د انسان د بدن هډوکي (Human bones )

د انسان د بدن هډوکي Human bones

هډوکي يا عظام د انسان اسکليټي سيسټم جوړوي .غټ يا کاهل شخص ٢٠٥ هډوکي لري او ماشومان بيا د ٣٠٠ هډوکوسره دنيا ته راځي .چي وروسته د ماشوم د عمرپه زياتيدوسره د يوتعداد هډوکو د يو ځاي کيدو څخه د هډوکو په شمير کي کموالي ليدل کيږي .نوموړي ٣٠٠ هډوکي د دويم ترايميسټر څخه په نمو شروع کوي چي لمړي د غضروفو په شان بيا يو دبل سره يو ځاي کيږي او د هډوکي شکل ځانته اختياروي چي دغه حالت د (Ossification)پنوم ياديږي .او باالاخره ٢٠٦ ته يي شميررسيږي .

هډوکي څلور ډوله دي:

١- اوږده هډوکي :کوم چي قوي ،متکاثف او لږه انحنا لرونکي دي .
٢- لنډ هډوکي :کوم چي سپک دي .
٣- هموارهډوکي :کوم چي د متکاثف او اسفنجي هډوکو د يوي طبقي څخه متشکل دي .
٤- غيرمنظم هډوکي :چي د تکاثف لرونکو او اسفنجي هډوکو طبقي په مختلف تناسب سره لري .
هډوکي يودبل سره د مفاصلوپه وسيله سره يو ځاي کيږي او انساني اسکليټ جوړوي .

هډوکي لاندي طبقي لري :

١- Periosteum : يوه نازکه متکاثفه پرده چي د اعصابو او ويني د رګونونه جوړه شويده .او د هډوکي په تغذيه کي رول لري. ٢- Compact Layer : د هډوکي يوه سخته طبقه ده .چي په اکسري کي ليدلاي شي .او د Cancellous زياتي طبقي لري . ٣- Cancellous : دغه طبقه تر Compact طبقي لاندي قرارلري .چي د ټينګوالي په لحاظ تر Compact هډوکو سست دي . ٤- Bone marrow :لاندني طبقه د هډوکي تشکيلوي چي د ګاټه جيلي شکل لري او د ويني د حجراتو په جوړيدو کي ونډه لري.
د حاملګي په ١٣ الي ١٦ اوني کي د ماشوم د بدن غضروف په هډوکو بدليدل شروع کوي .چي کيداي شي په اکسري کي د هډوکي شکلونه وليدل شي .چي تقريبا تر ٢٥ کلني پوري هډوکي تکميل اونوره نمو نه کوي .د هډوکو په تغذيه کي کلسيم او پروټين دواړه عمده رول لري .همدارنګه د لمرشعا ،فاسفورس ،ويټامين ډي ،ويټامين سي او تمرين د هډوکو لپاره مهم دي .ددي دپاره چي هډوکي سالم وساتل شي نو د بايسکل ، موټرسايکل چلولو په وخت کي بايد Helmets استعمال شي چي يو مخصوصه خولي دي .او د نورو سپورټي لوبو لپاره بايد مخصوص لباس واغوستل شي .
د عمر په ٢٠ کلني کي د هډوکو تر منځ يوخاليګاه ليدل کيږي چي د Hyaline غضروفو پنوم ياديږي چي د عمر په تيريدو سره په همدغه ناحيي کي نورغضروفي حجرات اضافه کيږي او د Ossification يا د هډوکي د جوړيدو عمليه سرته رسيږي او هډوکي د مفصل په لور نمو کوي چي بالاخره د مفصلي سطحي ته د رسيدو سره د هډوکي نمو پاي ته رسيږي او نورهډوکي نمو نه کوي چي تقريبا تر ٢٥ کلني پوري دا دوره رسيږي .د هډوکو پراخوالي د Osteoblast حجراتو پوسيله صورت نيسي چي د هډوکو په باندني طبقه را پيچل کيږي او بالاخره سختيږي او په همدي شان د هغوي د پراخوالي سبب کيږي .

مختلف هډوکي په مختلفو ډولو نمو کوي:

مثلا : هموار هډوکي لکه د سرد کاسي هډوکي تشکل د Intramembranous Ossification پنوم ياديږي چي د يو خاص ارتباطي نسج چي د Mesenchyme په نوم ياديږي شروع کيږي او بيا وروسته يوه اندازه Mesenchyme پهOsteoblast حجراتو کوم چي د هډوکو جوړونکي حجرات دي بدليږي وروسته دغه Osteoblast حجرات د Mesenchymeپه شا وخوا باندي راپريوزي چي لمړي کي دغه ساختمان ډير نرم وي او وروسته په تدريجي ډول د هډوکي د نورو حجراتو لکه Osteoclast په کمک په سخته طبقه چي Compact ده بدليږي .
او د تني او نهاياتو هډوکو تشکل بيا د Endochondral Ossification په نوم ياديږي .چي لمړي غضروف تشکل کوي او بيا Osteoblast او د ويني رګونه ددوي د منځ څخه تيريږي او بالاخره غضروف په هډوکي بدليږي . Ontogenesis Imperfect a چي يو جنيتکي تشوش دي چي د هډوکي نمو په غير نارمل شکل سره وي .نوموړي حالت د يو پروتين د تنقيص له امله چي د Collagen 1 پنوم ياديږي رامنځته کيږي .چي نوموړي د غضروفو د ساختمان يا شکل متاثره کوي .پداسي حال کي چي غضروف د هډوکو د نمو دپاره لازمي دي .او په جنين کي د هډوکو د صحي نمو د سختي سبب کيږي .په شديد حالت کي د هډوکي د ماتيدني سبب کيږي .پداسي حال کي چي ماشوم په رحم کي وي .
د هډوکو مواد د کولاجن ،فاسفورس،سوديم او کلسيم څخه عبارت دي .چي کلسيم د هډوکو د سختي سبب کيږي .او همدارنګه د ضرورت په وخت کي کيداي شي ددي کلسيم څخه د بدن په نورو ناحيو کي هم استفاده وشي .د ويني د حجراتو زياته برخه د هډوکو د مغزوپواسطه توليديږي .د هډوکو په مغزکي stem cells شامل دي چي د ويني د سروحجراتو،Platelets ، او سپينو حجراتو په ترکيب کي برخه اخلي .هډوکي د نورو هډوکوسره د Ligament پواسطه ارتباط لري .

د سرکاسه :

د سرکوپړي چي د هموارهډوکو له جملي نه ده چي د دماغ د پوښلو او ساتني وظيفه لري .او همدا شا ن د مخ د څيري د جوړښت سبب کيږي .د کوچنيوالي په دوره کي اته هډوکي چي عبارت دي له :يو Frontal bone ،دوه Temporal bones ،دوه Parietal bones ،يو Occipital bone ،او يو Sphenoid bone يو دبله سره يو ځاي کيږي .ماشومان په لمړيو کښي د سرکاسي د هډوکو تر منځ فاصلي لري او ډيرنرم وي چي د زيږيدني په وخت کي دي ته اماده شي تر څو د ولادي کانال نه په اساني خارج شي .همدا رازيو تعداد نورهډوکي لکه د پورتني زامي هډوکي Maxilla bone او کښتني زامي هډوکي Mandible bone او نور مختلف هډوکي د پورتني د سر د هډوکوسره يو ځاي کيږي او د سرد کاسي د جوړښت سبب کيږي .

شمزي Spine :

شمزي د ٢٤ غيرمنظم هډوکونه ( Vertebrae) ، sacrum او coccyx څخه تشکيل شويده .پورتني اووه vertebrae د رقبي فقراتو پنوم ياديږي چي غاړه جوړوي .ورپسي ١٢ صدري فقرات چي د پښتي سره وصل دي .او اخرني ٥ فقري په lumber او کښتني ناحيه کي قرار لري .نوموړي فقري د Disk پواسطه يو دبله سره جلاشوي دي .sacrum د Lumber فقراتو لاندي موقعيت لري او دهغه څخه لاندي Coccyx موقعيت لري .
د شمزي کښتني برخه په موازنه او د وزن په زغملو کي کمک کوي .د sacrum هډوکي بيا د کونغري يا pelvis يا د کوناټي د هډوکي (hip bone ) سره وصل دي .

پښتي Ribs :

پوښتي يو قفس شکل رامنځته کړي کوم چي د اعضاوو د محافظت سبب کيږي .لکه : زړه ،سږي او ينه .عموما انسان ١٢ جوړي پښتي لري .کله کله يوکس يوه جوړه اضافه يا کمه پښتي لري .پورتني ٧ پښتي د sternum سره نښتي دي .چي sternum بيا clavicle سره وصل دي .

اندامونه limbs :

هر بازو د يو اوږد هډوکي لرونکي دي چي د Humerus پنوم ياديږي .او دوه نو اوږده هډوکي بيا په ليڅه (Forearm ) کي ليدل کيږي چي د ulna او Radius پنوم ياديږي .د لاس د بند هډوکي د carpals پنوم ياديږي .اوږدترين هډوکي د ورانه هډوکي دي چي د Femur پنوم ياديږي .او بيا د ځنګانه نه تر بجلکو پوري د دوه نور اوږده هډوکي د Tibia او Fibula پنوم وجود لري .د بجلکي هډوکي د Tarsal پنوم ياديږي .او metatarsal او metacarpals بيا د پښواولاسو هډوکي دي .اود پښو او لاسود ګوتو هډوکي بيا د Phalanges پنوم ياديږي .
هډوکي د سختو اعضاوو له جملي څخه دي .چي د ملا دتير لرونکو د داخلي اسکليټ په جوړښت کي برخه لري .دوي د بدن د اعضاوو د حمايي او ساتني سبب کيږي .دوي د ويني د سره اوسپين حجراتو په توليد او منرالونو په ذخيره کي هم ونډه لري .دوي د متراکم يا غليظ (Connective tissue ) د ډولو څخه دي .هډوکي مختلف شکلونه لري او مغلق داخلي او خارجي ساختمان لري .يو د نسجو څخه چي د هډوکو په جوړښت کي برخه لري د عظمي نسج (Osseous tissue) يا (Bone tissue)چي په کافي اندازه معد ني مواد لري عبارت دي .
دوي هډوکي ته ټينګوالي يا سختوالي وربخښي .نور قسمونه د انساجو چي په هډوکوکي ليدل کيږي عبارت دي د Marrow ،Endosteum ،Periosteum ،Nerve ،Blood vessel ،او Cartilage څخه . د زيږيدني په وخت کي تقريبا د ٢٧٠-٣٠٠ څخه هډوکي موجود وي .چي وروسته د ماشوم په غټيدو سره بعضي هډوکي يو دبل سره يو ځاي کيږي او باالاخره د غټوالي په وخت کي ٢٠٦ ته يي شمير رسيږي .د انسان په بدن کي تر ټولو اوږد هډوکي د فخذ يا ورانه (Femor) هډوکي دي اوکوچني ترين هډوکي په منځني غوږ کي د اوريدلو هډوکي (Auditory ossicles)دي .

د هډوکو وظايف :

هډوکي ١١عمده وظايف لري :
A – ميخانيکي وظيفه:
١- ساتنه يا حفاظت :هډوکي د داخلي اعضاوود ساتني سبب کيږي .لکه دماغ چي د سرد کاسي پواسطه او پښتي زړه او سږو د ساتني سبب ګرځي .
٢- ساختمان :هډوکي د انسان د استناد سبب ګرځي تر څو نوربدن حمايه کړي .
٣- حرکات :هډوکي ،اسکليټي عضلات ،ligaments ،Tendons او مفاصل يا بندونه په ګډه کارکوي ترڅويوه برخه يا ټول بدن تنظيم يا سنبال کړي .
٤- د اوازبدلون يا Transduction:په غوږ کي د اوريدلو لپاره مهم دي .
B – Synthetic وظيفه:
٥- د ويني توليد :د هډوکي مغزچي د اوږدو هډوکو په medullary cavity کي او Cancellous Bone پهInterstices کي ځاي لري د سره حجراتو په توليد کي رول لري چي د Hematopoiesis پنوم ياديږي.
C – Metabolic ميتابوليکي وظيفه:
٦- د منرالونو د ذخيره کيدو وظيفه لري .ډيرعمده يي د کلسيم او فاسفورس څخه عبارت دي .
٧- د نمو د فکتورذخيره کيدنه :لکه insulin –like growth factor ،بدليدونکي يا Transforming د نمو فکتور،د هډوکو مورفوجنيتيک پروتينونه او نور…
٨- د شحم د ذخيره کيدو وظيفه : د هډوکو ژړ(زيړ)مغزيا yellow bone marrow د شحمي اسيډونودذخيري په شکل کارکوي ٩- د Acid base په موازنه کي رول لري :د القلي مالګو په جذب يا خپريدلوسره د ph د تغيراتو په مقابل کي ويني ته د Buffers خاصيت ورکوي .
١٠- د توکسيک يا زهرجنو موادوپه Detoxification کي رول لري .د هډوکي انساج د درنوفلزاتو او نورو اجنبي عناصرود ذخيره کيدو سبب کيږي .او ددوي دليري کيدوسبب د ويني څخه کيږي .تر څو د مضرو تاثيراتو څخه يي نورانساج وساتل شي .چي وروسته په تدريجي ډول اطراح يا د بدن نه خارجيږي .
١١ – د اندوکرايني عضوي په شکل عمل کوي : هډوکي د فاسفيټ ميتابوليزم د فبروبلاسټ د ٢٣ نمبر د نمو د فکتورپه ازاديدلو سره کنټرولوي .کوم چي په هډوکو باندي عمل کوي تر څو د فاسفيټ په دوهم ځل جذب کي کمبود رامنځته کړي .د هډوکي حجرات د Osteocalcin پنوم هورمون هم افرازوي کوم چي د ويني د ګلوکوزد کنټرول په تنظيم کيدواو شحم په ذخيره کي مرسته کوي .همدارنګه Osteocalcin د انسولين افرازاو حساسيت د زياتوالي سبب کيږي .پدي ډول چي د پانقراص د بيتا حجراتو څخه زيات انسولين افرازشي .او په عين وخت کي د شحمي حجرات امرکوي ترڅو د Adiponectin پنوم هورمون افراز کړي کوم چي د انسولين د حساسيت د زياتوالي سبب کيږي . او هم د انسولين د توليد کوونکو حجراتو د زياتوالي او د شحمو د ذخيره کيدو د کميدو سبب کيږي .

هډوکو ميخانيکي خاصيت :

د هډوکي ابتدايي نسج چي د عظمي نسج پنوم ياديږي په نسبي ډول سخت او سپک وزن لرونکي موادو څخه ترکيب شوي دي .چي زياته برخه يي کلسيم فاسفيټ تشکيلوي .همدغه د هډوکي نسج دي چي هډوکي ته سختوالي وربخښي .ددوي لوړترين طاقت د فشردګي د170MPa(1800kgf/cm2) په اندازه دي .او د کشش طاقت يي د 104-124MPa او ډير کم د Shear stress توان يي د 51.6MPa څخه عبارت دي .يعني هډوکي د فشاريا پوري وهلو په مقابل کي په ښه ډول مقاومت کوي. ولي د کشش او تاويدني په مقابل کي کم مقاومت ښيي . کله چي هډوکي په ابتدايي مرحله کي د ماتيدني وي نو د پام وړاندازه د الاستيکيت لرونکي وي .چي کولاجن په کمه اندازه مرسته ورسره کوي .ټول هډوکي کي مړه او ژوندي حجرات په يو منرال لرونکي عضوي Matrix کي موجود دي کوم چي د هډوکي نسج جوړوي .

د هډوکي جوړښت :

Compact (cortical) bone: سخت ترينه طبقه د هډوکي خارجي طبقه ده چي د Compact bone د نسج څخه ترکيب شوي ده. دوي په کمه اندازه خاليګاوي لري. Trabecular(cancellous or spongy)bone :د هډوکي د کتلي ٢٠% جوړوي .په Compact هډوکي کي وينه د هډوکي پواسطه احاطه شوي ولي په Trabecular شکل کي هډوکي د ويني پواسطه احاطه شوي دي . د هډوکي په جوړښته کي مختلف حجرات برخه لري .

اوسټيو بلاسټ حجرات :

د يوي هستي لرونکي حجراتو څخه عبارت دي چي د اوسټيوپروجينيتور حجراتو څخه په وجود راځي دوي د هډوکي په سطحه باندي قرار لري .چي يو پروتيني مغلق جوړوي چي د osteoid پنوم ياديږي چي وروسته هغه منرلايز کيږي او هډوکي تشکل کوي .Osteoblast يو هورمون هم جوړوي چي د پروسټاګلانډين پنوم ياديږي چي پخپله په هډوکي عمل کوي .دوي په قوي شکل سره د الکلين فاسفيټ پنوم انزايم توليدوي .کوم چي د هډوکي په منرلايز کيدو کي ونډه لري.او هم د Matrix proteins کي رول لري .اوسټيوبلاسټ د هډوکو اومه حجرات دي .چي د هډوکي په Matrix کي په اوسټيوسايټ باندي بدليږي کوم چي پاخه حجرات دي . اوسټيوبلاسټ حجرات ابتدايي غيرفعاله حجرات دي چي د هډوکي ټوله سطحه پوښي او همدارنګه د يوي مانعي په حيث د بعضي ايونونوکارکوي .
اوسټيوسايټ د اوسټيوبلاسټ څخه منشه اخلي .کوم چي د هډوکي د Matrix پواسطه چاپيرشوي وي .ددوي تر منځ کومه فاصله چي وجود لري د Lacunae پنوم ياديږي .اوسټيوسايټ د هډوکو په جوړښت ،د Matrix په څارنه ،او د کلسيم په Homeostasis کي برخه لري.همدا ډول دوي د ميخانيکي حسي اخذو په ډول هم وظيفه تر سره کوي .چي د هډوکوجواب د stress او ميخانيکي وزن په مقابل کي کنټرولوي .دوي د هډوکي پاخه حجرات دي . اوسټيوکلاسټ حجرات د هډوکي په جذب کښي رول لري .په دي ډول د هډوکي د ماتيدو سبب کيږي .نوي هډوکي بيا تشکيل کيږي د اوسټيوبلاسټ پواسطه باندي .اوسټيو کلاسټ حجرات اوږدي وي .د زياتي هستو لرونکو وي چي د هډوکي په سطحه قرار لري.

ماليکولي ساختمان Matrix:

د هډوکي زياته برخه تشکيلوي .دوي عضوي او غيرعضوي برخي لري .هډوکي د همدغي برخي د سختيدو نه رامنځ ته کيږي چي د حجراتو د ايساريدو سبب کيږي .وروسته دغه ايسار شوي حجرات د اوسټيوبلاست څخه په اوسټيوسايټ باندي بدليږي.

غيرعضوي برخه :

د هډوکي غيرعضوي ترکيب د کاربن لرونکي هايدرو اوکسي اپيټايټ اود کم مقدار کرستل سره تشکيل شوي . Matrix په شروع کي د غيرمنرالايز شوي اوسټوييډ په شکل وي .په دي منرالايز کيدني کي اوسټيوبلاسټ چي د افرازي ويزيکلونه چي الکلين فاسفيټ لري برخه لري. د فاسفيټ ګروپونه سوري کيږي او د فاسفيټ او کلسيم په رسوب کي عمل کوي .وروسته له هغه ويزيکلونه چاودنه کوي او د Crystal لپاره د يو مرکز په شکل وظيفه تر سره کوي تر څو نمو وکړي .

عضوي برخه :

عضوي برخه د لمړي شکل کولاجن څخه ترکيب شوي ده .چي د حجري په داخل کي د tropocollagen په شکل تر کيب کيږي او وروسته صادريږي .اود فيبريلونو جوړوي .همدارنګه مختلف اقسام د نمو د فکتورونو هم ددوي په ترکيب کي برخه اخلي .چي وظيفه يي تر اوسه نه ده معلومه .
او هغه فکتورونه عبارت دي له :Glycosaminoglycans ،Osteocalcin ، Osteonectin ، Sialoprotien او Osteopontin . يواځني فرق د Matrix او نورو حجراتو دادي چي Matrix د هډوکي سخت ترينه طبقه ده .
ډاکتر بشيراحمد (محبوبي )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب