د اعتکاف ثوابونه او مسایل

د اعتکاف ثوابونه :

عن ابن عباس أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال في المعتكف ( هو يعكف الذنوب ويجري له من الحسنات كعامل الحسنات كلها )[1] .

ژباړه :  له ابن عباس  ( رضی الله عنهما) څخه روايت دی چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) د اعتکاف کوونکي په اړه وویل : چې هغه له ګناهونو څخه ژغورل کيږي او ( د اعتکاف له امله چې کومې ښېګڼې نشي ترسره کولای)  هغه ته  دومره نېکيانې لیکل کیږي څومره چې یې ترسره کوونکي ته ليکل کيږي .

په دې حديث کې د اعتکاف  دوې لويې او څرګندې ګټې په ګوته شوې دي،  يوه دا چې  اعتکاف کوونکی له ګناهونو  ژغورل  کيږي  چې  دا  د  مسلمان  د ژوند لویه  او مهمه  موخه  ده او په آخرت کې د کاميابۍ  لامل دی؛  څو د خپل څښتن له سرغړونو خوندي وي.

بله ګټه  يې دا ده چې اعتکاف کوونکي ته له ښېګڼې ترسره کولو پرته  نېکۍ ليکل کيږي،  دا ځکه چې د اعتکاف له کبله  هغه  د يو شمېر نېکيو او ښو کړو وړو څخه په  ښکاره بې برخې وي،  لکه د جنازې لمونځ ، د ناروغ پوښتنه  او داسې نور؛  نو چاته دا خيال پيدا کېدلی شي چې داعتکاف له امله د ګڼ شمېر نېکيو څخه  بې برخې شو،  نو الله جل جلاله په خپل فضل سره هغه ته پرته له کولو  دا ټولې نېکۍ او ثوابونه ورکوي .

په يو بل حديث کې محمد صلی الله علیه وسلم  د يو اعتکاف ثواب  د دوو حجونو او د دوو عمرو برابر  ښودلی دی .

اعتكاف عشر في رمضان كحجتين وعمرتين[2]

ژباړه :  رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ويلي د روژې مياشتې لس  ورځې اعتکاف د دوو حجونو او دوو عمرو برابر ثواب لري . اوپه يو بل حديث کې   ابن عباس ( رضی الله عنهما ) وايي :  و من اعتكف يوما ابتغاء وجه الله تعالى جعل الله بينه و بين النار ثلاث خنادق أبعد ما بين الخافقين [3].

ژباړه :  چا چې د الله درضاء لپاره  يوه  ورځ اعتکاف  وکړ  الله جل جلاله  به د هغه او دوزخ  تر منځ د دريو داسې کندو په برابر لرې والی راولي چې هغه به د ځمکې او آسمان تر منځ واټن څخه زيات وي .

د اعتکاف اړوند مسائل :

مسئله : که يو څوک په داسې جومات کې اعتکاف کوي چې هلته د جمعې لمونځ نه کيږي، نو د جمعې لمانځه ته به په داسې وخت کې ځي چې څلور رکعاته مخکېني سنتونه لمانځه سره  وکړی شي او وروستني څلور یا شپږ رکعاته سنتونه  هم په هماغه جومات کې ترسره  کولی شي .

اعتکاف
عبادت

مسئله : که څوک په یو جومات کې اعتکاف ته کښیني او د جمعې لمانځه  په  موخه جامع جومات ته ولاړ شي؛ نو غوره ده چې له لمانځه وروسته بېرته خپل جومات ته ستون شي خو که له لمانځه وروسته په همدې جامع جومات کې تم شي او د اعتکاف پاتې ورځې همدلته  پوره کړي،  دا  هم روا ده  خو داسې کول مکروه دي .[4]

مسئله : د انساني  اړتياوو-لکه  ډکې يا تشې متيازې ،پليتی مينځل او د احتلام  له  امله  د جنابت غسل کولو  په  موخه – اعتکاف کوونکی له جومات څخه وتلی شي .[5]

مسئله  : که جومات ونړيږي ، يا په يوجومات کې په جمعه لمونځ پرېښودل شي نو اعتکاف کوونکی بل جومات ته ولاړشي  يا د داسې ګواهۍ لپاره چې يوازې په هغه پورې تړلې وي، د اعتکاف ځای څخه  ووزي اعتکاف يې نه فاسديږي .[6]

مسئله : اعتکاف کوونکی له جومات څخه د ناروغ  پوښتنې او جنازې لمانځه   لپاره نشي وتلی، خو که د يوې  روا  اړتيا په موخه وتلی و او بيا په  جنازه  برابر شو يا يې په  لار کې د ناروغ  پوښتنه وکړه،  بيا پروا نه کوي .[7]

مسئله : ښځې سره په کوروالي کولو اعتکاف فاسديږي، انزال وشي او که  ونشي، د شپې لخوا وي او که په  ورځ کې وي ، په  لوی  لاس  وي او که  په  هېره سره وي؛  خو که  ښځه ښکل کړي، غېږ کې یې ونیسي، لمس یې کړي د ښځې په شا برخه کې دا کار وکړي، تر هغه یې اعتکاف نه فاسدیږي څو چې انزال نه وي شوی، خو د ښځې په شا برخه کې دا کار  کول لویه ګناه او حرام کار دی .[8]

مسئله : که اعتکاف کوونکی په لوی لاس روژه ماته کړي،  نو اعتکاف يې فاسد شو خو که په  هېره سره  يې  روژه  وخوړه:  نو نه  يې  روژه او نه یې هم اعتکاف فاسديږي .[9]

مسئله : د چورت  وهلو او کتلو له  امله  که  انزال  وشي،  اعتکاف پرې نه  فاسديږي .[10]

مسئله :که څوک د يوې ګړۍ لپاره له جومات څخه  پرته له عذره ووځي ، د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد يې  اعتکاف فاسديږي، په لوی لاس وي او که په هېره سره وي،  د شپې وي او که د ورځې په اوږدو کې وي، همدارنګه  ښځه د اعتکاف پر مهال د خپل کور له جومات څخه باندې کورته  نه  شي وتلی؛ خو که په اعتکاف کې طلاق ورکړل شي، نو بيا خپل کورته راګرځېدلی شي او هلته خپل اعتکاف پوره کولای شي .[11]

مسئله :که اعتکاف کوونکی د ډکو يا تشو مېتيازو لپاره د کور بیت الخلاء ته  ولاړ شي او له اوداسه  وروسته  سمدلاسه  را ووځي،  اعتکاف  يې نه فاسديږي؛ خو که  په  کور کې د يوې ګړۍ لپاره  تم  شي،  اعتکاف يې فاسد شو، که د جومات سره  په خوا کې د اعتکاف کوونکي د ملګري کور  وي؛  نو په اعتکاف کوونکي لازم نه ده  چې د انساني اړتيا په  موخه د هغه کور ته  ولاړ شي او که چېرې د اعتکاف کوونکي دوه کورونه وي، يو لنډ او بل لرې ؛ نو ځينو علماو لرې کورته تګ هم د اعتکاف فاسدوونکی بللی دی .[12]

مسئله : اعتکاف کوونکي لپاره په  جومات کې خوراک ،څښاک ،خوب ،هر هغه  تړون چې د ځان يا اولاد لپاره اړتيا ورته لري، لکه  د يو شي را نيول  او  پلورل ،نکاح او  ښځې ته له طلاق  وروسته رجوع  کول  روا دي؛  خو د تجارت په موخه راکړه ورکړه کول  يا د عامې اړتيا په  وخت  د اخېستل  شوي شي جومات ته  راوړل  مکروه دي .[13]

مسئله : ښکنځل کول ،شخړه کول ، د بل  مال  خوړل  او نشه کول که څه هم ناروا دي؛ خو اعتکاف نه فاسدوي .[14]

مسئله : که اعتکاف کوونکی په چوپتيا کې د ثواب عقيده ولري، نو چوپتیا ورته مکروه ده؛ خو که د بدو خبرو څخه  د ځان ساتلو په موخه چوپ کښېني،  بيا پروا نه  کوي،  اعتکاف کوونکو لره  په کار دي چې تلاوت ،د الله ذکر، د حديثو او نورو علمي کتابونو مطالعه ، د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) سيرت او نورو نبيانو  کيسې او ديني شيان ليکل او داسې نور د خير کارونه تر سره کړي .[15]

مسله :که اعتکاف کوونکی څو ورځې بېهوښه شي يا لېونی شي يا ښځې ته په اعتکاف کې مياشتنۍ ناروغي راشي، اعتکاف يې فاسديږي چې کله روغ شي قضائي به يې را ګرځوي .[16]

مسئله : که  په  اوبو کې د ډوبېدونکي د ژغورلو يا د اور وژلو لپاره او يا هم د جومات د نړېدو له وېرې څخه اعتکاف کوونکی له جومات څخه ووځي،  که څه  هم د جومات د نړېدو په صورت کې د ځان ساتلو په موخه  ورته وتل اړين دي؛ خو اعتکاف يې فاسديږي .  [17]

مسئله : که اعتکاف کوونکی بيت الخلاء  ته  په نوبت کې انتظار وکړي ،دبل چا د نشتون  په صورت کې له کور څخه  په  خپله  ډوډۍ راوړي  او که  تياره  نه وي لږ غوندې انتظار وکړي يا د احتلام په صورت کې د يخې هوا  له کبله  يخو اوبو ورته تاوان رسولو؛  نو د ګرمو اوبو لپاره کورته ولاړ يا له جومات څخه دباندې د اوبو ګرمولو په موخه انتظار وکړي،  اعتکاف يې نه فاسديږي بلکې د احتلام په وخت بايد له جومات څخه سمدلاسه ووځي او د اوبو ګرمولو انتظار د وکړي په تيمم وهلو سره په جومات کې انتظار کول  ورته  روانه دي .[18]

مسئله : د درملنې لپاره له جومات څخه  په  وتلو اعتکاف فاسدیږي؛ خو که سخت  اړ شي نو  وتل يې ګناه نه لري، خو د دغې  ورځې د اعتکاف قضائي به  راوړي [19]

مسئله :د اعتکاف کوونکي لپاره په جومات کې جامې اغوستل ،عطر کارول ،په تېلو سر غوړول د ډوډۍ لپاره يا  وروسته لاس مينځل او دجومات په داسې برخه کې اودس کول يا سر مينځل چې اوبه يې د باندې توييږي او خپل سر په خپله خرېيل يا جوړل يا په بل داسې چا باندې خپل سر جوړول چې هغه  مزدوري  نه  اخلي، نو په جومات کې د ننه  دا  ټول  کارونه  ورته روا دي او له جومات څخه وتل  ورته روا نه  دي؛ خو که سر جوړونکی په مزدوري کار کوي، نو بيا داعتکاف کوونکی په جومات کې او جوړوونکی له جومات څخه د باندې کښېني ځکه په جومات کې د ننه د پيسو په بدل کې سر جوړول صحيح نه دي .[20]

مسئله : که اعتکاف فاسد شي، نو ګورو به که نفلي اعتکاف و قضاء نه لري، که نذر معين يا نذر غير ميعن و؛ نو د ټولو ورځو قضاء پرې  لازمه  ده او که د روژې د وروستيو لسو ورځو مسنون اعتکاف و؛ نو يوازې د هغې ورځې قضاء  به را ګرځوي چې اعتکاف يې پکې فاسد کړی هغه بيا په همدغه روژه کې هم را ګرځولی شي او له روژې وروسته يې هم را ګرځولی شي او که  د ورځې د اعتکاف نذر يې ومنلو، نو يوازې د يوې ورځې اعتکاف د روژې سره پرې لازم دی؛ خو که د شپې اعتکاف نذر يې  و منلو نود څلور ويشت ساعتونو اعتکاف پرې لازم دی، چې روژه به هم ورسره نيسي .[21]

مسئله : د يخوالي په موخه  د غسل ترسره کولو لپاره  له جومات څخه وتل روا نه دي؛ خو که  ډېره اړتيا وه  بيا دې په يو لوښي کې په جومات کې داسې غسل وکړي چې کارول شوې اوبه  په جومات کې تويې نه شي يا دې څو ځلې يو ځان پاک لوند کړي او له نښتېزلو وروسته دې په ځان تېر کړي نوخپلې موخې ته به ورسيږي .[22]

مسئله : اعتکاف د هر کلي په يو جومات کې سنت مؤکده علی الکفایه  دی .[23]

مسئله : سنت اعتکاف د رووژې د شلمې نېټې له  لمر لوېدو مخکې پيل کيږي او د روژې په نه ویشتمه یا دېرشمه د شوال میاشت تر ليدلو دوام کوي، که مياشت د لمر لوېدو لږ مخکې وليدل شي؛  نو د لمر تر لوېدو پورې په اعتکاف کې کښېناستل اړين دي که له شلمې وروسته څوک په اعتکاف کې کښېني هم صحيح دی خو د پوره لسو ورځو فضيلت نه حاصليږي .[24] [1] / سنن ابن ماجه رقم حدیث ۱۷۸۱.
[2] / المعجم الکبیر رقم حديث ۲۸۸۸.
[3] / شعب الایمان رقم حدیث ۳۹۶۵.
[4] / حاشیة طحطاوی ۷۰۲/ط: دارالکتب العلمیة .
[5] / حاشیة الطحطاوي ۷۰۲/ ط: دارالکتب العلمیه .
[6] / حاشیة الطحطاوي ۷۰۳/ دارالکتب العلمیة .
[7] / بدائع الصنائع ۳/ ۳۰ / دارالکتب العلمیة .
[8] / پورتنی حواله ۳/ ۳۱.
[9] / پورتنی حواله /۳/۳۱.
[10] / البحر الرائق ۲/ ۵۳۲/مکتبه رشیدیه.
[11] / الفتاوی الهندیه ۱/ ۲۳۲/ط: دارالکتب العلمیه
[12] / الفتاوی الهندیه ۱/ ۲۳۲/ط: دارالکتب العلمیه .
[13] ردالمحتار علی الدرالمختار ۳/ ۵۰۶-۵۰۷/ط: دارالمعرفة.
[14] / الفتاوی الهندیه ۱/۲۳۵/ط:دارالکتب العلمیة .
[15] / حاشیة الطحطاوي ۷۰۴-۷۰۵/ ط: دارالکتب العلمیة .
[16] / بدائع الصنائع ۳/ ۳۲/ط: دارالکتب العلمیة .
[17] / احسن الفتاوی ۴/ ۵۱۶/ط: ايچ ايم سعيد .
[18] / پورتنی حواله .
[19] / پورتنی حواله .
[20] / الهندیه ۱/ ۲۳۵/ احسن الفتاوی ۴/۵۱۰-۴۱۶.
[21] / احسن الفتاوی ۴/ ۵۱۱-۵۱۲.
[22] / احسن الفتاوی ۴/ ۵۰۷.
[23] / پورتنی حواله …….
[24] / مسائل رفعت قاسمي ۲/ ۲۵.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب