ښوونکی، زده کوونکی او زده کړیال

د استاذ  نېمګړتياوې

د استاذ  نېمګړتياوې

۱- حق نه منل:

استاذ بايد له حق څخه انکار ونه کړي، که کوم شاګرد يې تېروته ورته په ګوته کړي بايد انکار ترې ونه کړي، په دې سره د شاګرد په زړه کې د استاذ ثقه والی او عظمت نور هم زياتيږي، هغوی فکر کوي چې استاذ مو حق وايي او حق مني، ځکه خلک پوهېږي چې انسان بشر کامل نه دی او داسې علماء نشته چې له هغوی څخه خطايي نه وي شوې.

۲- شاګرد سره حسد:

استاذ بايد شاګرد سره حسد ونه ساتي، کينه او حسد له نفسي ناروغيو څخه ده، استاذ بايد تل ځان ترې وساتي.

۳- له پوهي پرته فتوا ورکول:

په کومه مسئله چې پوهه نه وي فتوا دې نه ورکوي، که څه هم هغه مهال به يې شاګردان ومني خو کله چې ورته حق معلوم شي نو په دې سره د استاذ او شاګرد ترمنځ باور له منځه ځي.

۴- ډېري ټوکي کول:

 استاذ بايد له ډېرو ټوکو کولو څخه ډډه وکړي،  له شاګردانو سره خوش مزاجي ښه وي خو زياتي ټوکي د انسان شان ته زيان رسوي.

۵- په شخصي خدمت کې استخدامول:

استاذ بايد شاګردان په شخصي خدمت کې ونه کاروي،  داسې خدمت چې له درس څخه خارج وي او يوازې د استاذ له شخصي کارونو سره اړه لري.

۶- غيبت، تهمت او سپک الفاظ کارول:

استاذ بايد له داسې ځای څخه ځان وساتي چې د تهمت لامل يې ګرځي، د شاګردانو غيبت دې نه کوي، او د بل استاذ او د هغه د مضمون بد دې نه وايي او د شاګرد تهدېدولو پر وخت دې داسې الفاظ نه کاروي چې حيثيت ته يې زيان ورسوي.

زموږ د ټولني د ښوونکو ځيني نېمګړتيا وي:

لومړی:    ځيني ښوونکي چې په کوم ځای پوهه نه شي ، په دې پلمه چې ځان خلاص کړي د درس کولو پر وخت شاګردان تېر باسي.

دويم:         په کتاب پوهېږي او که نه پوهيږي نه غواړي چې له بل استاذ څخه ګټه واخلي.

دريم:           له کتاب  او مضمون څخه بهر  ډېري خبري کوي او په دې سره د طالبانو وخت ضائع کوي .

څلورم:      د تدريس طرز  يې پخوانی وي شاګرد ډېره ګټه نشې ترې اخيستلی ، په لومړي سر کې ډېر وخت تېروي او په ا خر کې په منډه درس کوي.

پنځم:          خبري زياتي او درس لږ کوي او غير ضروري مسائل څېړي.

شپږم:        په درس او عامو غونډو کې د اورېدونکو له سويې لوړې خبري کوي، او داسې اصطلاحات کاروي چې اورېدونکي نه پرې پوهېږي او په وېنا کې د اورېدونکو د عمر لحاظ هم نه ساتي.

اووم:          تکلف ، تصنع  او  لغت پراني کوي، ښه داده چې هره موضوع په سادګي او بې تکلفې سره وړاندې شي.

 اتم:             موږ  پر ځای  د زه کلمه ډېره کاروي، او دا خوښوي چې هر ځای دی مطرح شي.

نهم:             په تدريس کې له نويو وسائلو ګټه نه اخلي، نوی مېتود نه کاروي او يوازې په تقليدي طرز او تګلاره  عمل کوي.

لسم:           نوښت او ابتکار ته هيڅ پاملرنه نه کوي او نه  ورسره ليوالتيا لري دغه راز  د وخت ضرورتونه په پام کې نه نېسي.

په پای کې د استاذ مسلکې روزنې په اړه يو څو وړانديزونه:

الف:           د دې لپاره چې ښوونکي او علماء کرام د درس نوي مېتودونو سره بلد شي، او هغه طريقې په کار واچوي چې نن په نړۍ کې مثبتې او مثمرې ثابتې شوي بايد په ښوونځيو او مدرسو کې لنډمهاله سيمينارونه او کورسونه جوړ شي او له مسلکي استاذانو څخه ګټه واخيستل شي.

باء:               د استاذانو په مسلکي روزنه کې دې د بشري ودې د پياوړتيا نړيوال ټرينر او د اوټيډ روزنيزي مؤسسې مشر دکتور حيات الله عتيد چې په دې لاره کې يې هر ډول همکاري ته ټټر وهلی او د دوی په څېر نورو شخصيتونو څخه ګټه واخيستل شي.

ج:                  مسؤلين دې په اونۍ او يا پنځلس ورځو کې يوځل مدرسو کې شاګردانو ته درسې مېتود او مسلکي تدريس په اړه محاضري وړاندې کړي ترڅو په راتلونکي کې ورڅخه استفاده وکړي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: