دعوت او تبلیغ

د اسلامي دعوت بنسټونه

– النمو والقوة: (وده او ځواکمني)
د حرکت له بنسټيزو قضاياوو څخه چې بايد سړی ورته حريص وي له استمراريت سره د حرکت وده او ځواکمنتيا ده. ځای پر ځای ولاړ استمراريت هم کافي نه دی، د تدريجي کمزورۍ او تناقض سره استمراريت د منلو نه دی.

خو هغه استمراريت مطلوب دی، چې تر خپل پوښښ لاندې د ساحې د راوستلوتر څنګ د حرکت د مينه والو او منسوبينو شمېر هم زيات کړي.همدا ډول د حرکت غښتلی جوړښت د افرادو او وسايلو قوت هم ورسره مل وي.
النمو ( وده):

لومړی د ودې قضيه څېړو: هغه افقي او ( عمودي)ته ويشو، افقي وده په جدي هڅو منځ ته راځي چې د اسلامي، بلکې نړيوالې ساحې سترې برخې ته اسلامي دعوت ورسېږي. او هلته داسې مرستندويان لاس ته راوړو چې په منهج يې باور لري، د اهدافو د تحقق لپاره يې ترمنځ د مرستې او تنسيق روحيه شتون ولري. څو پر مټ يې ځواکمن بنسټونه کيښودل شي، نه غواړو چې دا وده سسته، ضعيفه او غير متناسقه وي، د واحد جسد د شعور په سيوري کې اصيله او قوي وده غواړو.

د عدد او مساحت له پلوه د افقي ودې ډګر د دعوت خپرول دي. د رأسي يا عمودي ودې ډګر تربيه ده، د نشر دعوت پېژندل شويو وسايلو لکه: کتابونو، رسالو، ورځپاڼو، مجلو، کنفرانسونو، ګردي ميزونو، انټر نټ او داسې نورو ته پاملرنه لازمه ده. همدارنګه هره مناسبه وينا، لکه ثبت شوې (کېسټې) د ليدلو او اوريدلو (سي ډي ) ګانې او نور….

فردي دعوت حرکت ته د مرستندويانو او مينه والو د پيدا کولو ترټولو بريالۍ وسيله ده، چې په هر ډول ظروفو کې يې کول ممکن دی، په ځانګړې توګه د سياسي فشارونو او عمومي فعاليتونو د بنديز پرمهال.

د فردي دعوت د اهميت او اغېز د سترتوب په هکله يې د مصعب ابن عمير(رضی الله عنه) کيسه په خاطر کې راوړل د دليل په توګه کافي ده، چې په مدينه منوره کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلّم تر ورتلو دمخه يې هلته دعوت پيل کړ، که د جماعت هر غړی په لږ صبر او حکمت سره د فردي دعوت تمرين پيل کړي، نو په راتلونکي وخت کې به د حرکت حجم په مسلسل ډول مخ په زياتېدو وي، لکه چې مونږ خپلو وروڼو ته په عمومي ډول او بلونکو ته په ځانګړي ډول سپارښتنه کوو، چې د دعوت خپرولو ته ورودانګي، که څه هم مسافه لرې او مشکلات ډېر وي، په انجينير، ډاکټر، معلم، واعظ او نورو ټولو لازمه ده، چې لرې پرتو هېوادو، لکه: آسيا، افريقا او اروپا ته سفرونه وکړي. دا به ډېره ناوړه وي چې مسيحي مبشرين دې تر اسلامي دعوتګرو ډېر حريص وي او زيات مشکلات وګالي.

د عمودي ودې څخه مقصود د افرادو په سطحه وده، پرمختګ، د دوی تکوين او جوړول دي، چې ډګر يې په خپلو پېژندل شويو وسايلو لکه: اسرو، رحلو، کتيبو، سيمينارونو او نورو درسونو له لارې، د هغوی تربيه او روزنه ده. څو له عقيدوي، عبادتي، اخلاقي، کلتوري او بدني پلوه د مسلمان فرد شخصيت دومره هر اړخيز او بشپړ کړي، چې له مسلمان وګړي څخه دعوتي شخص او د عقيدې سپاهي جوړ شي.۱

عمودي وده او پرمختګ د دعوت په ډګر کې د کار او عمل په لړ کې د تجربو او معلوماتو لاس ته راوړل دي چې د حجم او انتاج کچه يې لوړه شي.. لکه چې شهيد امام حسن البناء (رحمه الله) وايي: [ مونږ داسې مسلمان ورور غواړو، چې انتاج او حکمت لرونکي مجاهد ته ورته وي، چې په لږو هڅو، لږ وخت دعوت ته زياته لاسته راوړنه ولري.او يا دې ته ورته وي.
عمودي وده يوازې د وګړو د مستوی اوچتول نه دي، بلکې ددې تر څنګ د حرکي وسايلو او د عمومي فعاليتونو ډګرونه پراخول دی، ترڅو تجربې او معلومات زيات او انتاج بنسټيز شي.

يوې بلې مهمې خبرې ته ستاسو توجه را اړوو، هغه د افقي ودې او عمودي ودې د وسايلو تر منځ د تناسب مراعاتول دي، چې دا د نشر دعوت د لاسته راوړنو او تربيوي امکاناتوتر منځ د تنسيق په معنی دی، تر څو دعوت ته د راغليو افرادو د ډېروالي او تربيتي تابيا د لږوالي په صورت کې تربيه دومره کمزورې او ټيټه نه شي، چې ټول تر خپل پوښښ لاندې را نه شي وستلی، که د حالاتو غوښتنه داسې وي، نو ښه داده چې، د نشر دعوت فعاليت لږ را کم کړو ځکه د تربيوي کمزورتيا له امله ترخرابې لاسته راوړنې د نشر دعوت فعاليت را کمول ښه دي.

مطلوبه وده بايد د عمل د پړاوونو هغو اساسي عناصرو ته شامله وي، چې شهيد امام يې يادونه کړې ده: هغه مسلمان فرد، مسلمانه کورنۍاو مسلمانه ټولنه ده، تر څو وده يې بشپړه او داسې مضبوطه قاعده رامنځته کړي، چې د اسلامي نظام ماڼۍ پرې جګه شي، البته د دې قاعدې په جوړولو کې پړاويزتوب (تدريج) يو طبيعي امر دی.

په لومړني اسلامي خوځښت کې يو څه مسلمان افراد جوړ شول، بيا د وخت په تېرېدو سره هغوی مسلمانې کورنۍ جوړې کړې،که څه هم حرکت تل دې ډول مسلمانو افرادو او د مسلمانو کورنيو زياتوالي ته اړتيا لرله، خو د مسلمانې ټولنې د جوړولو کار له همغه لومړۍ ورځې پيل او بيا يې پرله پسې ادامه لرله.

دا په موږ لازموي چې د مسلمانې ټولنې د تابيا قضيې ته د جوړونې د مراحلو څخه د يوې مرحلې په توګه لږ توقف وکړو، دلته ځينې افراد په يوه خطاء ګمان کې لويږي، چې فکر کوي مسلمانه ټولنه به هغه وي چې، ټول افراد يې دغه ډول ملتزم مسلمانان او مثالي کار کوونکو وروڼو غوندې وي، دا يو مستحيل( ناشونی) کار دی او تحقق يې حتمي نه دی، اما د مسلمانې ټولنې څخه مقصد دادی، چې د يوه مناسب شمېر قدوه (بېلګه) مسلمان افراد او يو مناسب شمېر قدوه مسلمانې کورنۍ شتون ولري او د مسلمانې ټولنې نور افراد صالح خلک وي، اسلامي حرکت او موخې يې تأييد کړي، د اللهﷻد شريعت واکمني منونکي وي.

دا ضروري نه ده، چې ټول دې د اسلامي غورځنګ رسمي غړي او سپاهيان وي، ځکه د لومړنۍ اسلامي ټولنې ټول افراد هم دغسې نه وو، چې ټول په مکه مکرمه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلّم په لاس روزل شوي واوسي. هغه څوک چې په بېلا بېلو اسلامي سيمو کې زمونږ د اوسنيو ټولنو خراب حالت ويني، نو مسلمانې ټولنې يې نه بولي، يا يې جاهلي ټولنې نوموي او يايې په داسې نورو غير مناسبو صفاتو نوموي، نو په ستره اشتبا او خطا کې لوېدلي دي.په دې سره له ټولنې څخه فاصله نيسي، او يا فاصلې او درزونه رامنځ ته کوي، حقيقت دادی، چې دا يوه ناسمه پرېکړه ده.

او همدغه خلک د دعوت فصل او ډګر دی چې د تغيير له پاره يې کار کوو. د هغه څه اصلاح او سمول غواړو، چې د اسلام د دښمنانو او ملګريو له خوا يې خراب کړل شوي دي. د همدې ټولنو له افرادو څخه موږ د خپل صف لپاره عسکر تياروو او د دعوت په ميدان کې دا کوم افراد چې ليدل کېږي، هغوی د همدې ټولنو افراد دي، چې الله تعالی د مخکنيو دعوتګرانو په لاس له دوی څخه د اسلامي دعوت سپاهيان جوړ کړي دي، په همدې توګه دغه کاروان غزونې لري او خپلې لارې ته ادامه ورکوي.

هلته يو بل نظر هم شتون لري، هغه دا: لپاره ددې چې د حرکت تعامل له دې ټولنو سره د يو څو افرادو په صف ته را وستلو پورې منحصر پاتې نه شي، بلکې ددې لپاره کار وشي چې يو زيات شمېر افراد دې خبرې ته راواړول شي چې صالح، مسلمان د حرکت مينه وال، مرستندويان او د اسلامي شريعت غوښتونکي شي، چې که څه هم د اسلامي غورځنګ رسمي منسوبين و نه اوسي.

دا يو هدف دی چې ځانګړي وسايل لري، چې د صف لپاره د سپاهيانو د پيدا کولو له وسايلو سره توپير ولري، هغه وسايل بايد په کار واچول شي، ددې مثال خيريه کارونه او ټولنيز خدمتونه کيدای شي.

مونږ د حرکت د افقي او عمودي ودې د اهميت زياتې توضيح ته اړتيا نه وينو، ځکه کوم هدف چې مونږ يې د تحقق لپاره هلې ځلې کوو، ډېر لوی او ستر دی، چې هغه د الله تعالی په زمکه کې د الهي دين واکمن کول، نړيوال اسلامي نظام او په سر کې يې د اسلامی خلافت جوړول دي، نو ددې ستر هدف د لاسته راوړلو لپاره سترو امکانياتو او د رښتينو کارکنانو شمېر بې نهايته زياتول دي. همدا ډول د متعاطفو، مينه ګرکو کار کوونکو ضرورت دی او دا کار پرته له دې چې، د سړي سره د حرکت د خورا ښې ودې او پرمختګ غښتلی حرص نه وي په بل څه نه کېږي.

کله چې په دې وپوهيدو چې د الله د لارې او دين دښمنان د حق د د عوت د مخنيوي په خاطر له هېڅ شي صرفه نه کوي، تل يې د مخ ډپ کولو په هڅه کې دي، نه پرېږدي چې هدف ته ورسېږي، دا پر مونږ لازموي چې د حرکت د ودې او نمو لپاره مټې را بډوهو، څو د دښمن د مقاومت جوګه شو او د دسيسو په شنډولو يې و توانېږو.

دښمنان او ملګري يې کله ناکله د دعوت د خپراوي عمومي وسايل معطل کول غواړي،ترڅو حرکت نوي افراد لاس ته رانه وړي، په دې ګمان چې له دې لارې کولي شي حرکت ته د راتلونکو لارې کنګل کړي، او په تدريجي ډول يې له منځه يوسي، او د دعوت د پيټي وړونکي نسل په له منځه وړلو د تحريک خبره ختمه کړي.

دوی په دې کې تېروتلي او په خطا کې لويدلي دی، ځکه دوی هېڅکله هم نه شي کولی چې د خلکو زړونو ته د دعوت د ننوتلو لاره ډپ کړي، دا الهي نور دی او په شر ارت سره هېڅکله نه مړ کېږي، په حرکت باندې لازمه ده چې په داسې ظروفو کې د دعوت وسايل متطور او پرمختللي کړي د دعوت د غوښتنو او موجوده ظروفو تر منځ تر ممکن بريده جوړجاړی راولي.

دا څرګنده ده چې د دعوت لاره اوږده او خورا سخته ده، مشکلات او کږليچونه پکې شته کله کله ځيني کسان د سختيو په وړاندې ګونډه ووهي او له خپل رفتار او کاروان څخه پاتې شي، او ځينې نور بيا د پيچومو او ګږليچونوپه ليدلو منحرف او له صف څخه ليرې ولاړ شي. نو بايد صف د نويو عناصرو د راوستلو په عمليه غښتلی او بدل شي، او ورسره هغه وسايل هم وکارول شي چې صف له لږيدو او يا لږ تر لږه د ځينیو افرادو د ورکيدو څځه وژغورل شي دا کار په تذکير، نصيحت او بصيرت ور کولو کيدی شي.

دښمنان کله کله له دعوت څخه د خلکو د ايسارولو په خاطر له وېره اچولو، ترهګری او خلکو ته ضرر رسولو څخه کار اخلي، لکن د حق په لاره د اهل حق ټينګار او ثبات يې دغه وسله بې اغېزې کوي، زمونږ لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلّم په مبارک ژوند کې ښکلې بېلګه شته، هغه خپله هم او عزتمن ملګري يې ځورول شوي، خو د دعوت او خلکو ته د اسلام رسولو پرلاره پرلپسې تللي دي.

له بل پلوه د اسلامي دعوت ساحه او ميدان پراخ او د حرکت پر مخ تل پرانستی دی، نو د دعوت د پيټي پورته کولو، مورچل د ساتلو او تشې د ډکولو لپاره د مناسبو او ځواکمنو عناصرو زياتوالي ته اړتيا ده، تر څو دا پيټي پورته او تشه ډکه کړي څو د د عوت د لارويانو په اوږو دومره دروند نه شي چې په ښه توګه يې د وړلو توان و نه لري او نيمګړتيا او قصور رامنځ ته شي، د حرکت وده او په ښو کاري عناصرو د صف غښتلي کول يو اړين کار دی،ترڅو د هر وګړي په خپلو هڅو، وخت او تخصص حرکت ته د ګټې رسولو فرصت ترلاسه کړي، او په عمومي پلانونو کې د مناسب رول اداء کولو چانس ورته برابر شي.

او دې ټکي ته پام په کار دی چې اداري او تنظيمي چارو ته زياته پاملرنه مو د دعوت له خپرولو او تربيتي کار څخه ونه باسي. د کار لپاره د ښو آسانتياوو برابرول، او د تخصصاتو ښه وېش، او ښه څارنه اړينه ده ترڅو دغه ډول خطاوې راپيښې نه شي.
لازمه ده چې په حرکت کې وده ټولو پرګنو، ټولو برخو او ټولو انواعو ته: ښځو او نرو ځوانانو او ماشومانو، زده کوونکو، کارګرانو، کسب ګرو، ديني عالمانو او نورو ته شامله شي، ترڅو د ماڼۍ بنسټونه ښه بشپړ، متوازن او متناسب پورته شي، او همدا ډول بايد په ټولو ډګرونو او ټولو برخو کې د ټولو ضروري تخصصاتو تابيا ته جدي پاملرنه وشي.

د مسؤولينو دا دنده او ذمه واري ده چې د حرکت د ودې د پروسې په جريان کې د عمومي کيان په دننه کې متوجه وي چې داسې تکتلات، ډلبازۍ او فراکسون بازي رامنځ ته نه شي چې د لارې په اوږدو کې مشکلات پيښ کړي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: