دوسوسې علاج څه دی؟

پوښتنه :
محترم مولوی صاحب
السلام علیکم ورحمةالله و برکاته

الله موروغ او صحت مند لره اودلوی خدای په دربار کې درته  ددې لوی خدمت اجرغوښتونکي یو.
زه یوه پوښتنه لرم هیله ده چې ځواب یی راکړې.

زما یودوست یومشکل سره مخ شوی هغه وایی کله چې لمونځ کوم نو په غیراختیاري ډول مې په ‌ذهن او زړه کې داسې خبرې راځي چې په ویلو یی انسان کفر ته راسیږي او ځنې وخت دومره زیاتې شي چې زړه مې ورته تنګ شي او لمونځ زر زر وکړم ترڅوددې تکلیف نه خلاص شم. دا مشکل فقط په لمانځه کې را ته پیښیږ ي. که ددې مشکل نه  دخلاصی لاره راته وښایی، او دا چې په دې مشکل سره  ګناهګار کیږم که نه .
والسلام

محمد ابراهیم کابل

ځواب :

محمد شعیب قریشی

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:
قال تعالى: وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ الاعراف 200

ژباړه : اوکله چې شیطان تاته دیوې بدې خبرې فساد وسوسه وکړي نو الله ته پناه وغواړه بې له شکه چې هغه اوریدونکی او علیم دی .
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على سيد المرسلين محمد وعلى آله وصحبه اجمعين أما بعد :

وسوسه او په ځانګړی توګه په لمانځه ، اوداسه اونورو عباداتو کې دشیطان هغه وسله ده چې په هغې سره غواړي دالله نیک بنده ګان دالله له عبادت او اطاعت نه لرې کړي .
اکثره شیطان په دې لټه کې وي چې مسلمان له نیک کار څخه وګرځوي ، خو کله چې په دې بریالي نه شي نو بیا غواړي چې دهغه نیک اعمال ضایع کړي ، ریا په کې پیدا کړي ، وسوسه ورواچوي ، او داسې نور . نوشیطان زمونږ دښمن دی الله فرمایی : (إن الشيطان لكم عدو فاتخذوه عدوا) شیطان ستاسې دښمن دی نو هغه په دښمنۍ ونیسئ .
همدا راز شیطان د قطاع الطریق (دلارې دغله) حیثیت لري ، هرکله چې یوبنده وغواړي دالله جل جلاله خواته ورشي نو شیطان دهغه په لاره کې کمین نیسي او حمله پرې کوي ، ترڅو یاخو يې له دې لارې راوګرځوي او یاهم کوم مال او متاع (عبادات) چې له هغه سره دی هغه ترینه غلا کړي .
وسوسه اکثره دالله نیکو بنده ګانو ته په لمانځه او نورو عباداتو کې پیدا کیږي ، خو هغوی يې په ټینګه مقابله کوي او شیطان دې ته نه پریږدي چې عمل یې ضایع کړي .

خو ځنې خلک دخپلې سست ایمانۍ په وجه ځان پخپله د شیطان دوسوسو ښکار کړي او اکثره په داسې کسانو کې هغه وي چې دخپل نفس خبره ډیره آوري ، چې څه یې زړه غواړي کوي یې او بیا وروسته په رواني مرض اخته شي ، چې پخپله اکثره رواني ناروغۍ هم دشیطان د وسوسو په وجه رامینځ ته کیږي .

له وسوسې دخلاصون لارې :

1 –  په صدق او اخلاص سره الله جل جلاله ته مخ کول او هغه تعالی ته دعاء کول چې دا د تشویش او وسوسې مرض ترینه لرې کړي.

2 –  د قرآن کریم زیات تلاوت کول او د مسنونو ذکرونو ورد کول ، په ځانګړې توګه د سهار او ماښام مسنون ذکرونه باید همیشه وکړي .

3 – له شیطان نه الله ته پناه وروړل : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : يأتي أحدكم الشيطان فيقول: من خلق كذا وكذا؟ حتى يقول له: من خلق ربك؟ فإذا بلغ ذلك فليستعذ بالله ولينته. رواه مسلم
ستاسو نه یو کس ته شیطان راشي او ورته ووايي : فلانی شی چا پیدا کړی ؟ تر دې چې ورته ووايي : ستاسو رب (الله) چا پیدا کړی؟ کله چې دې ځای ته ورسیږي نو اعوذ بالله دې ووايي او ځان دې له وسوسوې خلاص کړي .

همداراز په بل حدیث کې راغلي : وعن عثمان بن أبي العاص قال: يا رسول الله: إن الشيطان قد حال بيني وبين صلاتي وقراءتي يلبسها علي، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه، واتفل عن يسارك ثلاثا. قال: ففعلت ذلك فأذهبه الله عني. رواه مسلم.

له عثمان بن ابی العاص نه روایت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل : شیطان زما او زما دلمانځه او قراءت ترمینځ راغلو چې زما لمونځ او قراءت ګډوډ کړي ، رسول الله ورته وویل : کله چې (دشیطان وسوسه) حس کړې نو اعوذ بالله ووایه او الله ته له شیطان نه پناه وغواړه ، او خپلې کیڼې خواته درې ځله تف کړه ، عثمان بن ابی العاص وايي چې کله ما دا کار وکړ، نو الله له مانه دا ستونزه لرې کړه . داحدیث هم مسلم روایت کړی

4 – په عبادت او لمانځه کې د زړه حضور او الله ته توجه ، لکه په حدیث جبریل کې چې راغل: (ان تعبد الله کانک تراه فان لم تکن تراه فانه یراک) چې دالله داسې عبادت وکړه لکه ته یې چې وینې ، که داسې نه شې کولی نو داسې عبادت وکړه او پوه شه چې الله جل جلاله تا ويني .

5 – بل دوسوسې علاج دادی چې له نیکو او عالمو خلکو سره ناسته ولاړه زیاته کړو او له بدو او بې دینه خلکو سره مجلسونه پریږدو .

6 – دمرګ او آخرت ډیره یادونه هم د وسوسو مخ نیوی کوي.

7 – ددیني علم حاصلول او په دین ځان پوهول : څوک چې په قرآن او حدیثو پوهیږي نو شیطان دهغه په وسوسه کولو کې په آسانه نه بریالی کیږي .

په آخر کې دځينې سلفو (پخوانیو نیکانو علماؤ) خبره را نقلوم چې هغوی نه پوښتنه وشوه چې : یهود او نصاری وايي چې مونږ ته هیڅ وسوسه نه کیږي ، هغه عالم وویل : ریښتیا وايي ، ځکه چې شیطان په کنډواله کې څه غواړي ؟ یعنې دکافر زړه دکنډوالې په څیر دی او د مسلمان زړه دخزانې په څیر ، نو غل (شیطان) به کنډوالې ته دغلا لپاره ورزي او که خزانې ته ؟

الله دې ستاسو دوست له دې وسوسو خلاص کړي او په عباداتو دې ددوام او دصبر توفیق ورکړي.
آمین

سرچینه: اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب