د اسلام لپاره کار په ګډوډۍ او خپلسرۍ نه کېږي
په اسلامي عمل کي تنظيم ته اړتيا
که موږ دا نظريه او شعار په بې طرفانه توګه وڅيړو نو نتيجه به دا شي چې د دې شعار ويونکى له دوو خبرو نه خالي نه دى:
لومړى: دا چې هغوى د اسلام نه په اجمالي او تفصيلي توګه بې خبره دى.
دوهم: يا دا چې هغوى د اسلام په خلاف اجمالا او تفصيلا توطئه او سازش کوي.
د دوى له خوا د يوه داسې اسلامي انقلابي جهادي تحريک چې يوازې ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) يې د پيوستون رمز وي، طرحه په حقيقت کې د تنظيم او نظم د طرحې مخالفه نه ده، بلکې دا د يوه داسې هدف له پاره طرحه ده چې تحقق يې د يوه منظم اسلامي کار نه پرته ممکن نه دى…
يا به نظم وي او يا انارشيزم (خپلسري او ګډوډي):
هغه څوک چې په اسلامي کار کې د تنظيمي فکر مخالفت کوي، هغه په حقيقت کې په اسلامي کار کې د ګډوډۍ او انارشيزم په لور بلنه او هڅونه کوي….
څرګنده ده چې ګډوډۍ او انارشيزم هېڅکله هم د اسلام يوه مبدأ او شعار نه دى، بلکې هغه د کيڼ لاسي تحريک لار ده او حتى چې هغه د يوې کيڼ لاسي متعصبي ډلې نوم دى کومه چې د ٤٠ او ٥٠ کالو په لړ کې کمونيستي تاريخ پېژندلې ده.
( د مارتن دودګ، اعرف مذهبک( خپل دين وپېژنه) نومي کتاب کې د ګډوډۍ باب ته مراجعه وکړه).
د تنظيم نه منل د بې سرۍ قبلول دي:
په اسلامي کار کې د تنظيمي فکر او تنظيم پرېښولو خواته بلنه د پلان او طرحې پرېښوولو خواته بلنه ده، او بلکې دا په حقيقت کې بې سرۍ ته تسليمېدل او غاړه اېښودل دي، او د بدبختۍ او وروسته پاته والي هغه ټيټ پاټکى دى چې د مسلمانانو له پاره له دې نه ټيټه بله پوړۍ او کنده نه شته، او دا هغه څه دي چې د اسلام دښمنان او ورته په کمين کې ناست دسيه کوونکي يې د بدمرغۍ وروستنۍ درجه بولي او غواړي چې مسلمانان پرې اخته کړي.
انارشيزم او بې سري قوت له منځه وړي:
په اسلامي کاري کې د تنظمي فکر پرېښولو ته بلنه دا مانا او هدف لري چې د مسلمانانو د کمزورۍ مرحله دي نوره هم اوږده شي، ځکه قوت کله هم له تنظيم، پلان ا و پروګرام نه پرته د بې سرۍ او ګډوډۍ نتيجه او حاصل نه دى او نه به وي.
انارشيزم او بې سري د يوالي ضد دى:
هغه فکر او دعوت چې په اسلامي کار کې تنظيمي مفکوره نه مني، هغه په حقيقت کې مسلمانان د نورو او لا زياتو اختلافاتو، نفاق او بېلتون په لور بيايي، او دا د اسلامي مختلفو او متعدود حرکتونو، فکري مدرسو او اتجاهاتو ته شرعي اجازه ورکول دي، ځکه د مسلمانانو يووالى او د اسلامي کار يووالى دواړه داسې شرعي غوښتنې دي چې له تنظيمه پرته تحقق نه شي موندلى…. نو يووالى د تنظيم زيږنده ده، نه د ګډوډۍ نه راپيدا شوې پديده، او يووالى د پروګرام او طرحې د لارې منځ ته راتلى شي نه دا چې بې سري د وحدت لار وي.
انار شيزم او بې سري له طبيعي قوانينو نه سرغړونه ده:
پ دې کون کې هر شى د خداى تعالى په حکم باندې د نظم په اساس ولاړ دى…له ستورو، په فضا کې لامبو وهوونکو اجسامو نه نيولي، د شپې او ورځې تر تګ راتګ، د فصلونو تر پرله پسې والي، د انسان او حيوان تر تناسلي سيستم، په بشري جسم کې د ډېرو دقيقو او مغلقو جهازونو له لارې د ژوند تر حرکت او په کون، انسان او ژوند کې تر ډېرو نورو بې شميره الهي قوانينو پورې، دا ټول په نظم او نظام سره ولاړ دي، او د نظام خرابېدل يې د عمل خرابېدل او درېدل دي.
(إن في خلق السموات والأرض و اختلاف الليل و النهار لايات لأولى الألباب.)
د ځمکې او اسمانونو په پيدايښت او د شپې او ورځې په تګ راتګ کې د هغو پوهانو له پاره ډېر نښاني دى.
(و الشمس تجري لمستقر لها ذلک تقدير العزيز العليم، والقمر قدرناه منازل حتى عاد کالعرجون القديم، لا الشمس ينبغي لها أن تدرک القمر، و لا الليل سابق النهار، و کل في فلک يسبتحون.)
او لمر د خپل ﺁرام ځاى خواته ځي، دا د خورا ډېر ځواکمن پوه ذات وضع کړى حساب دى او د سپوږمۍ له پاره موږ پړاوونه ټاکلي دي تر دې پورې چې له هغو نه تېرېدلو سره بيا هغه د خرما د وچې څانګې غوندې شي-نه د لمر په وس کې دا شته چې هغه سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځې مخکې کېدلاى شي، دا هر يو په خپل فلک کې لامبو وهي.
نظم او پروګرام د هر بريالي کار (بنسټ) دى:
هر کار که څه هم ډېر کوچنى وي تر هغې برياليتوب ته نه شي رسيداى تر څو چې منظم نه وي….په بې سرۍ کې ډېر قوتونه بې فائدې له منځه ځي، په داسې حال کې چې يوه کوچنۍ خو منظمه ډله عجائب را منځه ته کوي…..
د کور جوړونې، دکان خلاصولو، باغ کينولو، د مدرسې او يا روغتون جوړونې غوندې واړه-واړه کارونه تنظيم ته لکه نقشه، د حساب تنظيم، د وظيفو ټاکل، د کارکوونکو او کار څارونکو تعينول او د موادو اخيستل….ته اړه لري، نو ايا اسلامي کار او فعاليت ډول-ډول څانګې او افقونه لري، له ډول-ډول ډګرونو سره سر او کار لري، د لوړو اهدافو درلودونکى دى، او د زياتو توطئو په وړاندې قرار لري، نظم اوتنظيم ته به اړه نه لري؟
تنظيم د اسلامي تګلارې بنسټ:
اسلامي منهج په خپله د نظام او تنظيم تکامل او تناسق په اساس ولاړ دى، ايا معقوله به وي چې دې منظم منهج ته بلنه، او د دې منهج پر بنسټ باندې ژوند د بېرته را ګرځېدلو له پاره کار او پر هغې باندې د مؤمنې ټولنې جوړښت، او د داسې دولت قيام چې د هغه په اساس به چليږي دي له تنظيم نه لېري او بې سرى وي؟
عبادتي نظام: لمونځ، روژه، زکاة او حج- ټول په جزئي او کلي توګه په قاطعو تنظيمي قواعدو او اصولو ولاړ دي….
ټولنيز نظام: د واده قانون، دمسلمانې کورنۍ قانون، د ټولنيزو اړيکو تنظيم او …. په خلپو ټولو اړخونو کې په ثابتو تنظيمي اصولو بناء شوى دى….
تنظيم د قرﺁني لار ښوونې سر ليک دى:
قرﺁن کريم چې د مسلمانانو قانون او په ټول بشريت باندې د خداى جل جلاله حجت او دليل دى، په خپلو ډېرو ﺁيتونو کې په صريحه توګه او يا اشارې سره په تنظيم باندې د تکيه کولو او د نظم په پام کې ساتلو تاکيد کوي….
د مسلمانانو دعوت، او د دوى له پاره د يوه داسې قيادت شته والى چې حکم يې منل کيږي او د فيصلو له پاره ورته مراجعه کيږي په دې هکله خداى جل جلاله فرمايي:
(يا أيهاالذين ﺁمنوا أطيعوالله و أطيعوا الرسول و أولى الأمر منکم.)
اى مؤمنانو! د الله، رسول او هغو کسانو اطاعت وکړئ چې له تاسې نه د امر خاوندان دي.
او دا څرګنده ده چې قيادت او اطاعت يې اساسي تنظيمي مسائل او کارونه دي….
بل ځاى خداى جل جلاله د جنديت (عسکري) يانې پيروى او امر کولو په هکله فرمايي:
(إنما المؤمنون الذين أمنوا بالله و رسوله و إذا کانوا معه على امر جامع لم يذهبوا حتى يستأذنوه إن الذين يستأذنونک أولئک الذين يؤمنون بالله و رسوله، فإذا استأذنوک لبعض شأنهم فأذن لمن شئت منهم و استغفر لهم الله، إن الله غفور رحيم.)
ريښتيا مؤمنان هماغه دي چې الله او د هغه پېغمبر د زړه له کومې ومني او کله چې د کومې ټولنيزې چارې په وخت کې له پېغمبر سره وي نو له هغه څخه له اجازه اخيستلو پرته دى نه ځي، کوم کسان چې له تا نه اجازه غواړي همغوى د الله او د پېغمبر منونکي دي، نو کله چې هغوى د خپل کوم کار له پاره اجازه و غواړي نو چا ته چې دي خوښه شي اجازه ورکړه او د دغسې خلکو په حق کې له الله نه د بخښې غو ښتنه وکړه، الله په باوري توګه بخښونکى ډېر مهربان دى.
د مسلمانانو د ليکو د ټينګښت او يووالي، خصوصاً د د ښمنانو په مقابل کې د وحدت په هکله فرمايي:
( إن الله يحب الذين يقاتلون في سبيله صفا کأنهم بيان مرصوص.)
د الله تعالى خو هغه خلک خوښ دي چې د هغه په لاره کې په داسې شان تړلي صفونه جنګيږي چې ګواکې هغوى يو محکم کړى شوى ديوال دى.
او حتمې ده چې ټينګه ليکه او پياوړى صف يوازې د نظم او تنظيم په نتيجه کې منځ ته را تلاى شي….
ډېر قرﺁني اياتونه د توجيه (ارشاد) او تشريع په دواړو اړخونو کې د نظم او تنظيم په اهميت او ارزښت ټينګار کوي، او دا ښيي چې تنظيم د خداى تعالى په کتاب کې څومره لوړ مقام درلودونکى دى، په هغه کتاب کې چې د حکيم او حميد خداى تعالى له خوا نازل شوى، چې له اذله تر ابده حق دى او له باطل نه خوندي….
نبوي ارشادات د تنظيم غوښتنه کوي:
د مسلمانانو پېشوا او امام رسول صلى الله عليه وسلم د نظم او تنظيم خوا ته ډېره پاملرنه درلوده.
د نظم او تنظيم خوا ته د رسول صلى الله عليه وسلم د توجه او هڅې اندازه له دې نه ښه مالومېداى شي چې هغه صلى الله عليه وسلم د امير ټاکلو، او د هرې کاري ډلې له پاره که شمېر درې هم وي د يوه مشر په ټاکلو باندې امر کوي، او فرمايي:
إذا کنتم ثلاثة فأمروا أحدکم.
که تاسې درې تنه واست نو يوتن مو امير وټاکئ.
په امير او مشر پورې د مسلمانانو د کار او امورو تړلو ته د محسن انسانيت محمد صلى الله عليه وسلم هڅه او امر په حقيقت کې د دې امر هم دى چې د مسلمانانو ټول کارونه بايد منظم او منسجم وي، که د جنګ په حالت کې وي او که د سولې، تجارت وي او که سفر، لوى کارونه وي او که واړه؟
که چيرته په هر ټولګۍ کاو ګروپ کې داسې يو امير او مشر چې پيروي يې کيږي او خبره يې منل کيږي، نه وي نو د مشکل پېښېدو په صورت کې به فيصله څوک کوي؟
په داسې صورت کې چې هلته داسې قوت او اداره وجود و نه لري چې د تعيني او ټاکلو حق ورسره وي د نظريو او افکارو د اختلاف په صورت کې به تګ لاره او مسير څوک او څنګه ټاکي؟
او بل دا چې، که چيرته په کومه ټولنه او ګروپ کې نظم او اطاعت، امارت او ماموريت نه نوي، نو څوک به وي چې د هر چا له پاره خپل کار وټاکي، پو ټولو کارونو نظارت ولري او لازمه لار ښوونه ورته وکړي؟
په ډېرو وړو او اسانه کارونو کې چې حال دا وي، نو که کارونه لوى، متعدد او مشکل وي بيا په څه پېښيږي؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو نبوي ارشاداتو سره له شرعي قيادت نه د اطاعت او پيروۍ تاکيد کوي او دا مهمه نه ګڼي چې د مشرتابه واګې چا سره وي او فرمايي:
(إسمعوا و أطيعوا و إن استعمل عليکم عبد حبشي کأن رأسه زبيبه.)
خبره يې واورئ او پيروي ورڅخه کوئ که څه هم يو داسې حبشي (غلام) در باندې امير وټاکلى شو چې سر يې لکه يو مميز غوندې وي.
او د دې په خاطر چې له مشرتابه نه د مسلمانانو پيروي او اطاعت د دوى په خوښه او زړه نه وي، يانې که يې خوښه وه اطاعت به کوي او که نه نو خپل کار به په مخ بيايي چې له دې نه لوى شر، ګډوډي او غټ خلل را پيدا کيږي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دې نقطې ته اشاره کوي او فرمايي:
( عليکم السمع او الطاعة في عسرک و يسرک و منشطک و مکرهک و أثرة عليک.)
ته بايد په هر وخت سختۍ او اسانۍ، خوښۍ او ناخوښۍ ….کې اطاعت وکړي او خبره ومنې.
هم دا راز رسول الله صلى الله عليه وسلم د فتنې نه د نجات او د وحدت (يووالي) ساتلو کوم چې وجود يې د قوت يوازينى سبب او نشتوالى يې دښمنانو ته د حملې جرأت ورکوي په هکله فرمايي:
( من خلع يدا من طاعة لقى الله يوم القيامة و لا حجة له، و من مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية.)
چا چې د امر اطاعت پرېښود نو د قيامت په ورځ به الله تعالى سره په داسې حال کې مخامخ کيږي چې هېڅ دليل به ورسره نه وي، او څوک چې په داسې حالت کې مړ شو چې بيعت ته يې غاړه نه وي ايښې نو هغه د جاهليت په مرګ مړ شوى دى.
نو اوس وواياست چې دا ټول د تنظيم مبادي ، اصول او مقومات نه دي نو څه دي؟
تنظيم د رسول الله صلى الله عليه وسلم د کړو بنسټ دى:
د رسول الله صلى الله عليه وسلم ټول کار د نبوت په ټولو مرحلو کې…. په مکه او مدينه کې …. په روزنه، دعوت، جنګ او ټولو امورو کې د نظم او تنظيم پر اساس ولاړ دى او په هر قدم کې يې د نظم خوا ته زياته توجه کړې ده….
د عقبة الاولى په بيعت کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د مدينې دولس کسانو بيعت وکړ….
ابن اسحاق وايي: کله چې خلک بېرته تلل، رسول الله صلى الله عليه وسلم مصعب بن عمير بن هاشم بن عبد مناف ورسره واستوه او امر يې ورته وکړ چې دوى ته قرﺁن ولولي، اسلام وروښيي، په دين يې پوه کړي، نو له هم دې امله په مدينه کې د مقرئ (لوستونکي) په نامه مشهور د و.
په عقبة الثانية کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ٧٢ سړيو او دوو ښځو عقبى ته تژدې په پټه توګه بيعت وکړ، او بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:
أخرجوا إلى منکم إثنى عشر نقيبا ليکونوا على قومهم بما فيهم فأخرجوا منهم اثنى عشر نقيبا، تسعة من الخزرج و ثلاثة من الأوس…. فأما نقباء الخزرج فهم: أسعد بن زراره، وسعد ابن الربيع، و عبدالله بن رواحة و رافع بن مالک، و البراء بن معرور، وعبدالله بن عمر بن حرام، و عبادة بن الصامت وسعد بن عبادة، و المنذر بن عمرو…وأما نقباء الأوس فهم: اسيد بن حضير و سعد بن حثيمه، و رفاعه بن المنذر…
ماته له تاسې نه دولس نمايندګان را معرفي کړئ چې دوى هر يو د خپل قوم مشر وي، نو دوى هم دولس نمايندګان ور معرفي کړل چې نهه يې له خزرج اودرې نور يې د اوس له قبيلې څخه و، د خزرج نمايندګان دا و: اسعد بن زراره، سعد بن الربيع، عبدالله بن رواحة، رافع بن مالک، البراء من معرور، عبدالله بن عمرو بن حزام، عبادة بن الصامت، سعد بن عبادة، المنذر بن عمرو او د اوس نمايندګان: اسيد بن حضير، سعد بن حيثمه او رفاعه بن المنذر.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم په هجرت کې داسې تنظيمي نښې او شعارونه وجود لري چې بايد په ډېر دقت او تدبر سره و څيړل شي، او هم دا نښې هغه ګمانونه کوم چې په اسلامي عمل کې د تنظيمي فکر مخالفت کوي په کلکه رد وي او له دې نښانو نه لاندې د مثال په توګه يادونه کوو:
١- له علي رضي الله عنه نه دا غوښتنه چې هغه بايد د ده صلى الله عليه وسلم په ځاى ويده شي تر څو کفار وغوليږي په داسې حال کې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له مکې نه وتلى او د ثور غار ته رسيدلى دى.
٢- د ثور غار انتخابول کوم چې د مدينې د لارې په مقابل لوري کې پورت دى تر څو کافران خطا باسي، ځکه هغوى ښه پوهيدل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به حتما مدينې ته هجرت کوي….
٣- عبد الله بن ابي بکر رضي الله عنه ته د مکې خبر راوړلو وظيفه سپار، تر څو هغه صلى الله عليه وسلم په احوال خبر وي….
٤- د خوراک او څښاک راوړلو دنده اسماء بنت ابو بکر رضي الله عنها ته سپار….
٥- عامر بن فيهره رضي الله عنه ته دا امر کول چې هغه بايد هر ماښام خپله رمه په دوى ورولي تر څو دوى دواړه خپله برخه شيدې ور څخه واخلي او هم رمه د خلکو د پښو نښې ورکې کړي، مشرکين ور باندې پوه نه شي، بلکې ور باندې غلط شي او تېروزي….
نو هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم چې وحې ورته راځي، او د خداى تعالى په تاييد او مستقمه لار ښودنه مخکې ځي-له لس ګونو حادثاتو نه په يوه حادثه کې دومره ترتيبات نيسي او زيات اجراأت کوي، نو نه پوهېږم په هغه کسانو څه شوي کوم چې ځان د اسلام سپاهيان بولي خو مسلمانانو ته په اسلامي کار کې د تنظيم او نظم پرېښوول امر کوي او دا هم په داسې يوه وخت کې چې وحې قطع شوي، د دښمنانو فتنې ډېرې او مشکلې شوې خو بيا هم دوى د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو لاره نه ويني او وايي نظم په درد نه خوري. څه ورباندې شوي چې سترګې يې څه نه ويني او غوږونه يې څه نه اوري؟
د اسلام لوړ اهداف د تنظيم غوښتنه کوي:
د اسلامي حکومت کوم چې د خداى تعالى جل جلاله په شريعت به حکم کوي د غياب او نشتوالي په صورت کې د اسلامي عمل هدف، بدلون راوستل يانې د موجوده وضعې او حالت په ځاى د اسلام راوستل دي نه دا چې، يوازې وعظ او تبليغ وشي او نور نو له هم دې جاهلې ټولنې سره په يوه لاره روان وي…بلکې د هغې يو جزء ګرځيدلى دي.
د جاهلي حالت داسې بدلون چې افکار، عقايد، قوانين، سلوک او عادات يې ټول يو مخ بدلون له يوه دقيق او پوره نظم او تنظيم پرته هېڅ ممکن نه دي.
دا په دې نه شي کېداى چې جومات يا کومه غونډه کې يوه-دوې خبرې وشي، وعظ او تبليغ واورل شي، بلکې دې ته په هر ډګر کې نظم او تيارى په کار دى.
د دې بدلون له پاره يوه تيار، فعال، اماده او په اسلامي بدلون مؤمن انسان ته اړتيا ده کوم چې دې ته تيار وي چې د اسلامي بدلون مادي او معنوي غوښتنې پوره کړي.
د بدلون پروګرام، لارې او طريقې هم ضروري دي چې بايد څرګندې او تيارې شوې وي.
او بيا دې ته هم اړتيا ده چې بايد د بدلون ټول بشري، مادي او تخنيکي وسايل او اسباب برابر او تيار شي.
دا ټولې هغه غوښتنې دي چې له تنظيمه پرته نه شي حاصليداى، او بې له نظم او تنظيمه اسلامي عمل يو داسې تبليغي يا فرهنګي عمل کرځي چې د خلکو په محور به څرخيږي. ځنې خوبونه به يې ويني، ځنې احساسات به يې راپاروي، خو ډېر ژر به بېرته ويده کيږي او داسې به ورکيږي چې هېڅ نښه او اثر به يې په ځاى نه وي پاته؟
د اسلام په خلاف دا لوى ګواښ هم د تنظيم غوښتنه کوي:
که له مخکې ذکر شوو غوښتنو سره دا هم ور يو ځاى کړو چې اسلام نن ورځ له څومره سترو، محلي، ملي او نړيوالو خطرونو سره لاس او ګريوان دى، نو په اسلامي عمل (کار) کې به تنظيم که شرعي واجب نه وي نو واجب الضرورة خو به حتماً وي.
د اسلام دښمنان په لسهاوو تحريکونه، تنظيمونه او پروژې لري چې د هغې له لارې د اسلام او مسلمانانو په خلاف توطئې جوړوي او فتنې پيدا کوي.
او دښمنان په دومره اندازه مادي وسايل هم لري چې شمېر او اندازه يې ګرانه خبره ده.
له دې نه اخوا دوى تپ اوتلاش کوي، توطئې په کار اچوي او په نړيوالو پکتونو او ټولنو کې طرحې جوړوي او پلانونه ترتيبوي او د اسلام په خلاف هر ډول نوي فني او تخنيکي وسايل په کار اچوي.
نو ايا د دې په مقابل کې به دا معقوله وي چې اسلامي تحريک او يا مقاومت دي کمزورى، وروسته پاتې، بې نظمه او بې پروګرامه وي؟
په دې ټولو پسې دا مهمه پوښتنه راولاړيږي چې په اسلامي عمل (فعاليت) کې د نظم پرېښولو بلنې هدف څه دى؟ او څوک له دې شعار نه ګټه وړي او د چا په زيان دى؟
په پاى کې هغه کسان چې له ځانه په اسلام پورې خبرې تړي دوو خبرو ته رابولو:
١- لمړى ځان په اسلام پوه کړئ او بيا دعوت پيل کړئ.
٢- له خدا تعالى نه په حقه وويرېږئ او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول سترګو ته ودروئ چې فرمايي:
(إن أحدکم ليتکلم بالکلمة لا يلقى إليها بالاً، فتهوى به سبعين خريفا في جهنم.)
له تاسې نه به يو څوک خبره وکوي خو پروا به پرې نه کوي يانې اصلاً دا خيال به نه کوي چې دا خبره ګناه ده، نو هم دا خبره به يې اويا کاله په دوزخ کې غوځوي.
(إن في ذلک لذکرى لمن کان له قلب أو القى السمع وهو شهيد.)
په دغه تاريخ کې د عبرت درس دى د هر هغه چا له پاره چې زړه لري يا په پاملرنې سره خبره واوري.
ليکنه: استاد فتحي يکن-په لبنان کې د اسلامي حرکت مشر
ژباړه:ع-ن-مرستيال کندهار