اسلامي سیاست او دولتسیاست او دولت

دیموکراسي (DEMOCRACY) څه ته وايي؟

راتلونکې موضوع د دیموکراسي په باره کې ده چې په لاندي مباحثو کې به د دیموکراسۍ په محور او پیدایښت څو توري ولیکو او لوستونکو ته يي وړاندي کوو.

قدرمنو لوستونکو دا یوه ډېره مهمه موضوع ده چي ټوله دنیا یې په سر اخیستي ده او چې څوکې یې نه مني او ایمان پر نه لري ټوله دنیا ورپسي راپورته کیږي او د هغه په خلاف ټول وسائل او اسباب په کار اچوي دغه ډیموکراسي هم دین دی، هم موډ او فیشن دی، هم اخلاق او مذهب دی هم دولت او فوځ دی هم اقتصاد او فلسفه ده، نو دغه دیموکراسي څه شي ده؟

کله را پیدا شوه په کوم ځاي کې را پیدا شوه؟

د پیداکیدو عوامل او اسباب یی څه شی وه؟

او ایا د چا په درد دوا هم شوه کنه؟

بیا دغه دیموکراسی داسلام سره مغایرت لری او که موافقت لری ورسره؟

او ایا هغه خبره او دعوه چې خلک يي اسلام ته منسوبوي او خلکو پورته کړی چی یو ډول دیموکراسی په اسلام کی شته او اسلامي دیموکراسی نومیږی ریشتیا همداسی ده ؟

ایا دغه دعوه صحیح ده او که غلطه؟

دیموکراسی هم اسلامی کیدای شی او یا په بله معنی اسلام هم دیموکرات کیدای شی دا هغه څو مشخصی خبري او سوالونه دي چی غواړم په دي باندي مستدل دعواطفو او احساساتو نه لری بحث پري وکړم دهغی نه وروسته بیا غواړم چی یو لنډ نظر دافغانستان په اوسنی روان بهیر باندې رڼا واچوم.

دیو مسلمان په حیث باندې زمونږ موقف ددیموکراسی په وړاندې باید څه شی وي مخکې له دی نه چی ددیموکراسی په معنی باندي بحث وکړای شی لازمه ده چی دا خبره ښکاره شی چی ددیموکراسی پس منظر یعنی هغه څه چی دیموکراسي په کې وزږیدله څه شی وه؟ دیموکراسی د اروپایانو او امریکایانو یو نوی او جدید دین دی یعنی د مسیحیانو او یهودانو چې د مسیحیت او یهودیت نه دانحراف په نتیجه کی رامنځته شوی کله چی مسیحیت او یهودیت متروک العمل شو اروپایانو او غربیانو دخپل د ژوند قانون دیموکراسی رسمی قانون و ګاڼه.

دا یوه نظریه نه ده ځکه د نظریې نه خلک دومره دفاع نه کوي لکه څرنګه چې د دیموکراسي څخه یې کوي په میلینونو ډالر او په لکونو انسانان او ککرۍ ددیموکراسی د دفاع په خاطر قربانې کیږي په لسګونو زره انسانان ددي په خاطروژلي کیږي چې دیموکراسي نه مني که مسلمان مسلماني پریږدي هیڅ باک یی نشته، خیر او خیریت دی که مسیحي مسیحیت پریږدی څه مشکل نشته او که یو یهودي په اسرايیلو کې یهودیت پریږدي په ډېر بد نظر ورته نه کتل کیږي، خو لیکن که انسان نن په متمدنه او عصري ټولنه کې دیموکراسي پریږدي نو معنی دا چې هغه د انسانیت نه ووځی او هغه په دغه نوی دین کې کافر بلل کیږي.

داسی کافر چی هغه مباح الدم دی، په قانونی ډول باندي باید دهغه وینه توی کړای شي ټوله دنیا باید دهغه په خلاف راټوله شي چې هغه ولې دیموکراسي نه مني.

مسیحیان که مسیحیت نه مني نه دي مني خو لیکن دیموکراسي باید ومني په غرب کې دیموکراسی نه منل پیغور او کفر دی د میسحیت د خپراوي لپاره دومره مصارف نه کیږي لکه څومره چې د دیموکراسی د خپراوي لپاره کیږي، دهندویزم دخپراوي لپاره دومره مصارف نه کیږي، داسلام دخپراوي لپاره دومره مصارف نه کیږي لکه څومره چی ددیموکراسی دخپراوي او په ملتونو او دولتونو دورتپلو او تحمیلولولپاره کیږي او مکمل قومونه وژل کیږي او په سلګونو او زرګونو انسانان دخاورو سره خاوري کیږي ټول ددي په خاطر چی هغوی دیموکراسی نه مني، نو چی دومره مصارف ورباندی کیږي او اکثره خلک یی مني مسیحیان،یهودان،هندوان،او بعضی غولیدلي مسلمانان نو معنی دا چی دا یو مشترک دین دی او یو دین ګرځیدلی، البته دمسلمان نه می مراد هغه تش په نامه مسلمان مراد دي ځکه چی کامل مسلمان دیموکراسی کفر ګڼي او هیڅ کله دیموکراسی ته سر نه ټیټوي.

دیموکراسی څه شی ته وایې؟

په لغوي لحاظ باندی دیموکراسی یو یونانی کلمه ده چی ددوو کلیمو څخه ترکیب شوی ده، چی یو د ‌ډیمو(Demo) او بله کراسی (Cracy) نه د زمانی په تیریدو سره ددغه دوو کلمو د ترکیب نه دیموکراسی جوړه شوی ده، دیمو په یونانی ژبه کی ولس او ملت ته ویل کیږی قوم او عوامو ته دیمو ویل کیږی، او کراسی حکومت او حاکمیت ته وایی یعنی دملت حاکمیت، خلک به حاکم وي دین به حاکم نه وي الله ﷻ  به (نعوذباالله من ذالک) حاکم نه وي، دهغه رسول (ص)  به حاکم نه وي بلکی ملت به حاکم وي دا لغوي معنی ددیموکراسی شوه، او په اصطلاح کی دټولولپاره منل شوی او متفق علیه تعریف دیونان مشهور فیلسوف افلاطون(Plato)   (متولد۴۲۷ قبل المسیح او متوفی ۳۴۷ قبل المیلاد) په خپل کتاب

(Republique) کی او دامریکا دمتحده ایالاتو شپاړسم جمهوررئیس ابراهم لنکن (متولد ۱۸۰۹ او مقتول۱۸۶۵ کال ) کی ددیموکراسی داسی جامع تعریف کړی دی:

“Government of the people, by the people, for the people”

دخلکو حکومت دخلکو لخوا دخلکو لپاره دی.

تعریف ته چی ځیر شو بیرته په خلکو را څرخي دالله  ﷻ  ذکر په کی نشته ددین ذکر کی ورکی نشته او دحق ذکر پکی نشته ولو که هغه حق چی مسیحیان ورته حق وایی دهغه ذکر په کی هم نشته ددغه دری شیان چی دخلکو حکومت دخلکو لپاره او دخلکو لخوا ولی رامنځته شو دا یوه ډېره ترخه قیصه لري چی په لنډو ټکو کی ورته اشاره کوو:

په اروپا کی نن نه دری سوه کاله مخکی دفرانسي دانقلاب نه هم مخکې اروپایانو یو طبقاتی ژوند درلوده هغوی ټول په دری طبقو ویشل شوی وو.

1.    یوه طبقه ددوی حاکمان بادشاهان ریسان او یا دبادشاه پوری تړلی خلک وو.

2.    دویمه طبقه ددوی چی رجال دین یعنی ددین نماینده ګان چه د کلیسا ممثلین او نماینده ګان وو یعنی مذهبی ملایان.

3.    دریمه طبقه ددوی دعوام او عام خلکو وه چی بادشاه دخپل حاکمیت په خلکو باندی یو الهی حاکمیت ګاڼه بادشاهانو سره دا تصور وو چی مونږ کې چی دبادشاهی صلاحیت دی دا مونږ پرخپل صلاحیت باندی نه دی ګټلی بلکې دا داسمان نه مونږ ته راکړل شوی نو داسمانی فیصلی چی ددوی په نزد چا هم مخالفت کوه نو دهغوی سر به غوڅیده او په قتل به رسیده، ددی لپاره چی ددي اسمانی صلاحیت تایید او توثیق وشی، بادشاهان دي ته اړ وو چی د کلیسا دمشرانو تایید حاصل کړي او دکلیسا نه هم دخپل قانونیت او مشروعیت تثبیت کړی کلیسا په هغه وخت کی دخپل تحرف شوی مسیحیت ممثله،معلمه، او نماینده وه، مسیحیت تحریف شوی دین وو نور په دی اندازه تحرف شوی و چی هر پادری به ځان مستقل دالله ﷻ  نماینده ګاڼه او خلکو ته به یی ویل چی الله ته د توبه لاره بیغیر زمونږ نه نشته مونږ ته توبه اوباسئ مونږ دي توبه قبلوو عبادت بل ځای نشی کولای راځي به د یک شینبی په ورځ به یی کوئ او مونږ چی څرنګه دستور درکوو هغسی به کوئ چی ګناه دي وکړه دالله ﷻ  نه استغفار نشی غوښتلی یعنی روحانیت او معنویت په لحاظ دانسان او دالله ﷻ  رابطه یی پري کړی وه بلکې دالله ﷻ  سره رابطه باید دپادری له لاری نه ټینګه شی نو بیایی چی چاته خوښه وه نو بخښنه یی کوله او چا ته یی چی خوښه وه نو بخښنه یی نه ورته کوله او هغه به یی تعذیب کول.

یوځل په روم کی د روم مذهبي بادشاه او دهغو مشر د فرانسي د بادشاه نه مرور شو په غوسه شو ورته او دفرانسي بادشاه په خلاف خلک را پورته شول او ورته یې وویل چی ته نور یو رسمي مشر نه یې په هغه صورت کې تا مونږ منو چی پاپ او د روم مذهبي  مشر تا ومني او ته هغه بیرته خوشحاله کړی دفرانسي بادشاه مجبور شو او د روم مذهبی مشر ته ولاړو اوهغه يي څلور ورځی د کلیسا د دیوال سیوري ته په یخنۍ او واورو کې حصار کړی وو او دهغی خبري یی هم نه اوریدی او ملاقات یی هم ورسره نه کولو او توبه یی ورته نه قبلوله څلور ورځی لوچی پښې په یخ باندی ولاړ وو او توبه یی نه قبلوله تر دی اندازی کلیسا طغیان ته رسیدلی وه چی بادشاهان دهغی طغیان ته سر ټیټي وه د څلورو ورځو وروسته پادری دهغی توبه قبوله کړه او هغه بیرته فرانسی ته ولاړه او خلکو په بادشاهی قبول کړو او همدارنګه کلیسا په خلکو کې یو مالي حاکمیت درلوده دخلکو نه به یی زکاتونه،مالیات،او صدقات د مټ په زور او د ډانګ په زور راټولول دا چی زور دوی نه درلوده نو زور دبادشاهانو سره وو نو دپایدریانو او پاپانو دبادشاهانو سره یو عقد او تعهد درلوده چی هغه دا وو چی پاپانو به بادشاهانو ته ویل چه مونږ به ستاسی حاکمیت په خلکو باندی شرعي ګرځوو او مشرعیت به ورکوو او تاسي به دخلکو نه دکلیسا مال او متاع په زور باندی راټولوی، اروپایان په هغه وخت کی صنعتی زنده ګې نه درلوده، صنعت او تجارت وروسته را پیدا شو په هغه وخت کی د مال پوونې اود بزګرۍ ژوند یی درلوده چی څومره زراعت به یی وکره او هغه به ورسیده یوه برخه یی بادشاه دخپل مالي حصه اخسیته او بله لویه برخه به یی کلیسا په صداقاتو کی وړه او یوه برخه به یی چی پاتی شوه هغه به یی تخم کیده کاریګر او دهقان ته یواځی ستړیا او تکلیف ورپاتي وه او یا دومره اندازه مال به ورته پاتی شه چی نه به ورباندی مړ کیده او نه ژوندی پاتی کیده، او عوام خلک دخپل دواړو طبقو تر منځ لکه د ژرندی دوه تیږو تر منځ اوړه کیدل په عین وخت کی چی څومره خلک د بادشاهانونه تنګ ووپه همدومره اندازه دخپل دین او مذهب نه بیزاره وو هغه وو چی په نتیجه کی اروپایان دخپل د بادشاهانو په خلاف را پورته شول او انقلاب یی اعلان کړ او هم دمذهبی مشران د مقابل او خلاف راپورته شول او انقلابیانو داسی شعار اوچت کړ چی اخیرنی او وروستنی بادشاه داخیری او وروستنې مذهبي مشر او پاپ په کولمو غرغه کړئ پادری مړ کړئ او کولمي را اوباسئ او په هغه باندی بادشاه غرغره کړئ په عین وخت کی به له دواړو ظالمو او ستمګرو طبقو څخه خلاص شئ نو په دغه وخت کی د مذهب او حکومت په خلاف چی دحکومت او حاکمانو مويدین پاپان او مذهبی مشران د مسیحیت د دین وه خلک را و پاریده او په زرګونو انسانان ووژل شول او حاکمان،بادشاهان، او مذهبی مشران له منځه لاړل او کلیسا ګانو ته اور واچول شو، چی کله دغه آتشفشان په قراره شو کلیسا هم له منځه لاړه او حاکمیت یی هم له منځه لاړه او همدارنګه بادشاهان او دهغوی حاکمیت هم له منځه لاړه، خلکو وکتل چی اوس به دا ژوند په کومه طریقه سرته رسوی او د دوی په نزد حق اوحقوق به له کومه ځایه معلوموی دحق او دباطل لپاره به معیار څه شی ټاکی، ددین نه پښتنه کیږی چی دا روا دی که ناروا دی؟

نه خیر!

دین خو دوی و نه منه او دین او مذهبی مشران یی په قتل ورسول او کوم چی باقی پاتی وو هغوی ته وویل چی نور به زمونږ سره دژوند په چارو کی هیڅ کار نه لری که مونږ هر څه کوو دا به راته نه وایی چی دا روا دی او یا ناروا دی ځکه چی مونږ ستاسو دلاسه څو سوه کاله تکلیف لیدلی او هغوی ته یی یعنی مذهبی مشرانوته یی وویل چی دین به دکلیسا په کنج کی بند وی که زمونږ درته اړتیا پیداشوه مونږ به خپله پوښتنه تاسی نه وکړو، بغیر ددی نه به زمونږ دژوند په چارو کی به هیڅ مداخله نه کوی،او دا حقیقت دی اوڅرګنده ده ځکه چی مسیحیانو تر ننه پوری همدغه تعامل دی نو په دغه وخت کی نه بادشاه موجود وه او نه یی غوښتل چی موجود دي شی او نه یی کلیسا او دین قبلوه، نو دوی دي ته مجبور او اړ وو چی د ژوند د تیرولو لپاره نوی اصول وضع کړی، او یا دخپل ځان لپاره یو داسی نوی دین جوړ کړی چی په هغه کی د دوی دیني،اخلاقي،سیاسي،اجتماعي او عکسري دا ټول په کې ځای شوی وي، او جوړ شوي هم د دوی په خپل لاس دي، په کار خو دا وه چی اروپایانو په هغه وخت کی اسلام منلی وای مشکلات به یی حل وه لیکن دا چی دوی دمسیحیت د جبر او طغیان په نتیجه کی دوی نور دخدای ﷻ  العیاذباالله هم دښمنی راغلی وه داسمان سره یی هم دښمنی راغلی وه دمذهب سره یی هم او دچرچ او کلیسا سره یی هم روغه نه وه، هر هغه څه چی به دمعنویاتو او روحانیت پوری اړه درلوده هغه به یی نه منل او دی به ویل چی مونږ دا ظلم او جبر نشو برداشت کولی کلیسا به خلک علم او تحقیق ته نه پريښودل او دا به یی خلکو ته ویل چی مونږ څه درته وایو هغه به منی او تاسی حق دعلم نه لری او دا هم نشی کولی چی زده کړه وکړی او همدارنګه داجتماعی روابطو څه فیصله کولی نشی نو هماغه وه چی دوی دحاکمیت لپاره یعنی دحاکم او بادشاه خالګاه په دیموکراسی ډکه کړی او ددین او کلیسا خالګاه یی په سیکلوریزم یا په لادنیت باندی ډکه کړه دا وه د دیموکراسی هغه لنډ تاریخ چی دهغی دمنځ ته راتللو عوامل او اسباب هم ذکر شو بیرته را ګرځو ددیموکراسی معنی ته چی هغه په دری عناصرو بنا ده، دخلکو حکومت، دخلکو لخوا او دخلکو لپاره او دا هغه څه دی چی په دی کی د الله ﷻ  یاد او ذکر نشته دوی ولی دالله ﷻ  ذکر او یاد نه کړ ځکه چی مسیحیانو کوم خدای دوی ته یعنی اروپایانو ته معرفی کړی وو دهغه نه دوی نور تنګ شوی وه، اوددین او مذهب نه نور ډېر تنګ وه نو دوی ځکه دا وایی چی حکومت به وی زمونږ لخوا نه دخدای لخوا  زمونږلپاره به وی نه داسمان لپاره دالله ﷻ  لپاره به نه وی دپيغمبر په وسیله هم نه وی دروحانی مشر او لارښود په وسیله به هم نه وی زمونږ او ټولو خلکو په وسیله به وی پخپل لاس به وی زمونږ لپاره به وی یعنی هغه څه چی مونږ یی غواړو هغه به کیږی هغه به قانون وی هغه چی مونږ نه غواړو هغه به ناروا وی او کوم ته چی مونږ روا وایو هغه به روا وی او بس.

په اوسني عصر کې مروجه دیموکراسي کوم چې رواج ده د دي عناصر او اساسات یې څو دي او څه شی دي د دي مروجې دیموکراسي دوه بنسټونه دي، اول بنسټ دولس حاکمیت دی پدي معنی چی د سیادت حق دولس سره دی، ولس او خلک چی څوک د ځان لپاره ټاکې دهغوی اختیار دی او ولس په دخپل ځان لپاره تشریع او قانون جوړوی الله ﷻ ،پيغمبر ﷺ ،دین او دیني لارښودو ته حق نشته بلکې قانون به خلک پخپله جوړوي او دقانون دجوړونې لپاره یې اکثریت معیار ګڼل کیږي، اکثریت چی څه غواړي هغه حق دی او کوم څه چی اکثریت نه غواړي هغه ناحق او باطل دی.

نو خلاصه دا چی اول عنصراو بنسټ په دیموکراسي کې د اکثریت الوهیت دی یعنی اکثریت ته یې په دیموکراسي کې د اِله ځای ورکړی او د اِله په ځای یې وټاکه یعنی اروپایانو داصل تصویب کړ لکه څرنګه چی مونږ ته الله ﷻ  څه ویل اوس دهغه پرځای چی اکثریت څه راته وایی هغه به حق وي او منو به یې که اکثریت وغواړي چی نارینه دي د بل نارینه سره نکاح وکړي دا به بلکل جایز وي، اوسنې عصر کې دغرب په پنځوسو هیوادونو کی دا شی یعنی همجنس بازی جریان لري او په ځینې هیوادونو کی دغرب لکه په برتانیا کې او دهغوی په اساسی قانون کې تصویب شوي هم ده، یو نارینه دبل نارینه سره اتفاق کوي او په محکمه کې دقاضي په مخکی دهغوی نکاح تړل کیږی دا ولی دا ځکه چی دهغوی اکثریت منلی او دهغوی په نزد اکثریت څه شی ومنی هغه حق دی او که همدارنګه که اکثریت وغواړی چی شراب جایز بس نو جایز دی!

او همدارنګه که اکثریت ددیموکراسی په نوی دین کی وغواړی چی سود دی جایز وی نو بس جایز به وی نو په دیموکراسی کی دالله ﷻ  ځای او ددین ځای هغه اکثریت نیولی دی نو په قانون او تشریع کی ددیموکراسی اصل او معیار دا دی چی اکثریت څه شی غواړی هغه به منل کیږی نه هغه څه چی الله ﷻ  یی غواړی یعنی دین او مذهب په دیموکراسی کی هیڅ رول نه لری بلکی نقش به ټول داکثریت سره وی.

که په یو کار کی ۹۹،۹۹٪ خلک یوی خوا ته وی او سل کسه بل خوا ته وی دسلو کسو نظریه منل کیږی نه د ۹۹،۹۹٪ خلکو ځکه چی اکثریت سل کسه دی د مثال په ډول  که په انتخاباتو کی یوی خوا ته ۹۹ کسان مسلمانان، بادیانته او با تقوای، شیخ الحدیثان، ملایان او بزرګران اوسیږی او بلی خوا سل کسه غله،قاتلان، چرسیان،شرابیان،او پوډریان اوسیږی ددیموکراسی ددین او مذهب حکم دا دی چی دا سل کسه به کامیاب وی ددوی نظریی ته به احترام کیږی او دهغوی ۹۹کسانو صلاحیت، استعداد،دنیات،پرهیزګاری، اسلامیت او دبشری ټولنی لپاره دخیر غوښتنی جذبات دا ټول بی اهمیته دی دا په دی خاطر  نه چی هغه سل کسه یعنی اکثریت په حق دي، دحق والی په خاطر نه بلکی ددی په خاطر چی هغوی ډېر دی او اکثر دي او دمنتخب او کاندید په حیث چی یو څوک دریږی چی هغه په رشوت خورۍ،قتل، سرقت،غصب،او په جنګسالارۍ او ټوپکمارۍ معروف وی او یو بل کس که هغه مسلمان وی او په خو اخلاقو سمبال وی دا دواړه ددیموکراسۍ په دین کی یوشان حیثیت لری لکه څرنګه چی یو ښه شخصیت ددکاندیدو حق لری ددیموکراسی په دین کی یو نا اهل، پست او عراة انسان هم داحق لری، ددیموکراسی په دین کی انسانان نه تلل کیږی بلکی شمیرل کیږی په شمیر کی چی څوک زیات وو هغه برحقه ګڼل ګیږی او پرحق دی.

خلاصه دا چی ددیموکراسی په دین کی قانون به اکثریت جوړوی حلال او حرام به هم داکثریت لخوا تعینیږی که اکثریت دیو برحاله حاکم په خلاف فیصله وکړه هغه به سمدستی ړنګوی او مشروعیت به یی سلبوی.

اول دوی چی اکثریت عنصر او معیار دخپل تعیناتو او دحق دپیژندلو لپاره ګرځوی کفر بواح دی او بل دوی چی کم شی ته اکثریت وایی چی په حقیقت کی اکثریت نه دي دمثال په ډول په یو ملک کی ۱۰ میلونه انسانان ژوند کوی په دی لس میلونو انسانانو کی یوه برخه چی اټکل شوی د ۱۸ کلونو کم عمر لری او هغوی هیڅ د رای ورکولو حق نه لری دمثال په ډول دغه برخه ۲میلونه وټاکل شی پاتی ۸میلونه شول او په دغه ۸میلونه انسانانو کی یوه برخه په انتخاباتو کی دبعضو مشکلاتو دوجهی نه برخه نشی اخستلای څوک کارلری او څوک نه غواړی په انتخاباتو کی ددرغلیو دوجهی نه برخه واخلی که دغه برخه خلک ۳میلونه اټکل شی پاتی شول ۵میلونه په دغه ۵میلونو خلک مختلف کاندیدانو ته رایه ورکوی او ددغه کاندیدانو رای په دغه ۵میلونو رایو کی چی دهر چا نسبت دغه ۵میلونو ته اکثریت وی هغه ګټونکی دی نه نسبت ۱۰ میلونو ته او دا یوڅرګند حقیقت دی چی دلته اقلیت ګټونکې او برنده دی نه اکثریت ځکه اکثریت خو یا په انتخاباتو کی ګډون نه کوی او یا دغه ګټونکی کاندید نسبت هغه ۱۰میلونو ته اقلیت دی نه اکثریت، نو دوی چی کوم څه ته اقلیت وایی حاکم او معیار دحق پیژندلو ګرځولې دی هغه په حقیقت کی اقلیت دی.

د اسلامي امت د یوالي په هیله

لیکوال: مولوي محمد ادریس

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: