوښښ وکړي چې خپل بدن کلک، اعصاب ارامه او خپله روحیه پیاوړی وساتي.
کوښښ وکړئ د ورځې پیل مو له ورزش سره وکړئ او هره ورځ قدم وهلو او ستړې کیدونکي ورزش لپاره وخت وټاکئ. ستاسې بدن به د ښیرازۍ احساس وکړي؛ خو ورزش لپاره هم یوه خاصه اندازه وخت وټاکئ او نور له خپل ژونده گټه پورته کړئ.

۲- ژوندي پاتې کیدو لپاره خواړه وخورئ: د نړۍ اکثره خلک له اضافي وزن لرلو کړیږي. دا هغه خلک دي چې د خوړولو لپاره ژوند کوي. دغه ذهنیت باید بدل شي او اضافه خوړلو عادت باید له منځه لاړشي. له دې څخه هدف دا دی چې په ورځ کې څو ځله خو لږه اندازه خواړه وخورئ. تر ډیره بریده کوښښ وکړئ چې تازه میوه او سبزیجات استعمال کړئ او د بورې استعمال کم کړئ.

۳- خپلو اعصابو ته ورزش ورکړئ: اعصابو ته هره ورځ ورزش ورکول ډیر اړین دي. کولی شئ د اعصابو فعالیت د کتاب، معما حلول او یا هم نوې ژبې زده کولو سره زیات کړئ. خپل اعصاب بوخت ساتلو سره د اعصابو له فاسد کوونکي ناروغیو څخه ځان وساتئ کوم چې ستاسې ژوند اوږدولو کې ستره ونډه لري.

۴- له کوره باندې ووځئ: خپلې دندې ته په بایسکل تگ را تگ وکړئ. د باندې چکر وهل به مو ذهن ارام کړي. که کوم ستړی کوونکی کار کوئ پنځه دقیقې تفریح وکړئ او د لمر له وړانگو او د باندې له تازه هوا څخه خوند واخلئ.

په ارمه وختونو کې په چکر ووځئ د طبیعت له اوښکلا او مرغانو له سندرو خوند واخلئ. له خوشالو کسانو سره خبرې وکړئ.

۵- مثبت فکره او د الله تعالی د نعمتونو شکرگزاره اوسئ: خپل ژوند روښانه اړخ ته نظر وکړئ او د الله تعالی نعمتونه وشمیرئ. د ژوند نیمگړتیاوو پر ځای څو دقیقې د الله په مخلوقاتو کې فکر وکړئ او د الله د نعمتونو منندوي اوسئ.

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ