د افغانستان قومونه

د افغانستان ولسي ګروپونه او قومونه

د افغانستان ولس پر زياتو قومونو ويشل کيږي ، چي هر قوم يي ځانته ټولني بلل کيږي. دافغانستان يو متل دی چه وايي : »د لاس پنځه ګوتی وروڼه دي ، خوټولي يو له بلي توپير لري« . دافغانستان قومونه او ولسونه چي د هيواد په ګوټ ګوټ پراته دې ، په رواج ، خاصيت او اجتماعی ژوند کي يو له بله توپير لري .

دافغانستان عمده او اصلي قومونه په لاندي ډول دي

ايماق

ايماق دکوچيانو د قومونو يو مجموعه ده ، مورنی ژبه يی دری او په مذهب سني دی .د ژوند ساحه يی مرکزی افغانستان دی ،د نفوسو په پرتله تقريباً دوه فيصده اټکل کيږی. دوی پر څلورو ښاخونو تقسيم کيږی
اول – ايماق هزاره ( د مغل ذات ، په شيعه هزاره نه ور ګډيږی . آيماق هزاره سنی قوم دی)
دوهم – ايماق جمشيدی ( ايرانی ذ ‌ات ، تاجکستان پوری ارتباط نيسی)
دريم – ايماق فيروز کوهی (ايرانی ذات ، په تاجکستان پوری ارتباط نيسی)
څلرم – تايمنی (ايرانی ذات ، په تاجکستان پوری ارتباط نيسی)

تر دا څلورو قومونو را لاندی په ايماقو کی نور وړوکی قومونه هم وجود لری لکه:
ګلمانی ، ماليکی ،ميشمست ، سيا موزه ، طاهری ، تيموری او ظهری

افشار

د افشارو شمير تقريبا ۳۰۰۰۰۰ اټکل کيږی چی له دی جملی نه يی ۲۹۰۰۰۰ په ايران کی او ۱۰۰۰۰ يی په افغانستان کی ژوند کوی . افشار اصلاً ايرانيان دی ، په مذهب شيعه او د ژوند ساحی يی ازربايجان ، د ترکيی جنوب انتاليا او افغانستان دی . افشار هم پر زياتو وړوکو قومونو ويشل کيږی چی ټوله يی په ترکيه پوری ار تباط نيسی .

بلوڅ

بلوڅ ايرانی ژبی دی چه په افغانستان ، ايران او پاکستان کی ميشت دی . بلوڅان تقريباق ۵،۶ ميليونه د پاکستان په بلوچستان کی ، تقريباً ۱ ميليون د ايران په شرق کی او څه د پاسه ۱۰۰۰۰۰ د افغانستان په جنوبی او غربی مناطقو کی ژوند کوی . بلوڅان په کمه اندازه په ترکمستان ، عمان او ډوبی کی هم ميشت دی .

هزاره

هزاره په افغانستان کي تر پښتنو او تاجک وروسته دريم لوی قوم دی . ددوی د ژوند ساحه مرکزي
  افغانستان دی چه هزاره جات نوميږي . په مذهب شيعه دي . ژبي ته يی هزا ره ګی ويل کيږي چی په ايراني فارسي پوري ارتباط نيسي . د هزارګانو اصلي د اوسيدني منطقې په مرکزي افغانستان کي باميان ، دایکونډي (پخوا په اروزګان پوري مربوط وو) غزني او وردک دي . هزاره ګان په خارج کي هم ژوند کوي چي له هغې جملې نه ۱،۵ ميلیونه په ايران کي ، ۹۰۰۰۰ په استرالیا کي او ۹۶۰۰۰۰ په پاکستان کي ژوند کوي . هزارګان د چنګيزخان او هلاکو په زمانه کي له مغولستان نه و افغانستان ته راوستل شول اود افغانستان په مرکزي حصو کي ميشت شول.

قزلباش

قزلباش د ۱۵ قرن په مابين کی د سفويانو له خوا د ترکمنستان او اذر بایجان نه و افغانستان ته راوستل شویدی . په مذهب شيعه دی چه په ایران پوری ارتباط نيسی . په اوسنی وخت کی د قزلباش کليمه د قوم لپاره نه استعماليږی بلکه د ا نوم و شيعه او علويانو ته منسوب کيږی . قزلباش پر ۷ ښاخونو تقسیم شوی دی لکه :

افشار

دلغادیر

استادشلو

شملو

قاچر

تاکالو

رملو


قزلباشان ډیر دلاور او جنګی خلک دی . په کال ۱۵۰۱ کی يی ايران ، عراق او دافغانستان غربی حصی تر تسلط لاندی راوستلی . په ۱۵۱۴ يی دسفويانو له خوا ماته وخوړه چه پدی لړ کی يی زيات کسان اعدام سوه . ډیر يی د افغانستان اوترکيی په لور وتښتيدل چی نن ورځ په افغانستان کی قزلباش نوميږی او په ترکيه کی علویان .

کوچی

کوچی د افغانستان په جنوبی منطقو او پاکستان کی ژوند کوی . شمير يی ۶ ميليونه اعلان شوی دی په قوم په غلجی او درانی پښتنو کی راځی . د قوم مشر يی حشمت غنی احمد زی ( د اشرف غنی احمدزی ورور) دی . کوچی په افغانستان کی د ډیره وخته راپدی خوا د هزارګانو سره په دښمنی کی ولاړ دی ، دا ځکه چه دوی د افغانستان په مرکزی مناطقو کی خپل اصلی د ميشت ځایونه بولی او د هزاره ګانو سره د ځمکو پر سر لاس په ګريوان وی .

نورستانی

نورستانيان يو وړکی ولسی ګروپ دی چه په افغانستان او پاکستان کی ژوند کوی . ددوی ژبه دهندوایرانی او خالص ايرانی ژبی مخلوط دی . نورستانیانو په ۱۸۹۶ میلادی کال کی اسلام و منی اومسلمانان شول . د نورستانيانو ‌ذات په کلاشا پوری ارتباط نيسی . کلاشا د پاکستان یو ذات دی چه اوس مهال د پاکستان په چترال کی ژوند کوی .

تاجک

تاجک د افغانستان له قومونه نه یو قوم دی . د جمله نفوسو په پرتله ددوی شمير تقريباً ۱۰فيصده اټکل کيږی . ژبه يی تاجکی ده چه په ایرانی فارسی پوری ارتباط نيسی . په مذهب سنیان دی . دوی ته پخوانیو پښتنو پارسیبانان ويل . څنګه چه په افغانستان کی پارسیبانان شیعه دی او تاجک سنی مذهبه ، نو ځکه دا لقب د تاجکیان څخه لیری کړل سو . تاجک په افغانستان کی لکه پښتانه یوه مخصوصه د ژوند ساحه نلری . دوی په ټول افغانستان کی تيت دی خو زياته حصه يی په کابل کی ژوند کوی . د سياسی نقطه نظره تاجک په افغانستاتن کی په ایرانيانو پوری مښلول کيږی چه تاجک په خپله هم د ايران پلو ته تمايل زيات لری . کوم وخت چه دمغولو ، ايرانيانو او ترکانو یرغلونه پر افغانستان شروع شول ، تاجک و افغانستان ته راوستل شول او دلته ميشت شول .

ترکمن

ترکمن یو ترکيی ته منسوب قوم دی چه په منځنی اسیا کی ژوند کوی . دترکمستان په نامه د افغانستان په شمال کی پروت جمهوريت ددی قوم په نامه ياديږی . ددی ملک ۸۰ فيصده نفوس ترکمن دی . ترکمن په ښارونو کی کورونه لری او صحراوو کی د کوچيانو په شکل ژوند کوی . د ترکمنو شمير څه دپاسه ۷،۶ ميلیونه اټکل کيږی چه له دغی جملی نه يی په ترکمستان کی ، ۲۲۰۰۰۰ په شمالی عراق کی ، ۲،۳ ميلیونه د ايران په شمال شرق کی ، ۵۹۰۰۰۰ په افغانستان کی ( فارياب او بغلان) ، ۱۶۹۰۰۰ په ازبکستان کی ، ۶۰۰۰۰ په پاکستان کی ، ۳۳۰۰۰ په روسيه کی او ۲۷۰۰۰ په تاجکستان کی ژوند کوی . دترکمنو يه لوی شمير په سوريه او اردن کی هم ژوند کوی . په مذهبی لحاظ د ترکمنو لوی شمیر سنی مذهبه دی . اما شيعه ترکمن هم وجود لری . په ترکيه کی سنی او علوی ترکمن په يوه پرتله ژوند کوی .

ازبک

ازبک يو ترکی قوم دی چه په ازبکستان او ګاونډی هيوادونو کی ژوند کوی . شمير يی ۲۷ ميلونو ته رسیږی چه د ترکيی د ترکانو راوروسته د ترکيی نه بهر لوی ترين ترکی قوم بلل کيږی . د ازبکو د ژوند ساحه مرکزی اسيا ده چی په ازبکستان ک ۲۲ ميلیونه ، افغانستان کی ۲،۹ ميلیونه . تاجکستان کی ۱،۱ ميليون ، قرغستان کی ۷۴۰۰۰۰ ، قزاقستان کی ۳۷۱۰۰۰ ، ترکمنستان کی ۲۶۰۰۰۰ ، روسیه کی ۱۲۶۰۰۰ ، چين کی ۱۵۰۰۰ او په اوکراينو کی ۱۳۰۰۰ ترکمن ژوند کوی . په مذهبی لحاظ ازبک حنيفی پلوه سنيان دی .

پښتانه

پښتانه يو لوی قوم دی چه په جنوبي او مرکزي اسیا کي ژوند کوي . جمله شمير یي پنځه څلوېښت میلیونه ته رسیږي چي له هغې جملې نه یې ۱۶ میلیونه  په افغانستان کي ژوند کوي . دافغانستان د نفوسو په پرتله یي شمېر له ۵۰ نه تر ۶۰ سلنه پوري رسیږي . (دقیقه احصائیه مالومه نه ده .)

د پښتنو د استوګني سیمي  :
د پښتنو زيات شمیر تقريباً ۲۶ ميليونه د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کي ژوند کوي  . د پښتنو کلتوري او ژبني شريکي سیمي »پښتونخوا« په۱۸۹۳کی د انګريز دمستعمرې د سياست له مخي ویشل شوي چه دغه د وېش ليکی ته د »ډورند کرښه« وايي . يو لږ شمير پښتانه په استرالیا ، افريقا او جنوبی امريکا کي ژوند کوي . په تيرو درې لسیزو کي د افغانستان د کورنۍ جګړو له امله زیات افغانان اروپا ، امريکا او استرالیا ته مهاجر شول . اوس په انګلستان کی۸۸۰۰۰کورنۍ ، 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب