دمباحثي هنر، څنګه له چا سره بحث وکړو؟

په اوسنې عصركې لويديځوالود دې علم پواسطه  په نړۍ منګولې ښخې كړي دي او په خاصه توګه په سياسي او اقتصادي مباحثوكې يې ډير بريا ليتوبونه لاس ته راوړي دي.

مباحثه د بشري ژوند دهغواړتياو څخه ده، چې انسان ورته په خپل كوركې له كورنۍ سره، په كار ځاى كې له ملګروسره او د ګډو ګټوله خلكو سره اړتيا لري. د ښو پايلو لاس ته راوړلو لپاره مباحثه د ځانګړي علم په بڼه كې په پوهنتونونو كې لوستل كيږي.

ليكوال : دكتور عوض القرنى
ژباړن :  استاذ شفيق الله امين

په اوسنې عصركې لويديځوالود دې علم پواسطه  په نړۍ منګولې ښخې كړي دي او په خاصه توګه په سياسي او اقتصادي مباحثوكې يې ډير بريا ليتوبونه لاس ته راوړي دي.

لومړنيو مسلمانانو هم دمباحثې، محاوري اومناظري په هنركې په زړه پوري مهارت لاره، پدې برخه كې يې كتابونه ليكلې، او ددې هنراستناديې  قراّن كريم او سنت نبوي ته كړي دي .

مګر كله چې وروستيو نسلونو په وروستيو پيړيوكې ددې علم په څيرپه نورو چاروكې هم كمي وكړ، داكار د مسلمانانو دوروسته پاتي كيدولامل شو.

دمباحثې  په هكله  په دي تنګ ځاى كې تفصيلې خبرې نه شي كيداي، مګر دځينو مهمو اړخونو په هكله يې يادونه كوو، چې لوستوونكې پرې دمباحثې په ډګر كې خپل ځواك ښه كولاي شي .

د مباحثې مهم اړخونه :

الف:

دمباحثې لپاره تيارې اوچمتوالي، دستونزې څيړنه او په اړونديې دمباحثې لپاره پلان جوړونه.
دا تيارې دلاندې ټكوپه ترڅ كې صورت نيسي :

1.    هغه ستونزه چې ستا اودمقابل لورې تر منځ داختلاف ځاى دي او مباحثه كول ورسره غواړي په څرګند ډول په ګوته كول، ځكه دستونزې د ټاكنې اودحقيقت پيژندنې څخه پرته مباحثه كول د ناكامۍ او ماتي خوړلومعنالري .

2.    له تاسره دهغه داختلاف داړخونو پيژندل، د مقابل لورې چې له تاسره مباحثه كول غواړي نه پيژندل، تا دستونزو سره مخ كوي.

كيداي شي دمباحثې په مهال  ستا په مقابل كې يواړخ اوياديوڅخه زيات اړخونه ودرېږي، چې هريو يې دخپلو افكارو اوګټواستاذيتوب كوي.

3.    دهراړخ نظر معلومول : چې له هريوه سره داتفاق او اختلاف ټكې كوم دي؟ او داتفاق او اختلاف لاملونه څه دي ؟ كه له ټولو سره نه وي له ځينو سره دپوهاوې اوحل ته درسيدو امكان څومره دي ؟

4.    دهر طرف داستازو په هكله څيړنه، ځكه دمقابل لورې نظريات، افكار او ګټې كه هرڅه وي، مګرداستاذې شخصي صفات دمباحثو په بهيرهرومرو اغيزه كوي .

بايد دهغه دشخصيت مختلف اړخونه په تاريخې، اخلاقې، فكرې، فرهنګې، سلوكې اوروحې لحاظ وڅيړل شي، او دده دشخصيت داسې نوراړخونه چې دمباحثوله پاره يې پيژندل اړين وي دڅيړني لاندې راوړل  شي .

هغه څوك چې په مباحثوكې دمقابل لورې په هكله زيات معلومات ولري كولاي شي په پاي كې په نورو برلاسي او برياليتوب لاس ته راوړي.

ب:

دمباحثې لپاره مناسب پلان جوړونه، دمخكينيو څيړنو پواسطه دمباحثې لپاره له تيارۍ څخه وروسته بايد دمباحثې دبهير لپاره عملي پلان كيښودل شي، چې مهم ټكې يې دادي:

1.    دمباحثې لپاره دې دخپلوموخو ټاكنه په څرګند ډول وكړه، بيا داموخې  ددرجو پربنسټ چې ترټولولوړه او ترټولوټيټه منل شوي موخه پكې په نښه شوي وي ترتيب كړه، دزيات تفصيل لپاره دكتاب په سركې دموخو جوړونې موضوع ته مراجعه وكړه.

2.    هغه موخې چې مقابل لوري يې دلاس ته راوړلو كوښښ كوي تخمين كړه، او ترټولو ټيټه موخه چې هغه ته دقبول وړوي كومه ده؟

3.    بايد دځان سره داسې مقبول او قناعت وركوونكې بديلونه ولري، چې دهغه دموخودنه منلو په صورت كې ورته دادمنلو وړ وي.

4.    په مقابل لورې دخپلوموخو دمنلو لپاره بايد اغيزمني لاري وټاكې اوهغوۍ ته پدې دقناعت وركولوكوښښ وكړي چې ستادموخو په منلوكې يې ګټې لاس ته ورځې، او ياخولږتر لږه زيان ورته نه رسوې. دمباحثې په بهېركې بايد دهغوۍ دشخصي تجريح، پارونې او قهرولوڅخه ډډه وشي.

5.    په مباحثوكې دګډون كوونكوخپلول دبرياليتوب اودقضيې دګټلوښه لاره ده.

6.    په موخو بايد اهتمام وشي، دظاهري بڼي، دځان ښودنې ددريځونو اوخبري اعلاميوڅخه ډډه وشي پدې شرط كه داپخپله موخه نه وي.

7.    دمختلفو احتمالاتو تمه بايدولري اوددې لپاره بايد مناسب حلونه هم موجود وي چې داړتيا په مهال يې وكاروې.

8.    پداسې حال كې چې يواړخ هم دبل خبرو منلو ته تيارنه  وي ددواړو اړخونو لپاره دمنلووړحلونه غوره كړه، پدې شرط چې لږ ترلږه ټيټه موخه له لاسه ونه وځې.

9.    په تيار شوي پلان بايد دمباحثې دپيل څخه دمخه څوځلې خپل ځان وروزې .

ج: د مباحثې دعملې پيل مهم پړاونه دادي :

1.    دمباحثې دډلګۍ سره پيژندګلوې اوله نيږدې څخه ناسته ولاړه، ترڅو دهغوۍ په هكله ستادڅيړنو دصحت اودهغه  په رڼاكې دوضعه شوي پلان څرنګوالي درته معلوم شي، كيداي شي ځيني ټكې مراجعې او بدلون ته اړتياولري.

2.    دستونزې په هكله دمباحثې دډلګۍ سره مخامخ كيدل اودخبرو اترو پيل، چې دادمباحثې دمهموپړاونو څخه ګڼل كيږي، پدې پړاوكې بايد افكار ښه وروڼل شي، اوپه غورغوږونيول شي، دمقابل لورې سخته رويه او بدسلوكې په صبر اوموسكا سره وزغمل شي، همدارنګه بايد دحق منلواوپه غلطيو اعتراف اودهغي څخه ترممكنه بريده په راګرځيدلو باندي ځان اړمن كړي شي، دمقابل لورې علمي اوثقافتي كچه په نظر كې ونيول شي، دخبرو اودقضيي دوړاندي كولو مختلفي بڼې وكارول شي، دځواب وركولوڅخه وړاندي بايد دناپوهيدلو خبروپه هكله پوښتنه وشي، او په دي  بهير كې بايد ستااود مقابل لورې په منځ كې دداسې ګډټكې كه څه هم كوچنې وي لټون وكړي چې دلوي پوهاوې او ژور اتفاق لپاره كارولاي شي.

3.    له اتفاق اورضاكيدووروسته دپريكړوپړاوراځي، مګر كه چيري په دريځونوكې سختي پيداشوه، حل ته رسيدل ونه شونو بايد چې مباحثې پاي ته ورسول شي، او دحل لټون بل وخت ته وځنډول شي.
4.    د مباحثودپايلوڅيړنه  اوارزونه، او دراتلونكو پړاونولپاره چمتوالې وشي، كه چيري مباحثودوام لاره.
او داتفاق په صورت كې دګډوټكودعملي كولو  كوښښ وشي .

كيداي شي چې دمباحثو لپاره تياري او پلان جوړونه يوه ډلګۍ اوخبرې اترې بله ډلګۍپه غاړه ولري او يا دواړه كارونه يوه ډلګۍترسره كړي  .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاميابۍ لار له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب