د اولاد روزنې لپاره اسلامي اصول څه دي؟

 

که چېرې نن ورځ د مسلمانانو خصوصاً د افغان مسلمانانو حال ته ښه په دقت سره ځيرشو؛ نو د ټولو ناخوالو او دربدریو یو له سترو لاملونو به دا هم ومومو چې د ماشومولۍ نه د دې نسل سالمه او په اسلامي روحیه او احساساتو سمباله روزنه یې نه ده ليدلې، خصوصاً که نني ماشومانو او د هغوی تربیوي یا روزنيز بهیر په پام کې ونیسو نو دغه حقیقت به لکه د لمر داسې واضح پکې ولیدل شي.

همدا لامل دی چې ننی اسلامي امت هېڅ غمخوار نه لري او که وي هم هغه د ګوتو په شمار خو د داسې قیوداتو او سختیو لاندې دي چې تحمل یې د انسانیت دتوان څخه وتلی دی.

د اولاد په روزنه کې به لمړی د هغو کوتاهیو او بې پروایانو ته نظر واچوو چې زموږ په ټولنو کې موجودې اوجوتې دي.

۱دا یو واضح حقیقت دی چې کله زموږ ماشوم په خبرو راځي (دغه د اولاد روزنې لپاره بنسټيز وخت دی چې د ماشوم عقلاني رشد او وده پکې د ابتدا څخه پیل کوي )نو لمړني کلمات چې موږ د هغه ژبه ورباندې خلاصوو او په خبرو یې روږدی کوو؛ ټول عبثیات، بې هوده کلمات او حتی ښکنځل کول دي.

۲همدا رنګه فحش الفاظ، دروغ او دوکه ورکول هم هغه ناوړه صفات دي چې تر ډېره حده پکې ماشومان او حتی لویان ښکېل دي او په دې کې تریوې اندازې د مور او پلار لاس هم دی او هغه په داسې ډول چې د ماشوم د وړاندې یو بل ته او یاهم بل چاته دغه ډول شنیع الفاظ استعمالوي یا هم هغه ته د دوکې ورکولو لپاره دروغ وایي او ….. چې ماشوم دوی ته په کتلوسره دغه عادت خپلوي .

۳ اولادونو ته د یو مسلمان په حیث د یو اساسي او شرعي هدف د ټاکلو لپاره هېڅ نوعه ترغیب او تشویق نه ورکول هغه مشکل دی چې اوسني ځوانان او راتلونکي ځوانان(ماشومان) یې ټول د بې احساسۍ مهلکې کندې ته خطا کړي دي. که د یو ځوان سره بحث وکړئ او دهغه افکار راوپلټئ هېڅ داسې څه به ترې لاس ته رانشي چې د اسلامي امت د خدمت لپاره ترې هیله او تمه پیدا شي،نه به د اسلامي امت غمخواري پکې جوته شي او نه به هم د امت د دفاع احساس ورکې ولیدل شي دا ځکه چې د دوی روزنه فقط او فقط د دنیایي ژوند، خوراک، څښاک، لباس، کور او دژوند د نورو لوازمو د برابرولو په هدف ترسره شوې وي، هغوی د اسلام او اسلامي امت په درد او غم نه چا دردمن کړي او نه یې پوهولي دي،هغوی ته د اسلامي امت د تېر برم، بریااو سترتوب راز چا نه دی ورښودلی.

د خپل لارښود محمدمصطفی صلی الله علیه  وسلم د سیرت،  دصحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین سیرت او د اسلام د میړنیو او اتلانو او ستروسترو فاتحینو د کارنامو هېڅ نه دي ورښودل شوي بلکه په خیالي قصو تېر ایستل شوي او په لوی لاس د مجازي عشق په مرض اخته شوي دي.

۴ د سات تیري لپاره شطرنج، قیطو، کرکټ، قېمار،کتارپچو، ; دوولس پچو، لاډو، چکې او نورو ډول ډول بېهوده، بې ګټې اوناروا لوبو ورزده کول اواجازه ورکول  خو په هغه سنت لوبو ورباندې بندیز لګول اویاپرې تهدیدول چې له یوې خوا پرې نبوي او دصحاب ؤ سنت ژوندي کېږي او له بل پلوه په راتلونکي کې یو با احساسه، غښتلی او دهرډول ستونزو سره مقابله کوونکی ځوان ترې جوړولای شي، لکه نښه ویشتل، سپرلي او لامبو زده کول، منډه وهل او …..

۵همدارنګه نن ورځ ناروا فلمونه او تصویرونه کتل، سندرې او منحرف کوونکي شعرونه لوستل او ګمراه کوونکي او دمجازي عشق په لتاړ ککړ ناولونه، داستانونه او کیسې لوستل هغه څه دي چې د امت ځوانان یې له یوې خوا سخت بې لارې کړي له بلې خوا یې د قرآن کریم د تلاوت، داحادیثو، فقه د اونورو اسلامي کتابونو دمطالعې څخه بالکل غافل کړي دي او اسلامي احساس یې پاک وروژلی دی.

۶همدا رنګه د فاسدو ملګرو سره د ابتداء څخه ناسته ولاړه هم هغه مصیبت دی چې ماشوم به کله هم اسلامي تربیې ته غاړه کښېنږدي.

د دې ترڅنګ ډېر نور لاملونه هم شته چې د اولادونو د سالمې روزنې په مخنیوي کې ډېر منفي تاثیرات لري خو دلته یې د لیکنې څخه ډډه کوم.

راځو د اولادونو زېږولو اهمیت ته لږ غوندې نظر اچوو:

رسول اکرم صلی اللّه علیه وسلم فرمایي: تزوجوا الودود الولود فإني مكاثربكم الأمم

ترجمه : تاسې داسې ښځې په نکاح کړی چې د مېړنو سره ډېر محبت کوونکې او زیات اولاد راوړنکې وي؛ ځکه د قیامت په ورځ به زه ستاسې په ډېروالي فخرکوم.

ومو لیدل چې د امت په ډېر والي رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم افتخار کوي نو راځئ داسې اولاد وروزو چې د حضرت محمد صلی اللّه علیه وسلم د دین خدمت وکړي په داسې روحیې  او احساس سره چې د هغه صلی اللّه علیه وسلم امت د دغه غفلت څخه بیدار کړي او د کفارو او باطل پرستانو له خوا د هرنوع فکري، استعماري، دعوتي او نظامي تېریو څخه هم خپله دفاع وکړای شي او هم نور چمتو کړای شي ،

داسې اولاد وروزوچې دمرګ نه پس هم د رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم د فرمودې مطابق د هغه د کړنو، دعااو دهغهد صالح والي،او خدمت او خیرخواهۍ له وجهې ده او موږ ته د نورو مسلمانانو د نېکو دعاګانو په کولو سره د ثوابونو څخه برخمن وو او د قبر دپراختیا او روښانتیا سبب مو شي.

خو څنګه کولای شو داسې اولاد د امت چوپړ،  غمخوارۍ او دفاع ته تربیه او چمتو کړو چې د یو سپېڅلي اسلامي احساس څخه برخمن،  یو پیاوړی او نامتو شخصیت وي او واقعاً د خوږ نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د افتخار ذریعه جوړ شي؟

زماپه نظرترټولو مهمه دا ده چې د یو مسلمان ځوان په حیث د نکاح ترټولو مهم هدف د داسې اولاد زېږول او لویول دي چې د پورتنیو اوصافو خاوند او یو دینداره او متقي شخصیت وي نو د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره بیا دا اړینه ده چې د داسې یوې صالحې مسلمانې پېغلې سره نکاح وشي چې د سالمې اولاد روزني ظرفیت او استعداد ولري،  او کله چې د اللّه جل جلاله په فضل د اولاد څښتن شي د تربیې لپاره یې لاندیني اصول او کړنلارې عملي شي کوم چې رسول الله صلی اللّه علیه وسلم د یو بې مثاله لارښود په حیث راته ټاکلي دي.

۱: افتحوا علی صبیانکم اول کلمة بلااله الااللّه. “حاکم د ابن عباس نه روایت کړی دی”

یعني د خپلو بچیانو ژبه مو د لااله الااللّه په کلمه سره ورخلاصه کړئ.

دا هغه شعار دی چې ماشوم یې د لمړې ځل لپاره باید واوري او الفاظ یې باید په ژبه کېنول شي او په ذهن کې یې ځای ورکړل شي.

دا د ښکنځلو،  بې ادبۍ،  فحش ویلو او نورو بې فایدې او ناروا الفاظو په مقابل کې څومره ښایسته کلمه ده!!!  خو افسوس چې د شیطان په لارښوونه یې نن موږ په بدیل کې څومره ناکاره شیان رواج کړي دي. هغه کلمه چې د زړه له صدقه ویونکی او دهغه پر مقتضیاتو عمل کوونکی به يې جنت ته داخلېږي.

همدارنګه د ماشوم د همدې ابتدا څخه هغه د ایمان او اسلام په ارکانو (ټولومالي اوبدني عباداتو) پوهول او د هغه غیبي حقایقو په اړه د هغه عقیده جوړول چې موږ ته رارسېدلي دي لکه په اللّه تعالی، ملائکو، آسماني کتابونو، رسولانو، د قبر په عذاب،  د قیامت په ورځ بیاژوندي کېدل، حساب او کتاب، جنت او دوزخ او نورو غیبي امورو پوهول د هغه دایماني روزنې لپاره اساسي شیان دي.

۲:د ماشوم د عقلاني ودې په شروع کې هغه ته د حلال او حرام ورزده کول او ورسره آشنا کول .

دا کړنه به ماشوم د غلا،  دوکې، دروغو او نورو بې لاریو څخه راوګرځوي او یو متقي شخصیت به ورنه جوړ کړي.

رسول اللّه علیه وسلم فرمایي:  اعملوا بطاعة اللّه واتقوا معاصی اللّه و مرّۥوا اولادکم بإمتثال الأوامر واجتناب النواهي. فذلك وقاية لهم ولكم من النار ”  رواه ابن جرير “

د اللّه په اطاعاتو عمل وکړئ، او د اللّه له نافرمانیو څخه اجتناب وکړئ،  او خپلو اولادونو ته أمر وکړئ د هغه څه په ترسره کولو چې أمر پرې شوی(حلال)؛  او د هغه څه نه په ځان ساتلو چې منع ترې شوې ده (حرام)، نو دا به هم د دوی( اولادونو) لپاره او هم ستاسې (پلرونو)  لپاره د جهنم د اور څخه د خلاصون سبب شي.

۳: په اووه ۷ کلنۍ کې باید د عبادت لپاره آماده شي او لمونځ پرې پیل شي لکه څنګه چې د رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم  لارښوونه همداسې ده، د دقیق تعقیب لاندې ونیول شي او د لاښه عبادت کولو لپاره تشویق او ترغیب شي.

۴: درسول اللّه صلی الله علیه وسلم او د هغه د أهل بیتو سره د محبت او د قرآن کریم د تلاوة په اساس باید تربیه او تأدیب شي،

رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم فرمایي:  أدبوا اولادکم علی ثلاث خصالٍ: علی حب نبیکم وحب آل بیته وتلاوة القرآن فإن حملة القرآن في ظل عرش الله يوم لاظل إلاظله مع أنبيائه و أصفيائه “طبراني “

ترجمه: خپل اولاد په دریو خصلتونو سره وروزئ: دخپل نبي صلی اللّه علیه وسلم په محبت سره،د هغه صلی الله علیه وسلم د آل بیتو سره په محبت کولو او دقرآن کریم په تلاوت کولو سره ځکه د قرآن حاملان به د قیامت په ورځ د اللّه د عرش ترسیوري لاندې د نبیانو او داللّه دغوره کړای شوو بنده ګانو سره وي کوم چې په دې ورځ د اللّه د سیوري پرته بل سیوری نه وي .

په دې ډول به د مجازي عشق او ناروا ناولونو او فلمونو د کتلو او دسندرو د اورېدلو نه په أمن کې شي.

۵: حضرت عمر رضی اللّه عنه فرمایي:  علموا اولادکم السباحة والرمایة والرکوب الخیل.

یعني تاسې خپلو اولادونو ته لامبوزني،  نښه ویشتل او د آس سپرلي ورزده کړی.

همدا رنګه منډه وهل، غېږ نیول او نورې ورزشي لوبې چې د انسان د بدن د قوت سبب کېږي باید د اول ابتداء څخه چې کله ماشوم د لوبو وړشي؛  ورسره آشنا او ورو ورو پرې روږدی شي.

پورتنۍ لوبې د قرآن کریم د ” وَاَعِدُّوا لهم ماستطعتم من قوَّةٍ ”  ((یعنې د کفارو په مقابله کې مو چې څومره وس وي قوت تیار کړئ)) د آیت لاندې راځي،  چې زماني او مکاني شرائطو ته په کتو سره سنت او واجب حکمونه خپلولای شي.

دغه لوبې له یوې خوا ماشوم د ناروا او منحرف کوونکو لوبو راګرزوي لکه مخکې چې ذکر شول او له بلې خوا ځوانۍ ته په رسېدو سره د ډېرو درندو پېټو د پورته کولو جوګه کېږي، د اسلام د دعوت او د اللّه په لاره کې د جهاد لپاره آماده او توانمند کېږي او د اللهي رسالت په ترسره کولو کې هر ډول سختۍ او مشکلات په ځان منلی شي.

۶:  د نیکو او صالحو ملګرو سره په ناسته پاسته اوملګرتیا باندې روږدی کول او تشویق:

اللّه تعالی فرمایي ” واتبع سبیل من اناب اليَّ ” سورةلقمان ۱۵ یعنې د هغه چا لار ونیسه او تابعداري یې وکړه چې زما لوري ته رجوع کوونکي وي.

همدا رنګه رسول الله صلی اللّه علیه وسلم فرمايي:  الوحدة خیر من جلیس السوء والجلیس خیر، خیرٌ من الوحدة.  یعني تنهايي د بد ملګري څخه بهتره ده او ښه ملګری بیا د تنهایۍ څخه غوره او خیر دی.

او حضرت عبد اللّه ابن مسعود رضی اللّه عنه فرمایي:  لوګی پر اور دومره دلالت نه کوي لکه دوست چې د بل دوست نه پېژندل کېږي، نوسړی باید له بدو ملګرو څخه ليرې واوسي ترڅو چې خلک یې ملامته نه کړي ” ادب الدنیا والدین “

ملګری د بل ملګري په کړنو او عاداتو کې مسقیماً تاثیر لري نو ځکه باید چې د خپلو ماشومانو لپاره د بد ملګري د انتخاب اجازه ورنه کړو بلکه د نیک او صالح ملګري په لټه کې یې واوسو او دې ته یې وهڅوو. هغه متل دی چې وایي:  بامابشیني مامیشي بادیګ بشینی سیاه میشی.

۷:د شجاعت په روحیه سره روزنه:  اوسنۍ میندې چې خپل اولادونه د پیشو څخه په ډارولو غلي کوي ؛ هېڅکله دې له خپلو اولادونو د خیر او شجاعت تمه  نه لري، دا ډول بچیان به هېڅکله هم د دین په لاره کې د قربانۍ لپاره آماده نه شي او دجبن او دمرګ نه د وېرې په مصیبت او مرض یې مبتلا وي،

دا میندې باید د اسلام د اتلانو هغه تاریخي کیسي چې حقیقي بڼه لري هم خپله او هم اولادونو ته ورزده کړي،  میندې دې دهغه قهرمانو میندو داستانونه ولولي او زده کړي چې میړونه به یې د اللّه په لاره کې شهیدان شول نو دوی به یې اولادونه د قربانۍ،  جهاد او شهادت په روحیه روزل،  په لمړي سر کې به یې د لرګي تورې، نېزې او غشي او لیندې ورته جوړولې او یو بل ته به یې په مقابله ورړستل،  د قرآن او حدیثو لمړنۍ زده کړې به یې ورکولې،  او د رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم، صحابه کرامو او د اسلام د نورو نامتو اتلانو واقعي داستانونه به یې وریادول او بالآخره د محمدبن قاسم غوندې یو تاریخي شهکار به یې ترې جوړ کړ ……..

۸: د اسلامي تعلیم څخه کاپي اندازه برخه معلومات باید ولري او د منظم تعلیمي منهج په رڼاکې باید د اسلامي تعلیم د اصولي،  فقهي او اخلاقي علمي پانګو د لرلو سره سره د اسلام سیاسي اقتصادي او هر اړخیزه مطالعاتو څخه برخمن او په راتلونکي کې یو وتلی او دبصیرت والا اسلامي عالم ترې جوړ شي.

بالآخره یوه لارښوونه دا هم ضروري ده چې اولادونه مو باید د لاندې مهلکو پدیدو څخه پاک او لیرې وساتو  :

۱دروغ،۲غلا۳فحش ویل۴فساد او بې بندوباري.

د لیکنې د اوږدېدلو نه د مخنیوي په خاطر به دا بحث راونغاړم که څه هم د موضوع مهموالي ته په کتو باید ډېر څه ولیکم.

که چېرته په پورتنیو قواعدو عمل وشي نو ان شاءاللّه د اوسني بې دفاع، دردیلي او مظلوم امت د غمخوارۍ، خدمت او دفاع لپاره به مو یو وتلی، مخلص، متدین او نړیوال اسلامي شخصیت وړاندې کړی وي .

ليکنه: محمدي وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب