حقایق او جالب معلوماتزړه او وینې دوران سیستم

دوینې ګروپ د انسان اخلاق او ځانګړنې په ګوته کوي!

مونږ اشخاص له دوی سره د چلن له مخې، او له نورو سره د دوی د چلن له مخې پيژنو، آیا هر شخص د ویني د ګروپ په اساس له بل شخص سره توپیر لري؟

د اروا پوهنې متخصصه ډاکتره صفاء عبد القادر وايي چې له علمي پلوه ثابته شوې چې هر انسان له بل انسان څخه جلا خوی او خاصیت لري، او دا د وینې تر ګروپ پورې تړاو لري.

نوموړې وايي د وینې له څلورو ګروپونو څخه هر ګروپ جلا جلا خاصیتونه او ځانګړنې لري.

اوس به د  A ګروپ  په اړه معلومات سره شریک کړو، د a ګروپ وینې لرونکي اشخاص خوشطبعه او صریح وي، له نورو سره په چلن کې فني حس لري، یعني ښه چلن ور سره کوي، د نورو خلکو احساسات نه جرح کوي بلکې مراعاتوي یې، اجتماعیت او دنویو اشخاصو پيژندل غوره ګڼي، په تصمیم نیولو کې متردد وي، کیدای شي ددې لامل دا وي چې دوی له نورو سره په چلن کې صریح وي، او همیشه یو څه فکر کوي.

نوموړې زیاتوي چې د A ګروپ وینه لرونکي اشخاص د مسولیتونو په منلو، او په بشپړه توګه د خپلو دندو په ادا کولو کې لوی استعداد لري. خو تل په ماضي کې فکر کوي، له نورو خلکو سره په چلن کې ډېر حساس وي، انتقاد نه مني.

  هر څوک منفي ټکي لري، خو ددې ډول اشخاصو منفي ټکي دا دي چې منفي ګرایۍ ته مایل وي، په ځان او په نورو باور نه لري، غصه ناک وي، کله کله په آسانۍ سره کنترولېږي، او دا د دوی طبیعت دی.

 انور نوري

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: