د الله ج شکر ادا کړئ چې نعمتونه یې دوام وکړي

ښځه د میړه په میز کیناسته ، قلم یې په لاس کې واخیست او ویې لیکل :
په تیر کال کې مې د میړه د تریخي لرې کولو عملیات وشول . ددې مرض له امله څو میاشتې په کټ پروت وو ، عمر یې شپیتو ته ورسید ، او خپله هغه مهمه وظیفه یې چې د کتاب نشرولو په یوه مرکزکې درلوده او له دیرشو کلونو راهیسې پکې بوخت وو . له لاسه ورکړه !

په هماغه کال یې پلار هم وفات شو ، او زمونږ زوی د یوې ترافیکې پیښې له امله څو میاشتې له درسه پاتې شو او د طب په پوهنځي کې ناکام شو .   څه د غمونو او مصیبتونو کال وو !!!
لږه شیبه وروسته یې میړه راغی ، غوښتل یې چې په خپل میز کیني ، د ښځې مات زړه ته یې پام شو ، ورته نږدی شو او  پر سر یې ودرید ، هغه څه یې ولوستل چې ښځې یې لیکلي وو .
بغیر له دې چې څه ووایي ، بیرته غلی له کوټې ووت ، خو څو دقیقې وروسته په داسې حال کې بیرته راننوت  چې په لاس کې یې یوه ورقه نیولې وه . ورو یې ورقه په میز د هغې ورقې تر څنګ کیښوده چې ښځې پرې لیکل کړي وو .

ښځې د میړه ورقه ولوستله او پکې لیکل شوي وو :
په تیر کال کې د تریخي له هغه درده په ارام شوم چې ډیره کلونه یې په عذاب کړی وم  ، عمر مې شپیته کلنۍ ته ورسید او الحمدالله په صحت روغ یم .
ما سره د څو مهمو کتابونو د نشرولو تړون وشو او زه به اوس کتاب لیکلو ته وزګاریږم  .
پلار مې بغیر له دې چې څوک په تکلیف کړي ، د عمر پنځه نوي کلنۍ ته ورسید ، او  له درد پرته په ارامۍ کې وفات شو .
زمونږ زوی په یوې سختې ترافیکې پيښه کې له مرګه بچ شو ، او بغیر له دې چې کوم  غړی یې معیوب او یا له لاسه ورکړي ، الله جل جلاله شفا ورکړه .

میړه خپلې خبرې په دې جملې پای ته ورسولې :
څه یو کال وو چې الله ج په مونږه ډیر رحم او مهرباني وکړه او په خیر سره پای ته ورسید .
وګورۍ ! هماغه پیښې دي خو په مختلف نظر سره …
همیشه هغه څه ته فکر کوو چې مونږ سره نه وي او په همدې د الله ج د نعمتونو شکر نه ادا کوو ؟
هغه څیزونو باندی فکر او ډیر پام کوو چې له مونږ اخیستل شوي دي . او هغه څه چې الله ج مونږ ته راکړي دي ، شکر یې نه ادا کوو ، د شکر په ادا کولو کې یې تقصیر کوو او  پاتې راغلي یو .

الله جل جلاله فرمايي :

وإنّ ربَّكَ لذو فضلٍ على الناسِ ولكنَّ أكثرَهم لا يشكرون
ژباړه : او حقيقت دا دى، ستا رب خو پر خلكو باندي ډېر زيات فضل كوونكى دى، خو زياتره خلك شكر نه باسي.

یاالله ! ته مونږ د شکر ویستونکو ،  ذکر کوونکو او د مصیبتونو پر وخت مو د صبر کوونکو څخه وګرځوه .
د الله ج شکر ادا کړۍ چې نعمتونه یې دوام وکړي .
د الله جل جلاله  سلام دې پر تاسو وي.

ښځه د میړه په میز کیناسته ، قلم یې په لاس کې واخیست او ویې لیکل :
په تیر کال کې مې د میړه د تریخي لرې کولو عملیات وشول . ددې مرض له امله څو میاشتې په کټ پروت وو ، عمر یې شپیتو ته ورسید ، او خپله هغه مهمه وظیفه یې چې د کتاب نشرولو په یوه مرکزکې درلوده او له دیرشو کلونو راهیسې پکې بوخت وو . له لاسه ورکړه !
په هماغه کال یې پلار هم وفات شو ، او زمونږ زوی د یوې ترافیکې پیښې له امله څو میاشتې له درسه پاتې شو او د طب په پوهنځي کې ناکام شو .
څه د غمونو او مصیبتونو کال وو !!!
لږه شیبه وروسته یې میړه راغی ، غوښتل یې چې په خپل میز کیني ، د ښځې مات زړه ته یې پام شو ، ورته نږدی شو او  پر سر یې ودرید ، هغه څه یې ولوستل چې ښځې یې لیکلي وو .
بغیر له دې چې څه ووایي ، بیرته غلی له کوټې ووت ، خو څو دقیقې وروسته په داسې حال کې بیرته راننوت  چې په لاس کې یې یوه ورقه نیولې وه . ورو یې ورقه په میز د هغې ورقې تر څنګ کیښوده چې ښځې پرې لیکل کړي وو .

ښځې د میړه ورقه ولوستله او پکې لیکل شوي وو :
په تیر کال کې د تریخي له هغه درده په ارام شوم چې ډیره کلونه یې په عذاب کړی وم  ، عمر مې شپیته کلنۍ ته ورسید او الحمدالله په صحت روغ یم .
ما سره د څو مهمو کتابونو د نشرولو تړون وشو او زه به اوس کتاب لیکلو ته وزګاریږم  .
پلار مې بغیر له دې چې څوک په تکلیف کړي ، د عمر پنځه نوي کلنۍ ته ورسید ، او  له درد پرته په ارامۍ کې وفات شو .
زمونږ زوی په یوې سختې ترافیکې پيښه کې له مرګه بچ شو ، او بغیر له دې چې کوم  غړی یې معیوب او یا له لاسه ورکړي ، الله جل جلاله شفا ورکړه .
میړه خپلې خبرې په دې جملې پای ته ورسولې :
څه یو کال وو چې الله ج په مونږه ډیر رحم او مهرباني وکړه او په خیر سره پای ته ورسید .
وګورۍ ! هماغه پیښې دي خو په مختلف نظر سره …
همیشه هغه څه ته فکر کوو چې مونږ سره نه وي او په همدې د الله ج د نعمتونو شکر نه ادا کوو ؟
هغه څیزونو باندی فکر او ډیر پام کوو چې له مونږ اخیستل شوي دي . او هغه څه چې الله ج مونږ ته راکړي دي ، شکر یې نه ادا کوو ، د شکر په ادا کولو کې یې تقصیر کوو او  پاتې راغلي یو .

الله جل جلاله فرمايي :

وإنّ ربَّكَ لذو فضلٍ على الناسِ ولكنَّ أكثرَهم لا يشكرون
ژباړه : او حقيقت دا دى، ستا رب خو پر خلكو باندي ډېر زيات فضل كوونكى دى، خو زياتره خلك شكر نه باسي.
یا الله ! ته مونږ د شکر ویستونکو ،  ذکر کوونکو او د مصیبتونو پر وخت مو د صبر کوونکو څخه وګرځوه .
د الله ج شکر ادا کړۍ چې نعمتونه یې دوام وکړي .
د الله جل جلاله  سلام دې پر تاسو وي .

ژباړه : عبدالله دانشیار

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب