دوی ولې د الله تعالی شريعت ردوي؟!!

اسلامي نړۍ کې په فردي او ټولنیز ژوند کې د اسلامي شريعت د عملي کولو او تطبيق پر سر يو بدغونی کشمکش روان دی، ځينې اسلام سره تړاو لرونکې هم داسې څرګندوني کوي چې، ګواکي اسلام د انساني ژوند د تنظيمولو وړتيا نه لري، (نعوذ بالله من ذلک) ځينې نور بيا په دې اند دي چې دلته د اسلام په وړاندې ډير خنډونه شته چې د تطبيق مخه يې ډب کړې ده.

لیکنه: عمر بن سليمان الأشقر
ژباړه : قاضي محمد حسن اسلامي وردک.

د دې لپاره چې مونږ په اصلې ټکو خبره کړې وي، ښه بولو چې له هغو کسانو څخه اوه (۷) پوښتنې وکړو، چې د اسلامي شريعت تطبيق ردوي او يا يې د يوه او بل لامل پر مټ د ورسته کولو اوځنډولو غوښتنه کوي:

لومړی پوښتنه: آيا تاسو پر الله تعالی ايمان لرئ؟

دوهمه پوښتنه: که چيرې تاسو پر الله ايمان لرئ، نو آيا تاسو په دې عقېده لرئ چې الله تعالی سره د دې قدرت او ځواک شته چې بشر ته د ژوند ګټوره تشريع او قانون وضعه اوجوړ کړي؟

درېيمه پوښتنه: که تاسو باور او عقيده لری، چې الله تعالی پر دې قادر دی؟ نو آيا پردې هم عقېده لرئ چې الله تعالی دا ډول قانون او تشريع وضعه کړې ده؟

څلورمه پوښتنه: کله چې الله تعالی دا ډول قانون راليږلی وي، آيا بيا مونږ د دغې تشريع او قانون په تطبيق او عملې کولو مکلف يو او کنه؟

پنځمه پوښتنه: که مونږ په دې مکلف وو، نو بيا مونږ ته يې د ځينو برخو د عملي کولو او ځينو نورو د پرېښودلو جواز او اختيار شته؟

شپږمه پوښتنه؟ آيا د اسلامي شريعت تطبيق د ولسونو تر خوښې پورې تړلی يا د واکمنانو؟

اوومه پوښتنه: کله چې مونږ الهي شريعت شاته وغورځاوه،(نعوذ بالله من ذلک) نو بيا به هم مونږ مسلمانان وو؟

له هغو کسانو څخه چې د اسلامي شريعت تطبيق ردوي او يا يې ځنډوي، غواړم دغو پورتنيو اوو پوښتنو ته له ښه فکر کولو وروسته ځواب ورکړي.
په قضيه کې د ښه سوچ او فکر کولو آزادي ده، خو پر هغو خلکو پورې چې د اسلامي شريعت د تطبيق غږ پورته کوي خندا او ملنډې وهل يو پريوتی او مردود اسلوب دی.

مسأله له دې ډيره خطرناکه ده چې په هغه اسلوب او طريقه معالجه شي چې ځينې څیړونکي يې غوره کوي.

لومړی پوښتنه مونږ ته دا راښيې چې د دې قضيې څیړونکي څه ډول خلک دي؟

هغه خلک چې په الله ايمان نه لري او کافران دي هغوی له سره د دې وړتيا نه لري چې مؤمنو خلکو ته د الله د شريعت د پريښودلو لارې وښيې او يا سپارښتنې وکړي.

او مونږ کله هم دې ډول خلکوته د شريعت د وړتيا په هکله د قناعت ورکولو هڅه نه کوو، بلکې دوی ته د الله د شتون په اړه دليل راوړلو هڅې به جاري ساتو، کله يې چې الله ومانه نو شريعت ته به يې پخپله غاړه ږدي که څه هم دا ډول خلک پر الله د ايمان له دعوې سره سره ريښتيني نه وي.
که هغو خلکوچې د الهي شريعت د پريښودلو له نارو سورو سره بيا يې هم پر الله د ايمان لرلو ګمان کاوه، نو مونږ دا دوهمه پوښتنه ورڅخه مطرح کوو: چې آيا تاسو په دې يقين لری چې الله تعالی خلکو ته د د دوی د حالاتو سره د مناسب قانون وضعه کولو توان لري؟ که ځواب يې منفي ؤ، نو دا ډله له لومړی ډلې څخه په بې ايمانۍ کې څه توپير نه لري، ځکه الله تعالی پر هر څه قادر دی، په قانون او تشريع جوړولوهمداسې قادر دی لکه د مخلوق په پيداکولو، دې کې څه توپير نشته دی لکه چې الله تعالی فرمايې: (الا له الخلق والامر).

او که څوک دا عقيده لرې چې خلکو ته د دوی د حالت سره په برابر قانون جوړولو او راليږلو الله قادر نه دی. نو بيا خو الله تعالی ته د نيمګړتيا اوعجز نسبت کوي، الله تعالی له نيمګړتياوو ډير اوچت دي.

او که عقيده لري چې الله تعالی پر دې قادر دی چې خلکو ته د دوی د حالت سره مناسب قانون را ولیږي، نو بيا درېيمه پوښتنه يې مخې ته ږدو، چې آيا الله داسې څه قانون وضعه کړی دی؟ ځينې خلک ښايې ووايې چې نه! مونږ ته يې داسې څه نه دی وضعه کړی، نو بيا ورته وايو چې تاسو د هغه دين په اړه څه وايئ چې الله تعالی د زمانې په اوږدو کې پرخپلو نبيانو او رسولانو را نازل کړی دی؟ که يې د وحې نزول دروغ وګاڼه چې نه! الله پر بشر هيڅ هم څه نه دې رانازل کړي، بیا خو یقينا د دوی د تزویر پرده څيرې او څرګنده شوه چې مناقشه ورسره بيځايه ده.

نو بيا به د رسولانواو کتابونو د را لېږلو په هکله ورسره دلايل وايئ او څوک چې په رسولانو او کتابونو ايمان نه لري هغوی حق نه لري مؤمنان د شريعت له تطبيق او د رسولانو له پيروۍ څخه منع کړي، او که دوی ويل چې مونږ پر ما انزل الله ايمان لرو، خو هغه تشريع او قانون نه دی، هغه يوازې له رب سره د بنده د تړاو ټينګولو لپاره را نازل شوی دی، دوی ته وايي: مونږ او تاسو پدې اتفاق لرو چې الله تعالی مونږ ته دين را استولی، رسول يې را ليږلی، او دې کې هم شک نشته چې انبيا عليهم السلام ټول پوره صادقان و، او راليږلی دين يې هم حق دی، نو زمونږ او ستاسو تر منځ د فيصلې مرجع همغه دين دی، چې مونږ ته دا خبره ترې څرګنده شي چې آيا د بشري ژوند لپاره بشپړه تشريع ده کنه؟ او تاسو ته بيا د هغې اختيار نشته چې له دې مصدر څخه په شا شئ، که مو هغې ته رجوع کول او دلايل يې منل شا ته وغورځول نو بيا خو تاسو په ښکاره تناقض کې بوخت ياستئ، چې يوې خوا ته وايئ دا دين د الله له لوري دی، او بيا په هغو استدلال کول او باور لرل ردوئ.

کله کله خو تاسو وايئ: تورات تحريف شوی، انحيل تحريف شوی، همدا ډول زبور، نو مونږ څرنګه تحريف شويو کتابونو ته رجوع وکړو، مونږ درته وايو: هغه دين چې الله تعالی په محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی دی، هغه ته تحريف هيڅ ډول لار نه ده موندلې، او د اسلام لومړی کتاب قرآن کريم داسې ساتل شوی چې يو حرف تغيير، تبديل او تحريف نه دی په کې راغلی.

کله وايئ: له قرآن څخه ددې خبرې دليل راوړئ چې الله تعالی هغه زمونږ د ژوند له پاره دتشريع او قانون په حيث راليږلی دی، ورته وايو څومره ښه! که تاسو دا ډول پوښتنه کړي وی او تاسو د رغنده علمي بحث په لاره ولاړ شئ، نو مونږ به داسې ډيرنصوص درته بيان کړو چې پر دې دلالت کوي، دلته له قرآن څخه د یوه ځای په يادولو بسنه کوو چې په دې موضوع يې رڼا اچولې او بيان کړې ده، په سوره المائده کې الله تعالی ددې خبرې وضاحت کړی چې تورات يې پر يهودو ددې لپاره نازل کړ چې انبيآء عليهم السلام يې پريکړې ورباندې وکړي:

إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِن كِتَابِ اللَّـهِ وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَاءَ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ
بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي (44) (سورة المائده)

بيا يې په تورات کې یوحکمت بيان کړې دی:
وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنفَ بِالْأَنفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿٤٥﴾
ژباړه: او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د ده لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي (45)

ورپسې يې پرهغو چا د ظالم حکم کړی چې د الله شريعت نه تطبيقوي، او بيا د انجيل او پکې شته هدايت او نور د يادونې سره نصاراوو ته يې د هغه څه د تطبيق امر کړی دی الله را نازل کړي دي:

وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ فِيهِ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
ژباړه: او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي

په پای کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د الله له خوا د رانازل شوي شريعت د تطبيق امر کړی دی:
وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ …﴿٤٨﴾
ژباړه: او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى.

او په لاندې آيت کې يې د شريعت د تطبيق مکرره غوښتنه ورڅخه کړی ده: وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّـهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّـهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ ﴿٤٩﴾
ژباړه: او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه ډېر په خلقو كې خامخا فاسقان دي.

او په لاندې آيت کې يې د شريعت څخه له شا اړوونکو يوه انکاري پوښتنه مطرح کړې ده:

أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّـهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿٥٠﴾.
ژباړه: ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

کله چې دا خبره مونږ ته ثابته شوه چې الله تعالی د خلکو د ژوندون د سمون له پاره سم نظام او قانون وضعه کړی دی، نو په بديهي ډول د څلورم سوال ځواب لاس ته راځي، چې وايې: آيا د شريعت تطبيق پر مونږ لازم دی او په هغو مکلف يو، ځکه د الله قانون ترټولوغوره دی، (ومن احسن من الله حکما لقوم يوقنون) د الله د شريعت او د خلکو لخوا د جوړو شويو قوانينو تر منځ توپير همدومره دی لکه د دې خلکو او خالق تر منځ يې، الله کامل ذات دی او مخلوق نيمګړی، د الله قانون بشپړ او د مخلوق قانون د دې لامله نيمګړی دی چې په هغه کې ظلم دي، ناپوهي ده، او قصور، الله تعالی په سورة النمل کې د ګڼو پوښتنو په تسلسل کې د ا بيان کړې ده چې د عبادت او بندګۍ مستحق يوازې همدا یوالله دی، نه هغه بتان چې مشرکينو توږلي او ورته عبادت کوي، په دې پوښتنو کې د هغو بتانو قصور او نيمګړتيا په ګوته شوې ده، نو ځکه د دې وړتيا نه لري چې عبادت يې وشي:

قُلِ الْحَمْدُ لِلَّـهِ وَسَلَامٌ عَلَىٰ عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَىٰ ۗ آللَّـهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿٥٩﴾ ژباړه:
ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي (59)

مونږ هم په همغه قراني طريقه او لاره مسلمانان مخاطب کوو او ورته وايو: ستاسو دې په الله قسم وي چې د الله حکم غوره دی که د قانون پوهو انسانانوحکم؟ آيا هغه الله چې انسان او ټول عالم يې پیدا کړی هغه ډېر پوهېږي او ډير علم لري او که دغه انسان؟

( أَفَغَيْرَ اللَّـهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلًا).

ژباړه: ایا نو زه له الله نه سِوا حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې هم هغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى.

د اسلامي شريعت واکمنۍ او پريکړوته خپلې مسألې سپارل دا يو واجب امر دی، څوک چې دې ته التزام او پایبندي نه لري الله دهغوی سره بغض ( کينه) کوي، بد يې ايشي.

الله تعالی قسم ياد کړی چې ترهغو به مؤمنان ونه شميرل شئ ترڅو الهي شريعت ته موخپلې فيصلې نه وي ور وړي. او په خوښۍ سره مو د هغو منلو ته غاړه نه وي ايښې: فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿٦٥﴾
ژباړه: پس داسې نه ده، ستاپه رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني (65)

الله تعالی د هغو خلکو په حا ل تعجب کړی، چې ګمان کوي ايمان لري خو د الله د شريعت تطبيق ردوي، د واکمنانو او قانون پوهانو په فيصلو خوښ وي:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا ﴿٦٠﴾
ژباړه: ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعویٰ كوي چې دوى په هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي دا چې خپل منځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره (60)

هغوي چې په الله او آخرت ايمان لري ددې اختيار نه لري چې د الله تعالی له شرع پرته په بل څه پريکړې وکړي مګر داچې هغه به د خپلې دعوې په ضد عمل کې لګيا وي:

فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّـهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.
ژباړه: نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې جګړه وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ۔ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى (59)

ګمان کوم د څلورمې پوښتنې په ځواب کې مې د پنځمې پوښتنې ځواب هم ويلی دی، هلته چې پوښتي: آيا مونږ ته دا روا ده چې د الله د شريعت څخه په خپله خوښه څه واخلو او څه پريږدو؟

که لږ توضيح ورکړو وايو: الله تعالی د هغې ډلې غندنه کوي چې د د شريعت يوه برخه عملي کوي بله شاته غورځوي. (د دې حق يې له کومه حاصل کړي دی؟ )

(… أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّـهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ)
ژباړه: …ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى (85)

حاکميت يوازې الله لره دی، هيڅ شريک نه لري.

( إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّـهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ).

ژباړه: حكم يواځې الله ته خاص دى، هغه حكم كړى دى چې تاسو يواځې د هغه عبادت كوئ.

هغه دا نه خوښوي چې څوک په دې صفت کې ورسره شريک کړای شي. (وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا) ژباړه: او هغه په خپل حكم (او قضاء) كې هیڅوك نه شریكوي.

د نوي پرمختګ او مدنيت پلوي خلک دا اټکل کوي چې د دوی هلې ځلې د قرآني قانون او نويو بشري قوانينو تر منځ د جوړ جاړی راوستلو له پاره دي!! د دې له پاره دلايل وايې، تحليلونه او فلسفې غږوي فکر کوي دوی د خیر کار ته ملاتړلې ده، خو الله تعالی په واضحو ټکو کې دا ډول عمل غندلی دی، او د دوی له درواغو يې پرده پورته کړې ده، ( وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنزَلَ اللَّـهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا ﴿٦١﴾ فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَاءُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللَّـهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا ﴿٦٢﴾ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللَّـهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا ﴿٦٣﴾).
ژباړه: او كله چې دوى ته وویل شي هغه (قرآن) ته راشئ چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ، نو) ته به منافقان وینې چې له تا نه مخ اړوي، سخت مخ اړول (61) نو څه حال به وي (د دوى) چې كله دوى ته څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا تا ته راشي، چې په الله قسمونه خوري چې زمونږ اراده يواځې ښېګڼه كول او موافقت راوستل وو (62) دا هغه كسان دي چې الله پوهېږي په هغه څه چې د دوى په زړونو كې دي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او دوى ته نصیحت وكړه او دوى ته د دوى د نفسونو په باره كې ښه اثر كوونكې خبره وكړه (63)
او د شپږم سوال ځواب چې وايې: آيا د شريعت د تطبيق قضيه تر حکامو پورې تړلې که تر رعيت او عام ولس پورې ؟ ځواب دادی چې مونږ د الله بندګان يو، هغه مو خالق او مالک دی، سبا د هغه لورته د خپلو اعمالو د حساب ورکولو له پاره ورتلونکي يو،

د بنده ګانو سره دا ښايې چې د خپل خالق، رازق او مالک د اوامرو پیرو او منونکي واوسي، دا د رښتوني مسلمان شعار دی، ( وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّـهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ).
ژباړه: … او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي.
او مسلمان له دې څخه منعه شوی دی چې د الله په خبره خپله خبره او د الله په حکم خپل حکم مخکې کړي، ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّـهِ وَرَسُولِهِ).

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې كېږئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (1)

حقيقي مسلمان هغه دی چې د الله او د هغه د رسول خبره يې واوريده وربسې ووايې:‎ (سمعت و اطعت) وامې وريده او منونکی يم. ( إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّـهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ)‎.
ژباړه: بېشكه د مومنانو خبره خو همدا وي، كله چې دوى الله او د هغه رسول ته وبلل شي چې وايي: مونږ (حكم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلق كامیاب (خلاصى موندونكي) دي (51)

هغه کسان چې شريعت د تنفيذ په هکله د ولسونو څخه په استفتأء غوښتلو او د خلکو د استاذيو تر منځ په رای ګیرۍ او د حکامو په موافقه اخستو قايل دی، نو هغوی خو خبره سرچپه کړله، له عبد څخه يې معبود، له الله څخه يې بنده او له سيد څخه يې غلام جوړ کړ.

حال داچې الهي شريعت د دې له پاره راغلی ؤ چې پر بنده ګانو واک او راج وچلوي، او په دې ډول خلک الله ته تابع او فرمان برداره شي.

په دې سره خلک د الله بنده ګان شي، او محمد صلی الله عليه وسلم چې د الله رسول هم دی شريعت ته له غاړې ايښودو پرته بل څه نه ښايې.
( فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ).
ژباړه: نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړى دى او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه.

(ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُون).
ژباړه: بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي (18).

د هغو کسانو حال څومره بد رنګ او پريوتی دی چې خلکو ته، يا په پارلمان کې وايې : ای د الله بندګانو! په الهي شريعت پريکړه وکړو که په بشري قانون!!
ستاسو نظر څه دی آيا د غله لاس پرې کړو چې د الله حکم دی او که يې بندي کړو لکه چې دا قانونپوه صيب وايې؟
بيا وايې: ستاسو رايه څه ده قاتل و وژنو که يې بندي کړو؟ ستاسو رايه څه ده شراب حلال کړو او که يې يې حرام وبولو لکه چې د الله تعالی حکم دی، زنا همداسې حرامه وبولو لکه چې الله تعالی په شدت سره حرامه کړې تاسو يې په حرمت موافق ياستئ او که هغه حکم ردوئ؟ پر مونږ داسې حال را روان دی کيدای شي سبا بل سبا د لمانځه، روژې او زکات په هکله هم فتوا وغوښتل شي، زمونږ حال خو دې ته رارسيدلی چې د طلاق او تعدد ازواجو د اباحت په هکله د الله سره مخالفت او جګړه کوو.

مونږ ته دا جوته ده چې ولسونه اسلامي شريعت غواړي، د اسلامي شريعت د تطبيق په هکله چې (الأهرام) ورځپاڼې د مصريانو د ولسې سروې کومه نتيجه خپره کړې وه، په هغې کې ۹۶٪مصريانو د اسلامي شريعت د نفاذ غوښتنه کړې وه، په دې پوهيدل په کار دي چې له واکمنۍ څخه د اسلامي شريعت لرې پريښودل د اسلام د قسم خوړلو دښمنانو د ناروا هلو ځلو نتيجه ده، زه وايم له دې سره سره مسلمانانو ته څومره د عيب خبره ده چې د الله د شريعت د تطبيق او نه تطبيق په هکله د ولس او يا د ولس د استازيو رايې او فتوا ته منتظراوسي، هغه چې نظراو فتوا پکې اخستل کيږي هغه بشري قوانين دی، هغه بشرچې له دوی سره الهي قوانين نه وي، خو د الهي شريعت د تحکيم په هکله د نظر او فتوا اخستو ته زرځله وايو چې نه. ( د الهي شريعت تطبيق فرض دی، په فرايضو کې فتوا ته اړتيا نشته خو که د تطبيق په هکله پلان جوړول او خط مشې ورته ټاکل وي نو کيدای شي نظرونه وغوښتل شي).

د اومې پوښتنې ځواب د هغو نصوصو څخه څرګند دی چې د شپږو نورو پوښتنو په ځواب کې مې راوړي دي. که چیرې مونږ اسلامي شريعت رد کړو او الهي قوانين شاته وغورځوو نو کله به هم مسلمان پاتې نه شو، الله تعالی ابليس په دې خاطر له خپل رحمت څخه ورټلو او لعنت يې پرې نازل کړچې ادم عيله السلام ته يې سجده ونه کړه، او په دې سياق کې نصوص دا جوتوي چې څوک چې د الله تعالی په رانازل شوي فرمان عمل نه کوي کافران ، فاسقان او ظالمان دي.

مونږ تل دا زمزمه کوو چې : ( رضينا بالله ربا، وبالاسلام دينا و بمحمد نبيا ورسولا)

ژباړه: په دې راضي یو چې الله مو رب دی، اسلام مو دين دی، محمد صلی الله علیه وسلم مو نبي او رسول دی.

د الله په ربوبيت رضا يت څه معنی لري چې سړی يې په احکاموفيصلې کول ردوي؟ او بيا دا هم وايې چې مونږ مسلمان يو؟
( وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّـهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ ﴿٤٨﴾ وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ ﴿٤٩﴾ أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ اللَّـهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ ۚ بَلْ أُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿٥٠﴾ إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّـهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿٥١﴾ وَمَن يُطِعِ اللَّـهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّـهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿٥٢﴾)
. ژباړه: او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي (48) او كه حق د دوى لپاره وي (نو بیا) ده (رسول) ته راځي، چې ګړندي فرمان منونكي دي (49) ایا د دوى په زړونو كې مرض دى، یا دوى شك كوي، یا دوى وېرېږي له دې نه چې الله او د هغه رسول به په دوى ظلم وكړي، بلكې همدغه خلق ظالمان دي (50) بېشكه د مومنانو خبره خو همدا وي، كله چې دوى الله او د هغه رسول ته وبلل شي چې وايي: مونږ (حكم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلق كامیاب (خلاصى موندونكي) دي (51) او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي (52) او دوى په الله قسمونه وخوړل، سخت پاخه قسمونه: خامخا كه ته دوى ته (جهاد ته د وتلو) امر وكړې (نو) دوى به خامخا ضرور وځي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو (د دروغو) قسمونه مه خورئ، (له تاسو مطلوب) نېك طاعت دى، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ (53)

هغه څوک چې د الله تعالی شريعت ردوي، دوی بايد خپل حال واضح کړي: د شريعت شاته غورځول او ردول يې د ايمان له دعوې سره په ښکاره تناقض کې ده، دغه ردول يې پر دې دلالت کوي چې د قضيې ترشا يې ډير څه پټ ساتلي دي، او دا راښيې چې زړونه يې ناروغۍ پوښلي دي، پدې هکله د هيچا هيڅ عذر، او د شريعت ځنډول نه منل کيږي.

زه لوړه کوم : والله چې مونږ يې خواخوږي او خيرغوښتونکي يو،او الله تعالی پر هغو خپل غضب راليږي چې شريعت يې ردوي او ځنډوي، خو دا ياد ولرئ چې د الله تعالی غضب عام دي. ( وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً ۖ).
ژباړه: اوتاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي.

زه په دې ښه پوهيږم هغه څوک چې پر بنده ګانو د الله تعالی د شريعت د واکمنۍ مخالفت کوي نه د نورو قوانينو، هغوی خپلې خبرې پيچلې او غامضې وړاندې کوي، د مناقشو او مباحثو پر وخت کله خپله خبره په لفافه کې ونغاړي کله څه صراحت وکړي، کله اشارې کوي او له دې سره سره د دې دعوه هم کوي چې ګواکي دوی خو اسلامي شريعت ته درناوي لري، ورسره مينه او تقدس ته يې احترام لري!! او ګمان کوي چې اسلامي شريعت خو د دوی لوړه هيله ده، بیا يې له دې ټولو دعواوو سره ګورې چې د بشري قوانينو په عملې کولو پسې نښتی وي او د بشرې قوانينو په هغو نصوصو استدلال کوي چې د الله د شريعت نه پرته بشري قوانينو ته د پريکړو صلاحيت ورکوي.

دې خلکو باندې لازمه ده چې دوی خپل منهج او د خپلې لارې په حقيقت باندې يې له سره نوي نظر(تجدید نظر) وکړي.
زه له دې ويريږم چې د الله تعالی دا قول پرې تطبيق نشي. ( وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّـهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ ﴿٨﴾ يُخَادِعُونَ اللَّـهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿٩﴾ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّـهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ﴿١٠﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ﴿١١﴾ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ ﴿١٢﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾ وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَىٰ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ ﴿١٤﴾ اللَّـهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١٥﴾ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿١٦﴾).

ژباړه: او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې وايي: مونږ پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى له سَره مومنان نه دي (8) دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري (9) د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل (10) او كله چې دوى ته وویل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوئ، دوى وايي: یقینًا همدا خبره ده چې مونږ بس اصلاح كوونكي یو (11) خبردار! بېشكه همدوى فساد كوونكي دي، او لېكن دوى شعور نه لري (12) او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ایمان راوړئ، لكه څنګه چې خلقو (صحابه وو) ایمان راوړى دى، نو دوى وايي: ایا مونږ ایمان راوړو، لكه څنګه چې بې وقوفو (كم عقلو) ایمان راوړى دى؟ خبردار! یقینًا همدوى بې وقوفه دي، او لېكن دوى نه پوهېږي (13) او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې له خپلو شیطانانو (مشرانو) سره يواځې شي، نو (بیا) وايي: په رښتیاخو مونږ له تاسو سره یو، خبره همدا ده چې مونږ خو بس استهزا (خندا) كوونكي یو (14) الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې حیران سرګردان ګرځي (15) دا هغه خلق دي چا چې د نېغې لارې په بدل كې ګمراهي اخيستې ده، نو د دوى سوداګرۍ هېڅ ګټه ونه كړه او دوى نېغه لار موندونكي نه وو، (16)

د لوی الله نه غواړو چې ټولو مسلمانانو ته واکمنان دي که رعيتونه د الله د غرا شريعت د تطبيق او عمل، او دهر هغه څه چې ورڅخه مخالف دي هغه که د هرچا عادات، تقاليد، رواجونه او رسمونه وي د هغو د ردولو توفيق ورکړي، او په دې سره به عزتمن او بریمن شي ان شآء الله. ( لَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿١٠﴾)
ژباړه: یقینًا يقینًا مونږ تاسو ته داسې كتاب نازل كړى دى چې په هغه كې ستاسو ذكر (او عزت) دى، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟ (10)
پای

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب