انبیاء ع

د اسحاق علیه السلام نسب

اسحاق علیه السلام  د ابراهيم علیه السلام  ځوى وو ، مور يې سارا نومېده . اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  دوهم زوى وو چي ملائکو په ده سره ابراهيم علیه السلام  ته زېرى ورکړى وو. داسحاق علیه السلام  دنسل څخه دبني اسرائيلو انبياء راغلي دي. الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  ددوو اولادونو يعني اسماعيل علیه السلام  او اسحاق علیه السلام  په اولادونو کي نبوت پيدا کړى دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ….( سورة عنکبوت الاية ٢٧)
ژباړه : موږ ګرځولي دي په اولاد کي دابراهيم علیه السلام  نبوت او  کتاب.
په دې موضوع کي به انشاء ا لله تفصيلي خبره وسي.
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: