اسلام

د اسلام، ایمان او احسان- حدیث

 عن عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ قَالَ بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ لاَ يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ وَلاَ يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ حَتَّى جَلَسَ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَأَسْنَدَ رُكْبَتَيْهِ إِلَى رُكْبَتَيْهِ وَوَضَعَ كَفَّيْهِ عَلَى فَخِذَيْهِ وَقَالَ يَا مُحَمَّدُ أَخْبِرْنِي عَنِ الإِسْلاَمِ ‏.‏ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏”‏ الإِسْلاَمُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ وَتُقِيمَ الصَّلاَةَ وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ وَتَصُومَ رَمَضَانَ وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلاً ‏.‏ قَالَ صَدَقْتَ ‏.‏ قَالَ فَعَجِبْنَا لَهُ يَسْأَلُهُ وَيُصَدِّقُهُ ‏.‏ قَالَ فَأَخْبِرْنِي عَنِ الإِيمَانِ ‏.‏ قَالَ ‏”‏ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ ‏”‏ ‏.‏ قَالَ صَدَقْتَ ‏.‏ قَالَ فَأَخْبِرْنِي عَنِ الإِحْسَانِ ‏.‏ قَالَ ‏”‏ أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ ‏”‏ ‏.‏ قَالَ فَأَخْبِرْنِي عَنِ السَّاعَةِ ‏.‏ قَالَ ‏”‏ مَا الْمَسْئُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ ‏”‏ ‏.‏ قَالَ فَأَخْبِرْنِي عَنْ أَمَارَتِهَا ‏.‏ قَالَ ‏”‏ أَنْ تَلِدَ الأَمَةُ رَبَّتَهَا وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ فِي الْبُنْيَانِ ‏”‏ ‏.‏ قَالَ ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِيًّا ثُمَّ قَالَ لِي ‏”‏ يَا عُمَرُ أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ ‏”‏ ‏.‏ قُلْتُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ ‏.‏ قَالَ ‏”‏ فَإِنَّهُ جِبْرِيلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ ‏”‏ ‏.‏ رواه مسلم

مفردات:

1-  طلع علينا : راښکاره شو او راغى.
2- رجل : رجل نه مراد جبرائيل عليه السلام دى چې رسول الله ته د سړي په شکل راغلى وو ځکه دوى ونه پيژانده.
3- لا يرى عليه أثر السفر : دسفرنښې نښانې پرې نه ليدل کيدې.
4- لا يعرفه منّا أحد : د صحابوو په ټولي کې چانه پيژانده      .
5- أخبرني عن الإسلام : داسلام په اړه خبر راکړه چې اسلام څه شئ دى؟
6-ووضع كفيه على فخذيه : په خپلو ورنونو باندې يې لاسونه کيښودل.
7- فعجبنا له يسأله ويصدقه : مونږ د ده په اړه په تعجب  کې پريوتو چې يو لور ته پوښتنه کوي اوبل پلوته تصديق کوي .
8- أخبرني عن الساعة : د قيامت دراتلو د وخت او زمانې په اړه ماته خبر راکړه
9- أماراتها : دهغه نښې نښانې راته وښايه.
10- الحفاة :دحاف جمع ده هغه چاته ويل کيږي چې څه ئې نوي  په پښوک
العراة : دعار جمع ده هغه ته ويل کيږي چې په بدن يې جامې نوي . 12- العالة : دعائل جمع ده  ، مسکين اوفقيرته  ويل کيږي.
13- رعاء الشاء : دراعي جمعه ده  ، شپونکې ته ويل کيږي  ، والشاء : دشاة جمعه ده ميږو او وزو ته ويل کيږي .
14-الأمة :مينځي ته ويل کيږي .

اهميت:

دامبارک حديث درسول الله صلى الله عليه وسلم په لارښونوکې ترټولو ستره اوجامع لارښوونه ده ،ځکه چې داسلامي دين پر ظاهري اوباطني ټولو مسؤليتونواودندو باندې مشتمل دى او د اسلامي شريعت علوم ټول ورته راجع کيږي ،د دې مبارک حديث مقام اومنزلت د رسول الله د نورو احاديثو په منځ کې  د فاتحې د سورت په څېر دى چې هغه ته ام القرآن ويل کيږي ،په همدې توګه دې حديث ته ام السنة ويل کيږي.

ژباړه:

له عمرفاروق رضي الله عنه څخه روايت دى چې يوه ورځ مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو، ناڅاپه پرمونږ باندې يوداسې سړى راښکاره شو چې تکې سپنې جامې  يې په تن وې اوتک تور ويښتان يې  درلودل ، او د سفر کومه نښه نښانه هم پرې نه معلوميده  اوزمونږ ترمنځ هيچاهم نه پيژانده.  تردې چې رسول الله ته مخامخ په داسې ډول کيناست چې خپل زنګنونه ئې د رسول الله زنګنو ته وروغزول اوپرخپلو زنګنويې  لاسونه کيښودل ، داسې يې وويل: چې اى  محمده صلى الله عليه وسلم!  داسلام په اړه ماته خبرراکړه چې (اسلام څه شى دى) رسول الله په ځواب کې ورته داسې وويل:  چې اسلام دا دى چې ته ګواهي ورکړې د دې  خبرې چې د الله تعالى څخه پرته بل په حقه معبود نشته او د دې خبرې شاهدې ورکړې چې محمد (ص) د الله تعالى ريښتنى رسول دى ،دا چې ته په سمه توګه لمونځ اداکړې ، بله داچې ته د خپل مال زکات ورکړې ،دا چې ته د رمضان دمياشتې روژه ونيسې او داچې د استطاعت په صورت کې دبيت الله شريف حج ترسره کړې.
ده په ځواب کې وويل: چې ريښتيادى وويل. مونږ په تعجب کې ورته پريوتو چې له يوه پلوه پوښتنه کوي اوبل پلوته يې تصديق کوي .
بيايې پوښته وکړه چې دايمان په اړه خبر  راکړه ( چې ايمان څه شئ دى؟)
رسول الله په ځواب کې ورته وويل: چې ايمان دا دى چې ته پرالله ، دهغه پر پريښتو،دهغه په کتابونو،دهغه په رسولانو اودقيامت په ورځ ايمان راوړې اوباور پرې وکړې اوبله داچې ته د تقدير په خير اوشردواړو ايمان راوړې( چې دواړه دالله تعالى له لورې ټاکل شوي دي)   ويې ويل: سمه خبره دې وکړه .
بيايې پوښتنه وکړه چې ماته داحسان په اړه خبره راکړه چې احسان څه شى دى ؟
رسول الله (ص) په ځواب کې ورته وويل چې احسان ديته ويل کيږي چې ته دالله تعالى په داسې توګه عبادت وکړې چې ګواکې ته الله (جل جلاله) ګورې اوکه داسې  نه وي نو داسې  خو يقين لره چې الله تعالى ما ويني.
بيايې  پوښته وکړه چې د قيامت په اړه خبر راکړه (چې کله به راځي؟)
رسول الله (ص) په ځواب کې ورته وفرمايل: له چاڅخه چې د قيامت په اړه پوښتنه شويده هغه د سوال کونکې څخه په دې اړه زياته پوهه نلري( لکه څرنګه چې تاته معلومات نشته ماته هم په دې اړه معلومات نشته )
بيايې پوښتنه تکرارکړه چې دنښونښانوپه اړه يې خبر راکړه ؟رسول الله (ص) په ځواب کې ورته وويل: کله چې مينځه خپل بادارګۍ وځيږوي اوبله داچې ته پښي ابله ، لوڅ (بربنډ) ،نيستمن خلک او د رمو شپانه وګورې چې يوله بل سره دبنګلو په لوړوالي کې وړانديوالى کوي (دايې نښې نښانې دي)
بيا دا سړى پرخپله مخه ولاړ، ما يو څه وخت تيرکړ، بيارسول الله راته وفرمايل: اى عمره!  پوه شوې چې  داسائل څوک وو؟
ماپه ځواب کې ورته وويل چې الله او د هغه رسول ښه پوهيږي.
رسول الله وفرمايل: چې دا جبريل و د دې لپاره راغلى وو چې تاسې ته خپل دين دروښيي.

شرح:

په دې حديث کې پنځه اساسي ټکي ذکر شوي دي:

1.    اسلام :
د اسلام اصلي معنادا ده چې يوکس خپل ځان بل چاته داسې تسليم کړي چې خپل ټول کارونه هغه ته وسپاري اوپه کلي توګه د هغه د حکم اوفرمان تابع وي .
هغه دين چې د الله تعالى له پلوه رسولانو اونبيانو عليهم السلام ته  دانسانانو دلارښوونې لپاره راغلى دى، له اسلام څخه عبارت دى ،چې په هغه کې مسلمان په تمامه معناخپل ځان الله تعالى ته ورسپاري اوحکمونو ته يې د يوه وفادارغلام په څېر غاړه ږدي او د هغه اطاعت د خپل ژوندانه دستورالعمل ګرځوي،اوله اسلام څخه پرته بل هيڅ قانون اوتګلارې ته نه ورګرځي اوکه چا دا کاروکړ د هغه په اړه الله تعالى داسې فرمايلي دي :
(وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنْ الْخَاسِرِينَ) (آل عمران85

داسلام ارکان:

په اسلام کې له پيله تر پايه ډير داسې حکمونه شته چې په تفصيلاتويې کتابونه ډکيږي،البته داسلام مهم ارکان پنځه دي چې  که څوک يې په درسته توګه ترسره کړي نوهغه کولاى شي چې داسلام ټول احکام دخپل ژوندانه تګلاره جوړه کړي اوکه څوک پکې وروسته پاتې شو هغه نشي کولاى چې ټول اسلام دخپل ژوندانه  دستورالعمل وګرځوي .
دغه پنځه ګوني ارکان  دشهادت کلمه ويل ، په سمه توګه لمونځ اداکول ، د نصاب دپوره والي په صورت کې د خپل مال زکات ورکول ، د رمضان دمياشتې روژه نيول اوپنځم يې د لارې دتګ اوراتګ دتوانمندۍ په صورت کې دبيت الله شريف حج اداکول دى.
2.    ايمان:
په دې حديث کې د ايمان ارکان په لاندې توګه ښودل شوي دي.
الف: پرالله تعالى ايمان:
دا چې الله تعالى موجود دى ،د جلال او د کمال پرصفاتو موصوف دى،دنقص اونيمګړتيا له صفاتو څخه پاک دى،داچې الله يو دى شريک نلري،بې نيازه اوبې حاجته دى اودټولو مخلوقاتو خالق،مالک،اوواکداردى،الله تعالى په مخلوقاتوکې څرنګه يې چې اراده  اوخوښه شي تصرف کوي بل هيچاته اړتيانلري بلکې ټول کائنات هغه ته اړدى، په دې امورو ايمان، باور او يقين درلودل په الله تعالى د ايمان معنا ده.
ب: پر پريښتوايمان:
په دې خبره باورکول چې پريښتې دالله تعالى معززې بندګانې دي ،له الله تعالى څخه په هيڅ شي کې وړانديوالى نکوي او دوى د الله تعالى له اوامروسره سم عمل ترسره کوي، دغه په پريښتو د ايمان معنا ده.
ج: په کتابونو ايمان:
په ټولو رانازل شويو کتابونو باندې ايمان راوړل فرض دى، مومن بايد په دې ايمان ولري الله تعالى د انسانانو د هدايت لپاره وخت تربله د ځينو رسولانو سره ځانګړي کتابونه رانازل کړي دي  چې هر کتاب په خپل وخت کې د عمل وړ وو چې د مشهور کتابونو نومونه ئې تورات ، انجيل، زبوراو قرآن دي.
د: په رسولانوايمان:
داچې مسلمان په دې خبره يقين اوباوروکړي چې الله تعالى دانسانانودلارښوونې لپاره له خپل پلوه نبيان اورسولان رااستولي دي اوپه دې باورکول چې دوى دالله تعالى له لوري دبندګانو دهدايت لپاره څه راوړي دي ،دوى پکې ريښتني دي،هيڅ شک اوشبه پکې نشته،همدا ډول داچې الله تعالى ددوى نصرت اوتصديق په معجزوباندې کړى دى،اوپه دې خبره يقين درلودل چې دوى دالله تعالى مکلفوبندګانوته خپل رسالت رسولى دى ،دالله تعالى داحکاموپه رسونه کې يې هيڅ ډول تقصيرندى کړى،د دوى احترام اوله هغوى سره محبت کول پرمونږ باندې فرض دى،بله داچې ټول رسولان په رسالت کې سره يوشان دي اوپه ټولو باندې مونږ ايمان اوباورلرو ، د غه په رسولانو د ايمان مقصد دى.
هـ: داخرت په ورځ ايمان :
هغه داچې مسلمان د دې خبرې تصديق وکړي چې د قيامت ورځ راتلونکې ده،په دې توګه پرهغوامورو ايمان ولري چې د قيامت ورځ ورته شامله ده چې هغه:له مرګ څخه وروسته بياراژوندي کيدل،حشراونشر،حساب کتاب، د عملونو تول،پل صراط،جنت اودوزخ،چې مسلمانان به دالله تعالى په فضل اوکرم جنت ته ځي اوکافران به دوزخ ته ځي اوپه داسې نورو غيبي شيانو ايمان په آخرت د ايمان مفهوم دى.
و: په تقديرايمان:
دا چې مسلمان په دې خبره يقين وکړي چې په دنياکې هرڅه رامنځ ته کيږي، چې هغه خير وي اوکه شر، دا ټول دالله تعالى د حکم اوارادې سره سم رامنځ ته کيږي اوهغه يې ټول په ازل کې مخکې له پيدايښت څخه  اندازه کړي دي. هيڅ شى دالله تعالى له حکم ،ارادې اواندازې  څخه پرته نشي رامنځ ته کيدلاى .
داسلامي امت ټول سلف اوخلف امامان په دې سره متفق دې چې څوک پورته يادشوې امور دزړه له کومې ومني او باورپرې وکړي او هيڅ شک اوشبه پکې ونکړي، دغه شخص په حقه اوريښتياسره مؤمن دى.
3.    احسان:
احسان هم دنورواصطلاحاتوپه څير يوه ديني اوقرآني اصطلاح ده چې دالله تعالى عبادت اوبندګي داسې حد ته ورسوي چې کله دى د الله تعالى حکمونه پرځاى کوي ، داسې وانګيرې چې ګواکې دى الله تعالى د خپل سر په سترګوويني اوکه داسې حد ته يې نشي رسولاى نو په حتمې توګه دې دا باور ولري چې په هرکار اوعمل کې الله تعالى دى ګوري اوله مراقبې څخه يې لاندې دى.
4.    دقيامت ورځ:
دقيامت دراتلوورځ اونيټه پرته له الله تعالى بل هيچاته معلومه نده چې په کومه نيټه به رامنځ ته کيږي،همدا لامل ووچې رسول الله (ص) دجبرائيل عليه السلام په ځواب کې وويل چې زه هم له تاڅخه په دې اړه زيات معلومات نلرم زه اوته په  دې باره کې سره يوشانته يو.
5.    د قيامت نښې نښانې:
له دې څخه وروسته جبرائيل عليه السلام له رسول الله (ص) څخه دقيامت دعلاموپه اړه پوښتنه وکړه چې رسول الله (ص) په ځواب کې ورته وويل چې د قيامت دوه ځانګړې نښې نښانې دى.:
لومړنۍ علامه داچې کومه مورخپله مالکه وزيږوي،د دې خبرې دا مقصد دى چې له قيامت سره نژدې زمانه کې به خلک دخپل موراوپلارنافرماني اوبې وفائې پيل کړي، دموراوپلار نافرمانې په خپل ذات کې ډيربداوقبيح کاردى،داخولاپريږده چې په اخره زمانه کې به خلک د موراوپلار خبره نه مني بلکې له دې څخه پورته داسې تعامل به ورسره اختيارکړي چې ګويا دى يې بادار اومالک دى اوموراوپلاريې مينځې  اومريان دى .
دويمه ځانګړې علامه يې دا ده چې:پښې ابله،لوڅ اوبربندخلک چې جامې يې په تن نوي ،سوالګر اوناتوانه کمزوري خلک او د رمو شپانه اوڅروونکې خلک داسې مالداره اوبډايان شي چې يوله بل سره په آباديواو د تعميرونوپه لوړولوکې مسابقې پيل کړي اوسرمايه دارې فخر اومباهات وګڼي،غرض داچې دټيټې طبقې نيستمن خلک په دنياوي اموروکې لوړ مقام ته ورسيږي اوحالت بدل شي،نااهله خلک واکمن اوحاکمان شي. په بل حديث کې راغلي دي کله چې امانت نااهله خلکوته وسپارل شو نوپه دغه وخت کې دقيامت په انتظارکې شپې اوورځې سباکوه.
ددې سوال اوځواب په نتيجه کې الله تعالى دجبرائيل عليه السلام په واسطه په لنډواوجامعو الفاظوکې مسلمانانوته ټول دين ورزده کړ.
په دې حديث کې ټول دين په درې شيانوکې راخلاصه شوى دى .
لومړى اسلام ، دوهم ايمان او دريم احسان دى.

فوائد:

1- په ديني اموروکې پوښتنه کول ښه کاردى. د ناپوهۍ علاج په پوښتنه باندې کيږي،وايې چې پوښتنه کول نيمايي علم دى.
2- پوښتنه  بايد ګټوره وي بې فائدې پوښتنه کول منع دي .
3- که چيرې يو شخص په مساله پوه وي خو ګوري چې نور خلک ورته ضرورت لري دهغوى لپاره پوښتنه کول هم ښه کار دى. ځکه چې دجبرائيل عليه السلام همدا غرض وو چې نوروته دين ورزده کړي.
4-  ايمان اواسلام دواړه بېيل بيل شيان دى .اسلام ظاهري اعمالوته ويل کيږي اوايمان باطنې اموروته ويل کيږي      .
5-  له عالمانو اوپوهانو سره ناسته ولاړه ښه کاردى      .
6- ښه پوښتنه دعلم د حاصلولو غوره وسيله ده  امام زهري ويلي دي چې علم خزانه ده اودهغې کلي پوښتنه کول دى
12- له الله تعالى څخه پرته نورڅوک په غيبوباندې نه پوهيږي که څه هم هغه پيغمبر وي.
13.- دقيامت د ورځې دقيق علم پرته له الله تعالى بل چاته معلوم  ندى.
14-دقيامت  دراتګ نښې  نښانې شته چې دوه ئې دا دى چې دټيټې مرتبې خلک پورته شي اومالونه ئې دومره زيات شي چې دفخر اوځان ښودنې لپاره ابادۍ شروع کړي  اودپورته مرتبې خلک ټيټ شي .
15- دمباهات اوځان ښودنې په غرض ابادۍ جوړول بدکاردى.
16- له قيامت سره نږدې زمانه کې به خلک ډير فاسد شي، ښه اخلاق به له منځه ولاړشي، دموراوپلار نافرماني به زياته شي، تردى چې دغلام اومينځي تعامل به ورسره کوي
17- پريښته کولاى شي دانسان په شکل ځان راښکاره کړي اوله خلکوسره خبرې  اترې ورسره وکړي     .
18- کله چې له کوم عالم څخه پوښتنه وشي اوپه مسئله باندې پوهه نوي نو وايي به چې زه نه پوهيږم اوهمدايې دتقوى اوپرهيزګارۍ نښه ده
19-د علم مجالسوته په ادب ، له پاکوجامواو اوغوره شکل سره  راتګ غوره کار دى

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: