د افغانستان وچکالي، بزګران، دولت، نړيوال بنسټونه او مسوليتونه يې

له یوې خوا د الله ج له لوري وچکالي راغلي او ورښتونه  په خپل وخت نه کیږي او له بلي خوا د بزګرانو بي مسولیته او غیر معقوله اوبه لګوونه د افغانستان په شان  د غریبو او وروسته پاتي هیوادونو زراعت  له لوی او نه جبرانیدونکي ناورین سره مخ کوي.

زموږ د هیواد د کرني د اوبو د منبع لویه برخه د ځمک لاندي اوبو څخه ده، چي د اورښتونو نه کیدلو، د يادو ورښتونو د اوبو د نه مدریت او همدارنګه په غیر معقوله توګه داوبو رایستل او مصرفول د دي سبب شوی چې په اوسط ډول په کال کي ۳-۵ متره د اوبو سطحه  ټيتيږي، ځکه چي د ځمکي لاندي د اوبو کوم ګدامونه يا ‌ذخیره ځایونه چي موجود  دي له هغوئ څخه یوازي اوبه رایستل کيږي بیرته نه ریچارج کیږي لویه د انديښني خبره خو لا دا ده چي که په دوامداره توګه څوکاله همدغه ګدامونه ریچارج نه شي بالاخیره د ځمکي د نشست او د منفذونو دبندوالي په وجه له منځه ځي  او له دغې خدای راکړي هستي  څخه د تل لپاره بې برخې کيږو بیا که وروسته هرځومره ورښتونه وشي صرف د ځمکي پرمخ به په سیلابي شکل جاري وي او د ځمګي لاندي اوبو ته به چندان ګټه نه شي رسولای چي دغه کار په زراعت کي لوی ناورین رامنځ ته کوي او په لویه کچه د زراعتي او تولیدي سیستم د ویجاړي سبب کیږي.

 

د عامو خلګو او بزګرانو مسولیت:

دا چې د اوبو د مدريت صرف شعارونه کښته او پورته کيڔي خو په عمل کې هيڅ هم نه شته او په کرنيزه ساحه کې هيڅ تاٿيرات نه ترسترګو کيڔي له بلې خوا فعلې وچکالې ته په کتو د هيواد ځينې کرنيزې او توليدې سيمې تر سخت ګواښ لاندي دي, د افغانستان جنوبې ولايتونه لکه کندهار, هلمند, ارزګان او زابل کې ډيرى داسي سيمي شته چې نور له جدي ستونزو سره لاس او ګريوان دي که پر وخت او معقول تدابير و نه نيول شي لېرې به نه وي چې خداى مه کړه له يوه لوى ايکالوژيکې ناورين سره مخ شو, که له يوې خوا د اوبو کمبود او له بلې خوا يې غير معقول استعمال دوام پيدا کړي نو ډير ژر به د نباتاتو, حيواناتو او ور پسي د انسانانو مهاجرت پيل شي او يادي توليدي ساحې به خداى مه کړه په کنډوالو او ويرانو بدلې شي.

مٿلاً : د کندهار شاوليکوټ ولسوالۍ د انځرو د توليد ستره او اقتصادي سيمه ده او وچکالې هم وروستي حد ته رسيدلي ده که وچکالي همداسي دوام پيدا کړي او بزګران يې داسي غير معقول استعمال کړي باوري درته وايم چې دا سيمه به له سخت ناورين سره مخ شي.

په کار ده چې لمړى مبارزه بزګران پيل کړي!

1- بې ځايه مصرف و نه کړي.

2- لښتې او ويالې منظمې کړل شي

3- د باغونو او کروندو د اوبوخور سيستم باندي له سره کار وشي.

4- زياتې اوبه مصرف کونکې نباتات و نه کري.

5-د باغونو ونې او نباتات مناسب وروزي

6- د باغونو ونې سمې ښاخبري کړي.

7- له ملچ څخه استفاده وشي.

8- مناسب غذايې رژيم اماده شي.

9- په باغونو کې د ډيرې ميوې څخه مخنيوې وشي يعنې يکه کارې ترسره شي.

10- په باغونو کې د هرزه وښو کنترول

11- په فعلې شرايطو کې ډيره او خاصه توجه يوازي باغونو ته کول

12- له بې ځايه کيمياوې موادو له استعمال څخه ډډه وشي.

وچکالي
وچکالي

دولت باید څه وکړي؟

دولت باید د اوبو په مدیریتي برخه کار وکړي لوی او  واړه بندونه او کانالونه ورغوي ترڅود اورښتونو اوبه کنترول شي خو دا کار لويې سرمايې ته ضرورت لري او د افغانستان په شان غریب مملکت کي د کرار کښیناستلو لویه بهانه هم دغه ده.

په نړیواله سطحه د اقلیمي تغیراتو په وړاندي د مبارزي يوه لویه او بډایه کميټه موجوده ده

IPCC-  Intergovernmental Panel Climate Change

چي په کلنی عاید يي شا و خوا سل ملیارده امریکايئ ډالردی چې د ټکنالوژیکې فعالیتونوکوم چې اقللم ته زیان رسوي په  وجه يې له پرمختللو هیوادونو څخه اخلي او بیا يي تر ډیره په هغو سیمومصرفوي کومي چي ټکنالوژیکې فعالیتونه نه ترسره کوي او اقلیم ته زیان نه رسوي خو د نورو د فعایتونو په وجه د اقلیم تغیراتو څخه ځوریږي، همدغه نړیواله کميټه بیا د نورو ډیپارټمنټونو ترڅنګ د

GEF- Global Environmental Facility’s

ډیپارټمنټ د چاپیریال ساتنې په برخه کي لري چي کلني غونډي، تصمیمونه او پلانونه جوړوي هیوادونه همدغو غونډو ته خپلې طرحې او پروپوزلونه وړاندي کوي او پیسي ترلاسه کوي او په خپلو هیوادونو کي يې د چاپیریال ساتني موخه پروژې جوړوي او په مصرف يې رسوي.

دا چي افغانستان داسي يو هیواد دی چې ټکنالوژيکي فعالیتونه نه لري او نړیوال اقلیم ته زیان نه رسوي  هم د يادو پیسو مستحق دی ، دولت او په افغانستان نړیوال موسسات باید دي برخې ته پام وکړي او د افغانستان حق فنډ ترلاسه  کړي او د اوبو او چاپریال ساتنې په برخه کې ااساسي  او  بنیادي کارونه ترسره کړي.

همدارنګه نړیوال موسسات او بنسټونه باید د اوبو لګولود معقولو سیستمونو لکه د څاڅکواوبو خور سیستم او نورو په رواجولو کي پوره همکاري وکړي تر څو د اوبو ډیر مصرف مخنیوی وشي.

لیکنه: محمد نعیم پوپل

نيټه: د ۲۰۲۳کال د مي ۲۰

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب