دمورتوب احساس اسلام ته وهڅولم!- هدایت شوي

پوښتنه : خورې که راته ووايې چې ستاسې نوم څه دی؟

پاميلا: زما نوم پاميلا کارا (Pamela Kara) دی.

پوښتنه : تاسې د کوم ځای ياست؟

پاميلا: زه په اصل کې د شمالي امريکا د اوهايو د کليوېلانډ د سيمي د ستر جهيل اوسېدونکې يم او دا هغه ځای دی چې  ما په کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

پوښتنه : که دا راته ووايئ چې له څومره مودې را هیسې تاسو مسلمان ياست؟
پاميلا: ډېرښه! زه تقريبا له دولس کلو را په دېخوا مسلمانه يم.

پوښتنه : له مسلمانېدو مخکې په کوم دين وئ؟
پاميلا: زه په اصل کې په يو پروتستاني عیسوي کورنۍ کې را لويه شوې وم.

پوښتنه : څه شی باعث شوم چې اسلام مو ومنلو؟
پاميلا: که رښتيا درته ووايم، زه په خپل ژوند کې د حقيقت په لټه کې وم، يو داسې حقيقت چې ټول عمر په هماغه حقيقت قانع شم، زه خپله هم نه پوهېدم چې دا ورکه څه شی دی چې زه ورپسې سرګردانه ګرځېدم؟ کله چې مې عمر لږ ډېر شو، نو واده مې وکړ او غوښتل مې چې یو هلک په زوی ولۍ ونيسم، او هغه هم داسې هلک چې د کوم مسلمان هېواد څخه وي، زمونږ د واده شپاړس کلونه تېر شوي و او زما خاوند هم مسلمان و، ما د اسلام په اړه کله فکر هم نه و کړی تر دې چې پلان مو جوړ کړ چې يو هلک په خپل کور کې په زوی ولۍ وساتو.
زه هم جومات ته لاړم او هلته مې د مور په توګه يو مسلمان ماشوم ته د درس ورکولو درس او مشورې زده کول پيل کړل، تر څو د ماشوم لپاره په راتلونکي کې يوه ښه مور شم. دا زما اسلام سره د اشنايۍ لومړۍ مرحله وه.

پوښتنه : سبحان الله! تاسو د يو ماشوم د پالنې څومره ستره وظيفه ترسره کوله! آيا هغه ماشوم يتيم و؟
پاميلا: هو! هغه ماشوم يتیم هم و.

پوښتنه : ښه نو ددې به هم الله نور اجر درکوي!
پاميلا: ان شاء الله.

پوښتنه : ښه نو تاسو د خپلې مطالعې په ترڅ کې اسلام ته و هڅېدلئ، که لږ  نور هم په تفصيل سره وپوښتو، هغه څه و چې تاسو يې د اسلام په اړه ژور فکر  ته اړ کړئ او د اسلام تر اغېزې لاندې راغلئ؟

پاميلا: په اصل کې زه نزدې جومات ته د خپل درسي صنف لپاره تللم، او د جومات له امام سره به مې همېشه بحث کولو چې هغه څه چې ته وايې زه پرې بېخي نه پوهېږم، او په اصل کې هغه هم په  خپلو خبرو نه پوهېده چې هغه څه وايي، په دې وخت کې هم ما په زړه کې ډېر څه لرل خو د امام په خبرو مې هیڅ سر نه خلاصېده، په همدې ترڅ کې زمونږ د درسي صنف يو کس ماته وويل چې تاسره قرآن کريم شته دی؟ ما ورته وويل نه! قرآن خو نه لرم، هغه يو قرآن کريم ماته راکړ.
ما هم قرآن کريم پرانست! لومړی مې سترګې په سورة فاتحه ولګېدې او چې څنګه مې دا سورة ولوست! نو ځان سره مې وويل چې همدا هم درته کافي دي، او په زړه کې مې يو اواز احساس کړ چې ويل يې دا هغه څه دي چې ته ورپسې ګرځېدې! او په همدې و خت کې مې باور راغی چې دا رښتينی کلام دی.500x3611

پوښتنه : ماشاء الله دا څومره غټه خبره ده! ښه اوس چې تاسو د شهادت کلمه هم ويلي ده او مسلمان شوي ياست، له مسلمانېدو وروسته خپل ژوند څنګه ارزيابي کوئ؟ ايا له اسلام وروسته په خپل ژوند کې کوم ژور بدلون احساسوئ؟

پاميلا: نه دا اوس هغه پخوانی ژوند نه دی او نه زه اوس هماغه شخصيت يم چې تر اسلام مخکې وم، ځکه زه اوس هيڅکله له مسلمانۍ، اسلام ، قرآن او سنتو پرته ژوند نشم تصور کولی. اوس داسې ده لکه چې نوې عينکې واخلم، په سترګو يې کړم او نړۍ په خپل  اصلي شکل کې ووينم، له اسلام مخکې زما ژوند يو ډول نيمګړتيا لرله، همېشه به پرېشانه وم، د نورو امريکايانو په ډول له کوم حقيقت پرته مو همداسې ژوند تېرولو، داسې ژوند و لکه ته چې يو کار ته ډېر پرېشانه يې او غواړې چې هغه کار وکړې، مګر د هغه په اړه نه کوم پلان لرې نه دې پرې فکر کړی وي او په يو داسې حالت کې وي چې لوری درنه ورک وي.

فلهذا کله چې ما کلمه وويلې او مسلمانه شوم نو د اسلام په اړه مې ډېر څه زده کړل، لمونځ مې هم زده کړ، او په دې هم پوه شوم چې په اسلام کې مخ ته تګ دی نه شاته، نو دا هغه څه و، چې حتی ما په ټول عمر کې نه و ليدلي.

پوښتنه : سبحان  الله! ښه نو اوس تاسو په خپلو مسلمانېدو او يا اوسنيو کړنو نه يئ پښېمانه؟
پاميلا: که دا هغه څه و چې ما په خپل ژوند کې ترسره کړي دي نو دا به اوس هم هماغه څه وي چې زه يې دمګړۍ هم ترسره کوم، زه په خپلو  اوسنيو اعمالو هيڅکله هم نه يم پښېمانه.

پوښتنه : ښه که د کورنۍ او ملګرو په اړه راته وواياست چې کله هغوی پوه شو چې تاسو مسلمان شوي ياست نو څه عکس العمل يې وښود؟

پاميلا: هغوی په دې اړه خوشحاله نه و، خو په قطعي ډول مخالف هم نه و، د يو څو تنو پرته چې هغوی راسره خبرې هم نه کولې،او د هغوی خبرې نه کولو ماته هم دومره ارزښت نه لرلو،مګر حجاب يوه غټه معامله وه چې د کورنۍ سره مې وکړه، خو سبحان الله د وخت په تېرېدو سره هر څه عادي شول، کله چې انسان د نورو هر ډول کړنې وزغمي نو نور وګړي هم بيا ستا شخصيت ته درناوی کوي، او ستا د خپلو ديني ارزښتونو په عملي کولو کې هم نه تکليفوي، د يو څه وخت په تېرېدولو سره هر څه سم شول او له مور او پلار سره مې هم ښه راشه درشه پيل شوه.

پوښتنه : که له وروستۍ پوښتنې مخکې زه له تاسو سره يوه خبره وکړم او هغه دا چې مونږ له تاسو مخکې له يوې بلې روسۍ خور کاتيا سره مرکه وکړه، او تاسو له مسلمانېدو وروسته له هغې سره ليدلي و، نو نورو خلکوته د دعوت ورکولو په برخه کې تاسو د نورو نجونو د مسلمانېدو په اړه څه فکر کوئ؟ ما چې کله د کاتيا سره مرکه کوله نو هغې تاسو ته د خپلې مور خطاب کولو او تاسو يې خپله نزدې ملګرې بللئ، ایا کولی شئ نورو خلکو ته د اسلام د دعوت ورکولو په برخه کې راته څه وواياست؟

پاميلا: ډېر ښه! کله چې انسان بېرون ووځي د هغه هر څه دعوت دی، بيرون خلکو ته څنګه ځان ښيې، څنګه خبرې کوې او يا له خلکو سره څه ډول تعامل کوئ، دا ټول ستا دعوت دی، لکه ښه مثال يې زما او د کاتيا کتنه ده کله چې ما کاتيا سره وليدل، هغه مې په جومات کې وليدله او د اسلام په اړه يې معلومات غوښتل، نو که ته په ډېر ساده ډول ځان لږ پراخه فکر لرونکی وښيي، په ځانګړي توګه ښځو ته دا ورو پوهوې چې زه چې څه شی کوم دا سمه لار ده، (زما لباس او او  عمال ټول په ډېر افتخار سره ترسره کوم نه په جبر او زور سره)، زه هلته په خپل درنښت پوه شوم، چې کله مې حجاب واغوست بيا راته خپل حيثيت معلوم شو، ځکه بيا زه د خلکو له هر ډول خبرو څخه ازاده شوم، ځکه ما وويل چې  اوس زه خپله شخصيت لرم او د خلکو د غوښتنو او تاويلې ما وېلې پسې نه ګرځم، نو کاتيا هم ښکلې جينۍ ده او هغه هم د هغه څه پسې ګرځېدله چې زه ورپسې ګرځېدم.

پوښتنه : الحمدلله! د وروستۍ پوښتنې په توګه که دا راته وواياست چې د نړۍ خلکو ته مو پيغام څه دی؟
پاميلا: زه د ټولې نړۍ وګړيو ته سوال کوم چې هر کس يو قرآن کريم واخلي، ويې لولئ، د خپل ورک ځان په اړه پلټنه وکړئ، په دې کار سره به مو زړونه خلاص شي، ځکه الله تعالی زړونه د هغه په اړه د فکر کولو لپاره پيدا کړي دي، او هغه به ستاسو زړه خلاص کړي، او که د هغه په اړه مو فکر پيل کړ، نو هغه به هم درته سمه لار وښايي چې يو ښه ژوند ولرئ.
ځکه دا يو فاني ژوند دی او راتلونکی ژوند هغه دی چې مونږ ورته اوس په دې نړۍ کې په خوارۍ اخته يو.


منبع : آن اسلام نیټ
ژباړه: عبدالرزاق حبيبي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب