سیاست او دولت

دیموکراسي داسې وي!؟

دیموکراسي داسې وي؟
‎لیکنه: مینه منګل
‎کله چې بحث د دیموکراسې او یا ولسواکې ټولنې څخه کېږي نو د هر انسان ذهن ته دا خبره یادېږي چې ولس په ټولنه کې څومره لوی ارزښت لري ځکه چې په ولسواکه ټولنه کې هره ټاکنه د ولس په لاسونو او حکومتونه د ولس په ارادو جوړېږي، کله چې حکومتونه د ولس په ارادو جوړېږي نو حکومتونه هم اړ دي چې د ولس د افکارو ځواب ویوونکي واوسي.
‎متاسفانه په افغانستان کې حکومتونه د ولس په رایو منځته راځي خو د ولس په وړاندې نه یواځې دا چې ځواب ویوونکي ندي بلکې د ولسونو ارادو او افکارو ته اهمیت نه ورکول کېږي.
‎چې دا چاره ولس ناهیلې کوي او په دیموکراسي یې بې باوره کوي.

‎د نویو ریپوټونو له مخې
‎اوس نوې د دیموکراسي د افغانستان د پاره په نوم یوه نوي سازمان فعالیت پيل کړی ، دا سازمان چې څنګه یې له نوم څخه څرګندېږي هغسې فعالیت نه لري، په دې دلیل چې دا سازمان د ولسمشر غني نېږدې کسان رهبري کوي او د فعالیت عمومي برخه یې دا ده چې د ولسي جرګې نویو نوماندانو ته پيسې ورکوي او لاسلیکونه د یادو نوماندانو اخلي که چېرې یې ولسي جرګې ته بریالي شي نو د حکومت له کړنو به په هره برخه کې دفاع کوي.
‎که چېرې داسې وي نو دیموکراسي په څه معنی؟
‎ولسواکي په څه معنی ، یعنې ولس په روانو ټولټاکنو کې هېڅ راز رول نه لري؟
‎بیا نو د ولس دومره زحمتونو او کړاونو ته څه اړتیا ده؟
‎بیا نو دومره لویو مصارفو ته څه اړتیا ده ؟
‎دا کړنه د افغانستان ولسواکي تر سوال لاندې راولي، ځکه چې
‎هر څوک حق لري چې د افغانستان د اساسي قانون مطابق ځانونه نوماندان کړي او د ولس په رایې ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شورا او ولسمشریو ټاکنو ته نوماند شي .
‎او د ولس په مستقیمه لاره د بریا لار وموندي.

‎دوهمه دا چې دا کړنه د ولس د حق غوښتنې په ستوني پښې کېښودل دي ، او دې کار سره دولت د هېواد په کچه خپل مینوال له لاسه ورکوي.
‎که چېرې د ولسي جرګې راتلونکي استازي د ولس د رایو پر ځای د دولت او یا هم سیاسي احزابو په فرمایشونو بریالي شي نو باور لرمه چې دولت خپل باور د لاسه ورکوي او په افغانستان کې موجوده قانون به هره ورځ ماتېږي کله چې قانون مات شي نو د ملت هیلې ورسره له منځه ځي.
‎موږ له ولسمشر غني څخه غوښتنه کوو چې دداسې کړنو مخه ونیسي او اجازه د ولس ته ورکړي چې د خپلو قانوني واکونو له مخې په ټاکنو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي ترڅو مو په ټولنه کې دیموکراسي په سمه توګه پلي شي .
‎او ولس د خپلو قانوني
‎واکونو ته پرېښودل
‎شي
‎تر څو موجوده ستونزې او بې انصافیانې نوره پایته ورسېږي او د یوه ښه راتلونکي د پاره سمه لاره هواره شي.
‎موږ د افغانستان خلک یو لوی آزمون مخېته لارو پارلماني ټاکنې او ورپسې ولسمشریزې ټاکنې اړتیا ده چې ولس ته او د ولس رایو ته خن‌‌‌‌‌‌ډونه جوړ نشي او پرې دېښودل شي څو ولس مو د خپلو راتلونکو نسلونو د پاره یو ښه راتلونکی تضمین کړي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: