دوه میړني زامن ؛ ملائکو ولې غسل ورکړ؟

د ابو عامر او عبدالله بن اُبی بن سلول زامن(حضرت عبد الله بن عبدالله بن اُبی بن سلول او حضرت حنظله بن ابو عامر راهب) دا دواړه دسیدناحضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سرخندونکي او مخلص صحابه ئې کرام وو.
د دوی دواړو پلرونه داسلام او په ځانګړي توګه دسیدناحضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره حسادت، کینه او دښمني درلوده.

دواړو صحابه کرامو له سیدنا حضرت رسول اکرم (صل الله علیه وسلم) څخه غوښتنه وکړه، چې اجازه ورکړي خپل پلرونه ووژني، تر څو د دوی له شره مسلمانان په آمن کي شي.
حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دویته اجازه ورنکړه، چې خپل پلرونه ووژني.(ابن الحجر:الاصابة)

د بني مصطلق له غزانه په را ګرځیدو عبدالله بنې اُبی د سیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) په غیاب کې سپکې او سپورې خبرې وکړي، له دي واقعې دهغه زوی عبدالله بن عبدالله بن اُبی، خبر شو، دمدینې ښارته د داخلېدو په دروازې کې کیناست ، کله ئې چې پلار راغی توره ئې په ورمیږ کیښوده او وئې ویل: قسم په الله چې سیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) دخلاص نه کړي همدلته د وژنم.
داُبی دوستان په ننواتوسیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) ته ورغلل دعذر او زاریو سره ئې غوښتنه وکړه چې عبدالله دخپل پلار له وژني منع کړي.
سیدنا حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) تشریف راوړ او بن اُبی ئې له وژلو وژغوره، ابن اُبی د معذرت سره عفوه وغوښت.

غسیل الملایک :

غسیل الملايک (حضرت حنظله رضی الله عنه) د همدې فاسق ابو عامر زوی دی چې داحد په غزا کې دشهادت لوړ مقام تر لاسه کړ،هغه مقام چې ملایکو ورته غسل ورکړ.
په مدينې منورې کې د حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) دوه تنه سرسخته دښمنان(ابوعامراوعبدالله بن اُبی بن سلول) چې د دواړو زامن مخلص او فدا کاره صحابه ئې کرام( حنظله بن ابي عامر او عبدالله بن عبدالله بن اُبی بن سلول) وو،چې د رسالت هر آمر ته دسر په قیمت چمتو ول.

ملائکو ولې غسل ورکړ؟

دا یوه نادره پیښه وه چې حضرت حنظله ته ملائکو غسل ورکړ،دغسل ورکولو حقیقت پوهیدو په اړوند ئې له میرمنې (جميلة بنت عبد الله بن أبيّ ابن سلول) وپوښتل شو؟
هغې وویل: حنظله ورسره هم بستر شوی و، کله چې سهار پاسید د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د تګ خبر ورته ورسید پرته له دې چې غسل وکړي او کور کې د لږې شیبې لپاره تم شي احد ته روان شو.

د معتبرو روایتونو په قول: حضرت حنظله (رضی الله عنه) د بي بي جمیله بنت عبدالله بن اُبی بن سلول(رضی الله عنها) سره نکاح او واده وکړ،د دوی د واده لمړنۍ شپه وه چې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دخپلو فدا کارو صحابه ئې کرامو سره داحد په لور چیرته چې داحد غر واقع دی تشریف یووړ.

د واقدي په قول حضرت حنظله له سیدنا حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه اجازه وغوښت چې نن شپه ئې د واده لمړۍ شپه ده که اجازه ورکړي له خپلي ناوي سره په کورکې پاتي شي،حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته اجازه ورکړه.
دویمه خبره دا وه چې د ده په ګمان داسي په نږدي وخت کې به جنګ نه پیلیږي، سبا به په فرصت ځان دلښکر لیکي ته ورسوي.
سهار وخته خبر را ورسید چې لښکري سره مخامخ شوي، دی چې خبر شو نور په کور کې تم نه شو،دجنګ میدان ته ئې ځان ورسواوهلته په میړاني ورزمید شهید شو.
دابن هشام په قول:حضرت حنظله(رضی الله عنه) دجنګ په میدان کې په ابو سفیان حمله وکړه،وړاندي له دي چې ابو سفیان ته ورسیږي شداد بن اسود ورباندي تیز ګذارکوي .

د مکي لښکر په غرورو سره درواغ خبر واورید چې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په شهادت رسیدلی، ابو سفیان اوابوعامردجنګ په ډګر کې د شهیدانو پلټنه کوله چې دحنظله مبارک جسد ئې په وینولوند ولید، پلار ئې د غم اواز پورته کړ،په مرثیه کې وویل: حنظله په دي ټولو مړو کې ورته دقدر وړدی، او ابو سفیان له خوشحالي شعرونه ویل.
کله چې دجنګ ګردونه کیناستل، دشهیدانو پورته کولو په لړ کې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د حنظله دشهادت خبر ورکړل شو ، کله چې ور رسیږي ملایکوغسل ورکړی وو،همدې واقعې دی په غسیل الملائک ونوموو او مشهورشو، د ده اولاده په بني غسیل الملائکه پیژندل کیدل.

حضرت سهیلي له واقدي نه روایت کوي :کله چې د حضرت حنظله (رضی الله عنه) مبارک جسد دجنګ په ډګر کي وموندل شو سر ئې لوند او له ویښتو ئې داوبو قطري څڅيدل، حال دا چې په دي نږدي ځای کې اوبه نه وي.
وعن عبد الله بن الزبير (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم):إن صاحبكُم تُغَسّله الملائكة. (رواه حاکم، بیهقي،و… وحسنه الألباني)
د احد غزا په پای کې چې سیدناحضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د حضرت حمزه بن عبد المطلب، مصعب بن عمير،سعد بن الربيع، أنس بن النضر، حنظلة بن أبي عامراونورو شهداوو( رضي الله عنهم أجمعين)مبارک جسدونه په وینو کې لت پت ولیدل، وي فرمای: أنا شهيد على هؤلاء يوم القيامة، وأمر بدفنهم بدمائهم، ولم يُصَلّ عليهم، ولم يُغَسَّلوا.( رواه البخاري)

د جمیلې (رضی الله عنها) خوب:

د واقدي په روایت: حضرت بي بي جمیله بنت عبدالله بن اُبی بن سلول (رضی الله عنها) د حضرت حنظله بن عامر(رضی الله عنه) سره دواده مراسم تر سره کړل، دواده په همدې لمړۍ شپه کې سره هم بستر کیږي، له مجامعته وروسته خوب ورځي او په خوب کې ویني چې د آسمان ور پرانستل کیږي، حنظله چې ور داخل شي ور بیرته بند کړی شي.
د ده تعبیر له دې خوبه دا و چې حنظله په شهادت رسیږي ،همدا خبره وه چې کله دجنګ خبر ورسید او حنظله غوښتل له کوره ووځي ،حضرت بي بي جمیله (رضی الله عنها) دخپل قوم څلورتنه مشران وغوښتل او هغوی ئې شاهدان ونیول چې دخپل میړه سره هم بستره شوې او که حمل ئې اخستی وي چې وروسته داولاد په وراثت کې ستونزه را منځ ته نه شي، چې داولاد پلار ئې معلوم وي.

عبدالله بن حنظله:

لکه څنګه چې جمیله بنت عبدالله بن اُبی بن سلول (رضی الله عنها) خوب لیدلی و، د واده په همدې لمړۍ شپه کې په حضرت عبدالله بن حنظله(رضی الله عنهما) حامله داره شوه، وروسته د احد غزا یعني د حضرت حنظله دشهادته پوره نه میاشتي وروسته حضرت عبدالله دنیاته سترګي پرانستي.
حضرت عبدالله بن حنظله(رضی الله عنه) چې د صغار صحابه ئې کرامو څخه شمیرل کیږي،کنیه ئې ابو عبدالرحمان یا ابو بکر و، متقي او با حیا شخصیت و، په لار چې روان و تل به ئې خپلي سترګي لاندي اچول.
ابن سعد په طبقات الکبری کې لیکي: حضرت عبدالله بن حنظله له سیدناحضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم)،حضرت ابو بکر صدیق، حضرت عمر بن خطاب، عبدالله بن سلام، کعب الاحبار او یو شمیر نورو صحابه(رضی الله عنهم اجمعین) څخه روایتونه نقل کړي دي.
حضرت عبدالله بن حنظله(رضی الله عنه) پرته له دي چې د غسیل الملائکه زوی دی د حره په پیښه کې زیات یاد شوی او په همدې واقعې کي د زامنو سره ووژل شو.

لیکوال:احمد الله عاطفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب