د استخارې ډولونه او ځای؟

د استخارې نور ډولونه:

ځينې علماوله پورتنۍ طريقې پرته نورې طريقې هم په ګوته کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي

۱ـــ اول به اودس وکړي او بيا به په ښي اړخ څملي اوسورة الشمس به اوه ځله ، سورة الليل اوه واره اوسورة اخلاص به اوه ځله ووايي . له دې وروسته به په ډېرې عاجزۍ سره دعاوکړي اودکوم کارلپاره چې استخاره کوي هغه دې په زړه کې ونيسي او ويده دي شي، که په اوله شپه يې څه ونه ليدل دا کار دې تر اوو شپوترسره کړي.
(کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي )
۲ـــ د پنجشنبې ياجمعې په شپه دې ځان له دنيايي خبروڅخه خلاص کړي ٣٠٠ ځله دې بسم الله ووايي پرسينه دې چف کړي د استخارې دعاد دې ووايي اودعابه وکړي چې که په دې کارکې كه زما خير او اوياهم شروي يې را وښايې بيا به دا درود ووايي: اللهم صل على سيدنا محمدبعددکل معلوم لک. (کمالات عزيزي شاه عبدالعزيزمحدث دهلوي . )
۳ــــ مولاناانورشاه کشميرصاحب په خپل کتاب (خاص عمليات ) کې ليکلي: دوه رکعته نفل داستخارې په نيت وکړئ د سلام اړولوڅخه وروسته ٣٢٣ځله بسم الله الرحمن الرحيم او٣٢٣ځله حسبي الله ونعم الوکيل ووايئ اوويده شئ الله تعالى به موله غيبه ډاډمن کړي.

د استخارې ځاى:

حکيم الامت مولانااشرف علي تهانوي صاحب وايي:
استخاره په هغه کارونوکې رواده چې دواړه خواوې يې په روا والي يو ډول وي او په کومو کارونو کې چې د کارښه والى اوبدوالى د شريعت له لوري ښودل شوى وي  په  هغوکې استخاره نشته. (انفاس عيسى ١٣٤). د بېلګې په ډول لمونځ کول، عمرې ته تلل، ياله بې وزله خلکوسره مرسته کول، د دې ښه والى شريعت ښوولى، او په بې ځايه کارونوکې پيسې لګول د دې بدوالى شريعت ښوولى، پدې کارونوکې استخاره نشته.

مشوره كول هم سنت ده:

مسلمان بايدپه هرکارکې د استخارې ترڅنګ له خپلومشرانو او پوهانو سره مشوره هم وکړي، دا كار سنت دى په قرآن کريم الله تعالى پغمبر صى الله عليه وسلم ته داسې لارـښوونه كوي: ( وشاورهم في الامر) [سورت شورى] ژباړه:

او له دوى (صحابوو) سره مشوره کوه:

په احاديثوکې هم په مشوركولو ډېرټينګارشوى، علامه شبيراحمدعثماني صاحب د دې آيت په تشريح كې ليکلي دي: په هر کاركې مشوره کول كه ديني اويا دنياوي وي، د الله جل جلاله ډېرخوښ وي، پيغمبرعليه السلام به هم  په  ټولو کارونو کې د صحابه وو رضى الله عنهم سره مشوره کوله  او صحابوو به  هم په خپلوکارونوکې يوله بل سره مشوره کوله ان تردې چې راشده خلافت بنسټ پرشورا ولاړو.

مفتي تقي عثماني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب