دویني غوړ یا (Cholesterol)

کولستېرول یوه طبعي ماده ده، چي د حیوانانو په حجراتي جوړښت کي شتون لري . دغه نوم چي په الماني ورته (Cholesterin) کولسترین او په انګلیسي ورته (Cholesterol) کولستېرول وایي دلاتیني (chole مانا ترخی ) اوده

 (stereos مانا کلک) څخه راځي . په اتلسمه پېړۍ کي یې کولستېرول دترخي په ډبره کي (gallstones)پیداکړي دي . بېله د (Cholesterol) کولستېرول یاني دویني دغوړد موجودیته څخه دانسان په دبدن کي به نه دحجراتو جدار ، دترخي تېزاب ، (Vitamin D) اونه د(Hormon Kortisol) کورتیزول هورمون جوړسوي وای .

لوړ (Chlesterol) کولستېرول هم نه دي ښه . دوامداره لوړ کولستېرول دوینو درګونو په جدارونو باندي کښېني او درګونو دننه چونه نسي، چي لامل یې دوینو دجریان خرابې ده، چي پیله یې دزړه درېده یا دسردمغزو درېده وي . دغه ناروغي د خراب کولستېرل څخه راځي او (HDL)یاني ښه کولستېرول برعکس دوريدو جدار دچونې څخه پاکه وي،چي ویني ښه جریان پیداکړي .

 کولستېرول په دوه ډوله دی :

لومړی : (Low-density-Lipoproteine „LDL“ =خراب کولستېرول)
دوېم : (High-density-Lipoproteine „HDL“ = ښه کولستېرول) دي .

(LDL) خراب کولستېرول ټوله داینې څخه وحجراتو ته خوځېږي او ښه کولستېرول (HDL) دحجراتو څخه واینې ته لېږدل کېږي ،چي هلته کارځیني اخستل کېږي او له منځه وړل کېږي . ښه او رغنده اندازه دټول کولستېرول (Cholesterol)د (۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ میلي ګرامه پر یو دیسي لیتر ) باندي (200mg/dl) دي . دلوړ کولستېرول علت د ډېرو نورو ناروغیو تر څنګ دزړه دوینو دجرایان ناروغي ده . سګرټ څکول، لږګرځېده، لوړفشار دویني او دشکرې ناروغي دغه شیان هم د لوړکولستېرول لامل ګرځي . ډېري ناروغۍ چي سره یوځای سي هم د رګو دچونې نیولو (Arteriosklerose) سبب ګرځي . که چيری یو انسان دډېرو ناروغیو سر مخ وو؛نو د (LDL-Cholesterol) خراب کولستېرول اندازه یې باید تر (130 mg/dl) زیات نه سي او دښه کولستېرول (HDL-Cholesterol) اندازه یې تر (40mg/dl) زیاته نه سي .

دلوړ کولستېرول لپاره درمل سته . دناروغي درملن طبیب وخپل ناروغي ته درمل ورکوي . ددغي ناروغۍ لپار ډېر او ډول ډول درمل سته،چي معالج ډاکټر یې خپل ناروغي ته سپارنه کوي . کېداسي،چي یو انسان طبعي لوړکولستېرول ولري،چي په عامیانه توګه ودې ته مورزادي لوړ کولستېرول وایي یاني دغه ناروغي یې لادمورپه نس کي لرله . که څوک رښتیاهم مورزادي کولسترول (Cholesterol) ولري په درمل چندان نه کښته کېږي،چي په اوسني مډرن طبابت کي د دې لپاره ماشین سته،چي ټوله وینه یې له غوړه پاکوي او ناروغی تر طبي کنترول لاندي نسي .

اوسني طبیبانو ددغه انګریزي متل پربېناچي وایي (if you eat an apple a day keeps the doctor away.)څېړنه کړنه ده . یاني که ته دورځي یوه مڼه وخوري ډاګټر به درته رانه سي .

۸۰ ښځوته يې د ورځي ۷۵ ګرامه وچي مڼې دخوړلو لپار ورکولې تر یوه کاله پوري . ورسته تریوه کاله یې وينه ځني وکتله ؛ که ګوري،چي خراب کولستېرول (LDL) یې په سلو کي ۲۳ کښته راغلي دي . اوښه کولستېرول (HDL) یې په سلو کي ۴ لوړ سوي دي او ۱،۴ کیلوګرامه وزن یې بای لل دی .
او دغه ازموینه یې د وچو الوګانو سره سرته سرولې ده؛ خوکومه پیله یې نه لرله .

ژباړن : محمدسرور وکیلي
اخځونه (Wikipedia)
ژباړه : دیوې الماني روغتیایي مجلې څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب