صحابه کرامو سیرت

د ابوبکر صديق رضی الله عنه ژوند ته لنډه کتنه

–    ابوبکر صديق رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم له نېکمرغه زوکړې څخه دوه کاله او څو مياشتې وروسته نړۍ ته سترګې وغړولې.
–    لومړی سړی وو چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم يې ايمان راوړ.
–    مدينې منورې ته د هجرت او د ثور په غار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم يوازينی ملګری وو.
–    خپله لور حضرت عايشه رضی الله عنها يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په نکاح ورکړه او په دې توګه يې لور د رسول الله صلی الله عیله وسلم مېرمن او د مؤمنانو مور وګرځېده.
–    د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته د هغه د لومړني ځای ناستي په توګه وټاکل شو.
–    د هجرت په لسم کال خليفه وټاکل شو او دوه کاله او درې مياشتې د مسلمانانو لارښود وو.
–    د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر يې د دري شپېتو کالو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
–    د حضرت عايشې رضی الله عنها په کوټې کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
–    يو له ډېرو ارزښتناکو خدمتونو څخه يې د قرآن کریم راټولول او يو ځای کول وو چې له هغې وړاندې د حافظانو په سينو کې او د لرګي او تيګو پر تختو، او څرمنو خوندي وو.
–    د شپږو بچيانو، درې نارينه او درې ښځينه، پلار وو. درې زامن يې عبدالله، عبدالرحمن او محمد، او درې لوڼې يې اسماء، اُم المؤمنين عايشه، او اُم کلثوم وې.

نوم او نسب:

نوم يې عبدالله  او کنيه يې ابوبکر وه، د پلار نوم يې عثمان وو چې خلکو به ور ته ابی قحافه ويل. ابوبکر صديق په عتيق او صديق شهرت درلود. صديق يعنې هغه کس چې خلک يې تائيدوي او وينا او کړه وړه يې دروغ نه ګڼي. همدارنګه به يې له هر چا وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د الله جل جلاله له لوري راتلونکی خبر تائيداوو.

د جاهليت په زمانه کې د هغه اخلاق:

حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د جاهليت په دور کې هم د قريشو له تر ټولو شريفو کسانو څخه وو. له ښو او بدو څخه تر نورو ډېر خبر وو. سوداګري يې کوله او په خپل دغه کار کې بريالی وو.
–    د غوره اخلاقو څښتن وو.
–    د خپر ټبر ټولو وګړو ور سره مينه لرله.
–    هيڅکله يې هم خوله په شرابو نه ده ايښې.
–    د جاهليت او بُت لمانځنې په دور کې يې هيڅکله د بُتانو عبادت نه دی کړی. سپين رنګه او خوار-اندامی وو. څېره يې لږه هډوکنه، ګڼ وېښتان او لږ کړوپ قامت يې درلود.

په اسلام مشرفېدل:

هغه وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله له لوري په رسالت وګومارل شو، لومړنی کس يې چې اسلام ته راوباله، ابوبکر صديق وو، او هغه يې هم بې له ځنډه بلنه ومنله.
تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ ولاړ وو، او له دين څخه د دفاع په لاره کې يې هر ډول کړاوونه او ستونزې ګاللي. مدينې ته د هجرت پر وخت د رسول الله صلی الله عليه وسلم هملاری او د ثور په غار کې ور سره يو ځای وو. د اسلام د پرمختګ په لاره کې يې هيڅ ډول ورکړه او لګښت نه دی سپمولی، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفاته يې ور سره خپله مرسته او ملاتړ کړی.
–    رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له خپلو ټولو اصحابو او ملګرو څخه ګران وو.
–    د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلافت له پاره تر نورو ټولو غوره او وړ کس وو.

د ابوبکر صديق رضی الله عنه خلافت:

په داسې وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي په توګه ور سره بيعت وکړل شو چې له يوې خوا مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات، له اسلام څخه د ځينې عربي قبيلو د ګرځېدنې، او د هغه د ځای ناستي له منښته د ځينو نورو د ډډې کولو له کبله په وير او ستونزو اخته وو، او له بلې خوا د روم امپراتورۍ پر حجاز، مکې او مدينې د يرغل تابيا نيوله.

همدا ډول د اسلام لښکر چې د ځوان اُسامه بن زيد تر مشرۍ لاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل وفاته وړاندې د روميانو د يرغل د مخې د ډب کولو په موخه ګومارلی وو، له مدينې سره نږدې د خوځېدنې امر ته ځنډ يوست.
ابوبکر صديق رضی الله عنه د مسلمانانو د لارښود په توګه له ټاکل کېدو څخه وروسته د تاريخ له ټولو لارښوونکو څخه په غوره توګه خپل مسؤليت پر ځای کړ.

د ارتداد او له دين څخه د ځينو عربي ټبرونو د ګرځېدنې د ستونزې په وړاندې په پرېکنده او اوسپنيز هوډ سره ودرېد، ستر برياليتوبونه يې تر لاسه، او د دغې فتنې اور يې په هماغه سپرغۍ کې مړ کړ.
د اُسامه بن زيد تر مشرۍ لاندې د اسلام سرتيري لښکر ته يې امر وکړ چې د هماغه مسؤليت د تر سره کولو له پاره د خپل هدف په لور وخوځيږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته سپارلی وو.
حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه وروسته له هغه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي او د مسلمانانو د لارښود په توګه وټاکل شو، د مسلمانانو غونډې ته وويل:
«په داسې حال کې چې زه پر تاسې څه غوره والی نه لرم، او له تاسې څخه غوره نه يم، زه مو د خپل مشر په توګه وټاکلم.
… که په سمه لار روان وم، لاس نيوی مې وکړئ!… او که په ناسمه وم، لارښوونه را ته وکړئ او سمې لارې ته مې برابر کړئ!
… ريښتينولي او ښه وينا، او سم چلن يو امانت او مسؤليت دی.
… دروغ او بده وينا، او بدچلن، بد کار او خيانت دی.
… په تاسې کې کمزوري او بې وسه تر هغه وخته له ما سره زورور او پياوړي دي چې تر څو مې د هغوی حق نه وي ور ته اخيستی.
… همدا ډول په تاسې کې پياوړي او زورور زما په وړاندې تر هغه کمزوري او بې وسه دي تر څو مې چې د نورو حق نه وي ترې اخيستی…».
–    حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه په ريښتيا پر الله جل جلاله او رسول الله صلی الله عیله وسلم د ايمان په برخه کې ريښتونی وو.
–    د دين د پرمختګ له پاره يې د سر او مال ښندنه کوله.
–    خورا ځيرک او د عقل څښتن وو، او د ستونزو پر وخت ډېر پرېکنده او هوډمن وو.
–    بې کچې متواضع، پاک لمنی او زړسواند وو.
–    له مسلمانانو سره يې له ډېرې تېرېدنې او زړه سوي ډک چلن کاوو.
–    په داسې حال کې يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې هيڅ شته يې تر شا پرې نه ښودل.
–    له خپلې مړينې مخکې يې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مسلمانانو د مشرتابه له پاره وړانديز کړ.

انا لله و انا الیه راجعون

ليکنه: استاذ مصطفی سباعي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: