دنړۍ مشهوره ژورناليسته ايون ريډلي څنګه مسلمانه شوه؟ (مرکه)

له نوموړې سره اصلاح غږ راديو همکارانو کامران ملک او محمدګلاب توحيديار يوه مرکه کړې ده چې څنګه يې داسلام مبارک دين ته غاړه کيښوده او دجهالت له ترږميو راووته.دادې د نوموړې کيسې له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړه تاسو ته وړاندې کوو هيله ده چې دپاملرنې وړ به مو وګرځي.

پوښتنه خپل ځان مو اوريدونکو ته وروپيژنئ؟
ځواب: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، زما نوم ايوان ريډلي دې او د انګلستان هيواد يوه ژورناليسته يم او هغه وخت راڅرګنده شوم چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو لخوا ونيول شوم.

پوښتنه: تاسې د خپل بند او اسلام راوړلو قيصه راته وکړۍ؟
ځواب: لکه څرنګه چې ما وويل د ٢٠٠١ م کال او ١١-٩ پيښې نه وروسته زه افغانستان ته په چادرۍ کې راغلم او د افغانانو په اړه مالومات ترلاسته کول غوښتل، کله چې ځه بيرته ګاونډي هيواد پاکستان ته تلم په يو لرې او ويجاړه لاره چې د خپلو پښو مزل زيات وو نو په يوه خره سپره شوم او دا چې کله مې د خره سپرلۍ نه وه کړې او ورسره نا بلده وم نو ترې راوغورځيدم، چادري مې لرې شوه او غربي لباس مې راښکاره شو نو د طالبانو لخوا ونيول شوم او تر١٠ ورځو پورې د هغو په بند کې وم. ما به هره شپه فکر کاوه چې تر سبا پورې به ژوندې نه يم ځکه چې ما اوريدلي وه چې طالبان ډير بد خلک دي ما به هغوۍ ته ډيرې بدې ردې ويلې خو کله چې به هغوۍ راتله ماته به يې مخامح نه راليده او اخواديخوا به يې کتل، زه پدې راز نه پوهيدم ما فکر کاوه چې له خجالته ماته نه ګوري ځکه وژني مې خو خبره بل څه وه، هغوۍ د اسلام او حياء له امله ما ته نه کتل او راته به يې وييل چې ته له مونز سره ميلمانه يې نو مه ويريږه او خفه کيږه بلکه ډاډه اوسه. د وخت په تيريدو سره هغوۍ ما ته نور هم مهربانه ښکاريده او دا هم راته عجيبه او نااشنا ښکاره شوه هغه سلوک چې له ما سره کيده او هغه چې د ګونتنامو او باګرام له بندیانو سره کيږي ډير توپير لري- په ٦ ورځ يو مولوي صيب راغلو او ما ته يې د اسلام بلنه راکړه نو ما ته هم موقه په ګوتو راغله او ژمنه مې ورسره وکړه چې لندن ته له رسيدو سره سم په د اسلام په اړه مطالعه کوم- په لسمه ورځ د ملا محمد عمر په فرمان يې خوشې کړم.

پوښتنه: ددغه ١٠ ورځو په اوږدو کې د طالبانو عمومي رويه له تاسې سره څنګه وه؟
ځواب: لکه څرنګه چې زه له غربي تولنې څخه راغلې وم نو خويونه مې هم بدل وه-کله چې به يې راته خواړه راوړل نو ما به نه خوړل او د نه خوړلو اعتصاب مې کړې وه-لږه موده وروسته د غرب لخوا يو ليک راوليږل شو چې ځما د خوشې کيدو په بدل کې يې طالبانو ته د پيسو وړانديز کړې وه، هفوۍ دا وړانديز رد او ويي وييل چې هر کار په پيسو نه کيږي او نه دا د پيسو خبره ده ځکه چې په اسلامي او افغاني ټولنه کې صداقت او شرافت له پيسو ډير قيمتي دې او زه په اسلام سمه نه پوهيدم خو له دوۍ سره په لسو ورځو کې دا راته جوته شوه چې اسلام ده ژوند لاره ده چې پدې کې د خوراک،څښاک،خوب،ناستې او ولاړې او د هر څه لپاره ښکلي اصول شته او لکه څرنګه چې د اسلام څخه مخکښې يوه ښه عيسوې وم او په اونۍ کې به څو ځلې عبادت لپاره کليسا ته تلم خو اسلام د عبادت لپاره يو ښکلې تصور لري چې د ټولو اديانو څخه غوره دې. ښه نو کله چې ځه لندن ته ورسيدم نو ما پريکړه وکړه چې زه به اسلام مطالعه کوم، ددې ٢ علتونه وه: اول دا چې ما له هغوۍ سره وعده کړې وه،دوهم علت دا چې زه يو ژورناليسته يم ددې په خاطر چې د اسلامي امت او مسلمانانو په مشکلاتو پوهه شم نو بايد د هغوۍ ددين په هکله هم مالومات ولرم نو ما د قران پاک مطالعه شروع کړه. د قران د لوستلو نه وروسته زه حيرانه شوم چې قران هر چاته خپل حقوق ورکړي لکه د ښځو حقوق او داسې نور…

او دا هم راته جوته شوه چې په دنيا کې د سولييز ژوند تيرولو يو ښه لارښود هم همدا قران دې. په قران کې نه يوازې دا چې د رسول الله(ص) په اړه ريښتوني مالومات وه بلکې د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام په هکله پکښې ريښتوني مالومات موجود وه نو همدې زه وهڅولم چې د پيغمبرانو په اړه نور مالومات هم ترلاسه کړم نو دا خبره راته يقيني شوه چې محمد(ص) د نړۍ تر ټولو غوره شخصيت وه.

پوښتنه: داسې ويل کيږي چې ستاسې له طالبانو سره مينه پيدا شوې وه ايا دا خبره درسته ده؟
د هفوۍ سلوک له ماسره ډير ښه وه او ما د هغو په اړه حقاييق راوسپړل او پدې رانه ډير خلک خفه شول او ځنې اوس هم خفه کيږي که دوۍ خفه کيږي دا ددوۍ مسله ده که له بله پلوه وګورو کوم ظلمونه چې د امريکيانو لخوا په افغانستان او عراق کې شوي ددوۍ له کړنو سره ډير توپير لري- ما يوازې حقاييق راسپړلي دي او بل دا چې زه د هغه طالبانو خبره کوم چې ځه يې نيولې وم.

پوښتنه: کله چې طالبانو اسلام ته دعوت کړې نو ولې دې د سمدلاسه اسلام ونه مانه؟

ځواب: ځکه چې د اسلام منل د ځور خبره نده که چرته مې اسلام هغه وخت منلې هم وې نو څه موده وروسته به مې پريښاۍ وې. نو هماغه وو چې دوه کاله مې د اسلام په اړه بشپړه مطالعه وکړه او بيا مې د خپل قناعت له مخې د اسلام سپيڅلي دين ته غاړه کيښوده بله دا چې په اسلامي ټولنو کې هم څه ستونزې شته چې لامل يې اسلام نه بلکه د مسلمانانو د اسلام په هکله کمزورې فهم دې.

پوښتنه: لکه څرنګه چې پوهيږۍ چې له اسلام راوړلو وروسته زياتره خپل نومونه بدلوي تاسې د خپل ځان په هکله دغه پريکړه ولې ونکړه؟

ځواب: ښه پوښتنه ده زما د نوم معنا دديني اساساتو سره په ټکر کې نده او بل دا چې زه د پوخ عمر لرونکې ښځه يم نو پدې عمر کې نوم بدلول څه ستونزې لري مګر کله چې پاکستان ته لاړم نو هغوۍ راته مريم نوم راکړ او په افغانستان کې خلکو راباندې د ملالې نوم کيښود او بيا يې راته د ملالې قيصه وکړه چې د ميوند په جګړه کې يې د انګريزانو په خلاف خپل افغان ځلمي جنګ ته هڅولي وه او په خپله مشهوره ټپه يې د هغوۍ وينې په جوش راوستې چې سترې کارنامې يې وزيږولې ځه پدې هم پوهه شوم چې د غربي ټولنې د تبليغاتو پر خلاف افغاني ميرمنې څومره د ازادۍ حق لري، څومره باهمته او زړورې دي نو له همدې امله ځان ددې جوګه نه ګڼم چې د ملالې نوم راکړل شي ځکه د هغې کارنامې ډيرې سترې او لوړې دي.

پوښتنه: د اسلام منلو څخه وروسته ستاسې د کورنۍ او خپلوانو غبرګون څنګه وه؟

ځواب: زما کورنۍ ماته حيرانه وه چې شراب،سګرت او نور نشيې توکي مې پريښوده هغوۍ له ما څخه ناراضه شول او کله چې مې حجاب واغوست نو د خلکو غصه نوره هم راوپاريده او همدغه د ټولې غربي ټولنې تعصب دې جې له حجاب سره يې لري، دوه کاله وړاندې زه په حجاب کې روانه وم يو نشه يي راغې او پرما يې چغې کړې او راته يې وييل چې ځه کور ته دې ځه،زه حيرانه شوم چې زما ګناه څه ده چې له خپل هېواده مې شړې.

پوښتنه: د اسلام منلو وروسته له نورو کوم ډول ستونزو سره مخ شوې؟

ځواب: داسې خاصې ستونزې نه وې خو د ستونزو پر ځاۍ ځه زياته تشويقه شوم او خلکو زه د مسلمانانو ښځو لپاره يوه نمونه وګڼلم خو زه فکر کوم چې زه نمونه نه يم، نورې ډيرې ښې خويندې نمونې شته ځکه چې غرب او غربي فيمنيستان د مسلمانانو ښځو پر خلاف ډيرې دسيسې جوړوي خو دوۍ د تل لپاره له حوصلې او صبر څخه کار اخلي. بله دا چې زه د مسلمانو ښځو څخه متاثره شوې يم او هغه وخت ډيره حيرانه شوم کله چې په مصر کې د ولس لخوا د محمد مرسي په ملاتړ مظاهرې وشوې د مصر فوځ خپل د ولس خويندې او ماشومان په شهادت ورسول خو ددوۍ ځواب بيا هم صلحييزه وه نو زه ځکه له دوۍ نه زیاته متاثره شوې يم، که مونږ هم د الله(ج) په رسۍ منګولې ولګوو نو هيڅ زيان به ونه مومو.Yvonne-Ridley

پوښتنه: له اسلام څخه مخکښې او وروسته په ژوند کې څه توپير ګورۍ؟

ځواب: لوى فرق دا دې چې زه منظمه شوې يم او د يو هدف درلودونکي يم اوس هم له الله(ج) څخه غواړم او دا دعاء کوم چې ما نور هم اسلام سره وتړي.

لکه څرنګه چې په ٢٠٠٤ کې حج ته تللي وم نو د راتګ نه وروسته خلکو راڅخه د حج د روحاني ګټواو تجاربوپوښتنې کولې نو ما ورته وویل چې تر ټولو ستره تجربه دا وه چې هلته مسلمانان د يوه فاميل په څير وسيده چې زما لپاره ډير ښه وخت وه ځکه چې د هر رنګ،قوم،نسل او ژبې وګړي موجود وه خو ټول د يوې کورنۍ په څير ښکاريده، مونږ ټولو په يوه ژبه چې عربي ده د الله(ج) بنده ګي مو کوله، په يو کتار کې ولاړ وو او د يو الله تعالى عبادت مو کاوه دا ښکلې حالت د اسلام له برکته دې چې د هر قوم،ژبې،نسل او نژاد خلک يې سره يو ځاۍ کړي وه نو دغه ښکلې تجارب به هيڅکله هم زما له ياده ونه وځي.

سوال: که د شخصي ژوند په هکله مو راته ووايې؟
ځواب:زه اوس هم يوه ژورناليسته يم خو توپير دا دې چې مخکښې مې د اسلام خلاف کار کاوه خو اوس د اسلام لپاره کار کوم، ددې تر څنګ لکه څرنګه چې په قران عظيم الشان کې د شهدو مچيویادونه شوې نو د شهدو مچۍ مې هم ساتلي. اوس مې د يو الجیريايي مسلمان سره واده کړې چې د پښتنو په څير خويي لري چې کله سم په غصه وي خو بيا وروسته ډير مهربانه وي مګر زه ورسره الحمدلله خوشاله يم.

سوال: که د اولادونو په هکله مو راته ووايې؟
ځواب: د اسلام له منلو نه وړاندې مې يوه لوروه چې ډيسي نومیږي او انشاالله ډير زر به اسلام ومني. هغه ورځ مې هم ياديږي چې د اسلام راوړلو څخه وړاندې د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته تللې وم او له يوې ښځې سره مې وليدل چې ما نه يې زما د اولادونو په اړه وپوښتل، ما ورته ووييل چې زه يوه لور لرم، هغې وخندل او راته يې وويل چې تاسې امريکيان او انګريزان صرف يو يا دوه اولادونه ساتلې شې خو افغانان الحمدلله ډير درلودلې او ښه ساتلې شو او که تاسې خپل فوځ له افغانستانه ونه باسۍ نو زه به نور هم ولرم چې له خپل هيواده دفاع وکړي. ددې خبرو وروسته زه په واضحه توګه پدې پوهه شوم چې افغاني ميرمنې څه ډول چې غربيان تعريفوي ندي بلکه ډيرې زړه ورې دي. همدې ښځې ته ما ووييل چې ته داسې خبرې کوې که امريکيان خبر شي نو په زغرده يې ځواب راکړ همدا اوس دې راشي که نور څه نه وي نو د کور په لوښو به ورسره وجنګيږم، زه په دې پوهه شوم چې غربيان هميشه د يو سم څيز غلط انځور وړاندې کوي خو هغوۍ پدې نه پوهيږي چې افغاني ميرمنې یواځې په فزيکي لحاظ سره نه بلکې په ذهني لحاظه هم پياوړي دي.

سوال: په غرب کې د مسلمانانو حالت(خصوصا د مسلمانو خويندو) څنګه دې؟

ځواب: انګلستان کې ډير کم مسلمانان شتون لري، انګلستان د ٢.٥ ميليونه مسلمانانو درلودنکې دې چې سل زره يې د هماغه ځاۍ وګړي چې مسلمانان شوي دي خو ددوۍ ژوند هلته لږ سخت شوې ځکه که يوه مسلمانه خور هلته له کوره ووځي نو سمدلاسه په نښه کيږي ځکه حجاب يې اغوستې وي، بله دا چې سيکولريستانو هم دوۍ ته يو څه ستونزې جوړې کړې دي. مسلمانان ورونه هم پدې کچه له ستونزو سره مخ دي خو د خويندو مشکلات نسبتا زيات دي.د همدې موضوع په اړه مې يو څه موده مخکښې د انګلستان صدراعظم (ډيوډ کاميرون) ته يو ليک ليږلې وه او لکه څرنګه چې تاسې اوريدلي چې د ايټاليې او فرانسې حکومتونو د نقاب اغوستل بند کړي نو ما صدر اعظم ته دا هم ليکلي وه چې زه به د مسلمانانو خويندو دفاع کوم چې نقاب واغوندي.

عجيبه خو دا ده چې د انګلستان پدې زیات شمېر نفوس کې ٣٠٠٠ نه تر ٤٠٠٠ پورې خويندې نقاب اغوندي او دوۍ ورسره ستونزې لري، د صدر اعظم لخوا خط تقريبا مثبت ځواب شوې وه.

دا بايد ومنو چې د اسلام او مسلمانانو خلاف په انګلستان او په ټول غرب کې دسيسې روانې دي او دې ته ورته خلک د پاکستان او افغانستان په ټولنو کې شته چې ددين په کاليو کې پټ ندي او کوشش کوي چې د خپلو کارونو څخه امريکيان او غربيان متاثره کړي، ځه ددوۍ په دغه حالت ډيره خفه يم او هيله منه يم چې دوۍ به انشاالله دين ته بيرته راګرځي.

زما ياديږي چې په ٢٠٠٨ کال کې په يوه کشتۍ کې د اسراييلو لخوا د غزې محاصرې په مهال هلته تلم تر څو له حالاتو خبره شم چې يو کمره مين هم راسره وه نو مونږ هڅه وکړه چې په کشتۍ کې لمونځ ادا کړو ځکه چې هلته نږدې د اودريدو ځاۍ نه وه خو الحمدلله لمونځ مو په کشتۍ کې وکړ دا خو د اسلام دين دې چې مسلمانان په کشتۍ کې هم لمونځ کولاۍ شي.

نو ددې حالت نه وروسته يو سيکولر(بې دينه) راغې او ماته يې ووييل چه ايا لمونځ او کشتۍ به دې له اسراييلو وژغوري نو ما ورته ووييل وروره الله(ج) به مې ساتي. له دې وروسته غزې ته ورنږدې شو چې هلته مو د اسراييلو کشتۍ له وسلې ډکې او مجهزې وليدې، ددې په ليدو سره مونږ وويريدو چې دوی خو مونږ چې هر وخت وغواړي وژلې شي خو بيا مې له ځان سره وويل که دوی مې ووژني نو ښه ده ځکه چې جنت ته به مې وليږي (يعني جنت ته به لاړه شم) بيرته مې مسکا په شونډو راغله او خوشاله شوم.

خو هغه سيکولر چې هلته وو له ويرې لړزيده بيا ما له ځان سره وويل چې څوک د الله رسۍ پريږدي ددې سيکولر په څير به يې حالت وي.

ښه خبره دا وه چې مونږ له ټولو نه مخکښې غزې ته ورسيدو. په غزې کې له اوسيدو وروسته کوم کار چې زما خوښ شو هغه دا وه چې الحمدلله دغزې اوسیدونکو د الله(ج) رسۍ کلکه نيولې وه او د کلک ايمان څښتنان وه ځکه هره پيښه ورسره پيښيده او يا هر څه پرې غورځيدل دوۍ هيڅ ويره نه درلوده.

سوال: ايا رښتيا هم په مسلمانو ميرمنو او مساجدو د نژاد پرستانو او نيشليستانو لخوا حملې کيږي؟
ځواب: هو، خويندې او مساجد رښتيا هم په نښه کيږي او حملې پرې کيږي زه نه پوهيږم چې دغه خلک ولې داسې کوي، عجيبه دا وه چې يو څه موده وړاندې همدغه نژاد پرستانو د يو مسجد شاته لاريون شروع کړې وه او غوښتل يې چې مسجد ته زيان ورسوي، نو مسلمانانو هغوۍ چاۍ ته راوغوښتل او په ګډه يې ورسره چاۍ وڅښلو او بيا يې ورسره د فوټبال لوبه وکړه- څومره عجيبه خلک او څومره د لوۍ حوصلې خاوندان دي مسلمانان، زه پدې هم پوهيږم چې افغانان له دې نه هم زيات میلمه پاله دي خو خارجيان چې هلته دي پدې نه پوهيږي چې له ځان نه يې ديوالونه تاو کړي، دهمدې په څير غلطي هم کړې وه ځکه چې د طالبانو سره د بند په وخت کې ما د ډوډوۍ نه خوراک هرتال کړې وه چې پرې وروسته پښيمانه وم.

سوال: تاسې د بې دينو (سيکولريستانو) په هکله مالومات ورکړل، ايا دوی رښتيا هم د مسلمانانو دښمنان دي؟

ځواب: هغوۍ صرف د اسلام دښمنان ندي بلکه د ټولو اديانو دښمنان دي او هغوۍ له دين نه کرکه کوي او ځکه په دين حمله کوي، په مسلمانانو يې د حملې کچې ځکه زياتې دي چې مسلمانان په ډاګه ښکاري لکه مسلمانانې ميرمنې چې د حجاب سره ښکاري نو حملې پرې کيږي. سيکولريستان خپله هم نا ارامه دي ځکه دوۍ د هيڅ اصولو او قوانينو تابع ندي، که مونږ ټول اديان وګورو نو ټولو يو څه اصول وړاندې کړي له کومو سره چې سيکولريستان مشکل لري. که مونږ تاريخ ته وګورو نو پدې به پوه شو چې د دين له راتلو څخه وړاندې څومره جهالت او ظلمونه وه حتى تر دى چې ښځې به ژوندې خښيدې. او که بل اړخ ته وګورو په غربي ټولنو کې هم بعضې قوانين ديني اړخ لري لکه دغل سره تعامل، نو اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې دوۍ يعني سيکولريستان کوم ډول قوانين غواړي نو دوۍ به وارخطا شي.

سوال: د اسلام لپاره د کار کولو ښې لارې چارې کومې دي؟
ځواب: ځما په اند ښه لاره به دا وي چې له ځانه نه شروع وکړو او بيا خپله کورنۍ اصلاح شي چې همدغه به معاشرې او ملګرو ته انتقال شي، د ټولو نه خو ښې لارې چارې قران کريم وړاندې کړي او مونږ ته ښه نمونه محمد(ص) وه او د خويندو لپاره ښه نمونه خديجه کبرى(رض) ده که مسلمانان دوۍ تعقيب کړي نو بيرته به خپل تير برم ترلاسته کړي او زمونږ دښمنان به هيڅ ونشي کولاۍ ځکه چې مونږ به اساسي کار کړې وي.

سوال: اسلامي امت ته مو پيغام څه دې؟
ځواب: زما پيغام دا دې چې مونږ مسلمانان د نړۍ تر ټولو ښه فاميل برخه يو کله جې مونږ متفق او يو ځاۍ يو نو مونږ به ډير پياوړي يو، مونږ بايد په الله(ج) يقين ولرو او له هماغه(ج) څخه وويريږو او د الله(ج) رسۍ کلکه ونيسو نو خپل مقام به بيرته ترلاسه کړو.

سوال: له اصلاح راډيو څخه مو افغانانو ته پيغام څه دې؟
ځواب: د هغو ټولو نه مننه چې زما قيصې ته يې غوږ نيولې وه، ځه له ټولو افغانانو سره ډيره مينه لرم، افغانانو هيڅکله ځانونه مه بدلوئ زه پوهيږم چې تاسې ډير پياوړي يا ست، تاسې سره د نړۍ د ټولو مسلمانانو مرسته او دعاء ګانې دي او ټول غواړي چې خپلواک او ښه ژوند ولرۍ.

اوزه ډيره خوښه شوم کله چې تاسې راته ددې راديو باره کې ووييل ،دا د خوشالۍ ځاۍ دې ځکه داسې وخت کې تاسې دومره نيک کار روان کړې، راډيو خلکو ته د پيغام ورکولو يو ښه وسيله ده. عقيده او يقين مو وساتۍ،پياوړي اوسئ او د الله(ج) رسۍ کلکه ونسئ.

د اصلاح راډيو او تاسې نه ډيره مننه.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

سرچینه: اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب