اسلاماسلامي ثقافتاسلامي نړۍ او امت

د اسلامي تمدن ځانګړتياوې

 اسلامي تمدن دنړۍ لپاره د روڼ سبا پيغام په ډالۍ کې راوړ او د غربي کليسا د وحشت او ظلم تمدن ته يې ډير څه ورکړل ترڅو له ترګمو نه لږ د رڼا خواته راشي .
اسلامي تمدن د  پرمختګ پر بهانه  ولسونه ندي ښکيل کړي ، د اسلامي تمدن د لارويانو د ا مسئوليت دې چې يو ځل بيا د بشريت د ژغورنى او نجات لپاره هلى ځلى وكړي، او انساني ټولنه د ظلم، وحشت، او هرې بدمرغۍ څخه وژغوري.

 په اسلامي تمدن كې به:
١- هيڅكله د بشر عزت او پت نه تر پښو لاندې كيږي.
٢-د ولسونو مالونه او پانګې به  نه لوټ كيږي.
٣-په بې ګناه انسانانو  به بى رحمه  او وحشي حملې نه كيږي.
٤-اختراع شوي آلات به د الحاد او بى دينۍ د خپرولو لپاره  نه استعماليږي.
٥- جنګي ټكنالوژي به د هيوادونو د امن او استقرار لپاره ګواښ نه  ګرځي.
٦-د شر خپرونكو،او ويره اچونكو قوتونو سره به ملګرتيا او مرسته نه كيږي.
٧-هيڅ کله به  د رسنيو وسايل د نړيوالو د غلط فهمۍ او دوكه كولو په خاطر نه كارول كيږي.د خواخوږۍ تمدن:
اسلامي تمدن  د ژوند په مختلفو ډګرونوكى داسى كارنامى او آثار  پرې ايښي دي چه موجوده تمدنونه ورڅخه عاجز او بې وسې دي. دغه تمدن د بشري ټولنى په  پرمختګ كى لوي رول لوبولى دې، او عام انسانيت سره يي د همدردۍ او خواخوږۍ اوچته بيلګه وړاندې كړى ده. مونږ پدغه خبره كى نه خو دروغ وايو او نه مبالغه كوو، بلكى دا داسى يو حقيقت دې چه په انساني اصيل تاريخ كى د سروزرو په تورو او د رڼا په سيايې سره ليكل شوى دې.
که چيرې د دغه روښانه او ځلانده تمدن په غيږ كى د پرديو (غيرمسلمانو) سره د خواخوږۍ، مهربانۍ، او عدل (برابرۍ ) چلند وګورئ او بيا يې  له اوسنيو تمدنونو سره پرتله  کړئ، هغه څه به وګوري چې نن يې په دې متمدنه ټولنه کې تصور نشي کولاى، هماغه د پرون ورځى د چلند حكم د نن ورځى  لپاره هم دې. زمونږ سپيڅلي دين دبشري  تمدن او تهذيب په ډګر كى داسى انساني ثابت بنسټونه اعلان كړي دي چه انسانان له كركې، تفرقى، او  قومي او نژادي تعصباتو څخه  د همدردۍ، يو والي، ورورګلوى او مساوات فضاء ته راوباسي.

دلته د غوره والي معيار:
پدې تمدن كى هيچا ته دا روا نده چى يو پر بل باندى د خيل او خټى ( عنصر) په اساس ځانونه غوره او اوچت وبولي، بلكى په انساني حقوقو كى ټول سره برابر دي او الله تعالى  ته ډير نژدى هماغه څوك دى چه زيات پرهيزګار وي:
يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ .
اى خلكو له يو نارينه او يو ښځينه (آدم او حواء عليهما السلام) څخه مى  پيداكړي ياست، بيا مو قومونه او قبيلى وګرځولې ترڅو پخپلو كى سره وپيژنې، نو پدى پوه شى چه په تاسى كى الله تعالى ته ډير عزتمند هغه څوك دې چه زيات پرهيزګار وي.

د عدالت نمونه:
زمونږ د سيرت او تاريخ كتابونه د عدل او مساوات د بنسټ د پلي كولو په ډيرو عملي پيښو باندى ډك دي. دويم راشد خليفه عمر رضي الله عنه چه كله د خپل رعيت  ترمنځ ( په  مدينه منوره كى) يو پردى ( غيرمسلم ) بوډا سړى  پداسى حال كى ګوري چه خيرات غواړي، سمدلاسه ترې پوښتنه کوي او ځان ورڅخه خبروي، كله چه ورته څرګنده شوه چه  نيستمن او فقير دې، نو دغه الهام لرونكي  او د خواخوږۍ په روح تربيه شوى خليفه ورته  داسى له انصافه ډكه او زرينه وينا كوي:(ما أنصفناك إذ أخذنا منك الجزيةفي شبيبتک,ثم ضيعناك شيخا) دا خو به هيڅ انصاف او عدل نه وي چه  د توانمندۍ پر مهال مو درڅخه جزيه اخستله او اوس د بى وسۍ او بوډاوالي په حال كى دى نيستمن پريږدو !!! همدا وه چه  بوډا يي له لاسه ونيوه، خپل كور ته يي بوتلو، څه  خواړه يي ورباندى وخوړل، بيا يي  د بيت المال خزانه دار ته خبر وليږه، چه دغه بوډا او د دى په څير نورو بى وسو وګړو ته د مال دومره برخه مقرره كړه څومره چه دوى او د دوى اهل او عيال ته كفايت كوي. الله اكبر دغه واقعه او د دى په څير نور واقعات  او مثالونه د دى امت په برم او عظمت باندى روښانه او څرګند دلايل دي.د اسلام رواداري(Tolerance)
اسلامي تمدن د نورو مذهبونو له پيروانو  سره دتفاهم په ډګر كى هم د انصاف، چلند غوره كړى ده، او دا يي جوته كړى ده چه د مسلمانانو د ايمان يوه برخه دا هم ده چه دوي بايد په ټولو پيغمبرانو عليهم السلام يوشان باور ولري:(لانفرق بين أحد منهم)مونږ هيڅکله د دوي ترمنځ كوم فرق او توپير نه كوو.
د اسلام سپيڅلى دېن  مونږ ته د مخالفينو سره  د قناعت په فضاء كى د خبرو اترو امر كوي،او له خلكو څخه دا نه غواړي چه اسلام دى بى له قناعته او يا په  زور سره ومني:
وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ
او د كتاب له خاوندانو سره مجادله مكوى مګر په ښه رويه سره،
أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ
ايا ته خلك په زوره سره دى ته اړ كوې چى ايمان راوړي ( داسى نده ).او  بايد متوجه اوسو چه د مناظرى په ترڅ  كى د سد الذريعه قاعدى له مخى مسلمانان  د مخالفينو  معبودانو ته له كنځلو څخه  منعه شوي دي ترڅو هغوي  د عكس العمل په توګه زمونږ د حق دين او حق معبود سپكاوى ونكړي.
همداراز  مسلمانان پدى مكلف دي چه په دنياوي چارو كى له پرديو  سره ښه رويه او غوره  چلند اختيار کړي، او په ګاونډ كى ورسره ښه ګاونډيتوب وكړي، په مدينه منوره كى رسول الله صلى الله عليه وسلم له اهل كتابو څخه څه ګاونډيان درلودل، نو د هغوي ليدنى او ملاقات ته به ورتللو، له هغوي سره به يې نيكي او مرسته كوله، او د هغوي تحفه او سوغات به يي قبلولو.
د ايلياء ( فلسطين ) له اوسيدونكو ( نصرانيانو )  سره د مسلمانانو د امير دويم خليفه عمر رضي الله عنه له انصاف او عدل  څخه  ډك تړون _ چه  د دغه خلكو  نفسونه، مالونه  به په امن كى وي، او د دوي دغوښتنې  سره سم هلته به يهودو ته د استوګنى اجازت نه وي _ په اسلامي تمدن كى د انسان د درناوي  او د آزادۍ يوه بله بيلګه ده.آن تر دې چه له پرديو(غيرمسلمو) څخه ډير انصاف لرونکي پدى اعتراف كوي  چه ولسونو هيڅكله د عربو (مسلمانو) په څير خواخوږي فاتحين  ندي ليدلي،او نه  په نړۍ كى  د دوى د دين په  شان  بل د  مهربانۍ دين  موجود دې !!!  نو دا هغه  غوره حقيقتونه دي چه دښمنان هم ورباندى اعتراف كوي ( و الفضل ما شهدت به الآعداء). د اسلام د تهذيب لمر پداسى  حال كى راوخوت چه  په نړۍ باندى د ځنګل قانون حكومت كولو، او انسانيت د وحشي څيرونكو ځناورو په ډلې بدل شوى و.

 اسلام د جګړې په ډګر کې :
داسلام سپيڅلى دين مونږ ته د دښمنانو په مقابل كى د جنګ كولو په اړوند څومره اوچته ښوونې كړي دي، د جنګ پر مهال يي  خپل پيروان  د مالونو لوټولو، پت او عزت پايمالولو،او د فصلونو او نسلونو له تلف كولو  څخه منعه كړى دي. او دا ټول كارونه يي حرام ګرځولي دي.
په اسلام كى جنګ كول او د زور استعمال د  سترو هدفونو او موخو لپاره تر سره كيږي چه هغه: د امت له  عقيدى او  ارزښتونو څخه دفاع كول، ټولنى ته  امن او استقرار راوړل، او د يرغلګرو د تيري مخنيوى او مقابله كول دي  الله تعالى فرمايي:
وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ
او د الله تعالى په ليار كى د هغه چا په مقابل كى وجنګيږئ څوك چه  له تاسى سره جنګ كوي، خو تيرى به نكوئ ځكه چه الله تعالى تيري كوونكي نه خوښوي.
د دى  امت سردار او  د الله تعالى استازي صلى الله عليه وسلم په بشريت باندى  د رحم كولو، له هغوي سره د خواخوږۍ او همدردۍ  يوه او چته  نمونه وه، چه  پخپل عملي ژوند كى يي ډيرى داسى بيلګى قائمى كړي دي:
۱- كله چه  هغه د احد په غزا كى كافرانو ټپي كړ، مخ يي زخمي شو، او غاښ يي مات شو نو ځينو ملګرو ( صحابو) ورته وويل: اى د الله تعالى پيغمبره دوي  (كافرانو ) ته  خيرى ولى نه كوى ؟ نو هغه وفرمايل: (إني لم أبعث لعانا, ولكني بعثت رحمة للعالمين, أللهم اهد قومي فإنهم لا يعلمون) زه خو په خلكو لعنت ويونكى نه يم راليږل شوى بلكى د ټولو خلكو لپاره رحمت راليږل شوى يم. نو اى الله زما قوم ته هدايت وكړى  ځكه چه دوي نه  پوهيږي.
۲-همداراز د مكى د فتحى په ورځ يي د مكى له خلكو سره  د غچ اخستنى چلند ونكړ، بلكى داسى يي ورته وويل:( اذهبوا فأنتم الطلقاء ) ولاړ شې زما له طرفه تاسى ازاد او معاف ياست.
۳-  د يوى غزا په دوران كى  د الله تعالى  پيغمبر ( صلى الله عليه وسلم ) وژل شوى ښځه وليدله نو په غصه شو او ويي فرمايل:(ألم أنهكم عن قتل النساء ؟ ما كانت هذه  لتقاتل)ايا تاسى مى د ښځو له وژلو څخه  منعه كړي نه وى ؟ دې خو جګړه نه کوله.
د الله تعالى د استازي صلى الله عليه وسلم ملګرو ( صحابو  رضي الله عنهم ) به هم د ژوند د نورو چارو په څير د جنګ پر مهال د خپل مربي او پيشوا  ښوونى پلي كولى،كله چه ابوبكر الصديق  رضي الله عنه د هغه له وفات څخه وروسته  د هغه له پلوه مامور شوى لښكر د اسامه تر مشرۍ لاندى  ليږلو، نو داسې سپارښتنه او ښوونه يي ورته وكړه:( لاتمثلوا ولاتغدروا ولا تغلوا ولاتقتلوا شيخا ولاوليدا ولاامرأة, ولا تقروا نخلا ولاتحرقوه, ولاتقطعوا شجرة مثمرة, ولاتذبحوا شاة ولابقرة ولابعيرا إلا لمأكله,وسوف تمرون بأقوام قد فرغوا أنفسهم فى الصوامع فدعوهم وما فرغوا أنفسهم له) مثله مكوى،خيانت مكوي،پټول مكوى، بوډاګان، ماشومان او ښځى مه وژنى، خرماوى مه پرى كوى  او مه يي سيزى، ميوه داره وينه مه قطعه كوى، ګډه  غوا او اوښ پرته له خوراكه  مه حلالوى، داسې خلک به مو مخې ته راشي چې په خانقاو كى به يي د عبادتونو لپاره ځانونه فارغ كړي وي، نو له هغوي سره كوم غرض مه لرى، هغوي خپل عبادت ته پريږدۍ.

يوه بله بيلګه: 
د تاريخ په اوږدو كى تاسى د غير مسلمو او اهل ذمو سره د مسلمانانو د خواخوږۍ او همدردۍ بيلګى وګورى.د تتاريانو او چنګيزيانو بريدونو او تيري په دوران كى چه كله له هغوي سره د شام د ځمكى ډير مسلمانان او ذميان  ( اهل كتاب ) بنديان شول نو شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله د بنديانو د ازادولو لپاره كوښښ او هڅى پيل كړى، د مسلمانانو له حاكم څخه يي  وغوښتل چه له تتاريانو څخه د فديې په بدل كى بنديان راخلاص كړي. كله چه حاكم يواځى د مسلمانو بنديانو د ازادولو لپاره چمتو شو، نو شيخ الاسلام د هغه دغه چلند په كلكه رد كړ او ورته يي وويل: بايد ټول بنديان  كه هغه مسلمانان وي او يا ذميان ازاد شي، هيڅكله بايد خپل بندي پرينږدو كه هغه زمونږ له ملت څخه وي او يا له ذميانو څخه وي.  او كله چه صلاح الدين رحمه الله له صليبيانو څخه بيت المقدس ازاد كړ، هلته پر هغه مهال له يولك  څخه زيات غيرمسلم (اهل كتاب) اوسيدل،نو هغوي ټولو ته يي د ځانونو او مالونو امن وركړ، او چا چى غوښتل له هغه ځايه ولاړ شي ( كډه وكړي ) نو دا كار يي د يو ډير كم مبلغ فديې په مقابل كى كولاى شو، او دا فديه به يواځى له هغه چا اخستل كيدله چا به يي چه  توان درلود، او كه څوك به فقيراو بى وسې و نود هغه  فديه به په خپله صلاح الدين رحمه الله اداء كوله


 محمد غازي زاده

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: