اسلامي معلوماتبیانات او پوښتنې او ځوابونهعبادات، فضایل او آداب

دمحرم الحرام مياشت اودعاشوراء ورځ مسايل او فضايل

الله جل جلاله دټولوانسانانوخالق اوپيداكونكى دى اودوي يې ديوامتحان لپاره پيداكړي دي لكه الله تعالى فرمايې :الذي خلق الموت والحياة ليبلوكم ايكم احسن عملا (الاية) .

الله تعالى هغه ذات دى چې مرګ اوژونديې ددى لپاره پيداكړى دى چې په تاسوامتحان وكړي چې كوم يوپه تاسوكې ښه عمل كونكى دى .

اوهم ددى امتحان په اساس ئي آدم عليه السلام دنياته راښكته كړواودايې ورته وويل :

قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (38) وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (39)

مونږورته وويل : ټول دجنت څخه ښكته شى كه چيرته زمادطرف نه تاسوته هدايت راغى اوچادهغې تابعداري وكړه نوپه هغه باندى به نه ويره وي اونه به غمجن شي اوچاچې كفروكړواوزمونږ ايتونويى دروغجن وګڼل نودوي خاوندان داوردي دوي به په هغې كې هميشه وي .

الله تعالى په خپلوبندګانوامتحان کوي چې څوک دالله تعالى دهغه دين تابعداري کوي چې الله تعالى يي دانسانانودهدايت لپاره دپيغمبرانوپه لاس راليږي اوڅوک ددغه دين خلاف کوي که چائي تابعداري وکړه کامياب شول اودي اوچائې چې خلاف وکړه ناکام شول ،الله جل جلاله دانسانانو دهدايت لپاره کتابونه او پيغمبران راوليږل اوداسلسلة يې په محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم پاي ته ورسوله هغه دټول انسانيت لپاره وروستى پيغمبردى دهغه نه وروسته بل پيغمبرنشته اودهغه كتاب دټولوكتابونووروستى كتاب دى دهغې نه وروسته بل كتاب نه راځي اودهغه دين دټولووروستى دين دى ددى نه وروسته بل دين نه راځي ددى وجه نه الله تعالى اخيري دين كامل ،مكمل اوپوره دين راليږلى اوپه هغې كې يې هيڅ نيمګړتيانه ده پريخى اودهرى زمانى دمسائلوحل په كې شته الله تعالى فرمايې :

اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الاسلام دينا (الاية).

نن ورځ ماتاسوته ستاسودين پوره كړواوپه تاسومى خپل نعمتونه پوره كړل اوتاسوته مې اسلام په حيثيت ددين باندى غوره كړى دى .

هرکله چې اسلام كامل ،مكمل اوپوره دين دى نه په كې كم والى شته اونه كوم زياتوالي ته ضرورت لري دهرى زمانى احكام اومسائل ترى مستنبط كيږي اودهغى لپاره يې داسى قواعد وضع كړي دي چې دهغې څخه دهرى زمانى احكام اومسائل راويستل كيږي نوهيچاته دااجازت نشته چې دالله تعالى په راليږلى شوي قانون کې ګوتى ووهي څه ترى کم کړي اوياپه کې څه زيات کړي اوکه داسى څوک وکړي نودهغه داکار به ردوي اودغه شانته کارونوته بدعات ،خرافات ويلي کيږي اودهغې په کولوباندى انسان الله ته نه نيزدي کيږي بلکې نورهم ترى جداکيږي .

اواسلام دمخكې نه دهغې ردكړى دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغې څخه سخته منع كړى دى لكه هغه به په هره خطبه كې ويل :

«فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللَّهِ وَخَيْرَ الْهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ وَشَرَّ الْأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ» . رَوَاهُ مُسْلِمٌ .

يقيناپه ټولوخبروکې غوره خبرې دادالله تعالى كتاب دى اوپه طريقوکې غوره طريقه دادمحمد صلى الله عليه وسلم طريقه ده اوبدترين دكارونوڅخه نوى كارونه دي اوهربدعت ګمراهي ده .

اوپه بل روايت كې داسى الفاظ دي :

وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ» . رَوَاهُ أَحْمَدُ وَأَبُو دَاوُدَ وَالتِّرْمِذِيُّ وَابْنُ مَاجَه .

رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه كراموته فرمايلي وو:

ځان ليرى وساتى دنووكارونوڅخه ځكه هرنوى كاربدعت دى اوهربدعت ګمراهي ده .

دپورتني حديث اوراتلونکې احاديثوڅخه دبدعت تعريف هم معلوميږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم بدعت په دين کې نوي کارته وائي اوفرمائلي دي :

«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رد» متفق عليه .

چاچې زمونږپه دين كې هغه كارپيداكړوچې هغه ددى دين څخه نه وي نوهغه (كار،اودهغې پيداكونكې ) به رد وي . ددى حديث په بل لفظ كې داسى راغلى دي :

من عمل عملاليس عليه امرنافهورد (الحديث)

چاچى يوعمل وكړواوپه هغې باندى زمونږ امرنه وي نوهغه رددى .

نودادبدعت تعريف شوچې هرهغه عمل چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دين كې نه وي اوهغه يې امراوبيان نه وي كړى هغې ته بدعت ويل كيږي .

اوبدعات په دى زمانه كې ډيرزيات شوي دي امام دارمي په خپل سنن کې دابن مسعودرضي الله عنه څخه موقوفا نقل کړي دي چې په اخيره زمانه كې به فتنې دومره ډيرى شي چې که ته ئي ردکوي نوخلك به وائي چې سنت رد کوي دفتنونه مراددلته بدعات دي چې په بدعت ردکوى نوخلک وائي چې ددين څخه خلک منع کوي حال دادى چې دادين نه دى .

خلکوپه هرشي کې بدعات پيداکړي لکه په لمونځونوكې، په روژه كې ،په زكاة ،حج ،عمره ،دعاء او په جهادکې اوحتې په توحيدكې خلكودځان څخه عقائداوافكارجوړكړي اوهغه يې بيادين ته منسوب كړي دي اوپه هغې باندى پخپله هم عمل كوي اونورخلك ورته هم دعوت كوي .

په احاديثوکې اوهمدارنګه دسلفوپه اقوالودبدعاتوډيرنقصانات ذکردي بعضې په لاندى ډول دي :

١- په بدعت انسان الله ته نشي نيزدى كيدلى بلكى نورهم ورڅخه ليرى كيږي .

٢-بدعت ګناه كبيره ده . ٣- شيطان پرى ډيرخوشحاليږي ځكه خلک ترى غالبا توبه نه اوباسى ځکه خلك يې ددين په نيت كوي په داسى حال كې چې دين نه دى

٤- بدعات کول دامعنى لري چې ته دالله تعالى دين ته دنقصان نسبت کوى داګمان کوى چې داهم دين دى اوحال دادى چې په اسلام کې نه دى ذکر، اوداسى نورنقصانات هم لري .

بياځيني بدعات دبعضى موسمونواووختونوپورى تعلق لري لكه دمحرم الحرام په مياشت كې بدعات كول چې په دى بحث كې به دمحرم الحرام متعلق چې كوم كارونه په صحيح احاديثوكې راغلى دي هغه به هم ذكركړواوپه دى مياشت كې چې خلكوكوم خرافات اوبدعات جوړه كړى دي دهغې ردبه هم ذكركړوان شاء الله تعالى .

اول بحث فضیلت :

په قرآن كريم اود رسول الله صلى الله عليه وسلم په صحيح احاديثوكې ددى مياشتى فضائل :

چې هغه په لاندى ډول دي :

اول فضيلت :

دامياشت دهغه څلورمياشتوڅخه ده چې الله جل جلاله ورته حرمت اوعزت وركړى دى الله تعالى په خپل كتاب قرآن كريم كې فرمايلي دي :

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (36).

يقينادالله تعالى په نيزدباندى دهغه په قانون كې دمياشتوشميره دولس ده دهغه وخت نه چې دكوم وخت نه الله تعالى اسمانونه اوځمكې پيداكړى دي دهغې څخه څلورعزتمندى دي اودامضبوط دين دى نوپه دى مياشتوكې په ځان ظلم مه كوى اودټولومشركانوسره جنګ وكړى لكه څنګ چې هغوي تاسوټولوسره جنګ كوي اوپه دى خبره ځان پوه كړى چې يقيناالله تعالى دتقوى والاوسره ملګرى دى .

په دى آيت كريمه كې داذكرشول چې دالله په نيزدكال دولس مياشتى دى اوپه دى كې څلورعزتمندى مياشتى دي چې په هغې كې جنګ اوقتال ناروا دى حتى دكافروسره هم مګركه هغوي اول شروع وكړي نوبيابه مسلمانان دفاعي جنګ كوي اوبس لکه په دى زمانه کې .

اوس داڅلورمياشتى كومې دي نودهغې ذكرقرآن كريم كې نشته دى بلكې صحيح احاديثودهغې تعين كړى دى دهغې په باره كې حديث په لاندى ډول دى :

عَنْ أَبِي بَكْرَة رضي الله تعالى عنه، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطَبَ فِي حَجَّتِهِ، فَقَالَ:……….. السَّنَةُ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا، مِنْهَا أَرْبَعَةٌ [حُرُمٌ، ثَلَاثَةٌ]مُتَوَالِيَاتٌ: ذُو الْقَعْدَةِ، وَذُو الْحِجَّةِ، وَالْمُحَرَّمُ، وَرَجَبُ مُضَرَ الَّذِي بَيْنَ جُمَادَى وَشَعْبَانَ”……………… الى آخرالحديث رواه البخاري في صحيحه ومسلم واحمدفي مسنده رحمة الله عليهم .

دابوبكرة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى چې يقينانبي كريم صلى الله عليه وسلم په حجة الوداع كې خطبه كوله اوبيايې وويل : …. كال دولس مياشتى دى په هغې كې څلورعزتمندى دي چې درى پرلپسى دي (ذوالقعدة ، ذوالحجة ، محرم ) اوبل رجب مضردى كوم چې دجمادى الثانية اوشعبان المعظم ترمنځ دى .

يعنى داڅلورمياشتى عزتمندى دي اوهغه په لاندى ډول دي :

۱- ذوالقعدة ۲- ذوالحجة ۳- محرم الحرام چې دادري واړه يوبل پسى دي اوددى حكمت دادى چې عربوبه يوبل سره نوركال جنګونه كول نوالله تعالى دخپل بيت لپاره چې خلك حج كولوته راځي دادرى مياشتى پرلپسى عزتمندى كړى چې په دى كې به خلك هيڅ قسم جنګ نه كوي دى لپاره چې په ذوالقعدة كې خلك حج طرف ته په امن كې حركت شروع كړي اوپه ذوالحجة كې حج اداء كړي اوپه محرم كې بيرته خپل كورونوته واپس شي اويوه مياشته يې ترى جداعزتمنده كړه چې هغه څلورمه مياشت اوهغه رجب المرجب ده كومه چې دجمادى الثانية څخه وروسته اوشعبان المعظم نه مخكې ده دى لپاره چې په نوركال كې كه څوك دعمرى كولواراده لري نوكه نور وخت كې يې دبدامنى دوجه نه نشي اداء كولى نوپه دى مياشت كې دى اداء كړي ځكه دى كې جنګ نه وي .

حافظ ابن كثيررحمه الله په خپل تفسيركې ذكركړي دي چې ديته يې دمحرم نوم ځكه كيخوستلى چې ددى حرمت په ټولومياشتوكې زيات دى .

نوداددى مياشتى اولنى فضيلت شوچې داعزتمنده مياشت ده په دى كې نيك اعمال دوچنده كيږي اوګناهونه په كې ډيرسخت جرم دى په نسبت دنورومياشتونوټولومسلمانانوته پكاردي چې ددى مياشتى تعظيم وكړي اوپه دى كې دنيكواعمالوزياتولوكوشش وكړي اودګناهونه څخه ځان وژغوري .

دوهم فضيلت :

په دى مياشت كې هر نيك عمل چې كوى الله تعالى ته خوښ دى خو خاصكرروژي نيول ځكه حديث كې راځي چې درمضان څخه وروسته په ټولومياشتوكې دمحرم الحرام مياشتى روژى الله تعالى ته ډيرخوښ دي اوهغه حديث په لاندى ډول دى :

اول حديث :

عنْ أَبي هُريرةَ رَضِيَ اللَّه عَنْهُ قالَ: قالَ رسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: “أَفْضَلُ الصيَّامِ بعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللَّهِ المُحَرَّمُ، وَأَفْضَلُ الصَّلاةِ بعدَ الفَرِيضَةِ صَلاةُ اللَّيْل” رواه مُسلِمٌ.

ابوهريرة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى هغه فرمايلي دي :

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : درمضان نه وروسته بهتريني روژى دادالله دمحرم دمياشتى روژى دي اودفرض لمانځه نه وروسته بهترين لمونځ دا دشپى لمونځ دى يعنى تهجددي .

دوهم حديث :

عن جندب بن سفيان رضي الله عنه قال كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول إن أفضل الصلاة بعد المفروضة الصلاة في جوف الليل وأفضل الصيام بعد رمضان شهر الله الذي تدعونه المحرم رواه النسائي والطبراني بإسناد صحيح .

جندب بن سفيان رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى هغه وايې : رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويل :

يقينادفرض لمانځه نه وروسته غوره لمونځ دنيمي شپى لمونځ دى اويقينادرمضان نه وروسته غوره روژه دا دالله تعالى دهغه مياشت روژي دي چې تاسوورته محرم وايې .

دريم فضيلت :

اوپه دى مياشت كې چې هرڅومره روژى نيولى شى نونيول يې پكاردي خوپه دى مياشت كې بيايوداسى ورځ ده چې په هغه ورځ باندى روژه نيول ديوكال دګناهونه معاف كيدلوسبب ګرځي اوهغه لسم دمحرم دى چې هغې ته      ( عاشوراء )ويلى كيږي بياپه احاديثوکې د( عاشوراء ) ډير فضائل راغلي دي چې هغه په لاندى ډول دي :

دعاشوراء (دمحرم الحرام دلسمى ورځې ) فضائل :

اولنې فضيلت :

دعاشوراء په ورځ باندى روژه نيول ديوکال دګناهونودعفوى سبب ګرځي :

اول حديث :

عن أبي قتادة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سئل عن صيام يوم عاشوراء فقال يكفر السنة الماضية . رواه مسلم وغيره وابن ماجه ولفظه قال : صيام يوم عاشوراء إني أحتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله .

دابوقتادة رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى چې يقينا درسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دعاشوراء دروژى پوښتنه وشوه نوهغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل : دتيرشوي كال ګناهونه پرى معاف كيږي . داحديث امام مسلم په خپل صحيح كې روايت كړى دى اودهغه نه بغيرنورمحدثينوهم نقل كړى دى اوابن ماجه هم روايت كړى اودهغه دروايت دالفاظومعناداسى ده :

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : زه دالله تعالى نه اميدلرم چې دعاشوراء د روژى په وجه به الله تعالى انسان ته دتيرشوي كال ګناهونه معاف كړي .

دوهم حديث :

عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:من صام يوم عرفة غفر له سنة أمامه وسنة خلفه ومن صام عاشوراء غفر له سنة رواه الطبراني بإسناد حسن.

دابوسعيدالخدري رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى هغه فرمايلي دي :

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : چاچې دعرفة په ورځ روژه ونيوله نوهغه ته به دتيرشوي اوراتلونكي كال ګناهونه معاف شي اوچاچې دعاشوراء روژه ونيوله نوهغه ته به ديوكال ګناهونه معاف شي . داحديث طبراني روايت كړى دى اوسنديې حسن دى .

دعاشوراء دوهم فضيلت :

داهغه ورځ ده چې په دى ورځ باند ى الله تعالى فرعون غرق كړى دى اوموسى عليه السلام اودهغه قوم ته يې نجات وركړى دى :

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المَدِينَةَ فَرَأَى اليَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَقَالَ: «مَا هَذَا؟» ، قَالُوا: هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ، فَصَامَهُ مُوسَى، قَالَ: «فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ» ، فَصَامَهُ، وَأَمَرَ بِصِيَامِه رواه البخاري في صحيحه .

عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى هغه فرمايلې :

رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينى منورى ته هجرت وكړ، نويهوديان يې وليدل چې دعاشوراء روژه يې نيوله ،هغه صلى الله عليه وسلم ورته وويل: داڅه دي (يعنى داپه څه وجه نيسى) هغوي وويل :

داخويوه خايسته ورځ ده داهغه ورځ ده چې په دى ورځ باندى الله تعالى بني اسرائيلوته دهغوي ددشمن څخه نجات وركړى دى نوموسى عليه السلام به په دى ورځ روژه نيوله ،رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :

دتاسونه مونږدموسى عليه السلام په تابعدارى ډير حقداريونوخپله يې هم روژه ونيوله اونوروته يې هم ددى ورځ په روژى نيولوامروكړ. داحديث امام بخاري په خپل صحيح كې روايت كړى دى .

دعاشوراء دريم فضيلت :

داهغه ورځ ده چې په دى ورځ باندى موسى عليه السلام روژه نيولى ده لكه پورتني حديث كې تيرشول .

دعاشوراء څلورم فضيلت :

رسول الله صلى الله عليه وسلم هم داروژه نيولى ده اوصحابه كراموته به يې هم دنيولوامركولوداهم پورتني حديث كې تيرهم شول اوبل روايت په لاندى ډول دى :

عن ابن عباس رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم صام يوم عاشوراء أو أمر بصيامه رواه البخاري ومسلم.

دعبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دعاشوراء روژه نيولى اونوروته يى هم دهغې دنيولى امركړى دى .

دعاشوراء پنځم فضيلت :

رسول الله صلى الله عليه وسلم به دعاشوراء روژه په نورونفلي روژو غوره ګڼله اودهغې به يى زيات تالاش كولو:

اول حديث :

عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه سئل عن صيام يوم عاشوراء فقال:ما علمت أن رسول الله صلى الله عليه وسلم صام يوما يطلب فضله على الأيام إلا هذا اليوم ولا شهرا إلا هذا الشهر يعني رمضان رواه مسلم.

عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى- په داسى حال كې چې دهغه څخه دعاشورا دروژى پوښتنه وشوه – نوهغه وويل : ماته نه دى معلوم چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوورځ روژه نيولى وي اوهغه دى ورته په نوروورځو غوره ښکاري ، سوى ددى (عاشوراء) دورځى نه، اونه كومه مياشت چې هغه ورته غوره ښکاري سوى درمضان د مياشت نه .

ددى حديث مقصددادى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به دعاشوراء روژه په نورونفلي روژوغوره ګڼله اورمضان به يې په نورومياشتوغوره ګڼله .

دوهم حديث :

عن ابن عباس رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم لم يكن يتوخى فضل يوم على يوم بعد رمضان إلا عاشوراءرواه الطبراني في الأوسط وإسناده حسن .

دعبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى چې يقينانبي كريم صلى الله عليه وسلم به درمضان نه بغيرديوى ورځى روژه په بلى ورځى غوره نه ګڼله مګردعاشوراء ورځ . داحديث طبراني په الاوسط كې روايت كړى دى اوسنديې حسن دى .

بلكى ددى ورځى روژه دومره مؤكده ده چې حفصة رضي الله عنها فرمايلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به داروژه نه پريخوستله :

قَالَتْ حفصة:«أَرْبَعٌ لَمْ يَكُنْ يَدَعَهُنَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ وَالْعَشْرِ، وَثَلَاثَةَ أَيَّامٍ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ، وَرَكْعَتَا الْفَجْرِ». ذَكَرَهُ الْإِمَامُ أَحْمَدُ رَحِمَهُ اللَّهُ.

حفصة رضي الله تعالى عنهافرمايلي دي چې څلورشيان به رسول الله صلى الله عليه وسلم بلكل نه پريخوستل:

۱- دعاشوراء روژه ۲- دذوالحجة اولنى لس ورځى روژه نيول ۳- اودهرى مياشتى څخه درى ورځى روژه نيول ۴- اودسحردوه ركعته (سنت) كول . داحديث امام احمدپه خپل مسندكې ذكركړى دى .

فائده : په دى روايت كې اګرچې دذوالحجة لس ورځى ذكردي ليكن نورورواياتوكې راغلي دي چې مرادورڅخه دذوالحجة اولنى (۹) ورځى دي ځكه په لسم ورځ خودغټ اخترورځ ده يعنى دقربانى ورځ اوهغه دخوراك ورځ وي اويامقصددادى چې په دى ورځ باندى هم دقربانى پورى روژه نيول مستحب ده نوپه هغه اساس باندى لس كيږي .

ددى روژه زيات تاكيدددى نه هم معلوميږي چې صحابه كراموبه خپل ماشومان هم په دى ورځ روژه كول لكه دى باره كې حديث په لاندى ډول دي :

عَنِ الرُّبَيِّعِ بِنْتِ مُعَوِّذٍ، قَالَتْ: أَرْسَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَدَاةَ عَاشُورَاءَ إِلَى قُرَى الأَنْصَارِ: «مَنْ أَصْبَحَ مُفْطِرًا، فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ وَمَنْ أَصْبَحَ صَائِمًا، فَليَصُمْ» ، قَالَتْ: فَكُنَّا نَصُومُهُ بَعْدُ، وَنُصَوِّمُ صِبْيَانَنَا، وَنَجْعَلُ لَهُمُ اللُّعْبَةَ مِنَ العِهْنِ، فَإِذَا بَكَى أَحَدُهُمْ عَلَى الطَّعَامِ أَعْطَيْنَاهُ ذَاكَ حَتَّى يَكُونَ عِنْدَ الإِفْطَار رواه البخاري في صحيحه .

دربيع بنت معوذ رضي الله عنها څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دعاشوراء په سحرباندى دانصاروكليوته خلك وليږل اودايې ورته وويل : چاچې نن روژه نه وي نيولى (يعنى دصباح راختلونه يې وروسته خوراك كړى وي) نوهغوي دى پاتى ورځ روژه ونيسي اوچاچې روژه نيوله وي (دصباح راختلونه وروسته يې خوراك نه وي كړى ) نوهغه دى هم روژه ونيسي . ربيع بنت معوذ رضي الله عنها فرمايې :

مونږبه داروژه نيوله اوخپلوماشومانوباندى به موهم نيوله اوهغوي ته به مودوړۍ څخه دلوبوشيان جوړكړل كله به يې چې دخوراك پسى ژړل نومونږ به ورته هغه دلوبوشيان وركول تردى چې دروژه ماتي په وخت كې به يې د مونږ سره يوځاي خوراك كولو.

بلكې دعاشوراء روژه نيول درمضان دفرضيت څخه مخكې فرض وه بياچې كله رمضان فرض شوه نودعاشوراء فرضيت ختم شو :

اول حديث :

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانُوا يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ رَمَضَانُ،

وَكَانَ يَوْمًا تُسْتَرُ فِيهِ الكَعْبَةُ، فَلَمَّا فَرَضَ اللَّهُ رَمَضَانَ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ شَاءَ أَنْ يَصُومَهُ فَلْيَصُمْهُ، وَمَنْ شَاءَ أَنْ يَتْرُكَهُ فَلْيَتْرُكْهُ» رواه البخاري في صحيحه .

عائشة رضي الله عنها څخه روايت دى هغې فرمايلي دي :

صحابه كراموبه درمضان دفرضيت نه مخکې دعاشوراء روژه نيوله ، اوپه دى ورځ به كعبې شريفې ته غلاف وراغوستل كيده كله چې الله تعالى رمضان فرض کړونو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :

كه دچاخوښه وي د(عاشوراء) روژه دى ونيسي اوكه دچاخوښه وي خوشى دى كړي يعنى نه دى نيسي .

داحديث امام بخاري په خپل صحيح كې روايت كړى دى .

دوهم حديث :

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: «صَامَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَاشُورَاءَ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ» ، وَكَانَ عَبْدُ اللَّهِ لاَ يَصُومُهُ إِلَّا أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ رواه البخاري في صحيحه .

دعبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى هغه فرمايلي دي :

نبي كريم صلى الله عليه وسلم به دعاشوراء روژه نيوله اوامربه يې كولوددى په نيولوباندى كله چې رمضان فرض شونوبيادعاشوراء روژه خوشى كړى شوه (يعنى فرضيت يې منسوخ شواواستحباب يې باقي دى لكه د نورو رواياتوڅخه معلوميږي )عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما به نه نيوله مګركه دهغه دنورونفلي روژه سره به برابره شوه .

لومړى پوښتنه : عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما به دعاشوراء روژه ولى نه نيوله ؟

جواب : هغه ياپه دى وجه نه نيوله چې څوك يې فرض ونه ګڼي ، اويا په د ى وجه چې دهغه ګمان داوه چې استحباب يې هم منسوخ دى نودابيادهغه اجتهاددى اوقانون دادى چې كله دصحابي اجتهاد دنص څخه مخالف راشي نواعتباربه نص ته وي .

دوهمه پوښتنه :

هرکله چې عبدالله بن عمررضي الله عنهماپه نيزديي استحباب هم منسوخ دى نوبياپه دى څه دليل دى چې استحباب ئي اوس هم باقي دى ؟

جواب : په دى باندى ډيردلائل دي چې استحباب ئي اوس هم باقي دى :

يودليل ئې دادى چې د(عاشوراء) روژه معاوية بن ابي سفيان رضي الله تعالى عنهماهم دنبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه نقل کړى ده اوحال دادى چې هغه په اتم کال ايمان راوړى دى نوڅه وخت منسوخ شوه؟ دمعاوية رضي الله عنه روايت په لاندى ډول دى :

عَنْ حُمَيْدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، أَنَّهُ سَمِعَ مُعَاوِيَةَ بْنَ أَبِي سُفْيَانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، يَوْمَ عَاشُورَاءَ عَامَ حَجَّ عَلَى المِنْبَرِ يَقُولُ: يَا أَهْلَ المَدِينَةِ أَيْنَ عُلَمَاؤُكُمْ؟ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: «هَذَا يَوْمُ عَاشُورَاءَ وَلَمْ يَكْتُبِ اللَّهُ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ، وَأَنَا صَائِمٌ، فَمَنْ شَاءَ، فَلْيَصُمْ وَمَنْ شَاءَ، فَلْيُفْطِرْ» رواه البخاري في صحيحه .

دحميدبن عبدالرحمن څخه روايت دى هغه وايې : مادمعاوية بن ابي سفيان رضي الله تعالى عنهماپه هغه کال چې دى حج ته راغلى وود منبردپاسه اوريدلي دي فرمايلې ئي دي :

اى مدينه والاو! ستاسوعالمان چيرته دي ؟ ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې فرمايل به يې : دادعاشوراء ورځ ده اوالله تعالى په دى ورځ باندى په تاسوروژه نه ده فرض كړى خوزه روژه يم كه دچاخوښه وي روژه دى ونيسي اوكه دچاخوښه وي كوجه دى كړي يعنى روژه دى نه نيسي نوپه استحباب پاتې شوه .

دريمه پوښتنه :

کيدايشي داتم کال نه وروسته منسوخ شوى وي ؟ .

جواب : دابن عمررضي الله عنه په روايت باندى بيااستدلال دنسخې لپاره صحيح نه دى ځکه دهغه په روايت کې دي چې کله رمضان نازل شونو(عاشوراء) پريخوستل شوه اورمضان په دوهم کال دهجرت فرض شوى دى که په دغه روايت څوک استدلال دنسخې کوي نوبياپکاروه چې معاوية رضي الله عنه دعاشوراء روژه نوى نقل کړى اوهغه دانه وى ويلى چې مارسول الله صلى الله عليه وسلم وليده چې دعاشوراء روژه ئي نيوله ده هرکله چې هغه ئي نقل کوي نوبيادابن عمر په روايت باندى دنسخې استدلال صحيح نه دى .

اوهمدارنګه په بل روايت کې راځي :

عن عَبْد اللهِ بْنَ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا، يَقُولُ: حِينَ صَامَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّهُ يَوْمٌ تُعَظِّمُهُ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَإِذَا كَانَ الْعَامُ الْمُقْبِلُ إِنْ شَاءَ اللهُ صُمْنَا الْيَوْمَ التَّاسِعَ» قَالَ: فَلَمْ يَأْتِ الْعَامُ الْمُقْبِلُ، حَتَّى تُوُفِّيَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رواه مسلم في صحيحه .

عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهماڅخه روايت دى : هغه فرمايلي دي :

کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دعاشوراء روژه ونيوله اوخلکوته ئي دهغې دنيولوامروکړنودوي وويل : اي دالله تعالى رسوله ! داخوداسى ورځ ده چې يهوداونصارى ئي هم تعظيم کوى نورسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : که راتلونکې کال راغې نوان شاء الله دمحرم الحرام نهمه ورځ به هم روژه ونيسم . عبدالله بن عباس رضي الله عنهماوويل :دراتلونکې کال دراتلونه مخکې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شو.

نودى روايت نه معلوميږي چې په لسم کال ئي هم نيولى وه اودراتلونکې کال ته ئي هم دنيولى اراده کړى وه خوراتلونکې کال ته پاتى نه شو.

داروژه دقريشومشرکينوپه جاهليت كې هم نيوله :

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا،: أَنَّ قُرَيْشًا كَانَتْ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فِي الجَاهِلِيَّةِ، ثُمَّ أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِصِيَامِهِ حَتَّى فُرِضَ رَمَضَانُ، وَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ شَاءَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ» رواه البخاري في صحيحه .

دعائشة رضي الله عنها څخه روايت دى چې يقيناقريشوبه په جاهليت كې دعاشوراء روژه نيوله بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم دعاشوراء دروژى امروكړوتردى چې رمضان فرض شواو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل (يعنى كله چې رمضان فرض شو) : كه دچاخوښه وي دعاشوراء روژه دى ونيسي اوكه دچاخوښه روژه دى ماته كړي يعنى فرض نه ده .

دعاشوراء شپږم فضيلت :

دډيراهتمام دوجه نه به رسول الله صلى الله عليه وسلم اعلان كونكې ليږل چې اعلان وكړي اوخلكوته دعاشوراء دروژى نيولوامروكړي :

عَنْ سَلَمَةَ بْنِ الأَكْوَعِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ رَجُلًا يُنَادِي فِي النَّاسِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ «إِنَّ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ وَمَنْ لَمْ يَأْكُلْ فَلاَ يَأْكُلْ»رواه البخاري في صحيحه .

سلمة بن الاكوع رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى چې يقينانبي كريم صلى الله عليه وسلم دعاشوراء په ورځ خلكوته يواعلان كونكې وليږلواودايې ورته وويل : كه چاخوراك كړى وي نوروژه دى پوره كړى ( يعنى نور دى خوراك نه كوي ترماښامه پورى بلكې روژه دى ونيسي) اوكه چاخوراك نه وي كړى نوخوراك دى نه كوي .

دحديث مقصددادى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دعاشوراء په ورځ خلكوته اعلان وكړوكه چانن سحرخوراك كړى وي نودى نه پس دى ترماښامه نه كوي بلكې دعاشوراء روژه دى ونيسي اوكه چادصباح راهيسي خوراك نه وي كړى نوهغه دى هم خوراك نه كوي اودعاشوراء روژه دى ونيسي .

د پورتني احاديثو نچوړ او خلاصه داشوه :

چې دعاشوراء روژه به په جاهليت كې قريشوهم نيوله او رسول الله صلى الله عليه وسلم به هم دهجرت نه مخكې په مكة مكرمة كې نيوله اوصحابه كراموته به يې دنيولوامركولوكله يې چې مديني منوري ته هجرت وكړو نو يهوديان يې وليدل چې هغوي هم دعاشوراء روژه نيسي نوبيايې دهغوي څخه پوښتنه وكړه چې تاسوداروژه ولى نيسى ؟ هغوي جواب وكړو چې داډيره غوره اوبهترينه ورځ ده ځكه چې په دى ورځ باندى فرعون غرق شوى اوموسى عليه الصلاة والسلام ته الله تعالى نجات وركړى دى نوموسى عليه السلام به بياهركال په دى ورځ روژه نيوله اودالله تعالى شكربه يې اداء كولونومونږيې دهغه په تابعدارى كى نيسونو رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : چې مونږدتاسونه ډيرحقداريو دموسى عليه السلام په تابعدارى باندى اوبيايې صحابه كراموته امروكړچې دانيسى حتى چې دعاشوراء په ورځ يې اعلان وكړاوكليوته يې اعلان كونكې وليږل اودايې خلكوته وويل : كه چانن سحرخوراك كړى وي نوباقي دى خوراك نه كوي اوداروژه دى ونيسي اوچاچې خوراك نه وي كړى نوهغه دى نه كوي اوداروژه دى ونيسي اوصحابياتوبه داروژه په خپلوماشومانوهم نيوله اودابه يى فرض ګڼله تردى چې درمضان روژه فرض كړى شوه كله چې رمضان فرض شونوبيادعاشوراء فرضيت منسوخ شو او استحباب يې پاتى شواو رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغې فضيلت دابيان كړوچې ديوكال ګناهونه پرى الله تعالى معاف كوي .

فائدة :

اوس مونږته څه پكاردي صرف لسمه نيول پكاردي اوكه نهمه ورسره هم نيول پكاردي ؟

ددى خبرى وضاحت دادى چې دعاشوراء روژه نيول څلورصورته لري :

اولنى صورت دادى چې انسان صرف لسم (عاشوراء ) روژه نيسي اوبس .

دوهم صورت : چې نهم (عاشوراء) اولسم (عاشوراء) دواړه ونيسي .

دريم صورت : چې لسم او يوولسم ونيسي .

څلورم صورت : چې نهم ، لسم ، يوولسم درى واړه ونيسي .

په دى کې که په هرصورت عمل وکړي نوصحيح ده .

اعتراض : دابوموسى الاشعري په روايت كې راځي چې داورځ به يهوديانوداخترګڼله اومخكې تيرشول چې يهودوبه په دى ورځ روژه نيوله اوداخترپه ورځ خوروژه نه وي داخوپه احاديثوكې ټكراوشو؟

دهغې جواب دادى چې ټكراونشته بلكې مرادورڅخه دادى چې داديهودودخوشحالى ورځ ده ځكه په دى ورځ فرعون غرق شوى وواوموسى عليه السلام اودهغه قوم ته نجات وركړل شوى وونوپه دى اساس به يهوديان په دى ورځ خوشحاله وواوبيابه يې روژه هم نيوله ځكه چې موسى عليه السلام نيوله وه نودوي هم دهغه پسى اقتداء كوله نودعيدڅخه مراددخوشحالى ورځ ده لكه حديث كې راځي چې دجمعى ورځ داداخترورځ ده اوډيركرته انسان دجمعې په ورځ روژه نيسي کله چې فرضي يانفلي روژه پرى راغلى وي درانګه حديث كې راځي چې عرفات وغير ه زمونږ داخترورځى دي ليكن سره ددى عرفة په ورځ روژه نيول پكاردي .

دوهم بحث :

په دى برخه کې به په هغه بدعاتواوخرافاتوردکووکوم خلک چې دمحرم الحرام په مياشت کې اوخاصکر دعاشوراء په ورځ باندى بدعات ،شرکيات اوخرافات کوي .

الله تعالى انسانان په دى دنياکې دامتحان لپاره پيداکړي دي لکه مخکې تيرشول اوپه دى دنياکې دټولونه زيات امتحان اومشکلات داپه پيغمبرانواودهغوي په اتباعوراځي ،رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله وفات کيده خپل امت ته ئي ډيروصيتونه وکړل يووصيت ئي دخپل اهل بيتوپه باره کې وکړه چې ددوي لحاظ وکړى خوامتحانابعضى خلکودرسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه وصيت عمل ونه کړاودرسول الله صلى الله عليه وسلم اهل بيتوته ئي ازيتونه اوتکليفونه ورکړل .

کله چې معاوية رضي الله عنه وفات شودخپل وفات نه مخکې ئي خپل ځوي (يزيدبن معاوية) خليفه وټاکلو نودهغه دوفات نه وروسته دعراق شيعه ګانوحسين رضي الله عنه ته خطونه وليږل چې عراق ته راشه مونږ دتاسره بيعت کوواويزيددخليفه په توګه نه منو، حسين رضي الله عنه خپل تره ځوى عراق ته وليږلوهلته ديزيدکسان چې خبرشول دهغه دنيولوهڅه ئي وکړه چې بالآخره جنګ شروع شواودهغه انصار(شيعه ګان) دهغه څخه وتښتيدل اوهغه ئي په ميدان کې ځانته پريخوسته چې هغه بيايوکورته پناه يوړه ،چې هلته هم پرى چاجاسوسي وکړه اوبلاخره هغه ئي په لاس ورکړوتردى چې هغه شهيدکړو،حسين رضي الله عنه دخپلې کورنى سره عراق طرف ته حرکت شروع کړو،په مدينه منوره کې بعضى صحابه کرامومنع کړوچې مه ځه دعراق خلک په خپله خبره وفانه کوي ليکن هغه وويل : چې خامخاځم ،په لاره کې خبرشوچې دهغه تره ځوى مسلم بن عقيل وژل شوى دى بهر حال هغه دعراق په طرف ګړندى شوکله چې کربلاء ته ورسيده نوديزيدبن معاوية لښکرهم دغلته راورسيداودعدام توافق په صورت کې نښته پيل شوه چې دواړه طرفته په کې مړي وشول اوبالاخره د رسول الله صلى الله عليه وسلم ګران اومحبوب لمسى حسين بن علي رضي الله عنهما هم په شهادت ورسيده اودهغه دشهادت سبب همداشيعه ګان ووځکه چې اول يي حسين رضي الله عنه عراق طرفته وهڅوواوبياهلته ئي دهغه مدداوکومک پريخوستلواوهغه ئي ديزيدبن معاويه دلښکرپه وړاندى بي نصرته خوشى کړو.

وروسته بياشيعه ګانوددشهادت ورځ اوداهل بيتومحبت دخپلوخرافاتوبدعاتولپاره ذريعه وګرځوله چې ترننه پورى دهغه دنصرت پريخوستلوسزاګالي اوهرکال چې دمحرم مياشت راشي نومخونه په څپيړواوبدنونه په چاقوانووهي اوصحابه کراموته کنځلى کوي اودمحرم په ورځوکې متعى ،فحشااوبدکاريانى کوي چې نور هم دالله جل جلاله په غضب اختل شوچې دهغوي بعضى خرافي عقايد،اعمال په لاندى ډول دي :

شيعه ګان چې ځانونه ظاهرا مسلمانان بولي ليکن داسى عقائد،افکاراونظريات ايجاد کړي چې دهغې په وجه سره دوي داسلام څخه خارج شوي دي لکه بعضى خرافات ،بدعات او شرکي عقائدئي په لاندى ډول دي :

١- صحابه کرام کافراومرتدگڼل .

٢- عائشة ( رضي الله تعالى عنهاوعمن آمن ببرائتها) باندى دبدکاري تهمت لګول .

٣- قرآن کې صراحتالفظي اومعنوي تحريف کول .

٤- دالله په باره کې د(بدا) عقيده ساتل (بدا) ديته وائي چى ددوي په ګمان الله ته يوه خبره اول يوقسم معلومه وي بياوروسته ورته واضحه شي چې هغه داسى نه ده بلکې داسى ده . (تعالى الله عمايقول الظالمون علواکبيرا ) .

٥- په صحابه کراموباندى لعنت ويل خاصکرپه خلفاء ثلاثة (ابوبکر،عمر،عثمان) رضوان الله تعالى عليهم اجمعين اوهمدارنګه په معاوية اوعائشة رضي الله تعالى عنهمااوپه نوروصحابه کرامو.

٦- په آذان کې دريم تشهد(اشهدان علياولي الله ) ويل .

٧- دخپل يوامام په باره کې چې محمدالمهدي بن الحسن العسکري نوميږي په باره کې خرافي عقيده ساتل اوهغه داچې هغه په ماشومتوب کې يوسورنګ ته ننوتلى اوياوريځ ته ختلى دى اوپه اخيره زمانه کې به راکوزيږي اوبيابه سنيان (داهل بيتو) دشمنان وژني .

٨- اوددوي په ګمان باندى په عائشة رضي الله تعالى عنهاباندى به دزناحدجاري کوي . خذلهم الله .

٩- اودغه مهدي دځان سره اصلي قرآن کريم اوچت کړى دى چې هغه ددوي په ګمان (٤٠) سپارى دى اوډير اوږددى اوپه هغې کې صحيح اسلام بيان شوى دى .

١٠- اودعلي رضي الله عنه اودهغه دبچوپه باره کې خرافي عقائدساتل .

١١- علي رضي الله عنه دالوهيت درجې ته رسول .

١٢- هغه ته په سختوکې آوازکول (ياعلي مدد) همدارنګه ياحسن ياحسين يافاطمة ،يازينب وغيره ويل .

١٣- داعقيده ساتل چې الله تعالى جبريل ته ويلي ووچې نبوت علي رضي الله تعالى عنه ته ورکړه هغه خطا شواودهغه په ځاي يې علي رضي الله تعالى عنه ته ورکړه .

١٤- ابوطالب مسلمان ګڼل اوپه هغه باندى سلام ويل سره ددى چې هغه په کفرکې مړشوى دى .

١٥- دعمررضي الله تعالى عنه سره سخته کينه کول .

١٦- دعمررضي الله تعالى عنه قاتل (ابولؤلؤالمجوسي) تعظيم کول اودهغه په قبرباندى عرسونه کول اودهغه زيارت ئي هم جوړکړى دى چې دوي ورته (باباشجاع الدين) وائي .

١٧- داهل بيتوپه قبرونوباندى شرکيات کول .

١٨- په کربلاء اونجف کې خرافات ،عرسونه اوميلى کول .

١٩- متعة کول اودمتعې څخه پيدا بچې ( سيد) ګڼل .

(متعه) مؤقتى نکاح ته وائي چې دخاص ورځولپاره ئي کوي .

٢٠- دکربلاء دخاورى څخه ګردټيکري جوړول اوبيا په هغې باندى سجده کول .

٢١- دکربلاء واقعى څخه ديني اوسياسي غلطه استفاده کول اوددروغوقيصي جوړول اودهغې په بيانولودخلکو احساسات راپارول .

٢٢- دعاشوراء په ورځوکې ماتم کول دعزامجلسونه جوړول اوپه هغې کې خپل مخونه په څپيرو وهل او ځانونه په چړو وهل اوصحابه کراموته کنځل کول وغيره .

٢٣- دتقية عقيدة ساتل اوتقيه واجب ګڼل .

تقيه معنى دروغ ويل کله چې ګيرراشي يادرنه کوم سني مسلمان پوښتنه وکړي خپل حقيقي خبره پټول اوهغه ته دروغ ويل .

٢٤- خپل ځان لپاره دولس امامان ګڼل چې هغه په لاندى ډول دي :

١- علي بن ا بي طالب ٢- حسن بن علي ٣- حسين بن علي ٤-علي بن الحسين (زين العابدين)

٥- محمدبن علي بن الحسين (الباقر) ٦- جعفربن محمدبن علي بن الحسين (الصادق ) ٧- موسى بن جعفر بن محمدبن علي بن الحسين بن علي بن ابي طالب (الکاظم ) ٨- علي بن موسى بن جعفربن محمدبن علي بن الحسين بن علي بن ابي طالب (الرضا) ٩- محمدبن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرالصادق الملقب ب(التقي) .١٠- علي الهادي بن محمدالتقي الملقب ب(النقي) ١١- الحسن العسکري بن علي النقي الملقب ب(الزکي)   ١٢- محمدالمهدي بن ا لحسن العسکري الملقب ب ( الحجة القائم المنتظر) .

٢٥- ددى اخيري په باره کې درجعت عقيده ساتل چې هغه وريځوته ختلى دى اوياپه کوم سورنګ کې پټ شوى دى اوپه اخيره زمانه کې به راکوزيږي اوپه ځمکه کې به عدل ا وانصاف قائموي اوهغه مهدي ګڼي په داسى حال کې چې محققين علماء وائي چې داشخص سره وجود نه لري بلکې دادوي دځان څخه خيالى اختراع کړې ده .

٢٦- ددغه امامانوپه باره کې خرافي عقائدساتل لکه :

١- ددوي دعصمت عقيده لرل چې دادهرقسم خطاڅخه معصوم دي .

٢- دوي په غيبوباندى پوه ګڼل .

٣- ددوي مرتبه دانبياء اورسولانوملائکوڅخه اوچته ګڼل .

٢٧- داعقيده ساتل چې دمسلمانانوامامت اومشري به هغه څوک کوي چې مخکنې امام ورته وصيت کړى وي لکه دوي عقيده لري چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم علي بن ابي طالب په باره کې په (غديرخم )کې وصيت کړى وواوهغه بياخپل بچوحسن ،حسين ته وصيت کړى وو ا وهريودځان څخه وروسته امام ته وصيت کړې کوم چې پاس په ترتيب تيرشول اواخيري امام غيب شوى دى .

٢٨- خميني په کې دولاية القيه عقيده اختراع کړه چې په خلکوبه مشري هغه څوک کوي چې ولاية الفقيه درجې ته رسيدلى وي اوهغه مجتهدمطلق وي اوهغوي ته دوي آية الله وائي .

٢٩- دامامان لپاره دمعجزى منل چې دهغوي په لاس به معجزه ښکاره کيږي .

٣٠- داعقيده ساتل چې امامانوته (لدني علم ) ورکول کيږي اوانبياء عليهم الصلاة والسلام دين نه دى پوره کړى بلکې دين ئي ناقص پريخې چې ددوي امامان به ئي پوره کوي .

٣١- خپل امامان دشريعت په جوړولوکې مطلق العنان پريخوستل هرشي چې هغوي ورته دين وويل : هغه دين ګڼل کيږي اودهرقسم اجتهاداجازه ورته شته .

٣٢- دمسلمانانووينه تويل اوهغوي ته تکليف ورکول ثواب ګڼل اودهغوي مالونه غنيمت ګڼل .

٣٤- دعربوسره عمومااوداهل سنتوسره خصوصاکينه بغض کول .

دغه اوديته ورته نورى خرافي عقيدي اواعمال لري .

اوپه دوي کې ډيرى ډلى دي اودهريوئي مختلف عقائددي چې بعضې ئي په لاندى ډول دي :

روافض په ابتداء کې څلور قسمه دي : ١- الزيدية ٢- الامامية ٣- الکيسانية ٤- الغلاة .

بيا(الزيدية ) دري قسمه دي : ١- الجارودية ٢- السليمانية(الجريرية) ٣- البترية .

اوکيسانية بياپه دوه قسمه تقسميږي چې دواړه دمحمدبن الحنفية په امامت قائل دي .

اوامامية پنځلس قسمونوته تقسيميږي چې په مجموع کې (٢٠) ډلى جوړيږي ليکن دادپخوانيو علماء تقسيم دى اوس په دى زمانه کې ئي لاندى ډلى مشهورى دي :

١- الامامية (الاثناعشرية ) کوم چې په ايران اوعراق مسلط دي اوداداسماعيل الصفوي لعنه الله په زمانه کې په ايران مسلط شوي دي چې هغه هم داماميه اواثناعشرية په عقيده وه .

٢- (الاسماعيلية) اودا هم په نوم مسلمانان دي نورملحدان اوبي ايمانه دي چې ځاي په ځاي خپل سکولونه اومکتبونه جوړه وي اوپه هغې کې دالحاداوزندقت ،فحشااوعريانى دعوت کوي .

٣- ( النصيرية ) کوم چې په سورية باندى مسلط دي اوداپه کې ډيرغاليان دي ، چې نن دمسلمانانوسره لاس اوګريوان دي .

٤- الحوثية کوم چې په يمن کې دي اودمسلمانانوسره په جګړه کې ښکيل دي .

اوله فائده : په عاشوراء کې زمونږځيني سني مسلمانان هم دشيعه ګانوسره مشابهت کوي اوپه دى ورځې کې شربتونه تقسيموي په دى ګمان باندى چې په دى ورځوکې په حسين رضي الله عنه باندى په کربلاء کې اوبه بندى وى اوهغه ډيرتګې وواودشمنانواوبه نه ورکولى نوځکه دوي اوس شربتونه تقسيموي چې داهم بدعات دي دځان څخه جوړشوي دي اودشيعه ګانوسره مشابهت دى .

دوهمه فائده :

بعضى خلک بيادشيعه ګانودضدنه دعاشوراء په ورځ خايسته پاکې يانوى جامى اغوندي اوسترګې توره وي اوځان خايسته کوي اودخوشحالى اظهارکوي اوښه خوراکونه کوي اودهغې په فضائلوکې بعضي ضعيف اومنګړت احاديث پيش کوي چې داکارهم صحيح نه دى اودهغې څخه هم ځان ساتل پکاردي بلکې په دى ورځ روژه نيول پکاردي لکه مخکې تيرشول اوورځ دعاموورځوپشان عادي تيرول اوګڼل پکاردي .

وصلى الله تعالى على خيرخلقه محمدوآله وصحبه اجمعين

ستاسوورور: ابوحمزه قاسم بن محمدالافغاني .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: