د الله جل جلاله څخه د حضرت ابوبکر رضی الله عنه وېره

د ټولو اهل سنتو په اتفاق سره حضرت ابوبکر  (رض) د انبياوو نه پرته تر ټو لو انسانانو غوره انسان دئ او دده مبارک جنتي کېدل يقيني دي  پخپله رسول (ص) د جنتي کېدو زيرى ورکړى دئ بلکي د جنتيانو د يوې ډلي سردار يې ښودلى دئ، او د جنت د ټولو دروازو څخه يې د بلني زيرى ورکړى دئ او دايې هم فرمايلي دي چي زما په امت کښي به تر ټولو لومړى حضرت ابوبکر صديق (رض) جنت ته  داخليږي دده مبارک ددومره فضلېتو سره ــ سره بيا هم د الله(ج) څخه دومره وېرېدئ  چي ويل به يې : کاشکي زه درخته واى چي پرې سوي واى کله به يې ويل : ارمان چي زه هم واښه واى چي يو حيوان خوړلى واى او کله به يې ويل ارمان چي زه د يو مؤمن انسان د بدن وېښته واى.

يوه ورځ  ده  مبارک  يو باغ ته تشريف يوړى يو حيوان يې ناست وليدئ سوړ اسويلى يې  و کښى او حيوان ته يې وويل : ته څومره په خوند خوړل او څيښل کوې ، ددرختو په سايو کي ګرځې او پر تاباندي  د اخرت هيڅ حساب ا و کتاب نسته ارمان چي ابوبکر هم ستا په څېر  واى يعني دايي دالله(ج) دوېري خوښه وه چي حيوان واى .([1])

ربيعه اسلمي(رض) فرمايي: يوه ورځ ز ما او د حضرت ابوبکر  (رض) په منځ کي څو خبري زياتي سوې   ده مبارک ماته يو سخت لفظ  ووايه چي پرما ښه ونه لګېدئ ژر يې فکر بدل سو او راته وې ويل ته هم هغسي بل لفظ ماته ووايه چي بدله خلاصه سي او آخرت ته شى پاته نسي ما دويلو څخه انکار وکړى ، ده مبارک را ته وويل چي ووايه که يې نه وايي زه نبي صلی الله علیه وسلم  ته ورځم او عرض به ورته وکړم ما پدې جواب سره هم د ويلو څخه انکار وکړى ، دى ولاړسو او دولاړى  پدغه وخت کي  د بنو اسلم د قوم څخه څه خلګ راغله ا و وې ويل: دا عجيبه خبره ده چي خپله يې هم زياتى کړى دئ او هم رسول الله صلی الله علیه وسلم شکايت کوي مادې خلګو ته وويل تاسو دغه سړى پېژندلى دئ دا څوک دئ ؟ دا ابوبکر صديق (رض) دئ که دى خوابدى سي نو د الله جل جلاله نازولى رسول صلی الله علیه وسلم  به له ماڅخه خوابدى سي او د نازولي رسول صلی الله علیه وسلم  په خفګان سره الله صلی الله علیه وسلم ناراضه کېږي که الله جل جلاله راڅخه ناراضه سي نو بيا د ربيعه په هلاکت کي څه شک سته؟ ربيعه (رض) فرمايي: ددې څخه وروسته زه د رسول صلی الله علیه وسلم و حضور ته حاضر سوم او قصه مي ورته وکړه نبي صلی الله علیه وسلم و فرمايل: ښه دي وکړه تاته جواب او بدله اخيستل پکار نه و مګر د هغه په بدله کښي داسي ووايه چي ابوبکره ! تا دي الله جل جلاله معاف کړي.

فايده: داد حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه د الله جل جلاله دوېري لږ خبره وه  وحضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه  ته بد له اخيستل دومره قدر او ارزښت درلودئ چي لومړى يې و ربيعه  رضی الله تعالی عنه ته خپله خواست  وکړى او بيايې د نبي صلی الله علیه وسلم په واسطه ددې اراده وکړه چي ربيعه رضی الله تعالی عنه بدله واخلي نن مونږ او تاسو په سلګو نو خبري يو او بل ته کوو او ددې فکر هم په ذهن کي نه راځي چي په آخرت کي به ددې خبرو بدله اخيستل کېږي او يابه  حساب او کتاب راسره کېږي.

([1] ) تاريخ الخلفاء

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب