
د افغانستان طبیعی ځنګلونه
په هیواد کی طبیعی ځنګلونه دو عمده ډوله دی ستن پاڼۍ ( سوزنی برګان) ، پلن پاڼۍ ( پهن برګان ) دا ځنګلونه له ۵۸۰ مترو په لوړوالی د بحر له سطحه د ننګرهار او کنړونو په ساحوکې تر ۳۳۰۰ مترو په لوړوالی د بحر له سطحه په نورستان او پکتیا کی دی .
الف – پلن پاڼۍ ځنګلونه :
په افغانستان کې یو زیاد تعداد پلن پاڼۍ نباتات وجود لری ، چې یوه لويه او وسیع ساحه یی احتواکړیده دا پلن پاڼۍ عبارت دی له :
څیړی يا بلوط Quercus baloot :په کنړونو او پکتیا کی یی لویه ساحه نیولی ده .
غوړه څیړی ( Oak ) علمی نوم Quercus semicarpifolia
سپيره څیړی (Oak ) علمی نوم Quercus deletata
مارو علمی نوم Quercusdilatata: دا هم څیړی ده په کنړونو او پکتیا کی .
کچو علمی نوم Quercus semicarpifolia: په ۲۰۰۰ – ۲۵۰۰ مترو ارتفاع کی په پکتیا او کنړونو کی .
ښوون (زیتونOlea ferraginea علمی نوم (: دا غرنی ښوون په کنړاو پکتیا کی .
سکساولHaloxylon ammodendron : په هیواد کی څلورډوله سکساول پیداکیږی چی عبارت دی د تورسکساول ، (Haloxylon persicum) ، سپین سکساول (Haloxylon ammodendron) ، د سکساول (haloxylon salicornicum) ،د بامیان سکساول haloxylon) multilorum.) د سکساول ونی په مالګینو خاورو کی نمو کولی شی او د وچوبی سره مقاومت لری . لیلی دښته کی ، حیرتان او د امو په غاړو کی دی .
پسته علمی نوم pistaceae vera:د پسته ونی له میلاد څخه ۳۰۰ کاله مخکی موجود وو او اصلی ټاټوبی یی افغانستان ، ایران ،ترکیه او هندوستان ښودل شوی دا ونی ۵-۶ مترو پوری لوړوالی لری او ۱۰-۱۵ کلونو کی په حاصل راځی او ویل کیږی ۱۰۰۰ کلونه عمر لری .
غرنی بادام amygdales communis: په سهیل لویدیځ ساحوکی یی انتشار موندلی.
چار مغز Juglans regia: اصلی وطن یی بالکان او اسیایی هیوادونه او افغانستان ښودل شوی دی دا ونی چی شل کلنی شی نو حاصل نیسی .
ب- ستن پاڼۍ :
په ډیری هیوادو کی اوس ستن پاڼۍ ځنګلونه ته ترجیح ورکول کیږی د صنعت لپاره ښه لرګی لری
لمنځ cedrus deodara: لمنځ ونی د همالیا په شمال لویدیځ کی ، بلوچستان او د هیواد په سهیل لویدیځ کی خپاره شوی .
سرپ ( Spruce picea smithiana : د سرب ونی په پکتیا ، کنړ او لغمان کی له لمنځی ورسته په دوهمه درجه لرګی لری .
بیجور ( Fir ) Abies spectabilis : په کم اندازه په کنړ و لغمان او پکتیا کی دی سیوری خوښونکی ونی دی لرګی یی په صنعت کی استعمال لری .
نښتر ( انگلیسیBlue pine ) pinus wallchiana: د لغمان په الینګار د څیړی ، مارو او کچوسره ګډ دی .
ارچه ( انګلیسی Deodar) Cedrus deodara دا هم نښتر دی خو لږ غوړ دی .
جلغوزه pinus gerardiana : د هیواد په ټولو ځنګلی ساحوکی ننګرهار ، لغمان او پکتیا کی دی د جلغوری لرګی په صنعت کی خاص اهمیت نلری .
سپین کاج pinus silivestris : د دی ونو اصلی ځای اروپا ښودل شوی په کال ۱۳۳۰ – ۱۳۴۰ کی په کابل کی راوړل شوی د قرغه په بند ، د کابل پوهنتون ، مرنجان غونډی کی کرل شوی دی چی د کابل سره توافق لری په ازادو ساحوکی ۱۵-۲۰ کلونو کی او په ځنګلی ساحوکی ۳۰-۴۰ کلونو کی حاصل کوی .
تور کاج pinus nigra : دا ونی هم له خارجه راوړل شوی او کابل کی کم دی .
ناجو.pinus helepensis یا Pinus eldarica : اصلی وطن یی د مدیترانی بحیره ، سوریه او ترکیه ښودل شوی په ۱۳۳۰-۱۳۴۰ کلونو کی کابل ، کندهار ، هرات ، جلال اباد ته معرفی شوی لرګی یی په صنعت کی متوسط اهمیت لری .
شنی khinjuk pistacia ، ګورګورهReptonia baxifolia ، ګزTamarix articulata، ارغوان cercis griffithii ، غوړاسکی Dodonia viscosa ، پشه خانه Ulmus compestris ، پشه ازاد Ulmus wallichiana ، یاسمن Syringa emodi ،نسترن ، , Callistemon veminalisګل بید Callistemon veminalis اکاسی muscataGleditschia triacanthos ، سنځله Elaeagnus latifolia ، بکیاڼه (رنګان) Melia azedarach ، سروه Cupressus torulosa ، شنګ Fraxinus floribunda ، شیشم Dalbergia sissoo ، یوکالپتوس ( انګلیسی Blue gam) Eucalyptus globulus ، یوکالپتوس ( انګلیسی ( Lemon scented gum E. citriodora ، ګنډیری Rahazya stricta ، خمزوری Withania coagulans ، مرخڼی ( عناب ترش ) Zizyphus muritiana ، سپلینی Calotropis procera ، اصیل ګنډیری Nerium oleander ،املوک Diospyrus lotus ، او نور مو په غرونو او رغونو کی پراخه ساحه احتوا کړی .
طبی اوګټور بوټی په ټول هیواد کی وو او اوس هم په پراخه پیمانه شتون لری .
کرنیزی ځمکی ، ځنګلونه ورشوګانی مو درلودی په مختلفو ملحوظاتو د پراخو ځنګلونو او پراخو ورشوګا نو د تخر یب او یجاړی شاهد وو او دا لړی اوس هم په چټکی روانه ده عاقبت په خیر.
د نفوس د بی کچه زیادښت سره خلکو زراعتی ځمکی کورونه اباد کړل په هیواد کی د قانون او یا اصول نه شتون چی د کار ممانعت وکړی هیواد همدا اوس د دښتی حالت غوره کړی اوپاتی کرنیزو ځمکوعاقبت هم ښه نه دی د اورښت اندازه همدا اوس په کراتو کمه شوی، که اورښت هم اوشی د سیلابونو په شکل به وی ، د خاوری سطحه د حاصل لپاره کمه شوی کرنیز فرش به نور هم کم شی ، د ژوو ژوند د کلک ګواښ سره مخ دی د دی حالت سره به ډیری ډیری سر خوږی پیدا شی جوی اخلالات به هم پیدا شی او نوری سلګونی ستونزی دنړۍ ۸/۱ برخه خلک په داسی ځایونوکې ژوند کوي چې کلنۍ داورښت اندازه یې په منځني ډول mM200-0.01 ملی متره وی داځایونه دوچ اقلیم لرونکی دی افغانستان هم دوچ اقلیم لرونکی هیواد دی چې کلنۍ اورښت mM200 – 100 ملی لیتره دی دهیواد توپوګرافی دکارماهرینو په حواله هیواد په شپږواقلیمی سیمو یا برخو ویشی :
ګرم بیابانی وچه هوا چی دباران اوسط ییmM 80-70 دی .
غرنی هوا لکه دسپین غر،هندوکش، سالنګ منطقی.
مدیترانیاوی اقلیم mM 400-250 ملی متره باران لکه دننګرهار ،لغمان ،پغمان ،کنړسیمی .
استیپی اقلیم mM 300 ملی متر اقلیم دبغلان، کندز،میمنه سیمی .
موسمی اقلیم mM 680 – 460 ملی متره باران پکتیا ،پکتیکاسیمی .
تندرالپی اقلیم لوړی منطقی چی ارتفاع یی 3000-2500 متره دبحر له سطحه لوړدی چی زیاتی واوری اوری.
دا چی شنه نمو د انسان د ژوند او د نورو ژوند یو لپاره په اکوسیستم کی مهم دی چی د شنی نمو لپاره باید موجود کرنیزی ځمکی حفظ او وساتل شی بزګرانو سره لازمی مرستی اوشی تر څو یو متوازن کرنه لاس ته راشی ، د طبیعی زیرمو نه داسی استفاده وشی تر څو د نورو نسلو نو د بقا او د خطر څخه د بچ کیدو لار وی
يو هکتار ځنګل کولاى شي ٣٥ ټنه ګرد او غبار جذب کړي همدا علت دى کله چې انسانان په ځنګلونو کې تګ او راتګ کوي د هوا د پاکي او لطافت احساسوي . چې د روح سکون او ارام ورته حاصلوي او د خوشحالۍ حس کوي .
ډير ځل ليدل شوي دي چې د چورلکو (طيارو) نامطلوبه اوازونه، ډير صنعتي فابريکي او د خلکو ګڼه ګوڼه د انسانانو د نا ارامی او ناراحتي سبب ګيږي چې دا رنګه ستونزي او مشکلات د انسان صحت لپاره ډيرې ناوړه اغيزي له ځان سره لري دا ټول هغه شیان دی چی طبیعی ستری زیرمی د منځه لاړل که دولت پاملرنه و نه کړی او ولسی خلک د دی ستری غمیزی په کنترول کی ونډه وانخلی د زیاتو نورو بدبختیو شاهد به یو.
1) ځنګلونه یو څه د جنګ په وجی و سوزیدل او تخریب شول .
2) زیات یی د لرګیو د قاچاقبرانو په واسطه خارج ته قاچاق شول .
3) د دښمنانو د دسیسو په وجه د بی تعلیمو کسانو پواسطه له ریښی وویستل شول.
4) د بیکاری او بی روزګاری قربانی شول .
5) د زور واکو پواسطه یو څه غصب شول.
6) د وچکالی له وجه وچ شول .
7) د اوبه خور(ابیاری ) اوبونه شتون له وجه وچ او له منځه لاړل .
8) دځنګل او ورشوګانو څخه غیرمنظمه ګټه اخیستنی په وجه له منځه لاړل .
9) د افاتو او امراضو شیوع او نه کنترول .
10) د وحشی ژوو ښکار او مهاجرت .
د ځنګلونو د ساتونکي ارزښت په سلسله کې داسې ويلی شو ، چې ورېدلې واورې به غرونو کې د ونو د سيوري لاندې واقع کيږي او د وخت په اوږ دو کې ويلې کيږي ، چي ويلي شوې واورې او د هغې اوبه د ځمکې او د ونو د ريښو له کبله چې په ځمکه کې درزونه ايجاد کړي جذبوي .
بادونه که له يوې خوا د خاورې د بې ځايه کېدو اسباب برابروي له بلې خوا د هوا د نسبتي لنده بل د کمېدو ، د وريځو د انتقال او د باران د نه کېدو لپاره شرايط برابر وي . چې البته د ونو او ځنګلونو سره د ټکر په صورت کې شدت يي ماتيږي او ناوړه اغيزې یې کميږي .
همدارنګه په ټيټو ساحو کې د چينو او هم د کاريزونو د ښيرازه کېدو سبب تر څنګ په کرارې سره ، ويلې کېدونکې واورې او په ځنګلونو باندې وريدونکي بارانو نه د غرونو د سطحو څخه د خاورې د بې ځايه کېدو او هم د سيلابونو د جوړېدو سبب نه ګرځي .
له بلې خوا د خاورې د نه مينځل کيدو او هم د سيلابونو نشتوالی د سيندونو په مسير او امتداد کې د جوړ و شویو بندونو د ډکېدو او د عمر کمېدو سبب نه ګرځي .
په کرارې سره ويلې کيدونکې واورې د کال په اوږدو کې سيندونو ، ويالو ، چينو ، څاګانو او کاريزونو ته اوبه ورکوي .
. تجربو ښودلې ده چې هغه وګړي چې په ځنګلونو او يا ځنګلونو ته په نژدي سيمو کې ژوند کوي جسماً او روحاً تکړه او تندرسته وي . نظر هغه کسانو ته چي په صنعتي مرکزونو او هوائي ډګرونو ته نژدي ژوند کوي.
د پخوانیو ځنګلونو د ساتلو او د نوو مصنوعی ځنګلو نو د ایجاد لپاره لازم دی چی عامو خلکو ته د ځنګلونو د ګټو ، ساتلو او زیادښت درسونه او کورسونه ایجاد او عملی کار باید وشی او پیشنهاد کوم :
1. د محیطی علومو ښوونه او روزنه د طبیعی زیرمو د ساتنی لپاره ښه لار ده.
2. د هوا د پاکوالی د پاره د نباتی کمر بند څخه استفاده حتمی او لازمی ګڼم .
3. خلکو ته د کار پیدا کول او مصروفیت لازمی ګڼم .
4. د نفوسو کنترول یو عمده او اصلی نقطه ده د نورو ګڼو ښیګڼو برسیره د ځنګل په ساتلو مثبت رول لری .
5. بی کوره خلکو ته د کور ونو ویش او توزیع په غیرکرنیزو ځمکو کی .
6. د متخصصینو دایمی کمیسون.
7.ددولتی فارمونو جوړول او نویو کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول .
- د پیله ورۍ او شاتو د مچیو د روزنې پرمختیا.
9 د ځنګلونو ساتنه او پراختیا.
10.د فني زراعتي پرسونلونو روزنه او د تحقیقاتی مرکزونو جوړول
11.د زراعتي تخنیک رواجول او د کرنیزو امراضو او آفاتو په ضد مبارزه.
12.د تخمونو اصلاح کول د څارویو د روزنې پراختیا.
.د کرنی په سکتور کی د اوبخور سيستم د بيارغونی او پراختيا له لاری د بڼوالی او مالداری د توسعی خواته پاملرنه هم زموږ د کورنيو توليداتو دزياتيدو تضمين کوی او هم د ټول وخت لپاره داستخدام شرايط په فوق العاده ډول مهيا کيدای شی.
يوه مشهوره خبره ده چی: تجربه د علم مور ده! په دې توګه به ان شاءالله افغانستان وکولاى شي دتيرو تجربو څخه په استفادی د پرمختګ بهير ته ډېر ښه لورى ورکړي