د امت د مشرانو د اولاد روزنې څو بېلګې

1- زبير بن عوام (رضي الله عنه) د خپلې مور صفيه بنت عبد المطلب (رضي الله عنها) په غيـږ کې روزل شوی وو، او د دغه عزتمندې ميرمنې په خوى او عادت لوى شوى وو.

د صفيه (رضي الله عنها) د زړورتيا يوه بيلګه د احد په جنګ کې ښکاره شوه، په هغه وخت کې چې د ابو سفيان ښځې د سيد الشهداء حمزه (رضي الله عنه) سينه څيرې کړه، زړه يې ترې راويسته، غوږونه او پوزه يې ترې پرې کړل، د جنګ د ختميدو څخه ورسته چې کله د دواړو جهانو سردار محمد (صلى الله عليه وسلم) د خپل تره سره دغه ناوړه چلند وليد نو ډير زيات غم جن شو، خوا ته ورسره ودريده، ويې ليدل چې صفيه (رضي الله عنها) د خپل ورور د حالت د پيژندلو لپاره مخ په وړاندې راروانه ده، نو د الله ستر پيغمبر د هغې زوى زبير (رضي الله عنه) عنه ته وويل: “مور دې د مخ کې راتلو څخه منع کړه، په دې خاطر چې د خپل ورور سره شوی زړه بوګنونکې حالت ونه ويني”.

کله يې چې زوى مخې ته ورغى نو مور ورته وويل: “مور دې مړه شه د مخې نه مې ليرې شه”، د مور په خبره د قريشو د دغه زړور ځوان پښې ولړزيدې، ژبه يې بنده شوه او نبی (عليه السلام) ته ورغې او د مور خبره يې ورته وکړه، د الله رسول (صلى الله عليه وسلم) وويل: “پريـږده چې راشي”، بيا د خلکو قطارونه د نبی (عليه السلام) د ترور لپاره خالي شول، تر دې چې هغه خپل ورور ته راورسيده، په ليدلو سره يې “إنا لله وإنا إليه راجعون” وويل, د هغې لپاره يې بخښنه وغوښته، او خپل زوى ته يې وويل: د الله پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) ته ووايه چې: “مونږ په هغه څه خوشحاله يو چې د الله تعالی په لار کې رارسيدلي، زه به د الله (جل جلاله) څخه اجر غواړم او صبر به کووم”.

2- دغه شان د مسلمانانو څلورم خليفه علی (رضي الله عنه) هم د يوې زړورې مور په غيـږ کې لوى شوی وو او د مسلمانانو د مور خديجې (رضي الله عنها) په خوا کې يې روزنه شوى وه.

3- د معاويه (رضي الله عنه) د روزنې شاته هم يوه عزت منده مور وه، کله چې معاويه (رضي الله عنه) پيدا شو، چا وويل: “دې که ژوندې پاتي شو د خپل قوم مشري به کوي”، مور يې وويل: “مور دې ورباندې بوره شي که د خپل قوم مشري يې ونه کړه”، معاويه (رضي الله عنه) به په فخر سره ويل: “زه د هنده زوى يم”.

4- د عبد الله بن زبير (رضي الله عنه) روزنه هم د يوې بهادرې مور أسماء بنت أبی بکر (رضي الله عنهما) په غيـږ کې شوی وه، کله چې دغه زړورې مور ته د خپل زوى د مرګ خبر ورسيده نو ويې ويل: “هيڅ پرواه نه لرم ځکه چې د الله د پيغمبر يحيی (عليه السلام) سر يوې زنا کارې ښځې ته وړاندې شوی وو”.

کله چې ورڅخه خپل زوى د حجاج په مقابل کې د جنګ مشوره وغوښته نو ورته يې وويل: “ورشه او ورسره وجنګيـږه، ځکه په الله تعالی مې دې قسم وي چې په سر لوړۍ د تورې ګوزار خوړل په ذلت سره د کوړی د ګوزار خوړلو څخه بهتر دى”.

۵- د مسلمانانو د پنځم خليفه عمر بن عبد العزيز (رحمه الله) تر شا د هغه مور أم عاصم د امير المؤمنين عمر (رضي الله عنه) لمسۍ وه چې د هغه روزنه يې په تقوی، زړورتيا او ديندارۍ کړي وه.

۶- د عمر بن عبد العزيز (رحمه الله) زوى عبد الملک چې د انسانيت يوه بيلګه وه، د پوهې او زړورتيا خاوند وو، د تقوی ا وعبادت نمونه وه، سره له دې چې د خپل عمر په نوولس (۱۹) کلنۍ کې يې د دې فاني دنيا څخه سترګې پټې کړى وى، د هغه د روزنې تر شا د هغه پلار عمر او د هغه مور فاطمه وه.

۷- سفيان ثوري د اسلامي أمت يو لوى پوه او عالم وو، د خپل يو ځانګړي فقهي مذهب امام، او په حديثو کې د مسلمانانو امير وو، د هغه ستر شخصيت هم د هغه د مور د کوششونو نتيجه وه.
امام أحمد (رحمه الله) وايي: “د سفيان مور خپل زوى ته وويل: زويه علم زده کوه زه به ستا خرچ په خپله خرڅه پوره کووم”.
دغی مور به په خپل لاس کار کوو، او په خپل زوى به يې خرڅ کوو، تر څو چې زده کړه يې پوره کړه، امام أحمد (رحمه الله): “دغې عزت مندې مور يو وار خپل زوى ته وويل: کله چې ته لس کلمې وليکې نو وګوره چې ستا په تقوی، صبر او عمل کې زياتوالې راغلې دی که نه؟ که نه وي، نو پوهه شه چې دغه علم تا ته د ګټې پر ځاى تاوان رسوي”.

۸- د اسلامي امت ستر عالم، د پوهې روان بحر امام شافعي (رحمه الله) هر څه د خپلې مور د روزنې په نتيجه کې تر لاسه کړي وو ځکه چې پلار يې په هغه وخت کې له دنيا څخه سترګې پټې کړى وى چې نوموړې د مور په غيـږ کې وو، مور يې روزنه وکړه او هغه ځاى ته يې ورسولو چې دنيا ورته ګوته په غاښ ده.

د اسلام ځلانده تاريخ د داسې خلکو څخه ډک دی چې د لوی والې تر شا يې په پردو کې پټې مياندې ولاړې دي، که په تيره زمانه کې د مور او پلار د روزنې په نتيجه کې دومره ستر شخصيتونه پيدا کيدای شول نو اوس هم پيدا کيدای شي خو په دې شرط چې مور او پلار خپله دنده وپيژني.

زمونږ د ځوانانو د بې لارۍ يو سبب د مور او پلار بې پروايي ده چې د خپل اولاد په هکله يې کوي، که مور او پلار کوشش وکړي او د روزنې په اسبابو او وسايلو عمل وکړي، او د دغه اخلاقي بې لارۍ په علاج غور او فکر وکړي نو په اوسنۍ زمانه کې هم لوى شخصيتونه پيدا کيدای شي.

د (د اولاد په روزنه کې بې پروايي (بيلګې او د علاج لارې)) کتاب څخه
ليکنه: محمد بن ابراهيم الحمد
ژباړه :رحمت الله زاهد

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب