د اسلامي نړۍ د ناکامۍ لاملونه

اسلامي امت:

یقینا اسلامي امت د الله تعالی په مرستې او کومک پر نورو امتونو د تل لپاره کامیاب، سر لوړی او نه ماتېدونکی امت دی، او هيڅکله به دغه امت خپل غوره والی او سر لوړېتوب له لاسه ور نکړي؛ په اسلامي امت د ضعف او کمزورۍ هر رنګه حالات را تلای شي خو د شرعي نصوصو په بنا یو نه ختمېدونکی امت دی:

۱- الله تعالی د دغه امت د نصرت او کومک وعده کړې ده؛

الله تعالی فرمايي: (وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) ژباړه: الله تعالی له تاسو نه د هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه وکړي؛ وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې هغو نه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو، د هغوی لپاره به د هغو هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې هغه الله تعالی د هغو لپاره خوښ کړی دی، او د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي، هغوی دې ځما بندګي کوي او له ما سره دې کوم شی نه شريکوي، او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي نو همداسې کسان فاسقان دي. د النور سورت ۵۵ آیت. او همداراز فرمايي: (وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ) ژباړه: او د مؤمنانو سره مرسته پر مونږ حق وو. د الروم سورت ۴۷ آیت.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «لاَ يَزَالُ مِنْ أُمَّتِي أُمَّةٌ قَائِمَةٌ بِأَمْرِ اللَّهِ، لاَ يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ، وَلاَ مَنْ خَالَفَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ عَلَى ذَلِكَ» ژباړه: (خامخا به) زما د امت څخه يوه پر الهي شریعت قائمه (درېدلې) ډله (په هر وخت کې) موجوده وي، د دوی له مرستې څخه پاتې خلک او د دوی سره مخالفت کوونکي خلک به دوی ته هيڅ کوم زیان او تاوان ونه رسوي؛ تر دې چې قیامت به قائم شي او دوی به په همدې حالت کې (په حق ولاړ) وي. دا حدیث بخاري روایت کړی دی. (د پورته حدیث لږه شرحه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: په هر وخت به داسې یوه حق پرسته او پر حق ولاړه ډله موجوده وي چې هغوی به پر الهي قوانینو عمل کوونکي وي؛ که له دې ډلې سره د کمزوري ایمان مسلمانان مرسته پرېږدي یا ور سره کومه ډله مخالفت وکړي نو دوی ته به هيڅ زیان ونه رسوي، او دا ډله به تر قیامت پورې موجوده وي).

۲- الله تعالی د اسلامي امت ساتنه کوي؛

او کفار نه پرېږدي چې پرې مسلط او برلاسي شي؛ الله تعالی فرمايي: (وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا) ژباړه: الله د کافرانو لپاره پر مسلمانانو د برلاسي کېدو هيڅ کومه لاره نده جوړه کړې. د النساء سورت ۱۴۱ آیت. او همداراز الله تعالی فرمايي: (لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ) ژباړه: دوی تاسو ته هيڅ ورانی نشي در اړولای؛ ایله بیله دومره کولای شي چې تنګ مو کړي، که دوی له تاسې سره وجنګيږي نو په مقابله کې به شا در واړوي؛ بیا به داسې بې وسي وي چې له هيڅ لوري به مرسته ورته ونه رسیږي. د آل عمران سورت ۱۱۱ آیت.

وَعَنْ ابْنِ عُمَرَ – رضي الله عنه – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ – صلى الله عليه وسلم -: (بُعِثْتُ بَيْنَ يَدَيْ السَّاعَةِ بِالسَّيْفِ حَتَّى يُعْبَدَ اللهَ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَجُعِلَ رِزْقِي تَحْتَ ظِلِّ رُمْحِي، وَجُعِلَ الذُّلُّ وَالصَّغَارُ عَلَى مَنْ خَالَفَ أَمْرِي، وَمَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ) رواه احمد في مسنده.  یقینا زه قیامت ته نږدې په توره را لېږلی شوی یم، د دې لپاره چې یواځې د الله تعالی چې یو دی او شریک نلري عبادت وکړای شي، زما رزق زما د غشي د سیوري لاندې ګرځول شوی دی،  زما مخالفت کوونکو ته ذلت او خواري ګرځول شوي ده او چا چې له کوم قوم سره (په عاداتو او عنعناتو) کې ورته والی وکړو نو دا له هغې ډلې څخه دی. دا حدیث امام احمد په خپل مسند کې نقل کړی دی.

your ads

پورتني دلایل په دې دلالت کوي چې دغه امت پاتې او نه هلاکېدونکی امت دی، او د ده نجات په دنیا او آخرت کې لیکل شوی دی، خو دا پدې دلالت نه کوي چې دا امت دې په هر حال او هر رنګه ظروفو کې سر لوړی، کامیابه او کمزوري پرې نه راځي، ځکه د بقاء او نه هلاکېدو او پر دښمن د کامیابۍ او ثبات تر منځ باید فرق وکړای شي، ځکه الله تعالی له دغه امت سره د کومک وعده په ځانګړو شروطو او قیودو کړې ده، دغه شروط د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په پوره پیروۍ او د خپل دین په کومک کولو کې نغښتي دي. الله تعالی فرمايي: () ژباړه: الله به ارومرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغه (الله) مرسته وکړي، الله ډېر زورو او برلاسی دی. د الحج سورت ۴۰ آیت. او همداراز فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ) ژباړه: ای مؤمنانو! که تاسې له الله (دین) سره مرسته وکړئ؛ نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به کلک کړي. د محمد سورت ۷ آیت. او همداراز فرمايي: (وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ) ژباړه: د هغوی هيڅ دسیسه ستاسې پر خلاف اغېزمنه کېدای نشي په دې شرط چې تاسې له صبر څخه کار واخلئ؛ او الله څخه د وېرېدو سره عمل وکړئ؛ دوی چې هر څه کوي الله تعالی د الله د علم په چاپیریال کي دي. د آل عمران ۱۲۰ آیت.

له پورته آیتونو څخه مونږ ته دا جوتيږي چې الهي نصرت او کومک په لاندې دوو ټکو کې نغښتی دی:

۱- که چېرې مسلمانان د دین کومک او مرسته وکړي.

۲- او تقوی او صبر پکې موجود وي.

که چېرې اسلامي امت پورتني دوه کارونه د لاسه ورکړل؛ نو بیا یې هزیمت، ماتېدل او پر دوی د دښمن برلاسي کېدل حتمي دي.

د اسلامي امت د هزیمت ، ناکامۍ، ذلت او خوارۍ لامل

راځئ چې اوس هغه اسبابو ته ځیر شو چې د اسلامي امت د هزیمت ، ناکامۍ، ذلت او خوارۍ لامل ګرځيدلي دي:

لومړی: د الله تعالی د آیتونو د تذکیر او نصیحت څخه اعراض او مخ ګرځول:

الله تعالی فرمايي: (وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنْتَقِمُونَ) ژباړه: او له هغه نه به لوی ظالم څوک وي چې هغه ته د هغه د رب د آیتونو په وسیله نصیحت وشي او بیا هغه له هغو نه مخ واړوي، له دغسې مجرمانو نه مونږ غچ اخیستونکي یو. د السجدة سورت ۲۲آیت. په بل ځای کې الله تعالی فرمايي: (وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِنْ تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَى فَلَنْ يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا) ژباړه: او له هغه چا نه غټ ظالم بل څوک دی چې هغه ته د هغه د رب د آیتونو په اورولو نصیحت وشي او هغه ور څخه مخ واړوي او هغه ناوړه عاقبت هېر کړي چې د هغه سر شته یې د ځان له پاره په خپلو لاسونو سره کړېده؟ (کومو کسانو چې دغه کړنلاره غوره کړيده) د هغو پر زړونو مونږ داسې پوښ اچولی دی چې نه پرېږدي هغه د قرآن په خبرو وپوهېږي، او هغو په غوږونو کې مونږ کوڼ والی پیدا کړی دی، ته که هغوی هر څومره د هدایت خواته وبلې هغوی به په دې حالت کې هيڅکله سمه لاره ونه مومي. د الکهف سورت ۵۷ آیت، نو د الله تعالی د آیتونو له نصیحت څخه اعراض او مخ اړول د لویو ګناهونو څخه شمېرل کېږي چې بنده پرې د الله تعالی د عقاب او سزا مستحق کيږي؛ همداراز د الله تعالی د آیتونو د نصیحت څخه مخ اړوونکي خلک د لویو ظالمانو، لویو درواغجنانو او د حق په مقابله کې ولاړ خلک شمېرل شوي دي.

دویم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت:

الله تعالی فرمايي: ((فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ)) ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حکم څخه سر غړوونکي باید ووېرېږي چې په کومه فتنه کې اخته نشي یا دردناک عذاب پرې را نشي. د النور سورت ۶۳ آیت.

وَعَنْ ابْنِ عُمَرَ – رضي الله عنه – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ – صلى الله عليه وسلم -: (بُعِثْتُ بَيْنَ يَدَيْ السَّاعَةِ بِالسَّيْفِ حَتَّى يُعْبَدَ اللهَ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَجُعِلَ رِزْقِي تَحْتَ ظِلِّ رُمْحِي، وَجُعِلَ الذُّلُّ وَالصَّغَارُ عَلَى مَنْ خَالَفَ أَمْرِي، وَمَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ) رواه احمد في مسنده.  یقینا زه قیامت ته نږدې په توره را لېږلی شوی یم، د دې لپاره چې یواځې د الله تعالی چې یو دی او شریک نلري عبادت وکړای شي، زما رزق زما د غشي د سیوري لاندې ګرځول شوی دی،  زما مخالفت کوونکو ته ذلت او خواري ګرځول شوي ده او چا چې له کوم قوم سره (په عاداتو او عنعناتو) کې ورته والی وکړو نو دا له هغې ډلې څخه دی. دا حدیث امام احمد په خپل مسند کې نقل کړی دی.

درېم: د مسلمانانو د لارې څخه مخالفت:

الله تعالی فرمايي: (وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا) ژباړه: خو چا چې د پیغمبر دښمنۍ ته ملا تړلې وي او د مؤمنانو له طریقې نه پرته په کومه بله لاره لاړ شي، په داسې حال کې چې سمه لاره ورته څرګنده شوې وي؛ نو هغه به مونږ په هماغه لوري وخوځوو چې هغه لوري ته هغه په خپل ورګرځېدلی او هغه به دوزخ ته ننباسو چې خورا بد استوګنځی دی. د النساء سورت ۱۱۵ آیت. دغه آیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت او د مؤمنانو د لارې مخالفت سره نښلوي؛ یعنې هغه شخص چې د مؤمنانو لاره نه خپلوي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت کوونکی دی؛ نو د دې کبله د الهي عقاب او سزا مستحق ګرځي. او د مؤمنانو د لارې څخه مقصد د صحابه وو او د اهل سنت و الجماعت لاره مقصد دی، الله تعالی فرمايي: (وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) ژباړه: هغه مهاجرین او انصار چې هغوی تر ټولو دمخه د ایمان بلنې ته په لبیک ویلو کې وړاندې شول، دغه راز هغه کسان چې وروسته له نېکۍ او ریښتینولۍ سره په هغو پسې راغلل، الله له هغو نه خوښ او هغوی له الله نه خوښ شول، الله د هغو له پاره داسې باغونه تیار کړيدي چې تر هغو لاندې به ویالې بهېږي او هغوی به پکې د تل له پاره اوسيږي، همدا ډېر لوی بریالېتوب دی. د التوبه سورت ۱۰۰ آیت.

او همدا فرقه ی ناجیه (بچېدونکي ډله) او کامیابه ډله ده، لکه څرنګه چې ورته په یوه یوه صحیح حدیث کې اشاره شوي ده؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (افْتَرَقَتِ الْيَهُودُ عَلَى إِحْدَى أَوْ ثِنْتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً، وَتَفَرَّقَتِ النَّصَارَى عَلَى إِحْدَى أَوْ ثِنْتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً، وَتَفْتَرِقُ أُمَّتِي عَلَى ثَلَاثٍ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً) ژباړه: یهود په یو اویاو (۷۱) ډلو وېشل شوي وو، نصارا په دوه اویا (۷۲) ډلو وېشل شوي وو او زما امت به په درې اویا (۷۳) ډلو وېشل کېږي.. او په یوه بل حدیث کې دي، صحابه کرام د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه کوي: چې فرقه ی ناجیه کومه ډله ده؟ هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي: فرقه ی ناجیه هغه ده چې په هغه لار روان وي په کومه چې زه او زما صحابه روان دي. رواه ابو داؤد والنسائي وابن ماجه.

څلورم: د الله په لاره کې جهاد پرېخوستل:

الله تعالی فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ، إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) ژباړه: ای مؤمنانو! پر تاسو څه شوي دي چې کله تاسې ته د الله په لار کې د وتلو له پاره وویل شول نو تاسې په ځمکه درانده کېناستلئ؟ آیا تاسې د آخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې ده نو تاسې ته دې معلومه وي چې د دنیوي ژوندانه دا ټول وسایل به په آخرت کې ډېر لږ راووځي. که تاسې (جهاد ته) پانڅېږئ  نو الله به تاسې ته دردناکه سزا در کړي، او ستاسې په ځای به کوم بل قوم را پاڅوي، او تاسې به الله ته هيڅ زیان ونشئ رسولای، الله په هر څه قدرت لري. د التوبه سورت ۳۸ او ۳۹ آیتونه.

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: (إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَكْتُمُ الْجِهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ)

ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل یې: کله مو چې د عینه په بیعه (خرڅلاو) پېل کړ، د غواګانو لکۍ مو ونیولې، په کښت (زراعت) خوښ شوئ او د الله تعالی په لاره کې مو جهاد پرېخوست؛ الله به در باندې داسې ذلت او خواري مسلط کړي؛ دا ذلت به در څخه تر هغه نه لري کوي تر څو خپل دین ته ونه ګرځئ. رواه ابوداؤد

نو د الله په لاره کې جهاد پرېخوستل یوه لویه ګناه او لویه تېروتنه ده چې بنده پرې د دردناک عذاب او هلاک وړ او مستحق ګرځي. او جهاد پرېخوستل د اسلامي امت د ناکامۍ او ذلت اساسي عامل دی.

پنځم: امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل:

الله تعالی فرمايي: (لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ ، كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ) ژباړه:  له بنې اسرائیلو څخه چې کومو خلکو د کفر لاره غوره کړه پر هغوی د داؤد او عیسی ابن مریم په ژبه لعنت وویل شو؛ ځکه چې هغوی سرکشه شوي وو او له حده په تیري کولو یې لاس پورې کړی ؤ. هغوی د بدو چارو له سرته رسولو څخه یو د بل منع کول پريښي وو، ناوړه کړنلاره وه چې هغوی غوره کړه. د المائدة سورت ۷۸ او ۷۹ آیتونه.

عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ اليَمَانِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: (وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلَا يُسْتَجَابُ لَكُمْ). ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: قسم په هغه رب چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، خامخا به تاسو په نېکیو امر او له بدیو منع کوئ، (او که دا ونکړئ) نو خامخا دا نږدې ده چې الله تعالی به پر تاسو داسې عقاب او سزا در واستوي چې بیا به له الله څخه دعاء غواړئ او دعاء به مو نه منل کېږي. دا حدیث امام ترمذي روایت کړی دی.

شپږم: په دنیا منګولې ښخول او د طاعت (پیروۍ) څخه مخ ګرځول:

الله تعالی فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ، إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) ژباړه: ای مؤمنانو! پر تاسو څه شوي دي چې کله تاسې ته د الله په لار کې د وتلو له پاره وویل شول نو تاسې په ځمکه درانده کېناستلئ؟ آیا تاسې د آخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې ده نو تاسې ته دې معلومه وي چې د دنیوي ژوندانه دا ټول وسایل به په آخرت کې ډېر لږ راووځي. که تاسې (جهاد ته) پانڅېږئ  نو الله به تاسې ته دردناکه سزا در کړي، او ستاسې په ځای به کوم بل قوم را پاڅوي، او تاسې به الله ته هيڅ زیان ونشئ رسولای، الله په هر څه قدرت لري. د التوبه سورت ۳۸ او ۳۹ آیتونه.

أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ أَبَا عُبَيْدَةَ بْنَ الْجَرَّاحِ إِلَى الْبَحْرَيْنِ يَأْتِي بِجِزْيَتِهَا، كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هُوَ صَالَحَ أَهْلَ الْبَحْرَيْنِ، وَأَمَّرَ عَلَيْهِمُ الْعَلاءَ بْنَ الْحَضْرَمِيِّ، فَقَدِمَ أَبُو عُبَيْدَةَ بِمَالٍ مِنَ الْبَحْرَيْنِ، فَسَمِعَتِ الأَنْصَارُ بِقُدُومِ أَبِي عُبَيْدَةَ، فَوَافَتْ صَلاةُ الصُّبْحِ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمَّا صَلَّى بِهِمُ الْفَجْرَ انْصَرَفَ، فَتَعَرَّضُوا لَهُ، فَتَبَسَّمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ رَآهُمْ، وَقَالَ: «أَظُنُّكُمْ قَدْ سَمِعْتُمْ أَنَّ أَبَا عُبَيْدَةَ جَاءَ بِشَيْءٍ»، قَالُوا: أَجَلْ يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَأَبْشِرُوا وَأَمِّلُوا مَا يَسُرُّكُمْ، فَوَاللَّهِ لَا الْفَقْرُ أَخْشَى عَلَيْكُمْ، وَلَكِنْ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ عَلَيْكُمُ الدُّنْيَا، كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ قَبْلَكُمْ، فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا، وَتُهْلِكُكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ». رواه البخاري ومسلم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو عبیدة بن الجراح بحرین ته واستولو، نو د بحرین څخه یې څه (د جزیې) مال راوړ ، د مدینې انصار د عبیدة څخه خبر شول؛ نو د سهار لمانځه ته حاضر شول، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ وکړ مخ یې را وګرځولو نو انصار ورته مخامخ شول؛ کله چې رسول علیه السلام دا حالت ولید موسکی شو او ویې ویل: داسې ګومان کوم چې د ابو عبیدة د راتګ څخه خبر شوي یاستئ چې له ځانه سره یې څه راوړي دي، هغوی وویل: هو ای دالله پیغمبره. رسول االه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خوشحاله اوسئ. قسم په رب زه ستاسو په فقر او غربت نه ویرېږم؛ خو په دې ویرېږم چې دنیا به در باندې د مخکینو امتونو په څېر پراخه شي؛ بیا به یو له بله سره د مخکینو امتونو په څېر سیالي پېل کړئ؛ نو د مخکینو امتونو په څېر به هلاک شئ.

اووم: تفرق او اختلاف:

الله تعالی فرمايي: (وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) ژباړه: او په خپلو منځونو کې شخړه مه کوئ؛ که نه نو په تاسې کې به کمزوري پیدا شي برم به مو لاړ شي، له زغم (صبر) څخه کار واخلئ؛ یقینا الله د صابرانو ملګری دی. د الانفال سورت ۴۶ آیت.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (لاَ تَخْتَلِفُوا، فَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ اخْتَلَفُوا فَهَلَكُوا) ژباړه: اختلاف مه کوئ، یقینا ستاسو څخه مخکینو خلکو اختلاف کړی وو نو هلاک شول. رواه البخاري.

اتم: دښمني او کینه:

الله تعالی فرمايي: (إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ) ژباړه: شیطان خو دا غواړي چې پر شرابو او قمار ستاسې په منځ کې دښمني او کینه واچوي؛ او تاسې د الله له یادولو او لمانځه منع کړي؛ نو آیا تاسې له دې چارو څخه لاس اخلئ؟ د المائدة ۹۱ آیت.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (دَبَّ إِلَيْكُمْ دَاءُ الأُمَمِ قَبْلَكُمْ: الحَسَدُ وَالبَغْضَاءُ، هِيَ الحَالِقَةُ، لَا أَقُولُ تَحْلِقُ الشَّعَرَ وَلَكِنْ تَحْلِقُ الدِّينَ، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَا تَدْخُلُوا الجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَفَلَا أُنَبِّئُكُمْ بِمَا يُثَبِّتُ ذَلِكَ لَكُمْ؟ أَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ) ژباړه: تاسو ته د مخکینیو امتونو مرض را نقل شوی دی: چې حسد او دښمني ده، چې د ميني، محبت او خپلوۍ پرې کوونکې ده، زه دا نه وایم چې د وېښتو (یا د بدن) پرې کوونکي ده، مګر داسې وایم چې د دین پرې کوونکي ده، قسم په هغه رب چې زما نفس د هغه په لاس کې دی؛ جنت ته به تر هغه داخل نه شئ تر څو ایمان را نه وړئ، او مؤمنان نشئ جوړېدای تر څو (یو له بل سره) مینه او محبت ونکړئ، آیا تاسو ته داسې څیز ونه ښایم چې مینه او محبت پیدا کوي؟ په خپل منځو کې سلام عام کړئ. رواه الترمذي بسند حسن.

نهم: د ګناهونو ډېروالی:

الله تعالی فرمايي: (مَا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللَّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا ژباړه: ای انسانه! تاته چې هره ښېګڼه رسيږي د الله په پېرزوینه رسيږي، او په کوم غم چې اخته کېږې؛ هغه ستا د کړنو له امله دی؛ ای محمده! مونږ ته د خلکو لپاره د پیغمبر په حیث لیږلی یې او پر دې د الله شاهدي کافي ده. د النساء سورت ۷۹ آیت.

عنْ زَيْنَبَ ابْنَةِ جَحْشٍ، رَضِي الله عَنْهُنَّ، أنَّها قالَتِ: اسْتَيْقَظَ النبيُّ مِنَ النَّوْمِ مُحْمَرّاً وجْهُهُ يَقُولُ لَا إلاهَ إِلَّا الله ويْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرَ قَدِ اقْتَرَبَ، فُتِحَ اليَوْمَ مِنْ رِدْمِ يأجُوجُ ومأجُوجَ مِثْلُ هاذِهِ وعَقَدَ سُفْيانُ تِسْعِينَ أَو مِائَةً، قِيلَ: أنَهْلِكُ وفِينا الصَّالِحُونَ؟ قَالَ: نَعَمْ إذَا كَثُرَ الخَبَثُ

د رسول علیه السلام بي بي زینب بنت جحش رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځلې د خوبه په داسې حالت کې پاڅېده چې مخ یې سور وو، ویې فرمايل: لا اله الا الله، هلاکت دی عربو ته د هغه شر څخه چې دوی ته را نږدې دی، نن ورځ د یأجوج او مأجوج له دېوال څخه څه برخه سورۍ شوې ده……… رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل شول: آیا په مونږ کې به نېک خلک هم وي او بیا به هم هلاک کېږو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ځواب ورکړ: چې هو؛ کله چې بد کاري (فسق، زنا) زیاته شي. رواه البخاري.

لسم: د خیر د کارونو څخه منع راوړل، په ځانګړې توګه صدقه:

الله تعالی فرمايي: (وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) ژباړه: د الله په لار کې مال ولګوئ او په خپل لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال د جهاد په نه کولو) په هلاکت کې مه غورځوئ؛ د ښېګڼې لاره غوره کړئ چې الله ښېګڼه کوونکی خوښوي. د البقرة سورت ۱۹۵ آیت. حذیفه رضي الله عنه فرمايي: دغه آیت په نفقه (خرچه) کې نازل شوی دی.

یوولسم: د الله تعالی په قانون فیصله پرېښودل:

الله تعالی فرمايي: (أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا ، وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُودًا) ژباړه: ای پیغمبره! آیا تا هغو خلکو ته نه دي کتلي دعوه خو کوي چې مونږ پر هغه کتاب چې تا ته راغلی دی او پر هغه کتابونو چې له تا څخه مخکې نازل شوي وو ایمان راوړی دی؛ خو غواړي دا چې خپلې چارې د فیصلې له پاره د طاغوت لوري ته محولې کړي، حال دا دی چې هغو ته له طاغوت نه د منکرېدو حکم شوی وو، شیطان غواړي هغوی وغولوي او سمې لارې نه يې ډېر لرې باسي. او کله چې هغوی ته ویل کېږي چې راشئ د هغه شي لوري ته چې الله نازل کړي دی او راشئ د پیغمبر لوري ته، نو ته به دغو منافقانو ته ګورې چې ستا لوري ته له راتګ نه بیخي ځانونه ګوښه کوي. د النساء سورت ۶۰ او ۶۱ آیتونه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب