اخلاق

د اسلامي اخلاقو په اړه د اسلام د دښمنانو دريځ

د اسلام دښمنانو د مسلمانانو په پرتله د اسلامي اخلاقو ارزښت او اهميت په ښه توګه پيژندلى دى، په همدې خاطر يې ټول وسايل او امكانيات په كار اچولي دي څو د مسلمانانو اخلاق خراب كړي.

د اسلامي اخلاقو پرضد د اسلام د دښمنانو جګړه له څو جبهو څخه روانه ده  :
1_هغوى پوه شوي دي چې چې په مسلمانانو كې داسلامي اخلاقو اصلي سرچينه ايمان ده نو هڅه كوي څو د اخلاقو دغه سرچينه وچه كړي او دمسلمانانو زړونو ته دهغې لارې او مجراګانې وتړي.
2_دوى پيژندلي چې د اسلامي شريعت د مصادرو صحيح او سالم فهم د ايمان چينه ښيرازه كوي څوپه زور او قوت سره د موْمنانو زړونه خړوب كړي، ځكه يې نو د اسلام د صحيح فهم د وسايلو او علومو په اړه غټې فتنې او دسيسې رامينځته كړې دي، حقايق پټوي او يا يې بدرنګوي، دهغو په راويانو او حاملينو باندې تورونه او تهمتونه تړي، له خپل ځان نه غلط، ناسم او بې بنسټه تحليلونه او تفسيرونه كوي …دا هرڅه د همدې لپاره څو د اسلام اصيل او سالم فهم له مسلمانانو څخه ورك كړي.

3_په مسلمانانو كې د اخلاقي فساد عملي پروسې يې په كار اچولې، مسلمان زلميان  داسې ټولنو ته راكاږي چې سرترپايه په اخلاقي فساد، بې حيايي، فحاشي او بې شرميو كې ډوبې دي،څو له ټولنې څخه په تاثر عملا د هغوى اخلاق واړوي.

4_په مسلمانانو كې يې د هغوى د فكري اصولو او بنسټونو د افساد او تزلزل قوي كار پيل كړى دى، يو فكري لښكر يې جوړ كړى چې دمادي  فاسدو او مفسدو افكارو او فلسفو له لارې دمسلمانانو فكري اصول او اصيل مفاهيم فاسد او ګډوډ كړي، څو اسلامي اخلاق له بيخه او ريښو نه وباسي.

د اسلامي اخلاقو په لمنځه وړلو باندې د دښمنانو ټينګار:

1_دكتور صمويل زويمر د نصراني مبلغينو رئيس:
… ستاسې دنده چې مسيحي دولتونو درسپارلې دا نده چې مسلمانان د نصرانيت دين ته راولئ، داخو بيا دهغوى عزت او درناوى دى بلكې ستاسې اصلي دنده داده چې مسلمان داسلام څخه وشلوئ څو داسې يو مخلوق پاتې شي چې هيڅ ډول اړيكه له الله(ج) سره ونلري او هيڅ ډول اخلاق ورپاتې نشي.

2_دفرانسويانو يو مذهبي مشر وايي:
مسلمان له خپل كورني نظام نه د جلاكولو په خاطر بايد دهغه اخلاق ترې واخلئ او چې دغه كار مو وكړ نو بيا مسلمان په اسانۍ سره د اسلام دكورني نظام له پولو پښې واړوي.

3_ديهوديانو ماسوني تنظيم يو مشر:
تاسې دا فكر مه كوئ چې زمونږ تبليغات به ځاى نه نيسي، تاسې وګورئ چې په مسلمانانو او اسلامي ټولنو كې د
(داروين) (ماركس) او (نيچه) د افكارو او فلسفو غير اخلاقي اثرات او اغيزې څومره كاري او څرګندې دي.

4_د كمونيزم لومړنى معلم (ماركس) او د هغه ملګري (انګلس) وايي:
… دينونه او د هغو اخلاقي اصول او قواعد د بورژوازې اوهام او خرافات دي چې ترشا يې ګټې او مصالح پراته دي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: