فلسفه او منطق

د ابو الاعلی مودودي فلسفي نظريات

د مودودي واړه او غټ تاليفات تر ۱۲۰ اوړي، د اسلام په اړه يې د دنيا په ډېرو ځايونو لکه قاهره، دمشق، عمان، مکه مکرمه او مدينه منوره، جده، کويټ، رباط، استانبول، لندن، نيويارک، ټورنټو او داسې نورو ځايونو کې تر زرو ډېرې ويناګانې کړې دي .

انسان له خپلو لومړنيو او ساده پوهنو څخه تر نسبتاً  لوړو پوهنو پورې د ژوند په هره سطح کې چې وي کله ناکله د ځان، چاپېريال او کايناتو په باره کې فکر کوي چې :
زه څوک او څه شی يم؟
ولې يم؟
له کوم ځايه راغلی يم؟
ولې راغلی او يا راوستل شوی يم؟
د څه شي لپاره موجود يم؟
چېرې يم؟
ما خپل ځان نه دی خلق کړی!
هغه څوک دی چې زه يې پيدا کړی يم؟
ايا خپل خالق پېژندلای شم؟
مځکه، اوبه او ټول هغه موجودات چې وينم يې ژوندي يا غيرحيه، اسمانونه، ستوري، څنګه ترتيب او تنظيم شو؟
جسم، زمان، مکان، رڼا، تياره، جاذبه، حرکت، سکون، هستي او نيستي څه شی دي او د نورو موجوداتو په کميت او کيفيت کې څه اغېزې لري؟
ايا بشري پوهه او علوم د انسان د ذهن او دماغ عقل او ادراک د محدوديت له کبله محدودوي او که په لا يتناهي توګه پرمخ درومي؟
بشري وحدت څه شی دی او پر کومو اصولو ميسرېږي؟
ايا انسان ته خپل نفس او روح او ژوند معلوم دی، چې دا څه شی دي ؟

د ابو الاعلی مودودي تفسيري نظريات

ابوالاعلی مودودي په اورنګ اباد (حيدراباد هندوستان) کې په ۱۳۲۱ هجري قمري کال کې چې له ۱۹۰۳ زيږديږ سره سمون خوري وزيږېد، چې د نسب سلسله يې په افغانستان کې د هرات د چشت لوی شيخ خواجه قطب الدين ته رسېږي .

قطب الدين د ساداتو له جملې څخه و، او په پنځلسمه عيسوي پېړۍ کې له هرات څخه ولاړ او په هندوستان کې استوګن شو .
د ابوالاعلی مودودي پلار احمد حسن نومېده چې د خپل عصر قانون پوه و .
ابوالاعلی مودودي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپل ښار کې بشپړې کړې وروسته د لوړو تحصيلاتو لپاره د حيد اباد په دارالعلوم کې شامل شو، خو د پلار د ناجوړۍ له امله يې خپل تحصيل پوره نه کړای شوای، خو بيا هم د لوړ ذهن څښتن و .
د مطالعاتو خصوصاً له اسلامي علومو سره يې زياته مينه درلوده اردو يې مورنۍ  ژبه وه، په عربي، فارسي او انګرېږي ژبو پوهېده، د ۱۵ کلونو په عمر يې د مطبوعاتي چارو سره علاقه پیدا شوه، چې په ۱۹۲۰ ز کال کې د جبل پور د ښار د (تاج) د خپرونې چلوونکی او په ۱۹۲۱ کې ډيلي ته ولاړ، او په هغه ځای کې د (مسلم) د خپرونې چلوونکی وټاکل شو ده د خپل عصر د انګرېزي ښکېلاک پرضد په سياسي فعاليتونو کې مؤثرې برخې درلودې او د (تحريک الهجرة) د نهضت په سلسله کې يې مسلمانان دې ته وهڅول چې له هندوستان څخه افغانستان ته مهاجرتونه وکړي، به همدې فرصت کې ده د عربي او انګلېسي ژبو څخه کتابونه په اردو ترجمه کول، د ده لومړی نامتو کتاب (الاجهاد في الاسلام) نومېږي، ده د پاکستان د نامتو شاعر ډاکټر محمد اقبال لاهوري سره په پټان کوټ (پنجاب) کې د (دارالاسلام) په نامه يو مطالعاتي مرکزتاسيس کړ، د دې اکاډيمۍ هدف دا و چې محصلينو ته د اسلام د سياسي فلسفې تعليمات وښيي .
د مودودي واړه او غټ تاليفات تر ۱۲۰ اوړي، د اسلام په اړه يې د دنيا په ډېرو ځايونو لکه قاهره، دمشق، عمان، مکه مکرمه او مدينه منوره، جده، کويټ، رباط، استانبول، لندن، نيويارک، ټورنټو او داسې نورو ځايونو کې تر زرو ډېرې ويناګانې کړې دي .
ده د دېرشو کلونو په اوږدو کې د (تفهيم القرآن) په نامه يو تفسير وليکه، او د ۷۶ کلونو په عمر د پښتورګو د ناروغۍ له کبله د ۱۹۷۹ کال کې د نيويارک په (بفلو) کې وفات او جسد يې پاکستان ته يوړل شو او د لاهورښار د (اچره) په ناحيه کې خاورو ته وسپارل شو.

د انساني طبيعت جوړښت

ابوالاعلی مودودي په خپل يوه کتاب (د انسان اقتصادي مساله او د هغې اسلامي حل) کې  چې ميان بهادرشاه ظفرکاکاخېل په پښتو ژباړلی، وايي چې : ((د انسان اقتصادي مساله چې په اصل کې د انساني ژوند د يوې عظيمې مسالې يو جز دی، ځينو خلکو د دې مجموعې نه بېله کړه او د يوې مستقلې مسالې په حيثيت يې د توجه وړ وګرځوله، او دا عادت د ومره زیات شو چې اقتصادي مساله یې د ټول ژوند مساله وګڼله، دا د لومړنۍ علطۍ نه هم لويه غلطي ده، چې د دې په وجه د دې غوټې پرانيستل ډېر ګران شوي دي، د دې مثال داسې دی کله چې د ځيکر د امراضو پو ماهر د انساني جسم د مجموعي نظام نه هغه بېل کړي او په دې نظام کې چې د ځيګر کوم اهميت دی هغه د نظر نه پنا کړي، او ځيګر ته يوازې د ځيګر په حيٍثيت کتل شروع کړي او بيا په دې کتلو کې دومره ډوب شي چې وروسته هغه ته به ټول انساني جسم محضې ځيګر ښکارېږي. نو تاسو په خپله پوهېدلای شۍ چې که د انساني صحت ټولې مسالې صرف د ځيګر د مسالې سره د حل کولو کوښښ وکړي نو دا مسالې به څرنګه قابل حل شي؟ او هغه بنده به څومره په سخته خطره کې ګير شي، نو پردې قياس وکړۍ کله چې اقتصادیات د انسانانو د مجموعې څخه وايستل شي او بيا دا عين انسانيت وګڼل شي، او د ژوند ټول موضعات هم د دې په ذريعه حل کول وغواړي، نو سوا د پرېشانۍ او حيرانۍ نه به نور څه په لاس راشي؟ د نوي دور په فتنو کې د خصوصي ماهرينو دا فتنه هم يوه لويه فتنه ده، د ژوند او د دې مسالو به هکله توجه روانه ده، او د انسان څخه د مختلفو علومو، فنونود کوتاه بينو په لاس يوه لوبه جوړه شوې ده، څوک چې د طبيعاتو ماهر دی نو هغه د ټول کاينات دا معما صرف د طبيعاتو په زور حل کول غواړي د چا په دماغونو کې نفسيات مسلط وي نو هغه د خپل نفسياتي تجربو او مشاهدو په اعتماد د ژوند پوره فلسفه مرتب کول غواړي، د الله تعالی د يوه بنده نظر په جنسي (شهواني) مساله کې ښخ کړی شوی دی، نو هغه وايي چې ګرده انساني زندګي بس د شهوانيت پر محور څرخي.  ))

د انسان (اقتصادي) مسئله

ابوالاعلي مودودي د انسان د اقتصادي اړتياوو د ليرې کولو په هکله وايي چې :
((په ډېره پخوا زمانه کې د انسان لپاره د ژوند موضوع نژدې نژدې دومره اسانه وه څومره چې د حيواناتو لپاره ده، الله تعالی په مځکه کې د ژوند بې شمېره سامان موجود کړی دی، د هر مخلوق لپاره چې څومره د رزق ضرورت وي هغه په ډېر مقدار موجود دی، هر يو د خپل رزق په تلاش کې بهر ته وزي، او د رزق له خزانې څخه خپله برخه حاصلوي، نه خو څوک د دې قيمت ادا کوي او نه د هغه دا رزق د بل چا په لاس کې دی، تقريباً همدغه حالت د انسان هم وو چې ولاړ به او قدرتي رزق که مېوې وې يا ښکار وو، هغه به يې حاصل کړ، د قدرتي پيداوار څخه به يې د خپل بدن د پټولو انتظام وکاوه، پرځمکه چې به کوم ځای موقع وموندل شوه، نو هلته به يې دسر پناه لپار ځای جوړ کړو مګر الله تعالی انسان د دې لپاره نه وو پيدا کړی چې هغه دې د ډېرې مودې په دې حالت کې پاتې شي، هغه په انسان کې څه داسې پټ استعداد اېښی وو، چې هغه دې ځانګړی ژوند پرېږدي او شريک ژوند تېرول دې اختيار کړي، او د خپل کار په برکت دې د خپل ځان لپاره د ژوند د هغو وسايلو څخه بهتري ذريعې پيدا کړي چې الله تعالی هغه محيا کړې وې، د ښځې او سړي ترمنځ يې دايةي تعلق فطري خواشه پيدا کړ، د انسان د بچي تر ډېرې مودې پورې د مور او پلار د پالنې لپاره اړ کېدل، د خپل نسل سره د اسنان ژوره مينه او د وينو د رشتو سره محبت، دا هغه علتونه وو چې د اجتماعي ژوند د تېرولو په موخه فطرت په خپله په ده کې پيدا کړي دي. دغه شان د انسان په داسې پيداوار چې هغه په خپل پيداشوی وي، صبرنه کولو او د کرلو په وسيهل د خپل ځان لپاره غله پيدا کول، په پاڼو باندې د خپل ځان په پټولو صبر نه کول، او د خپل کار په وسيله خپل ځان لپاره لباس جوړول په غارونو او سمڅو کې په اوسېدلو نه ډاډمنېدل او د خپل ځان لپاره کورونه جوړول د خپلو اړتياوو لپاره په جسماني الاتو اکتفا نه کول او د کاڼو، لرګيو اوسپنې او داسې نورو توکو څخه توکي جوړول دا خاصيتونه هم الله تعالی د فطرت په ډول په هغه کې امانت پرې اېښي وو، او د دې هم لازمه نتيجه ده چې په کرار کرار دې هغه متمدن شي، که انسان متمندن شو کوم جرم يې ونه کړو بلکې دا عين د هغه فطرت تقاضا او د هغه د خالق جل جلاله منشاء ده .))

د پرمختيا له پيدايښت سره د ځينو څيزونو لزوم

ابوالاعلی مودودي د انسان د اقتصادي موضوع په باره کې وايي چې : د پرمختيا له پيدا کېدا سره د يو څو لاملونو ناروغتيا ده :
1. يو خو دا چې د انسان ضرورتونه زيات شي او هر سړی خپلې ټولې اړتياوې نه شي  پوره کولای، بلکې د هغه ځينې اړتياوې نور خلک او د نورو ځينې اړتياوې دی پوره کوي .
2. دا چې د ژوند د اړتياوو د تبادعلې چاره منځ ته راځي، او په تدريج سره د شيانو د تبادلې په اړه واسطه ييداکېږي، ( لکه پيسې او يا اررښتمن شيان) .
3. دا چې د ضرورت د شيانو د چمتو کولو لپاره توکي او د لېږد رالېږد په وسايلو کې زياتول راځي، کوم نوي شيان چې د انسان په علم کې راشي، له هغو څڅه ګټه پورته کړی .
4. دا چې شخص ته دا ډاډ حاصل وي هغه شيان چې هغه په خپل زيار حاصل کړي وي، هغه الات د کومو سره چې هغه خپل کار کوي هغه مځکه چې هغه خپل کور ورباندې جوړوي، هغه ځی چې په هغه کې هغه کسب او کار کوي د اټول د هغه په ملکيت کې وي او له ده وروسته هغو خلکو ته پاتې کېږي چې د نورو په نسبت ده ته ډېر نژدې وي.
په دې ډول د مختلفو دندو پيدا کېدل، خرڅولو رانيول د شيانو د قيمت د ټاکلو لپاره د پيسو د ارزښت ټاکل د پيسو د قيمت د معيار په دول جاري کېدل دي، د نړيوالې سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو تنظيم او نوو الاتو په وسيله د توليداتو منځ ته راتګ، د ملکيت او وراثت د حقونو انفاذ، دا ټول د الله تعالی له لوري د فطرت تقاضا ده او په دوی کې يو شی هم ګنا نه ده، چې د توبې ايستلو ضرور وي .


حماد حليمي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: