دین او مذهب څه ته وايي؟

دین څه ته وايي؟

دین په لغت کې له یو نه زیات معاني  لري، خو د ټولو معانیو سرچینه دې ته راګرځي چې حق دین د الله سبحانه وتعالی اطاعت او بندګي ته وايي .
په اصطلاح کې د دین تعریف: داسلامي امت د بزرګانو په اتفاقی قول : د حیات په ټولو اړخونو او اموراتو کې اتباع د الهي احکامو،چې د جلي او خفي وحي په صورت کې په سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نازل شوي بیا له ده په پوره امانت دارۍ روایت شوي لکه ایمانیات عبادات ،معاملات  او نور په قول او عمل کې د دې ټولو ارزښتون مجموعه دین دی.

مذهب څه ته وايي؟

مذهب په لغت کې تګ لاره ، روش اوطرېقي ته وايي چې د عقېدي په اساس پرې عمل کیږي.
په اصطلاح حق مذاهب هغه دي چې د دین اصول او مقرراتو په داېره کې په اجتهاد او استنباط لاره ټاکل او عمل کول دي.
دین عام دی او مذهب ځانګړی(خاص)، خو کله مذهب په اصل دین هم عنوانیږي.

مذهب د دین سیوري لانديې په یوې تګ لاري عمل کول دي، لکه اهل سنت والجماعت تر چتر لاندي حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي مذا هبو سر بېره په اهل تشیع کې امامي، علوي او نور…
دین د ژوند(حیات) بشپړ ضابته دی، چې خپله الله سبحانه وتعالی ئې معرفي کوي، لکه چې په لمړي سر کې مو وویل دین ډېر معاني ایفاده کوي.

قال الله تبارک وتعالی: فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ .
ژباړه: نو خپل مخ دي په یو مخیزه(بشپړه) توګه د دین لوري ته سم مخامخ کړه، همغه الهي فطرت ته چي خلک ئې پرې(فطرطاً) پیدا کړي، د الله پیدایښت ته هیڅ بدلون نشته، همدا سم او مظبوط دین دی خو ډېری خلک نه پوهیږي.

قال الله تبارک وتعالی: وَلَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ .(النحل:۵۲)
ژباړه: اوڅه چي په آسمانونو او زمکي کي دي د ده دي، او دا(په ټول عالم کي) ساري او جاري دین د ده دی،نوآیا له الله پرته له بل چا وېرېږئ.
قال الله تبارک وتعالی: أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ.(العمران: ۸۳ او سورت الکهف:۱۱۰)
ژباړه: آېا د الله له دین پرته (بل دین) لټوي،حال داچي د آسمانونو او زمکي هر څه، په خوښه او ناخوښه ده ته غاړه اېښې او د ده لوري ته ورګرځول کیږي.

قال الله تبارک وتعالی: إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ…(العمران:۱۹)
ژباړه:بې شکه چې د الله په نزد (مقبول) دین اسلام دی.
اسلام د ټولو کایناتو او ټولو پیغمبرانو دین دی، له آدم (علیه السلامه) تر حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم بلکې د دنیا له خلقته تر قیامته په نزد الله سبحانه وتعالی مقبول دین داسلام دی.
اسلام بشپړ الهي دین دی چې اصول ئې محکم او پرته له اختلافه دټولو مؤمنانو پرې یو ډول عقیده دی لکه توحید، په غیبو اېمان، په رسالت، معاد او تقدېر…

د اسلام دین
د اسلام دین

اسلام څه دی؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) داسلاتعریف کوي، خو وړاندي داسلام له تعریف لنډه مقدمه: حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) حضور کې صحابه ئې کرام حضور درلود چې سیدنا حضرت جبرائيل(علیه السلام) په داسي انساني شکل حاضر شو،چې تک سپین پاک کالي ئې په تن وو، دځوانۍ تور ویښتانو ئې ځلېدل په حاضرینو کې چا هم ونه پېژنده؛ د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)په وړاندي دیو مطیع او زکي زده کونکي په توګه ئې زنګون ووهه داسلام، اېمان، احسان او قیامت په اړوند دپوهېدلو لپاره عرض وکړ؛
عن عمر رضي الله عنه قال: بينما نحن جلوسٌ عند رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم، إذ طَلَعَ علينا رجلٌ شديد بياض الثياب،شديد سَواد الشعر،لا يُرى عليه أثرُ السفر ولا يعرفه منَّا أحدٌ،حتى جلس إلى النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم ،فأسنَد ركبتيْه إلى ركبتيْه، ووضع كفَّيه على فخذيْه، وقال: يا مُحَمَّدُ أخْبِرْنِي عَنِ الإسْلامِ، فقالَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ: الإسْلامُ أنْ تَشْهَدَ أنْ لا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وأنَّ مُحَمَّدًا رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ، وتُقِيمَ الصَّلاةَ، وتُؤْتِيَ الزَّكاةَ، وتَصُومَ رَمَضانَ، وتَحُجَّ البَيْتَ إنِ اسْتَطَعْتَ إلَيْهِ سَبِيلًا، قالَ: صَدَقْتَ، قالَ: فَعَجِبْنا له يَسْأَلُهُ، ويُصَدِّقُهُ، قالَ: فأخْبِرْنِي عَنِ الإيمانِ، قالَ: أنْ تُؤْمِنَ باللهِ و ومَلائِكَتِهِ، وكُتُبِهِ، ورُسُلِهِ، والْيَومِ الآخِرِ، وتُؤْمِنَ بالقَدَرِ خَيْرِهِ وشَرِّهِ، قالَ: صَدَقْتَ، قالَ: فأخْبِرْنِي عَنِ الإحْسانِ، قالَ: أنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأنَّكَ تَراهُ، فإنْ لَمْ تَكُنْ تَراهُ فإنَّه يَراكَ؛ قال: فأخبرني عن الساعة؟ قال: ما المسؤول عنها بأعلمَ مِن السائل، قال: فأخبرني عن أمَاراتِها؟ قال: أنْ تلِدَ الأَمَةُ ربَّتَها، وأنْ تَرَى الحُفاةَ العُراة العَالَة رِعاءَ الشاءِ يَتَطاوَلون في البُنيان، ثمَّ انطلق فَلَبِثَ مليًّا، ثم قال: یا عمر أتدري مَن السائل؟،  قلتُ: الله ورسوله أعلم،  قال: فإنَّه جبريلُ أتاكم يعلِّمُكم دينَكم.(رواه مسلم)

ژباړه:امام مسلم(رحمه الله) د سیدنا حضرت عمر بن خطاب(رضی الله عنه) نه روایت لري چې فرمايي:یوه ورځ موږ د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) حضور په وړاندي حاضر وو، یو تن په داسي حال کې تشریف راوړ چې تک سپین کالي ئې په تن و،(ښکلې ځواني) تک تور وېښتان ئې درلودل، پرده دسفر کومه اغېزه هم نه وه(نه ګرد او نه سټړتیا)،په موږ کې یو هم ونه پېژنده؛ تردې چې د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) حضور په وړاندي(د یو مطیع زده کونکي په توګه) کېناست، زنګنونه ئې د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) زنګنو سره جوخت کړل، خپل دلاسو ورغوي په خپلو ورنو کېښودل،عرض ئې وکړ: اې محمد(صلی الله علیه وسلم)! داسلام(حقیقت) په اړوند خبر راکړه(چې اسلام څه دی؟) حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: اسلام دادی چې ګواهي ورکړې:نشته هیڅ معبود برحق لایق دعبادت پرته له یو الله(عزوجل) نه او محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله(عزوجل) استازی دی. بیا لمونځ ادأ کړه(نظام صلات قایمول دي)،زکات ورکړه، درمضان میاشت روژې ونیسې، که دلاري توښه درسره وي دبیت الله حج وکړې؛(دبیت الله حج لپاره د لاري لګښت او اجازه درلودلو سر بېره دخپل او کورنۍ  مصارف پوره ولرې)، پوښتني کونکي عرض وکړ: ته رښتیا وايي. موږ( له ځانه سره) وویل: عجیبه خبره دی؛ دا سړی،پوښتنه هم کوي او تصدیق هم؛ بیا ئې عرض وکړ: داېمان اړوند(حقیقت) خبر راکړه؟ حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: اېمان(عبارت دی له دې چې) په الله(عز وجل بشپړ) اېمان ولرې( د الله عزوجل په وحدانیت ربوبیت،اسمأ او صفاتو) د هغه په ملایکوو، په کتابونو ئې، په رسولانو ئې، داخرت په ورځ او په قضأ او قدر دې اېمان وي، ده بیا اقرار وکړ: چې ته صادق ئې(رښتیا وايي)، بیائې عرض وکړ: ماته داحسان په اړوند خبر راکړه؟، حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: د الله سبحانه وتعالی داسي عبادت کوه لکه چې ته ئې وينې؛ (دهغه په وړاندي ولاړ ئې) که ته ئې نه ويني(یعني دومره حضور قلبي نه وي)، په دې د(بشپړ کلک) یقین وي چې هغه د ویني؛، بیا ئې د قیامت اړوند پوښتنه وکړه؟ ، حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ماته د پوښتنې کونکي نه په دې اړوند زیات علم نشته( ځکه د قیامت قایمېدو علم پرته له الله عزوجل څخه بل هېڅ یو مخلوق ته نشته) بیا عرض کونکي د قیامت راتلو دنښو په اړوند پوښتنه وکړه؟، حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: (دقیامت نږدې کېدو یوه نښه دادی) چې وېنزه به خپل بادار زېږوي؛بله نښه ئې دادی چې ابلې پښي، بربنډ بدن،مفلس او فقير مال څروونکي(چوپانانو اولادونه) به په لوړو(مجللو) ودانیو کې په فخر او غرور ژوند تېرولو ووېنې؛( د دنګو ودانیو جوړولومقابله به په کبر او غرورو روان وي)، حضرت عمر(رضی الله عنه) فرمايي: بیا هغه ځوان پاسید او روان شو، په مجلس خاموشي وه چې سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: اې عمره! ته پوه شوې چې پوښتنې کونکی څوک وو؟، ماعرض وکړ: الله(عز وجل) او دهغه استازی ښه پوهيږي( یعني موږ ونه پېژنده)، حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دا جبريل وو، تاسو ته ستاسو د دین ښودنې لپاره راغلی وو.

غواړم دلته د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د دې مبارک کلام(أنْ تلِدَ الأَمَةُ ربَّتَها) په اړوند ووایم چې دا رېښتېنې او په انصاف وړاندوینه علمي اعجاز دی چې نن ئې تحقق پیداکړ، له دې وړاندي د حدیث مشرحینو به په شرحه کې ویل چې اولاد به په مور لکه د وېنزي په شان کار کوي او د ناخوښي په صورت کې به ئې رټي او حتی له کوره به ئې شړي، دا او داسي نور تشریحات، خو نن دا خبره په حقیقت ثابته شوه چې په ځینو سیمو کې ځېنې مېرمنې په خپلو رحمونو(بچه دانیو) کې د پردي خلکو د نطفې سپرم په طبي لاملونو ځای پرځای کوي تر څو دلته ئې پالنه وشي بیا د ولادت سره سم خپل حق الزحمه تر لاسه کړي ماشوم خپلو والدینو ته وسپاري، دا دنده په ځینو سیمو کې دمعمول کار بار لکه څنګه چې پخوا د وېنزو بازار لګېده په همغه ډول رونق پیدا کوي.

بېرته را ګرځو خپل اصلي درس ته؛
دین د بدلې او جزأ په معنی هم ایفاده کيږي:(قال الله تبارک وتعالی: مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ.، فاتحه:۳) د بدلې د ورځي ټولواک .
دصحیح بخاري په روایت: اَلدِّيْنُ : الْجَزَاءُ فِي الْخَيْرِ وَ الشَّرِّ.
دین د خیر او شر د جزأ نوم دی.
حق دین هغه دی چې په الهی شریعت متکي او عملي وي،
پرته له دې نور ادیان له ځانه جوړ شوي باطل دی،
لکه شرک او د بتانو اونور مخلوقاتو عبادت.
قال الله تبارک وتعالی: هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ.(الصف:۹)
ژباړه: دی هغه ذات دی چي خپل پیغمبر ئې له هدایت او حق دین سره لېږلي چي پرټولو دېنونو ئې غالب کړي،که څه هم مشرکین کرکه ولري.

نن ورځ په نړۍ کې له(۱۰۰۰۰) ادیانو څخه زیات دینونه مروج او پالل کيږي، پرته له اسلامه نور ټول ادیان دانسانانو او شیاطینو له لوري جوړ شوي باطل دېنونه دي، همدا دی چې الله سبحانه وتعالی پریکړه او هدایت کړی خپل استازي(حضرت محمد،صلی الله علیه وسلم) ته چې کافرانو ته ووایاست، تاسوته خپل دین موږ ته مو خپل دین .
قال الله تبارک وتعالی: لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ.(الکافرون:۶)تاسو ته د خپل دین وي موږ ته مو خپل دین

لیکوال:احمد الله عاطفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب