په اسلام کې دانسان او بشر حقوق په څرګندو ټکو کې بيان شويدي چې په هغې کې نارينه او ښځينه دواړه راځي چى دانسان او بشر په حيث دهغوى حقوق سره مساوي او يو شانته دي .
په آخرت کې دواړو ته دښو او نيکو عملونو بدله او عوض په پوره توګه ورکول کيږي،چاته دنارينه په حيث زياتوالې نه کيږي او چاته د ښځې توب په حيث کموالې پکې نه راځي بلکې دمؤمن او مسلمان په حيث دواړه ديو شانته اجر او بدلې حقداراو وړګڼل شويدي .
څرنګه چې په دنيا کې نارينه او ښځې دواړه جلا جلا وظيفي او دندي سرته رسوي نو دهغوى حقوق،مسؤليتونه،ذموارئ او واجبات سره توپير لري ، دعقل او منطق تقاضااو غوښتنه داده چې هرچاته بايد دهغه د مسؤليت او دندى په اساس حقوق ورکړل شي او همداخبره دعدل او انصاف په بنسټ او اساس باندى ولاړه ده.
مساوات او دټولو انسانانو حقوق يوشانته او برابر ګڼل نه عقل مني او نه په دنيا کې دا عملي بڼه غوره کولاى شي ځکه چې دا نړۍ د داسې انسانانو څخه جوړه شوې ده چې جلا جلا دندې او وظيفې سرته رسوي او پرته لدې کارونو څخه په نړۍ کې ژوند امکان نلري ،ځکه انسانان يو بل ته اړتيا لري او هر يو دبل اړتيا پوره کوي:لکه دهقان،بزګر،کاريګر،نجار،موچي،سلماني، استاذ،انجنر،ډاکتر،ډريور او نورو ګڼو کارکوونکو ته اړتيا شته او دا ټول يو بل ته اړدي او يو د بل اړتيا پوره کوي خو هر يو ته دخپل مسؤليت او کار په اندازه مزدورى او اُجرت ورکول کيږي.دا هېڅ امکان نلري چى ديو ډاکتر او يو موچي او سلماني اُجرت دې سره يو شانته اوبرابروي،بلکې دنړۍ ټول انسانان په دې قايل او قانع دي چې دخلکو ترمنځ تفاوت او توپير موجود دى،ځکه ډاکتر،انجنر او استاذچى څومره خواري او زحمت ګاللې دهغې په اساس مزدوري او اُجرت زيات ورکول کيږي .
که دخلکو او انسانانو ترمنځ په ټولو شيانو کې دعدل او انصاف پر ځاې مساوات او برابري راشي نو بيا به په ډيرو زياتو خلکو ظلم او تيرې وي چې دهغوې حق به پايمال او خوړل شوى وي .
کله چې ټول انسانان پدى قايل او قانع دي چې دانسانانو ترمنځ تفاوت او توپير شته او هرچاته بايد دهغه دتوان ،استعداداوطاقت په کچه مسؤليت وسپارل شي، که داسې ونشي نوهرڅه به غيرمنظم،ګډوډاوخراب شي،څرنګه چې په ټولنه کې دانسانانو مسؤليتونه سره تفاوت او توپيرلري نودهغوى اُجرت،مزدوري او حقوق هم سره تفاوت لري .
په طبيعي او فطري لحاظ نارينه او ښځينه سره زيات توپير او تفاوت لري چې دهمدې توپير په اساس دهغوى مسؤليتونه،وظيفې،دندې،حقوق او واجبات هم سره توپير او تفاوت لري .
څرنګه چې اسلام دفطرت دين اودهغې سره برابر او موافق دى نو هرچاته دهغه دفطري او طبيعي جوړښت اواستعداد په اساس مسؤليت،وظيفه او دنده سپاري او بيا دهمدى مسؤليت او وظيفى په اساس ورته حقوق،اسانتياوې او امتيازات ورکوي ،دهرچادکار او وظيفى په بنسټ هغه ته حق او امتياز ټاکل کيږي .
مونږ په اسلام کې دښځو دحقوقو په هکله دهمدى فطري او طبيعي قانون په اساس د ورکړي مسؤليتونو، واجباتو او حقوقو په هکله بحث او څيړنه کوؤ ترڅوثابته شي چى اسلام ښځې او نارينه ته دهغوى دفطري او طبيعي قانون په اساس وظيفى او حقوق ټاکلي دى.
دحقوقو ، امتيازاتو او مسؤليتونو دڅيړنې څخه مخکې موږ غواړو دښځې او نارينه ترمنځ طبيعي او فطري تفاوتونو او توپيرونو ته اشاره وکړو ترڅو هرڅه څرګنداو په ډاګه شي.
٣- دنرانو او ښځو ترمنځ فزيالوژيکي توپيرونه :
دفزيالوژي له نظره ښځه په زياتو جسمي او بدني جوړښتونو کې د نرانو سره تفاوت او توپير لري او دا توپير دنارينه او ښځينه په هغو هارمونونو پورى اړه لري چې دخصيو او تخمدان څخه توليديږي.
په نرانو کې خُصيه يو ډول هارمون توليدوي چې دږيرې او بريتانو ويښتان راشنه کوي، هډوکي او عضلات لس فيصده غټوي، دنارينه په وينه کې سره کريوات په يو ميلي مترمکعب کې دښځو څخه نژدى يو ميليون زيات وي، همدارنګه دنارينوؤ تنفس ورسره لس فيصده زياتيږي . په نرانوکې دهيموګلوبين اندازه د ١٤ څخه تر ١٨ ميلي ګرامو پورى او په ښځو کې د ١٠ څخه تر ١٤ميلي ګرامو پورى وي چې دا ټول تفاوتونه طبيعي او فطري دي، تر هغې چې ښځه ښځه وي نو د نرانو سره به دا توپير پکې وي او چې نارينه نر وي نو دا توپير به دښځو سره لري، دا دچا دخوښې، خفګان، شعارونو او پروپاګند پورى اړه نلري، چا چې دا نر او ښځه پيداکړي او دى نړۍ ته يې راوستي دا توپير يې پکې پيداکړى .
د اسلام له نظره د انسانانو بلکې دټولو کائناتو خالق او پيداکوونکى الله جل جلاله دى چې هغه پدى ټولو مخلوقاتو کې جلا جلا خصوصيات، صفات، استعدادونه او صلاحيتونه ايښې دي او هر يو ته يې دهماغى خصوصياتو او صفاتو په بنسټ وظيفې او دندې سپارلى دي او بيايې هريو ته حقوق او امتيازات هم ټاکلې دي، ترهغې چې دنرانو او ښځو په طبيعي او فطري جوړښت کې بدلون نه وي راغلې هغوى به همدا وظيفې او مسؤليتونه سرته رسوي او ټاکلې شوې حقوق او امتيازات به ترلاسه کوي . هېڅ انسان ددې وسه، طاقت، توان او ځواک نلري چې هغه دنرانو او ښځو طبيعى جوړښت بدل او يو شانته کړي ځکه چې دا طبيعي اوفطري قانون دى .
دروحياتو،روانشناسۍ او سايکلولوژي له نظره نارينه او ښځينه سره ډير توپير لري، ځکه د دواړو مسؤليتونه او دندې سره توپير لري، نرانوته چې کومه وظيفه سپارل شوى هغه د هغوى د فطري او طبيعي جوړښت سره برابره ده او ښځو ته چې کومه دنده او وظيفه ورسپارل شوى هغه د هغوى د فطرت او طبيعت سره برابره ده، په همدى خاطر په ښځو کې زيات روحي او سايکلوژيکي خصوصيات شته چې دهغې سره په خپله وظيفه کې مرسته او کومک کوي اوکه هغه خصوصيات او صفات پکې نه واى نو ورسپارل شوى دنده يې نشوه سرته رسولې دمثال په توګه يې يادونه کوو :
الف : نرمي او لطافت :
ښځې عموماً دنرم او لطيف مزاج خاوندى وي، په هغوى کې سختي ډيره کمه ليدل کېږي ځکه چې دهغوى ښوالې په همدى کې دى چې بايد دنرم او لطيف مزاج خاوندى وي که سخت او کلک مزاج او خوى يې درلودى نو بيا دماشوم پالنه او روزنه ورته ګرانه وه او هم به ماشوم ته دهغې سره ګذاره کول ممکن نه وه .
ب : مينه او محبت :
څومره مينه او محبت چې په ښځو کې شته هغه په نرانو کې نشته ځکه چې دښځو وظيفه او دنده دميني او محبت غوښتنه کوي او پرته لدى مينې او محبت څخه دماشوم پالنه او روزنه امکان نلري، مور چې په کوم محبت او مينه خپل اولاد او ماشوم پالي او دهغه سره رويه او سلوک کوي هغه دبل چا په وسه کې نشته، هر ماشوم دې مينې او محبت ته پوره اړتيا لري او دهمدى اړتيا په خاطر په مورکې دا صفت ايښودل شويدى .
ج : احساساتي، جذباتي او هيجاني کيدل :
په ښځو کې احساسات او جذبات ډير زر راپاريږي په ځانګړي توګه کله چې دتراژيدي او خطرناکو حالاتو سره مخامخ شي، دتراژيدي پيښو په وخت کې ښځې خپل هرڅه له لاسه ورکوي ان تردې چې فيصله او پريکړه يې زيات وخت په احساساتو او جذباتو ولاړى وي.
همدارنګه درحم قوي جذبه لري خو جذبات اواحساسات يې دومره زر راپاريږي چې يودوم هر څه لمبه کوي .
نوې ساينسي او سايکلوژيکي تجربو داثابته کړى چې دښځو مغزBrain) (دتراژيدي او خطرناکو پيښو په مقابل کې زر فعاليږي ، ډير زر،سريع او سخت عکس العمل ښکاره کوي، دخپلوانو دمړينې او مرګ په وخت کې دنرانو او ښځو حالت بالکل سره توپير او تفاوت لري، کوم احساسات چې ښځې ښکاروي دهغې ډيره کمه فيصدي په نرانو کې موجود وي .
همدى ساينسي اوسايکولوژيکي تجربو دا هم ثابته کړې چې دسختو،پيچيده او مغلقو مسايلو او پوښتنو په مقابل کې دنرانو مغز ډير زر فعاليږي خوددې په مقابل کې دښځو مغز په کراره او ځندسره فعاليږي او عکس العمل ښکاره کوي، نو ښځو ته بايد داسې وظيفه او دنده ونه سپارل شي چې هغه په احساساتو پورى تړاو ولري چې غلطه فيصله خطرناک حالت منځ ته راوړي .
ب : دښځو دندى او وظيفى :
ښځې دنرانو څخه کم مسؤليتونه لري، ځکه چې دهغوى اصلي وظيفه اودنده دماشومانو پالنه او روزل دي، او دژوند زياته برخه يې په همدى ميدان کې تيريږي، اسلام ښځې ته همدا دنده سپارلې او نور ټول باريې په نارينه اچولې ترڅومېرمنې په پوره ډاډ سره خپلې اصلې وظيفې ته متوجه شي ، مونږ په لنډه توګه دښځو دندو او وظيفو ته په مختلفو ډګرونو کې اشاره کوو .
١– دښځو ديني او مذهبي مسؤليتونه :
ښځې دنرانو څخه په ديني او مذهبي ميدان کې کم مسؤليت لري، او دهمدى لږې دندى په سرته رسولو سره دهغې مسؤليت اداء کېږي او الله جل جلاله ورته پوره بدله او آجر ورکوي .
په ښځوباندې دجماعت لمونځ، داخترلمونځ او دحيض او نفاس په وخت کې لمونځونه نشته، همدارنګه دچا دنفقې مسؤليت پرې هم نشته، په هغوى باندى په جهاد کې ګډون کول فرض ندي اوکه ځي نواجر ورته شته او دغنميت څخه هم برخه ورکول کېږي .
په ښځو دالله جل جلاله اطاعت، درسول الله صلی الله عليه وسلم پيروي، دخاوند اطاعت او خدمت کول دي، همدارنګه دکور ساتنه او دماشومانو پالنه ورباندى لازم شويده .
٢- دښځو ټولنيز او اجتماعي مسؤليتونه :
ښځې به دکورنۍ ساتنه، حفاظت او پالنه کوي، دماشومانو زيږول او دهغې روزنه يې اصلي دنده ده، دخپلو خپلوانو سره اړيکې ساتل او صله رحمي کول هم بايد سرته ورسوي، دخلکو خير خواهي هم بايدولري .
٣- دښځوسياسي مسؤليتونه :
ښځې به خپلو مشرانو ته سلا مشورې ورکوي، په نيکو امر اوله بدو څخه به مخنيوې کوي، په غزواتو او جهاد کې برخه اخستل او لازم خدمت او کارونه سرته رسول .
٤– دښځو مالي مسؤليتونه :
ښځې کولا ى شي په خپله خوښه تجارت او اقتصادي کار وکړي او ګټه پخپله خوښه استعمال کړي،په هغې کې ورسره څوک حق نلري، د اړتيا او ضرورت په وخت کې کار هم کولا ى شي .
دښځو ټول مالي مصارف په پلار او بيا په خاوند باندى دي او هغه په ټول ژوندانه کې هېڅ مصرف پخپله نکوي بلکې ټول مصارف يې په بل چا دي ترڅو هغه وکولا ى شي خپله اصلي او ورسپارل شوى وظيفه سرته ورسوي. هغه دټولو مالي مشکلاتو او ستونزو څخه بې غمه ده . دښځو خوراک، څښاک، تداوي، تعليم او زده کړه، پوښاک او داوسيدو ځاى هرڅه په بل چا اچول شوي او دهغوى مسؤليت دى .
ج : دښځو حقوق او امتيازات :
په اسلام کې دښځو حقوق او امتيازات په عدل او انصاف ولاړ دي نه په مساوات باندى ځکه مساوات ناممکن او غير فطري دى او هېڅ وخت امکان نلري، نو اسلام ښځو ته حقوق دهغوى دفطرت او طبيعت په بنسټ او اساس ټاکلي دي چې دهغوى دمسؤليت سره سمون خوري،په لنډه توګه مونږ هغې ته اشاره کوو .
١- دښځو ديني او اخروي حقوق او امتيازات :
ښځوته دخپلو نيکو او صالحو اعمالو پوره پوره او مکمل آجر او ثواب ورکول کېږي او پدى خاطر په کې کموالې او نقصان نه راځي چې ګوندې هغه ښځه ده بلکې دمؤمنې او مسلمانې په حيث ورسره معامله کېږي، په آخرت کې دهغې دفطرت په اساس ټول امتيازات ترلاسه کولا ى شي، او په جنت کې دنارينه سره يوځاى اوسيږي او دټولو جنتي حورو او غلمانو مشره او ملکه وي، سره ددې چې په مذهبي او ديني ډګر کې يې مسؤليت کم دى خو ثواب او آجر يې زيات او پوره دى .
٢– دښځو اقتصادي او مالي حقوق او امتيازات :
دښځې ټول مصارف او خرڅ لومړې په پلار او بيا په خاوند باندى دى او هېڅ ډول مصرف له خپل جيب څخه نکوي خو سره لدى هم اسلام هغې ته دخپل اصلي مسؤليت د ادء کولو لپاره زيات مالي او اقتصادي امتيازات ورکړيدي چې په لاندى توګه وړاندى کيږي .
ب : دخپل خاوند په ميراث کې د اولاد دشتوالى په صورت کې اتمه برخه او که اولا د نه وى څلورمه برخه .
ج : دنکاح په وخت کې دخاوند څخه مهر اخستل .
د : د اولاد په ميراث کې شپږمه برخه اخستل .
ھ : دخپل کار، کسب، تجارت ،هديواوتحفو څخه چې څه ګټه او نفع راځي هغه ټوله يې خپله ده .
٣- دښځو اجتماعي او ټولنيز حقوق او امتيازات :
اسلام خپلو منوونکو او پيروانو ته حکم کړې چې تاسې هر يو به دښځو دحقوقو خيال ساتئ او دهغوى سره به ښه او غوره سلوک کوئ، قرآن کريم فرمايي :
وعاشروهن باالمعروف .(النساء-)
ښه او غوره خاوند هغه دى چې دخپل اهل او عيال سره ښه او غوره رويه کوي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
خير کم خيرکم لاهله (الحديث-)
همدارنګه قرآن کريم فرمايي:
ولهن مثل الذى عليهن (البقره)
لکه څرنګه چې نارينه په ښځو حقوق لري په همدى شان ښځې هم په سړو حقوق لري. دواړه لوري بايد خپل واجبات او مسؤليتونه وپيژني او دهغې پابندي وکړي .
مور دپلار په نسبت درى چنده زيات حق لري او ترټولو زياته حقداره او دښه سلوک مستحقه مور ده او لمړى درى درجې بايد دمور خدمت وشي .
خپل مورته داُف په اندازه خبره هم نکول او هغه نه خفه کول، مور دجنت د دروازو څخه يوه دروازه ګڼل او په هغې باندى جنت ته داخليدل، دمور ترقدمونو لاندى جنت دي، دمور په رضا او خوښۍ سره رب او خالق خوښيږي اوپه خفګان يې رب خفه کېږي، دمور دخفګان او نارضاتوب په صورت کې دشهادت دکلمي څخه ژبه بنديدل او په خوښۍ باندى يې د ژبې حرکت کول .
دخور او لور په پالنه او تربيه باندى د دوزخ څخه خلاصون او نجات پيداکول، پورتني ټول امتيازات داسې دي چې دهغې مرتبه او مقام ترټولو لوړ او زيات دى او دومره مرتبه بل چاته نده ورکړل شوى .
په لويديځ کې دښځو حيثيت او مقام
سره ددې چې په لويديځ کې دښځو دحقوقو او امتيازاتو په برخه کې ډير تبليغات او پروپاګند کېږي خو حقيقت بل شانته دى، هغوى په خپله ټولنه کې دومره ستونزې او مشکلات لري که په هغې نور خلک خبر شي نو دهغوى د پروپاګند په حقيقت به پوه شي،ځکه هغوى دا ټول پروپاګند داسلام دبدنا مولو لپاره کوي ترڅو پدى توګه داسلام نوم دخلکو په ذهن کې کرکجن کړي . مونږ دنمونې او مثال په توګه لاندني معلوماتونه وړاندى کوو:
١- دښځو ازادۍ او دنرانو سره اختلاط لاندني خطرناک مشکلات او ستونزې پيداکړي چې لږ وروسته ددې ماخذ، اسناداومراجع وړاندى کېږي،دلته يواځې په لنډه توگه ورته اشاره شوى ده .
الف : دکورني نظام ختميدل اوله منځه تلل .
ب : دنېشه يي موادو استعمال او رواجيدل .
ج : دجبري زنا او فحاشۍ زياتوالې .
د : دبې واده پيغلو په وړاندى د اولادونو ستونزه .
ھ : دماشومانو او حمل ضايع کول چې طبي او روغنيايي ستونزې منځ ته راوړي .
و : دحرامي اوناجائزو اولادونو بې حسابه پيداکيدل .
ز : دجنسي ناروغيو لکه ايډز او سيفلس وبايي شکل غوره کول اوپه ميليونونو خلک پرى اخته کيدل .
١٥- په لويديځو هيوادونو کې د ښځو ګډون په سياسي او ټولنيزه ډګرونو کې اوسطاً %٢٠ دې.
د نر او ښځې دمساوات په هکله دلويديځو پوهانو ليکنې او ويناوې
په لويديځ کې ډيرو ساينس پوهانو او سايکولوژيستانو پدى پلټنه او تحقيق کړې دى چې آيا ښځه او نر په ټولو شيانو کې سره برابر دي او کنه؟ مونږ دنمونې او مثال په توګه دڅو پوهانو ليکنې او تحقيقات دلته وړاندى کوؤ .
١- دامريکانامتو او مشهور پروفيسر چې په فزيولوژي کې دوکتورا لري او د نوبل جائزه يې هم اخستى ده. هغه دانسان په هکله يوکتاب ليکلې چې نوم يې( انسان نه پيژندونکې Homan the unknown )دې، دا پروفيسر دوکتور الکسيس کارل Dr. Alexis carrel نوميږى، هغه دخپل کتاب په ٩١ پاڼه کې چې په نيويارک کې چاپ شوې دى دارنګه ليکلي دي:
(د ښځې او نر ترمنځ توپير يواځې دجنسي غړو دخاص شکل، درحم په شتولى، دحمل او اميدوارۍ او زده کړې په طريقو پورې تړاو نلري بلکى دا توپير او فرق ډير ژور او عميق دى، دا توپير او فرق د ښځې او نر په انساجو او حجراتو کې هم شتون لري.
هغه ځانګړي کيمياوي مواد چې د خصيوTestis او تخمدان Ovary څخه خارجيږي د بدن په ټولو حجراتو او انساجو اثر کوي او په هغې کې ځانګړي اثرات منځ ته راوړي .
ددې اساسي حقيقتونو څخه بې خبره انسانانو دا واويلا پيل کړې چې ښځو او نرانو ته بايد يو شانته زده کړه،يوشانته او مساوي اختيارات او يو شانته وظيفې او مسؤليتونه وسپارل شي .
(Every one of the cells of her body bear the mark of her sex the same is true of her orgasm and above all and above all of her nervous system.)
دا اصل او خاصيت دهغې د بدن په ټولو غړو کې هم شتوالې لري چې په ځانګړي توګه د هغې په عصبي نظام کې دا صفت ترټولو زيات دى .
د انسانى بدن دغړو او اعضاؤ قوانين دومره قوي او پاخه دي لکه څومره چې فلکياتي قوانين روښانه،پاخه او قوي دي،دا قوانين د انسانانو دخوښې او خواهش پوسيله نشي بدليدلا ى.
(They can not be replaced by human wishes)
مونږ مجبور يو څرنګه چې هغه دي هماغسې يې قبول کړو، ښځو ته پکار دي چې هغوى د خپل طبيعى جوړښت او فطرت سره سم ځان عيار کړي او پر مختګ وکړي، هغوى بايد دنرانو سره ځان برابر نکړي، دتمدن او تهذيب په پرمختګ کې دهغوى ونډه تر نرانو زياته ده، هغوى بايد خپله ځانګړې دنده او مسؤليت خوشي نکړي
Woman should develop their aptitudes in accordance with their own nature, without trying to imitate the males.
They should not abandon their specific functions.
(Dr. Alexis Carrel. Man the unknown. New York 1949 P-91)
٢- په ١٢-١٦ جنوري کال ١٩٨٧م کې دهندوستان په پلازمينه نوي دهلي کې يو کانفرانس او سيمينار جوړشو چې په هغې کې د پنځلس هيوادونو څخه فيلسوفانو، ساينس پوهانو، ليکوالانو او نامتو مصورانو ګډون کړې ؤ. ددې پنځه ورځني سيمينار موضوع ( دنوي پيل په لوري Towards New Beginning ) وه او ټول ترتيبات يې د هندوستان مرکزي حکومت په غاړه اخستي وه . پدى غونډه کې د لويديځو هيوادونو څخه څو نامتو او مشهورو ښځواوميرمنو هم برخه اخستې وه چې اوس د پاخه عمر وې خوپه ځوانۍ کې يې د ښځو دحقوقو او ازادۍ لپاره ډيرې منډې ترړې وهلې وى .
پدى ښځو کې د استراليا نامتو او مشهوره ميرمن( جرمين ګرير Ms.Germaine Greer) هم وه چې په ځوانۍ کې د ښځو د حقوقو او ازادۍ پلوۍ وه، هغې پدى هکله يو کتاب هم ليکلې ؤ چې نوم يې( دى فيملي يونک The Female Eunuch ) دى، هغې پدى کتاب کې د ښځو د ازادۍ څخه سخته او کلکه پلوي کړې وه .
د هندوستان په سيمينار کې ميرمنې ( جرمين ګرير) بيا د خپلو پخوانيو نظرياتو په خلاف نور څه او د خپل ژوند په تجربو او حالا تو يې رڼا واچوله هغې داسې وويل:
((مونږ په ځوانۍ کې خپلې مورګانې هېرکړې وې او هغه مو شاته غورځولې وې خو اوس چې مونږ خپله مورګانې شو او اولادونه لرو نو په زياتو خبرو پوه شو او ځمونږ اوسنې فکر او سوچ د مخکني فکر سره توپير لري،د لويديځ سره د نر او ښځې د توپير د منځه وړولو هېڅ حل او علاج نشته، د لويديځو ښځو داتصور او فکر غلط دى چې پرده لرونکو ښځو ته د هغوى حقوق ندي رسيدلي او کومې ښځې چې ځان سينګاره وي او په کوڅو او بازارونو کې ازادې ګرځي هغوى ته ازادي په برخه شوى .
اوس دا فکر او نظر بالکل ردول پکار دي، په پرمختللي لويديځه ټولنه کې هم د ښځو وهل او ټکول شته، په امريکا او برتانيا کې اوس هم ښځې په ټيټو درجو او کمو معاشونو کار کوي، په برتانيا کې چې څومره جرمو نه کېږي په هغې کې څلورمه برخه د ښځو په خلاف وي او په امريکا کې %١٥ ښځې د خپلو خاوندانو او يا ملګرو هلکانو لخوا څخه وهل او ټکول کېږي . ( انډين ايکسپريس جنوري ١٤) .
٣- دې غونډې ته د فرانسي يوه نامتو او مشهوره ميرمن( مس گيسل هليمي Miss Gisele Halimi (هم راغلې وه چې هغه په فرانسه کې د ښځو د حقوقو او ازادۍ لوى پلوي کوونکي وه، هغې وويل :
((ښځو چې څه غوښتل هغه يې ترلاسه کړل خو سره ددې هم دهغوى ستونزې حل نشوى، ښځې د ځانګړو اخلاقي اصولو لرونکې دي، هغوى د انسانانو په هکله ځانګړى نظر لري، ددې دا مطلب ندى چې دهغوى نظر او فکر ښه او غوره دى بلکې مطلب دادى چې هغوى جلا او ځانګړى نظر لري، ښځو ته پکار دي چې هغوى ځانونه ښځې او ميرمنې ثابتې کړي، داسې نه چې هغوى د ځان څخه نارينه جوړ کړي .
د مذهبي ښوونو په اساس ښځه دا دنده لري چې کور سمبال کړي او د ماشومانو روزنه وکړي، خو په نني وخت کې نوى نړۍ د ښځې لپاره دا ماډل جوړ کړ چې هغه بايد د کور څخه د باندى ووځې او د نرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي، دا دويم ماډل د تجربو څخه وروسته د عمل او تطبيق وړ وبلل شو، په لويديځو هيوادونو کې ټولې پخې ميرمنې د لمړني ماډل او مذهبي ښوونې سره سم دهغې پلوي کوونکي دي، پداسې حال کې چې هغوى په ځوانۍ کې د دويم او نوي ماډل پلوي کوله ،ايا اوس هم دمذهب په ښوول شوي ماډل باندى دشک اړتيا شته؟) (هندوستان ټايمز جنورى ١٢) (انډين ايکسپرين جنورى ١٤)
٤- د امريکا نامتو او مشهور پروفيسر ډاکتر سټيون ګولډ برګ
Goldberg of New York) Professor Dr Steven (
پخپل کتاب ( سرداري نظام ته اړتيا) کې د ښځو او نرانو په هکله ډير شيان ليکلي دي چې د هغې څخه ځينې کرښې د نمونې او مثال په توګه دلته وړاندې کوو :
((دښځې او نر ترمنځ توپير او تفاوت دمحيط او ټولنې پورې تړاو نلري بلکې په داوړو کې اساسي فطري توپير شتوالې لري، د نارينه مشري او غالب والې Male dominance په ټولنو کې دمحيطي او ټولنيزو حالاتو پورې بالکل تړاو نلري، بلکې حقيقت دادى چې دا د نارينه په هغه ځانګړي هارمون تستوسترون Testosterone Hormones پوري تړاو لري چې د القاح او يوځاى والي څخه وروسته د ماشوم د جوړيدو په وخت کې موجود وي او خپل غالبيت Dominance ښکاره کوي، همدا لا مل دى چې کوچني هلکان دکوچنيو انجونو څخه تيز او زړور وي، پداسې حال کې چې هلکان او انجونې د محيطي او ټولنيزو اثراتو تر تاثير لاندى هم نه وي راغلې او نه پدى شيانوله سره پوهيږي، نارينه د ښځو څخه ډيراوزيات توپير او تفاوت لري، د نارينه دماغ او دښځو دماغ په مختلفو طريقو سره کار کوي، کيداى شي ځينې ميرمنې د نرانو سره يو شانته والې ولري خو دا ډيرې کمې وي .
٦- د نيويارک نيوز ويک د ١٨مۍ ١٩٨١م کال په ګڼه کې يو لوى را پور خپور شو چې په هغې کې د امريکا ډيرو نارينوو او ښځينوو پلټونکو او تحقيق کوونکو ګډون کړې وو، هغوى د خپلو پلټنو او تحقيقاتو څخه وروسته دا نتيجه او پايله را وويستله چې لا ندى توپيرونه طبيعي او فطري دي نه محيطي :
اسلام چې کوم حقوق او امتيازات ښځې ته ورکړي د هغې په هکله مونږ د لويديځو پوهانو نظريات، ليکنې او ويناوې وړاندى کوو ترڅو پدى پوه شو چې اصل حقيقت څه دى :
١- نامتو فرانسوي ليکوال، محقق او ټولن پوه( ډاکتر ګوستاول بون) د خپل کتاب ( عربي تمدن ) په ٢٧٣ او ٢٧٤ پاڼو کې دارنګه ليکلي دي :
((اسلام د ښځو په تمدني حالت باندى ډير لوى اثر وغورځاوه او هغه يې د سپکاوي او ذلت څخه لوړې درجې ته راپورته کړه، د اسلام وراثتي قانون او دښځو حقوق د اروپا د وراثت او ښځو د قانون څخه غوره او بهتر دى ځکه هغه د ښځو د فطرت او طبعيت سره سم،برابر او موافق دى .
پس دا ثابته شوه چې اسلام ښځه د سپکاوي او ذلت پرځاى نوره هم لوړه کړه، دا ځما خبره نده بلکې ځما څخه مخکې (موسيو کوسان اى پرسوان) هم کړې وه او په اوسني وقت کې( موسيومارتاليمى سينټ هيلر) هم همدا نظر وړاندى کړې دى)) ( تمدن عرب: ډاکټر ګوستاول بون فرانسوى :٢٧٣ -٢٧٤)
٢-د اروپا نامتو تاريخ ليکوونکې( آرترګليمن Arthur Gilman ) پخپل کتاب د اسلام په تاريخ
History of the Islam په ١٤١ مخ کې دارنګه ليکلي دي :
((زه د پوره څيړنو او تحقيقاتو څخه وروسته ليکم چې د حضرت مسيح څخه شپږسوه کاله وروسته ښځه په ډير بد حالت کې وه، د هغې هېڅ حيثيت نه ؤ، هغې هېڅ حق نه درلوده، په ٦١١م کال د اسلام پيغمبر هغوى ته لوړتيا ورپه برخه کړه، هغوى يې دسپکاوي او ذلت له کندې څخه د عزت او درناوي عرش ته ورسولې، زه په پوره باور سره دا وايم چې اسلام څومره حقوق او عزت ښځې ته ورکړيدى هغه هېڅ مذهب هم ندى ورکړې، د اسلام پيغمبر چې څومره د ښځې پلوي توب کړې هېڅ مصلح داسې ندي کړي، اسلام حکم کوي چې د خپلو ښځو سره عدل او انصاف وکړئ او د مال د لاسته راوړلو لپاره په ښځو باندى ولکه مه لګوئ، هغوى ته کړاو اوتکليف مه ورکوئ، د هغوى په ښوونه او روزنه کې هلې ځلې وکړئ، حال داچې په مسيحي دين کې عيسايي ښځه عالمه کيداى نشي بلکى خادمه جوړيداى شي)) ( هسترى اف اسلام- ١٤١ پاڼه )
(( دا يو منلې شوى حقيقت دى چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم اصلاحاتو د ښځو مرتبه او درجه لوړه کړه))
(Hamilton-A.R.Gibb/ Mohammadd and Islam Londan.195- P-33)
۵-د کاناډا مشهور قانون پوه او جج مسټر جسټس کريبائټس دارنګه وايي :
(( حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په نړۍ کې د ښځو د حقوقو تر ټولو لوى پلوي کوونکې دى ))
٦ – (جي ډبليو لا ليټ نرو) پخپل کتاب کې دارنګه ليکلي دي :
((ښځې ته چې کوم عزت، درناوې او مقام حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ورکړيدى په ټولنه کې هېڅ مذهب ندى ورکړې)) (Lelithe,G.W/Mohammad and Islam in Religious System of The World, London.1893)
٧-) پروفيسر راماکرشناراؤ( پخپل کتاب حضرت( محمد صلی الله عليه وسلم د اسلام پيغمبر) Mohammad the Prophet of Islam کې دارنګه لېکلي دي :
((د اسلام د ازادۍ يو روح دادى چې ښځه يې د نورو د غلامۍ څخه خلاصه کړه،اسلام څو پيړۍ مخکې دا اعلان کړي ؤ چې د ښځې حقوق محترم دي بايد هغوى د خپلو حقوقو څخه بى برخى نشي ))
(اسلام کې پيغمبر محمدصلی الله عليه وسلم ) د راماکرشناراؤ ليکنه د کريسنټ پبليشنګ چاپ (٩) پاڼه )
٨- جان هيګټ (جنرال ګلپ پاشا) پخپل کتاب (د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم ژوند او وخت) کې ليکلي دي:
((حضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ښځو مالي مرسته پدى توګه وکړه چې هغوى ته يې په ميراث کې ټاکلې برخه ورکړه، د خپل مور او پلار په ميراث کې يې هم برخمنه وګرځوله، هغه صلی الله عليه وسلم نوى پيداشوې انجونې د ژوندي خښولو څخه وژغورلې)). ( جان هيګټ جنرال ګلپ پاشا/ محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم (٣١٠) پاڼه ) .
wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles.
you can send your articles to publish, also you can be author with us.
Share the website and articles with your friends
We use cookies on our website to give you the most relevant experience by remembering your preferences and repeat visits. By clicking “Accept”, you consent to the use of ALL the cookies.
This website uses cookies to improve your experience while you navigate through the website. Out of these, the cookies that are categorized as necessary are stored on your browser as they are essential for the working of basic functionalities of the website. We also use third-party cookies that help us analyze and understand how you use this website. These cookies will be stored in your browser only with your consent. You also have the option to opt-out of these cookies. But opting out of some of these cookies may affect your browsing experience.
Necessary cookies are absolutely essential for the website to function properly. This category only includes cookies that ensures basic functionalities and security features of the website. These cookies do not store any personal information.
Any cookies that may not be particularly necessary for the website to function and is used specifically to collect user personal data via analytics, ads, other embedded contents are termed as non-necessary cookies. It is mandatory to procure user consent prior to running these cookies on your website.