پروټين

 

پروټينونه پېچلي عضوي مرکبونه دي چې په خپل ترکيب کې سربېره د C H ،O، په عناصرو د سلفر او فاسفورس عناصر هم لري چې د حجرې مهم جوړوونکي مواد دي. پروټينونه لوی ماليکولونه دي. د امينو اسيدونو په نامه د کوچنيو ماليکولونو له يوځايوالي څخه منځ ته راځي.

د پروټين په جوړښت کې امينو اسيدونه اساسي پايه ده. امينواسيدونه هم عضوي مرکبونه دي چې له کاربن، هايدروجن، اکسېجن او نايتروجن څخه جوړ شوي دي. تر اوسه پورې په ژونديو موجوداتو کې 20 ډوله امينواسيدونه پېژندل شوي دي چې د هغوی له يوځايوالي څخه د پروټين ماليکولونه جوړیږي.

له همدې کبله پروټيني خوراکي توکي د هاضمې په جهاز کې په امينواسيدونو تجزيه کېږي چې د کوچنيو کولمو دېوال د حجرو په واسطه جذب او د وينې جريان ته داخلېږي. بيا د بدن ټولو حجرو ته رسېږي او د انابولېزم د عمليې په واسطه پروټيني توکي ورڅخه جوړیږي چې د ژونديو موجوداتو د ودې او په نورو حياتي فعاليتونو کې کارول کېږي. د انسان بدن کولی شي يوازې ځينې امينواسيدونه جوړ کړي او نور امينو اسيدونه حتماً بايد په خوړو کې وجود ولري ترڅو په دې طريقه بدن ته ورسېږي.

امينو اسيدونه په دوه ډلو ويشل شوي دي:

  • اساسي امينو اسيدونه چې حتماً بايد په خوراکي توکو کې شتون ولري، ځکه بدن هغه نشي جوړولی.  غير اساسي امينواسيدونه چې شتون يې له خوراکي توکو پرته اړين نه وي، ځکه بدن کولی شي چې هغه د نورو امينواسيدونو څخه جوړ کړي.
  • پروټينونه د امينو اسيدونو پر بنسټ په دوه ډلو ويشل شويدي:

هغه پروټينونه چې په هغې کې ټول اساسي امينو اسيدونه شامل وي، زياتره حيواني پروټينونه دي چې په شېدو، هګۍ او د غوښو په ډولو کې پيداکېږي.

هغه پروټينونه چې اساسي امينو اسيدونه لږ لري په عمومي ډول نباتي پروټينونه ؛ لکه: د غنمو، لوبيا، چېڼ )نخود( او نور. بېلابېل پروټينونه يو تر بله د امينو اسيدونو شمېر او سلسلې د يوځايوالي له مخې توپير کېدای شي.

که چېرې د امينو اسيدونو ځای بدلون ومومي يا يو امينو اسيد خپل ځای بل امينو اسيد ته پریږدي د پروټين په دنده مستقيماً اغيزه کوي. ددې تاثير ښه بېلګه د وينې د کمښت د ناروغۍ لورته (دريبولو أله) ورته ناروغي ښکاره کېدل دي. دا ناروغي په پروټين کې د يو امينو اسيد د بدلون په اثر منځ ته راځي. څرنګه چې مخکې ولوستل شوی د پروټين د جوړښت واحد امينو اسيد دی. د امينو اسيدونو زنځير ته پيپتيد وايي. د پيپتيد زنځير ته پولي پيپتيد او د پولي پيپتيدونو مجموعه د پروټين په نامه يادیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب