د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اهميت

زموږنبي صلی الله عليه وسلم وروستی پيغمبردی، دُنياته دده په راتگ سره دنبوت لړۍ پای ته ورسېدله.

الله پاک ورته داسي دين ورکړچي دټول انسانيت ژغورونکی دی،ترقيامته پوري دټولولپاره ددغه دين پيروي الله پاک لازمه کړې ده.

دنبي عليه السلام ذمه واري داوه چي خلگوته يې دښوکاروپه لوربلنه ورکوله اوله بدوکارونو،ناوړوعقيدواوجاهلانه رسمونواورواجونوڅخه يې خلگ راگرزول.

يعني امربالمعروف اونهی عن المنکردده وظيفه وه.

له دُنياڅخه دنبي عليه السلام په رُخصتېدلوسره دغه وظيفه امت ته ورترغاړه شوه،پرامت لازمه ده چي دوی به دپيغمبرصلی الله عليه وسلم وظيفه سرته رسوي اوخلگ به صحيح عقيدو،سموکارواوښواخلاقوته رابولي.

your ads

داداسي مهمه موضوع ده چي پاملرنه ورته ډېره ضروري ده ځکه ددغه کارپه ترسره کولوکي دامت کاميابي پرته ده اوددې په پرېښودلوسره امت ته لوی گواښ متوجه دی.

په تېره بياپه اوسنۍ زمانه کي چي دفتنو سېلابونه شروع دي اوپه دُنياکي دباطل پيروان هم ډېرزيات دي،هغوی دخپلوباطلوخيالاتواوعاداتوپه لورهلي ځلي کوي څونورخلگ هم دځان سره مله کړي اودمسلمانانوعقائد،اخلاق اواعمال هم ورگډوډکړي.

نوپه داسي حالاتوکي په خاص طوردهغه چالپاره چي په دين پوه وي ډېره اړينه ده چي بايدله دغه مسئوليت څخه بې فکره نه شي اوپه دې لارکي بايدخپلي هلي ځلي توندي اوگړندۍ کړي.

په دې هکله الله پاک په قرآن کريم کي په بېشمېره آياتونوکي ټينگارکړی دی تردې چي په ځينوآياتونوکي يې دغه مسئوليت ترايمان هم مخکي ذکرکړی دی،چي داسلام اساس اوبُنياددی،داددې څرگندويي کوي چي داضروري کاردی چي بايدورڅخه غفلت ونه شي.

الله جل جلاله فرمايلي دي: {كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ[سورة آل عمران الآية 110.]

ژباړه:تاسوغوره امت ياست،چي دخلگولپاره ايستل شوي ياست،چي په نېکۍ سره امرکوئ اوله بديوايسارول کوئ اوپرالله ايمان راوړئ!!

په دې آيت مبارک کي الله پاک دعوت ترايمان مخته کړی اوورسره يې ددې امت ترنورودغوره کېدلوسبب هم ښودلی چي هغه دعوت دی.

همدارازالله پاک دمؤمنانوپه صفاتوکي هم دعوت ذکرکړی دی الله پاک فرمايي: {وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ}

(سورة التوبة الآية 71.)

ژباړه:اومؤمنان سړي اومؤمناني ښځي يودبل دوستان دي،دښېگڼي امرکوي،له بديوايسارول کوي،لمونځونه ترسره کوي،زکات ورکوي اودالله اودهغه درسول اطاعت کوي،داهغه کسان دي چي ژردی چي الله به ورباندي رحم وکړي يقيناالله زوروردحکمت څښتن دی!!

له دې آيت څخه داهم معلومېږي دمؤمنانوترمنځ دمحبت اودوستۍ تقاضاداده چي دوی به يوه اوبل ته دنېکۍ امرکوي اوله بدۍ څخه به يې راگرزوي.

همدارازداهم معلومه شوه چي دامربالمعروف اونهی عن المنکرله امله بنده دالله تعالی درحم مستحق گرزي،څوک چي خلگوته دښوکارونوبلنه ورکوي اوله بدوڅخه يې منع کوي،پرداسي خلگوباندي دالله پاک له لوري رحمتونه نازلېږي اودوی دالله پاک درحمت لائق اووړدي.

پرچاچي دالله پاک رحم وشي دهغه په نېکمرغۍ هيڅ سوال نشته.

نوبايددغه مهمه وظيفه مسلمان سرته ورسوي اوپه دې هکله له سُستۍ څخه ځان وساتي.

همدارازدادبرياليتوب ذريعه ده الله جل جلاله فرمايي: {وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ

هُمُ الْمُفْلِحُونَ}( سورة آل عمران الآية 104.)

ژباړه:له تاسوڅخه دي يوه ډله داسي وي چي دخير په لوربلنه کوي،دنېکۍ امرکوي اوله بدوايسارول کوي اوداکسان همدوی کامياب دي!!

په دې آيت مبارک کي دهغه چالپاره چي دنېکوامرکوي اوله بدوايسارول کوي،ډېرلوی زېری دی چي دوی کامياب دي.

حضرت علی رضی الله عنه ته نبي عليه السلام وفرمايل:فَوَالله لَاَن يَهدي الله بکَ رَجلاواحدًاخيرلک من ان تکون لک حُمرالنعم(رواه البخاري ص:۶۰۶ج۲)

(قسم په الله!ستاله امله که الله يوه سړي ته هدايت وکړي نوداستالپاره تردې غوره ده چي سره اوښان ولرې!!

په هغه زمانه کي اوښ ډېرقېمتي بلل کېده نوځکه نبي عليه السلام دهغه دقدراوقيمت په مقابل کي ددعوت فضيلت وروښوده چي داتردې قيمتي مال هم غوره اوفائده مندکاردی.

يعني ددې سره ددُنياهيڅ قيمتي مال برابرنه دی.

همدارازپه حديث کي راغلي دي :مَن دَل علی خيرفله مثل اجرفاعله(رواه مسلممشکات ص۳۳)

يعني څوک چي دخيرلارښوونه چاته وکړي نوده ته دکوونکي په څيرثواب ورکول کېږي.

داځکه چي دخيرپه لوربلنه نېکي ده اوگټه يې داده چي که دده په خبره څوک عمل کوي،دی ورسره په ثواب کي شريک دی.

(په دې هکله ډېرآياتونه اوحديثونه راغلي دي چي له هغوڅخه دامربالمعروف اونهی عن المنکراهميت معلومېږي خوچي خبره ډېره اوږده نه شي،په دې اکتفاءکوو.)

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب