د آدم علیه السلام پيدايښت څه ډول و؟
د آدم علیه السلام پيدايښت
دآدم علیه السلام قصه دټول بشريت قصه ده ، دآدم علیه السلام ژوند دټول بشريت ژوند دئ. البته دغه قصه هغه وخت راپيل سوه چي الله جل جلاله ددنيا دودانۍ اراده وکړه ، ددې هستۍ دڅرګندتيا او ددې ژوند دتکميل اراده يې وکړه داټول دانسان دڅرګندتيا لپاره اماده سوي دي.
داقصه ټول ژوند په بر کي نيسي يعني دژوند دپيل څخه ترپايه به روانه وي ، دا د يوې داسي هستۍ قصه ده چي دهغه وخت څخه راپيل ده چي دلومړى ځل لپاره بشري کتله پردې لويه سياره يعني مځکه باندي وجود پيدا کړ، ترهغه وخته پوري به دا قصه روانه وي چي څښتن تعالى جل جلاله دامځکه او ټول هستي بېرته په ميراث باندي اخلي يعني هرڅه فنا کيږي.
آدم علیه السلام ژوند کړى دئ بيا يې ددې نړۍ سره مخه ښه کړې ده خو ترشا يې دغه اثار اوبشري څرګندتيا پرې ايښې ده ، دحال په ژبه داسي ويل کيږي :
تلک اثارنا تدل علينـا
فانطروا بعدنا الي اثارنا
فانطروا بعدنا الي اثارنا
د آدم عليه السلام د پيدايښت څخه عبرت
دآدم عليه السلام پيدايښت دخاورو څخه سوي دئ ، وروسته يې داولادونو تناسل يو طبعي کار نه وو بلکي دايو لوى کار او عظيم خلقت وو چي الهي عظمت او رباني قدرت خپلي تجلاوي پکښي څرګندي کړي دي داهغه څرګندتيا ده چي وايي (کن فيکون) دغه پيدايښت په نهايي درجه ابداع اواعجاز دئ ځکه که دمځکي دمخ ټول خلګ سره رايوځاى سي يو مچ يا يوه غوماشه هم نه سي جوړولاى نو انسان به چيري جوړ کي چي اورېدل ، ليدل او فکر کول کوي ، عقل او تدبر کوي ، رشتيا ده چي فرمايي :
فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.( سورة مؤمنون الاية ١٤)
ژباړه : پس نو لوى دئ الله جل جلاله ، ډېر ښه پيدا کونکى دئ.[irp][irp]
داهم دڅښتن تعالى جل جلاله يو بې ساري قدرت دئ چي يو څوک دعدم څخه وجود ته راولي ، دضعف څخه يې قوت ته راولي ، دسکون څخه يې حرکت ته راولي او دجماد څخه يې دژوندون حالت ته راولي يعني ژوند ورکوي او روح پکښې باسي. ويني ؟ چي ناببره خاوره حرکت وکړ، خامي خټي خبري پيل کړې او ناببره يوجماد شي په يوه کامل بشر باندي بدل سو او يوښه غوره شکل يې پيدا کړ، لکه الله جل جلاله چي فرمايي :
وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ (سورة روم الاية ٢٠)
ژباړه : دالهي نښانو څخه يوه نښانه داده چي تاسويې دخاورو څخه پيدا کړاست بيا ناببره انسانان سواست ، په مځکه کي نشر سواست.
دادئ آدم عليه السلام او دده اولادونه بلکي دا دده او دده داولادونو او ټولو مخلوقاتو قصه ده . هغه مخلوق چي الله جل جلاله دخارو څخه پيدا کړ، بيايې اولادونه دنطفې يعني ناپاکه اوذليله اوبو څخه وجود ته راوستل، الله جل جلاله يې اولادونو ته دمځکي خلافت او واکمني ورکړه، دهستۍ اوشتو څښتنان يې وګرځول ، بدبختانه دغه کمزورى مخلوق يعني انسانان پر خپل خداى جل جلاله باندي لوړوالي لټوي ، دهمدغه پالونکي ذات سره په واکمنۍ اوقلمرو کي جګړه کوي او دهمدغه ذات نافرمانۍ په زړورتيا سره کوي ، داډېره عجيبه خبره نه ده چي پرون ورځ هيڅ نه وو نن دخپل خداى جل جلاله څخه منکر دئ؟! ايا داډېره عجيبه نه ده چي ديوچا په ځان کي دي دالله جل جلاله پر وجود باندي دلائل او براهين پراته وي خو دى دي الله جل جلاله دنعمتونو ناشکري کوي؟!