دیابت یا د شکر ناروغي

د شکر ناروغي یو له هغو ناروغيو څخه شميرل کيږي چې له امله يي ګلوکوز په لوړه پيمانه په وينه کي زخيره شي.
پانقراص دبدن يو نوع غده ده چي وظيفه يې د انسولين هورمون افراز کول دي, انسولين مصرف شوي ګلوکوز د ويني نه اخلي او مشخصو حجراتو ته يي انتقالوي هلته بيا ګلوکوز په انرژي باندي بدليږي , ګلوکوز دهغو غذايي موادو نه په بدن کې په لاس راځي چي په ترکيب کې په کافي اندازه کاربوهايدريت ولري ,

هغه غذايي مواد چي په کافي اندازه کاربوهايدريت لري عبارت دي له وچه ډوډۍ , وريجي , کچالو , شيدې
کله چې پانقراص دغه انسولين هورمون په کافي اندازه توليد نه شي کړاي تر څو ګلوکوز له ويني څخه حجراتو ته انتقال کړي , نو دې وخت کې د ګلوکوز کچه په وينه کې زياتيږي او شخص د شکر په ناروغۍ اخته کيږي.

د لوړ شکر ناروغۍ نښې نښانې:

تږوالی .
د ادرار زياتوالی
سستوالی
دخولې وچيدل
د زخم زر نه جوړيدل
د پوست يا جلد خارښت

د شکر ډولونه:

لومړی ډول شکر
دوهم ډول شکر
شکر د حاملګۍ په وخت کې

لومړی ډول شکر:

دغه نوع شکر کيداي شي په هر عمر کې منځ ته راشي خو په ماشومانو او ځوانانو کې يي احتمال ډير وي, په اوله نوع شکر ناروغۍ کې د بدن معافيتي سيسيتم هغه حجرات چي دانسولين په جوړولو کې مهم رول لري له منځه وړي نو په همدي خاطر د پانقراص غده د انسولين په افرازولو کې کم راځي او په کافي اندازه انسولين هورمون نه شي توليد کولاي.
د شکر د ناروغۍ په اخته کولو کې د بورې زيات استعمال او د سپورت نه کول د شکر د ناروغۍ سبب نه ګرځي, بلکې د پانقراص د غدې ستونزه او دانسولين نه شتون اويا په کمه اندازه انسولين موجودوالی چې نه شي کولاي ګلوکوز د وينې څخه حجراتوته بوځي ترڅو هلته ګلوکوز په انرژۍ او دبدن د حرارت سبب وکرځي.

د لومړي ډول شکر نښانې:
1– زيات تږوالی
2– د ادرار زياتوالی
3– د وزن بايلل
4– کسالت يا سستي
5– زړه بدی يا استفراغ
که چيرې د اولې نوع د شکر ناروغي په وخت سره درملنه ونه شي , کيدای شي د شکر اندازه په وينه کي زياته شي او له امله يي ډيرې ناخوالې رامنځ ته شي, چې بيا ناروغ ته دزړه تکان پيداکیږي , ناروغ استفراغ زيات کوي د بدن اوبه کميږي او بلاخره کوما ته ځي.

دشکر د اولې نوعې تداوي فورا دانسولين اخيستل دي.
او د دې نوعې د کنترول لپاره بايد غذايي رژيم منظم کړي , دانسولين اخيستل او سپورت کول هم په متعادل ډول منظم کړي ,دژوند ورځنۍ چاروکې منظمه تګلاره, دشکر اندازه کول په منظم ډول يانې هروخت کې دشکر معلومول.

د شکر دوهم ډول:

دې نوع شکر باندې زياتره د 400 کالونه وروسته خلک اخته کيږي خو په ځوانانو او اطفالو کې هم امکانات لري چې منځ ته راشي, د دې نوع شکر يواځنۍ عامل په ځوانانو کې د ژوند د نا سم تګلارې انتخاب دی.
د بي کيفيته غذايي موادو خوړل , د بدن ورځنې نه حرکات د بدن د وزن د زياتوالي سبب کيږي چې په نتيجه کې انسولين په سمه توګه نه جذبيږي او د وينې د شکر د زياتوالي عامل ګرځي, د دې نوعې ناروغي په اهسته توګه منځ ته راځي او دا ناروغي په ارثي توګه هم کيداي شي په ماشومانو او لمسيانو کې پيداشي چې دا بيا کيداي شي يو څه دخطر اواز پورته کړي د دې لپاره چې په دې نوع شکر اخته نشو بايد غذايي ژيم مو سم کړو روزانه سپورت وکړو اګر که سپورت نه کړل دشکر دپيداکولو اصلي عامل ندي خو دسپورت يا ورځنيو حرکاتو نه کول د وزن دزياتولي سبب کيژي او دا بيا کيداي شي وروسته د شکر اندازه زياته شي خو هغه کسان چې دوي دشکر ناروغي لري بايد سپورت ډير وکړي.

د دې نوعې شکر نښې نښانې هم لکه د نوع اول غوندي دي خو امکان داهم لري چي هيڅ علامې ونه لري او تر ډير وخته تشخيص هم نه شي , خو کله چې ددې نوع شکر تشخيص شو په بيړه بايد شکر معاينه شي او کوشش وشي چې په نورمال اندازه يي وساتي کنه په ډير بد حالت ناروغ اخته شي .
هغه کړنې چې د دې نوع 22 دکنترول لپاره اړين ړي .

منظم سپورت کول يا جسماني حرکتونه .
د غذايي رژيم درست انتخابول.
د نورمال وزن ساتل تر څو زيات نشي .
دمالګې کمه استفاده .
د ډېرو اوبو څښل .
د شکر د مراقبت مرکز ته ځان رسول تر څو د ناروغ د وينې فشار, د وينې چربي, د وينې شکر, اعصاب غاښ او نور څه وګوري او په اړه يي تصميم ونيسي.

د سګريتو انديوالي او نور مخدره توکي د شکر دناروغانو لپاره سور اور دي , هغه کسان چي په سګريتو او نورو مخدره توکو روږدي دي دمغز دسکتي امکانات يي نظر هغو کسانوته چې د شکر ناروغي لري خو په سګريتو او نور مخدره توکو ندي روږدي ډير دي .

دسګريتو استعمال د وينې شکر زياتوي ,دوينې چربي زياتوي بدن ته کافي اوکسيجن نه رسيږي درګونو دتنګوالي سبب کيږي چې بلاخره د زړه او دمغز دسکتې چانس يې زياتيږي .
نور راځی چې د سګريتونه خداي پاماني وکړو او دتل لپاره يې له ځانه لرې کړو.

ژباړه: داکتر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب