عيسويت زما له عقل سره ټکر درلود-هدایت شوي

دا د استراليا پروتستانت مسيحي كورنۍ پورى تړلې يوې نوې مسلمانې شوې ښځې وينا  ده هغه وايې زه په ۱۹۵۳ كال داسترياپه لنز  ښار کې  زيږيدلې يم وړوكتوب مى د جرمني په ميونخ ښاركې  تېركړى بيامونږ  داستريا سالزبرګ ښار ته راغلوچې  په  دغه  وخت كې ځماعمرشپاړس  كاله ؤ زه په يوه  زاړه پالي عيسوي كورنۍ كې لويه شوم ځماموراوپلارپه ډيرسرسخته پروتستانت   مسيحيت باندى عقيده درلوده هغه چې  په بائبل كتاب باندى عقيده لري اوپه   دي عقيده ؤ چې عيسى عليه السلام دالله تعالى ځوى دي دوى ځما دتعليم  اولوړو اخلاقو ډيرخيال ساته .كله چې ماثانوى زده كړه پائې ته ورسوله نوما دبيولوژى په برخه كې د سالزبرګ په پوهنتون   كې خپل نورتعليم پيل كړاوددې ترڅنګ مې  په نوموړي پوهنتون  کې  نيمه ورځ  وظيفه هم واخيستله داچې دواړه كارونه په   يوځاى  كې ؤنوماته يې ترسره كول اسان ؤ  داچې دپروتستانت كليساپه مذهبى مراسمو   کې  دګډون وخت ځماسره نه ؤله دې  لامله ځماموراوپلارځمالپاره د  ( ايونجيليكل فرى چرچ ) چې يوه ازاده كليسا وه  اهتمام وكړچې داپه امريكا کې  ډيره قوي اودپاپانوټولنې پورى تړلې كليساده . نه يوازى داچې زه دنوموړى كليساغړې شوم بلكه دزده كونكوديوى ډلې مشري يې هم راوسپارله ماڅوځله دبائبل مطالعه كړې وه اوزه پدې  عيسوي عقېده ؤم چې عيسى عليه السلام دالله تعالى ځوى اودهغه يوه برخه ده دټولوانسانانودژغورنى اودالله تعالى دخوشحالولواوراضى كولويوازينئ وسيله ده او همداراز په صليب باندى دهغه وژنه د ټولوانسانانو دګناهونوكفاره ده. ماتردې  وخته پورى بائبل داسى نه ؤلوستى چې   پدى كې دحقيقت څخه پرته نورى خبرى هم شته اوماپدى باندى دځان پوهولوكوښښ  هم نه ؤكړى چې اياانجيل اودعيسائى عقيدى نوروكتابونو کې  چې كوم تعيلمات اوزده  كړى دى داپه يقينى توګه هماغه زده كړى  دي كومى چې عيسى عليه السلام خلكوته وړاندى كړى وې ؟ دڅوكلونوله تيريدو څخه وروسته سره ددې چې زه عيسايې وم  خودعيسوى عقايدوپه اړه ځماشكونه زياتيدل  يووخت داسي راورسيد په زړه كې دعيسوى عقايدوڅخه منكره شوم ځكه چې   نوموړى عقيدى ځمادعقل سره تضاد درلودكه څه هم ماته داوئيل شوى ؤ چې دادالله تعالى راز دى اوهمدغه سمه عقيده ده .خوماته پدغه عقيده  کې  هيڅ ډول قلبىاطمينان نه حاصليد. ماپه دى ټينګاركاوه   چې زه داسى عقيده خپله كړم چې هغه ماته داراوښئ چې عيسى عليه السلام يوانسان اوپيغمبرؤاودالله تعالى له خواسمه لارورښودل شوى وه اوورباندى روان ؤچىنورخلك يې همدغى  سمى لارى ته رابلل اوبس .

دزده كړى په ډګركې مېPhD) سندترلاسه   كړى ؤچې موراوپلارمې واده دكليسايومذهبى ځوان سره وكړ چې ددوه اولادونودپيدا كيدلوڅخه وروسته يې زه طلاقه كړم خو دمسيحيت په اړه ځماشكونه په خپل ځاى ؤ.

دا چې اوس داولادونوروزنه اوپالنه يوازى  ځماپه غاړه وه نوزه مجبوره ؤم چې مناسبه وظيفه ځانته پيداكړم چې دخداى په فضل د  سالزبرګ په پوهنتون  کې  داستاذۍ  په دنده   وګومارل شوم چې داځمالپاره  ډيره دعزت وظيفه وه ،كله چې زه دنوروداحتياج څخه خلاصه شوم يوبل واده مى  وكړچې وروسته يوځل  بياطلاق رامنځته شوددواړوطلاقونو لامل داؤچې ځما دواړو خاوندانو غوښتل  چې ځمادموقف  اومال څخه زياته گټه پورته كړى اوپه خپله هيڅ كارونكړى حتى د  اولادونود ضرورتونودپوره كولوپه اړه  ورسره هيڅ دلچسپى نه وه ددوهم طلاق اغيزپه ماباندى ځكه كم ؤچې زه د  پوهنتون استاذه م دودونوپه اوږدو  کې  هم خوښه نه ؤم ځكه چې ځماددواړوخاوندانوچلندځماسره سم نه  ؤزه يوڅه وخت ډيره پريشانه ؤم ځكه چې  زياته مصروفه وم دكوركارونه د اولادونو روزنه اوپالنه اودغه رازپهپوهنتون  کې  وظيفه هغه څه ؤ چې خورازياته    يې مصروفه كړى ؤم.

ماله دويم طلاقه وروسته دخپل  عمرڅخه دډيركم عمر يوځوان سره دواده څخه پرته يوځاى ژوندتيرول پيل كړل چې داكارپه لويديځه نړى  کې  كوم پيغور  ندى نه (۹) كاله وروسته دغه ځوان زه پريښودم اويوي بلى ځوانى ښځې  سره يې ملګرتياشوه چې له دى  څخه وروسته مابيابل ځوان سره ددغسى ژوندتيرولوكوښښ ونكړ اويوازى ژوند  مې غوره كړدژوندتيرولولپاره مناسبه شتمنى درلودله خوماحقيقت ته درسيدولوكوښښ مې پرينښود.داداسى وخت  ؤچې ماداسلام سره خورازيات تعصب درلود  چې داپه عمومى توګه دعيسوى ټولنى صفت ؤاولويديځى ميډياپ کې  زيات رول درلود  ماكله هم داسلام په لوردميلان او مسلمان سره داړيكوپه اړه فكرنهكاوه مونږ اسلام ته ديوويره اچوون کې  دين په سترګه كتل ۲۰۰۲ م كال دسپتمبرپه مياشت  کې  ځمايوملګرى راته ووئيل چې د  رخصتيويوه اونى په يوه بيرونى داسى هوټل  کې  تيره كړوچې هلته هرقسم وګړى موجودوي نودمصرعربى هيوادته موسفروكړ  چې هلته نسبتاً يوارزان هوټل  کې  موځاى ونيوزمونږدسفرهدف اوموخه دخپلو اعصابوارامول ؤاوددى ترڅنګ زه دحقيقت  په لټه  کې  هم ؤم.مصرته دراتګ څخه وروسته يوماښام دښكلى هوټل دډوډى خوړلوهال   ته لاړم هلته مى داول ځل لپاره (وليد) په نوم يوتن په نظرراغى اوهغه زه وليدم نويودبل سره مومينه پيداشوه چى تردوه   ورځوپورى مويوبل ته هيڅ ونه وئيل بيا وليدماته دخطونوليكل پيل كړل اوځماڅخه يې دواده غوښتنه وكړه خوماداسلام نه ډيره كركه لرله يوه اونى چې زه هلته ؤم څه پريكړه مى  ونكړه زه بياخپل وطن استرياته راغلم خوداسى مى احساسوله چې وليدكه څه هم ځماسره په عربى ژبه ،كلتور،مذهب اوتعليم  کې  توپيرلرى خو ددى سره سره ماغوښتل چې دهغه سره ملګرتيا وكړم چې دوه مياشتى وروسته مې يوځل  بيامصرته دراتلوتصميم ونيو:

پدى وخت  کې  الله تعالى ځمالارښونه وكړه استريا ته دبيرته راتلوڅخه څو   ورځى وروسته زمونږ په تعليمى اداره  کې  يوى مسلمانې مصري سائنس پوهې ښځې  تدريس شروع كړچې بياوروسته يې په پوهنتون  کې  دعربى ژبى يوكورس هم  خلاص كړداچې هغه يوه ښه مسلمانه  وه نوماته يې اسلام ،اسلامى كلچراوعربى  ژبه ښه په تفصيل سره تشريح كړل ماهم اسلامى تعليمات ،كلتوراوعربى ژبى زده كړى ته پوره پام راواړاوه ځكه چې دوليدسره ځماداړيكوټينګ ساتلويوه لاره همدغه هم وه .داسلام په اړه چې ځينى كتابونه ليكل شوى وه هغه مى واخيستل اوهمدغه رازدجرمنى سفيرمرادهوخمين چې مسلمان شوى ؤدقران ترجمه اوتفسيرليكلى ؤهغه مى هم واخيستل كله چې زه پدى پوه شوم چې  اسلام دالله تعالى رښتينى دين دى نوډيره حيرانه شوم چې څرنګه خلكوزمونږ نه دغه  حقيقى دين پټ كړيدى نوزه يودم دتيارو څخه رڼاته راووتم دمصرپه بله دوره  کې  زه پدى  پوه شوم چې وليديو پوه اودذكاوت خاوندځوان دي اودډيرى لوئى زراعتى  كورنى سره اړي کې  لري . چې په همدغه   دوره  کې يو ماښام دسيمه ايزورواجونوسره  سم زمونږ واده وشوزه دوه ځله بياقاهرى  ته لاړم اووروسته بياوليدته هم داسترياويزه په لاس ورغله هغه غوښتل چې ځماسره يوځاى  استرياته لاړشى خوديولړستونزوله امله وروسته شوچې ديوكال جدائى نه وروسته سره يوځاى شو.

ما د اسلام په اړه داستريادمسلمانوورونو څخه ډيرڅه اوريدلي ؤبيازه اووليددسالزبرګ جمات ته لاړواوداسلام په اړه موډيركتابونه  واخيستل   چې ددى كتابونواودقرانكريم دمطالعى څخه  وروسته ځمادزړه غوټه  خلاصه شوه دعيسى عليه السلام اونوروپيغمبرانو په اړه چې دابتداء نه ما سره كوم نظرموجودؤ هغه سم ؤچې دوى يوازى پيغمبران او   غوره انسانان دي اوداراته  ثابته او  ښكاره شوه چې دعيسويت عقيده دځانه جوړه شوى عقيده ده نوله دى وروسته ماسره داسلام دمنلونه پرته بله لار  پاتى نشوه كه څه هم د شرابواونورو  لهولعب كارونوپريښودل ماته سخت ؤ خودالله تعالى په فضل سره ددى ټولونارواكارونوڅخه منع شوم اويوه ورځ وروسته دوليدپه ټينګارپه (۲۰۰۴) درمضان په مباركه مياشت  کې  داستريادمسلمانانوسره يوځاى ماپه خپل كور کې  داسلام راوړلواعلان وكړ (الله اكبر) له دى وروسته مادډيرى خوښى اوخوشحالى احساس  كاوه اوقلبى سكون اوارام راپه برخه شوځما موراوپلارډيرضعيف ؤ نوماهغوى خبرنكړل  ډيره خوښه يم چې الله تعالى راباندى داسى لوى فضل اورحم وكړاودالله تعالى څخه دعا غواړم چې داسلام دمقدس اوريښتينى   دين دخدمت كولولازيات توفيق راكړى .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب