دمیرمنو سوړ مزاج یا جنسي ناګروهمنتیا

 

سوړ مزاج یا جنسي ناګروهمنتیا په میرمنو کې یوه عامه ستونزه ده خو په نارینه وو کې لږه پيښیږي دتستسترون په نامه دنارینتوب هورمون په دواړو نارینه او میرمنو کې دجنسي شوق یا ګروهمنتیا په برخه کې اغیزمن دي په طبیعي حالت کې که کومه ستونزه نه وي باید نارینه او میرمن له جنسي مقاربت خوند واخلي او ګروهنه ېې باید زیاته وي خو کله چې کومه ستونزه پيدا شي بیا دجنسي تمایل دکمیدا سبب کیږي د ډیرو ناروغیو او درملو جانبي عوارض په میرمنو کې دجنسي تمایل کمیدل یا سوړ مزاجي ده که میرمن او یا نارینه جنسي ګروهنه نه لري غوره ده ډاکټر ته ورشي او اصلي علت ېې پيدا کړي خو دلته موږ هغوناروغیو ته اشاره کوو چې ممکنه ده دجنسي ګروهنې دکمیدا سبب شي :

درګونو ځینې ناروغۍ شته چې جنسي ګروهنه کموي او یا سوړمزاجي رامنځته کوي په دې معني کله چې دبدن رګونه تنګ شي او تناسلي غړیو ته وینه کمه ور سیږي دغه مسله ددې سبب کیږي چې جنسي ګروهنه کمه شي .

دګډژوند په برخه کې شکره یا ډیابیت ناروغي هم دغسې ستونزه پیدا کولاي شي دغه ناروغي هم پررګونو او عصبي رشتو منفي تاثیر کوي اوپه دې ډول جنسي ګروهنه ورسره کمیږي حتي ډیر ځله په میرمنو کې کله چې سوړ مزاجي پيدا شي او له دې امله ډاکټرته ورشي بیا له معایناتو وروسته معلومه شي چې په شکرې اخته شوې ده کله چې دغه ناروغان خپله شکره انډوله او دوینې فشار کنټرول کړي او یا کولسترول هم بیرته نارمل حدته ورسیږي جنسي ګروهنه ورسره بیرته سمیداي شي .

په افغانانوکې دجنسي تمایلاتو دکمیدا اصلي علت ښايي ډپرشن وي له ډپرشن وروسته دګډژوند دنورو ستونزوترڅنګ دغه مسله هم رامنځته کیږي کله چې په مازغو کې موجود کمیاوي مواد او هورمونونه یا عصبي لیږدونکي مواد انډوله او متعادله نه وي جنسي ګروهنه ورسره کمیږي دغه رازهغه کسان چې دډپرشن ضد درمل خوري هم ممکنه ده په دغو کسانو کې سوړمزاجي پیدا شي خو له نیکه مرغه د اسې درمل شته چې دهغو اغیز کم کړي او یا بیرته سوړ مزاجي له منځه یو سي نو غوره ده له روحي فشارونو اوسترسونو ځان لیرې و ساتئ ژوند له هرډول غمونو او خوشالیو ډک دی خو کله چې دخوب بسترې ته ځي هر څه هیرکړئ اویوازې پر خپل ګډژوند فکر وکړي یو عالم ډیره ښه خبره کړې چې دژوند غمونه دپیانو تورې بټنې اوښادۍ ېې سپینې بټنې دي کله دواړه وغږوئ ساز غږول کیږي هدف دا دی چې ژوند دغمونو او ښادیو ټولګه ده نوله ځان سره فکر وکړئ او خپل روحي فشار او سترس لیرې کړئ یا لږ ترلږه ېې دخوب بتسرې ته له ځان سره مه وړئ .

دوینې کمی اویا دوسپنې کمی هم هغه موارد دي چې جنسي ګروهنه کموي ،سیګریټ ،الکول او نشه یزمواد هم دغسې تاثیرلري .له لنګون وروسته او ماشوم ته دشیدو ورکولو په وخت ممکنه ده دهورموني اغیزو له امله میرمن جنسي تمایل ونه لري ،له هیپوفیز غدې دپرولکتین په نامه دیوه هورمون ډیرافرازیدل هم دغه ستونزه پیدا کولاي شي ،اضطراب ، ډیر کار ستوماني او دژوند له شریک سره اختلافات هم ممکنه ده جنسي ګروهنه کمه کړي . له جنسي تماسه ناسمه پوهه هم دغه ستونزه پیدا کولاي شي ډیرنارینه تردې وړاندې چې میرمن یوه جنسي مقاربت ته چمتو کړي مستقیماً له میرمنې څخه غوښتنه کوي دغه چاره دمیرمنو نه خوښیږي او په دې ډول دحقارت احساس کوي نو په دې ډول له یوې مودې وروسته میرمنې ته دغه ستونزه پيدا کیږي .تجربو ثابته کړې هغه میرمنې چې خپلې پاکۍ ته ډیره توجه کوي په هغوکې جنسي ګروهنه هم ډیره وي .باید میړه هڅه وکړي داسې فضارامنځته کړي چې میرمن هم ترې ګټه پورته کړي او دغرور احساس وکړي کله چې میرمن احساس وکړي چې پرخاوند یوازې دجنسي مقاربت له امله ګرانه ده ښايي ورو ورو ېې ګروهنه کمه شي .

ځینې میرمنې چې عمر ېې زیاتیږي یا دمنوپوز (وچیدا )مرحلې ته ځي په هغو کې دستروجن په نامه دهورمون دکمیدا له امله واجن وچ کیږي اوپه دې ډول جنسي مقاربت ېې دردناکه کیږي دغه مسله ښايي هغه سوړ مزاجه کړي او له جنسي مقاربته خوند وانه خلي دغه راز دنارینتوب هورمون تستسرون چې په نارینه و او میرمنو کې موجود وي او دجنسي ګروهنې سبب کیږي هغه وخت کمیږي چې عمر لږ زیات شي او دتخمدانونو فعالیت کم شي نو په نیتجه کې جنسي ګروهنه ېې کمیږي البته دا په دې معني نه ده چې دغه میرمنې نور باید جنسي مقاربت ونه لري اویا ترې خوند وانه خلي په خاصو درملو او خاصې تغذیې سره دوي هم له جنسي مقاربته خوند اخلي دغه راز دعمر په زیاتیدا سره جنسي ګروهنه نه کمیږي بلکه ډیرځله زیاتیږي هم .

ډیرزیات درمل شته چې جنسي ګروهنه په میرمنو اونارینه وو کې کموي دډپرشن پر درملو سربیره دفشار ضد درمل او حتي دامیندوارۍ ضد درمل دمیړه او ښځې ګډ ژوند اغیزمن کولاي اوجنسي ګروهنه کمولاي شي .

دام ایس په نامه ناروغي هم دعصبي رشتو او مرکزي اعصابو دکمزورتیا سبب کیږي اوپه دې ډول پر جنسي اړیکو هم تاثیر کوي کله چې یوه ښځه په دې ناروغۍ اخته شي له جنسي مقاربته خوند نه اخلي او ګروهنه ېې کمیږي دغه راز دپاکینسون په نامه ناروغۍ هم ورته اغیز درلودلی شي .

هغه میرمنې چې دردناکه میاشتنی عادت یا پریوډ لري او یا نورې تناسلي او زهروي ناروغۍ لري ممکنه ده جنسي ګروهنه ېې کمه وي .

کله چې دجنسي مقاربت په وخت میرمن درد احساس کړي هغه وخت هم میرمن نه غواړي بل ځل جنسي مقاربت وکړي دتخمدان کیست ممکنه ده دردناکه مقاربت رامنځته کړي نو کله چې دمقاربت په وخت میرمن درد احساسوي باید نسايي ډاکټر ته ور شئ او علت ېې پیدا کړئ .

دتیرئید غده (چې په ستوني کې موقعیت لري او دوګړي په روغتیا او ژوندکې مهم رول لوبوي ) که له کومې ستونزې سره مخامخ شي ورسره جنسي تمایل کمیږي .

هغه میندې چې بیلابیلې رواني ناروغي لري له جنسي پلوه هم ستونزې پيدا کولاي شي حتي هغه میرمنې چې په خوب کې ویریږي او دآپنې ( خپکۍ )په نامه ستونزه لري ممکنه ده جنسي ګرهنه ېې کمه شي .

البته دمیرمنو دجنسي ګروهنې کمیدل یوه ناروغي نه ده او په آسانه ېې علاج کیداي شي هره میرمن دژوند په یوې برخه کې په دې مسلې اخته کیداي شي په دې شرط چې مسله پټه نه کړئ او له ډاکټرسره ېې شریکه کړي

ليکوال: ډاکټر مجتبی عزيزيار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب