د انسان فکري بوختیاوې

د انسان فکري بوختیاوې د وخت له پېښو سره اوړي را اوړي . شاید ځینې پېښې ساده حالت او ځینې یې اغېزمن حالت ولري .

په داسې یوه ټولنه کې چې ناخوالي یې تر نېکمرغیو کمې وي او یا زیاتره خلک یې منفي فکر او یا محدود فکر ولري . شاید هر څوک خپل اندونه په سمه توګه استعمال نه کړای شي .

او ښایي زیاتره خلک فکري پراختیا ولري خو د ځېنو ستونزو لکه ( اقتصادي ستونزې ، بې اتفاقي ، بې روزګاري ، د پوهې د کچې ټېټوالی او داسې نور ) له کبله له فکري محدودتیا سره مخ وي .

نو څه کول پکار دي چې له داسې یو حالت سره مخه ښه وکړو . او داسې فکري پراختیا پیدا کړو چې د نورو د مشورو پرته خپلې ستونزې هواري کړو .

زما په اند : ځینو ټکو ته پام سره خپل هدف ترلاسه کولای شو .

(۱) باید یو پراخ مثبت فکر ولرو . که څوکه راڅخه مشوره غواړي باید ښه مشوره ورکړو . د هر ې پېښي د لېدلو یا اورېدلو پروخت باید تر قضاوت وړاندې د پېښې منفې او مثبت حالت سره پرتله کړو . او مثبت طرفه ته خپل فکر راو ګرځوو .

(۲): حوصله باید له لاسه ورنکړو . انساني ژوند لوړې ژورې لري . له پورتنیو ستونزو سره سره له خپل کور څخه تر کلي ، ولسوالي ، ولایت ، هېواد او نورو هېوادونو ته له سفرونو سره سره هر وخت د انسان ژوند خوښ نه وي . نو که هر څنګه ستونزه یا ناورین رامنځته کېږي . ددې پر ځای چې د اندېښنو کندې ته مو ور ګوزار کړي . باید همت وکړو او د حل له لارو سره پر مخ ولاړ شو . همدارنګه حوصله د فکر په پیاوړي کېدلو کې ښه رول لري .

(۳).په هر حال کې خپل فکر له رواني ناروغیو ساتل : طبیعي ده چې ناخوالي زیاته سلنه رواني ناروغۍ رامنځته کوي . نو کله چې د انسان فکر له ناهیلۍ سره مل کېږي نو باید سړی پوهه شي چې د رواني ناروغیو څپه پیل کېږي . نو پکار ده چې ژ ر تر ژره له یو بااستعداده ملګري څخه مرسته وغوښتل شي . د نوموړي مرسته به نه یواځي تاسو له رواني ناروغیو څخه وساتي بلکه ستاسو فکر به سالم او نور هم قوي شي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب